Jun 16, 2016 15:52 Asia/Kabul
  • امریکا او په ایران کې دبشری حقوقو دخلاف ورزیو ادعاګانې

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرو نې په دې شیبو کې ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو دوستانو اوس هم دبشری حقوقو د مدعیانو دادعاګانو او له میکروبی وسلو څخه دهغوي داستفادې دموردونو په باب درسره غږیږو ،هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ

           وروستي  خپره شوي  راپورونه ددې ښودنه کوي چې  د  :زیکا: په نامه    نوي  خور شوی ویروس  چې  په اُمیندوارو  ښځو کې  دجینین  دمشکلاتو لامل کیږي ، دامریکا  دبیالوجیک  جنګ  له پروژې سره داړونده  څيړنو  برخه ده . زیکا  ناروغي له زیّړې ناروغۍ او ډینګي ناروغۍ  سره او له ځينو نورو ډيرو داسې ناروغیو سره ورته والی لری چې   د نیل سین په لویدځ  کې لیدل شوي دي . ددغې ناروغۍ ویروس  په همدې نامه  یو ماشی دی . دغه ناروغي  په اُمیندوارو ښځو کې  ډيره زیاته  خوریږي  او دهغوي بچیان  دمیکروسفالي  یا د واړو مغزو په ناروغۍ ککړیږي .

  د روغتیا دنړیوالې  ادارې دراپور  په اساس ، یوازې په برازیل کې  په دغې  ناروغۍ څلور میلیون کسان ککړ دي . زیکاویروس  په  چټکۍ سره په نړۍ کې  خوریږي . تر اوسه پورې  ددغې ناروغۍ د درملنې لپاره    هیڅ ډول اغیزمن درمل نشته  او  ددې لپاره مناسبت واکسن  هم نه دی موندل شوی .

                یوه هغه پوښتنه چې  د ډيرو پوهانو ذهنونه  ئې  بوخت ساتلي ، داده چې  ددغې مرموزې  ناروغۍ عامل  له کومه ځایه راغلی دی  او دغه ناروغي  څرنګه  خوره شوه؟ . زیکا ویروس  مخکې په افریقا کې خور شوی ؤ  ،خو د هغې  ناروغۍ  نښې ډيرې  خفیفې او نه لیدونکي  وي .  

 پوهان باؤري دي   ددغې ناروغۍ  په عامل ماشي کې  یو جنیټیکي  او بیولوجیکي  بدلون ددغې ناروغۍ دتولید اوخوریدا  لامل شوی .تجروبې ښودلې ده چې  ددغې ناروغۍ  قصدي خوریدا  هم ممکنه ده .  

 د رنټس  څيړنیز  مرکز  څه موده مخکې زیکا ناروغي دیوه ژواک چاپيریالي  جنګ په طبقه بندۍ کې  راوستې او  امریکا ئې په دغې  موضوع کې ګرَمه  بللې ده .  درینټس  مطالعاتي او څيړنیز مرکز  د راپور  په یوې برخې کې راغلي دي ، د زیکا ناروغۍ عامل  دغه ماشي چې  ځيني بدلونونه پکې راوستل شوي  دي،په لاتینې امریکا کې  دیوه مشهور سرمایه دار  بل ګیټس  په کروندو کې خوره کړائ شوي  دي .دروئيټرز  خبری آژانس  دراپورپه اساس  بیل ګیټس  ،  په ۲۰۱۵کال کې  له آکسفورډ پوهنتونه  په یوسل شپیته میلیون ډالري ارزښت سره د :اوګزیټیک شرکت :  واخست  او   دغه  کروندې ئې  د علمي ازموینو  ترسره کولو ته بیّله کړې .

              دغه فرضیه  چې  ډیر شواهد ئې  تائيدوي ،دهغه بیولوجیکي جنګ  په تراخو  و اقعیَتونو کې  جرړې لري ، چې  میکروبی جنګ   هم بلل کیږي،د   جنګي وسلو په تو ګه د بیکټریا   یا ویروس  او طبیعي زهرو پشمول  د ناروغیو خورونکي   له هرډول ترکیبه  استفاده   ،بشری ضد عمل   ګڼل کیږي .

  ددغو بوږنونکو جنایتونو مخینو ته  کتنه ښئ ، چې امریکا  ددغه ډول  و سلو تولیدونکی او  له هغو استفاده  کونکی یو هیواد دی . امریکا  دمیکروبی  ناروغیو په خپرولو کې  اوږده مخینه لري .د مستندو راپورونو په اساس  د امریکا درمل جوړونکو شرکتونو،دلاتینې امریکا ، افریقائي  او ځينو آسیائي هیوادونو څخه  دخپلو  درملو دآزمیښت  ځایونو په توګه استفاه کړې ده .   

   دامریکا ځاي اوسیدونکي  ددغه ډول وسلو  په قربانیانو کې شامل دي . د کریسټوفر کلمبس  په وسیله ددغې لوئې وچې  له کشفیدو او له نورو براعظمګیو سره  ئې  له ارتباطه وروسته   ددغې وژونکي ناروغۍ  د  غزیدا له امله   ډير کسان  له لاسه ورکړي دي .انګریز پوځ هم  لږترلږه یو ځل  دمیکروبی وسلې په توګه دچیچک ناروغۍ ویروس کارولی  دوي   په میکروبو ککړې  کمبلې  د ۱۷۶۳کال  په :پونټيّک جنګ :  کې سره پوستو امریکایانو ته ورکړې .   د کیلیفورنیا ځاي  اوسیدونکو هم   دبلوط په پاڼو کې ګلونه   چې په زهرو ئې ککړ  کړ ي وو   د  ډالۍ  په توګه ئې داسپانیا  اوسیندونکو  ته ورکړل .

             په ۱۷۶۳کال کې  په امریکا کې  دیره اروپائي کډوالو سروپوستو ته  په ویروسو د ککړو  کمبلو په ډالۍ کولو سره  دمیکروبی جنګ له رودې  استفاده کوله .  دامریکا متحده ایالتونه او انګلستان  په ۱۹۴۴کال کې  یا له دې مخکې د تور ټپ   په بمونو سره  دجرمني  په شپږو مهمو ښارونو  دحملې نقشه  جوړه کړې وه .  د ۱۹۵۲ کال په فرورۍ کې   امریکا په شمالی کوریا کې بیولوجیکي بمونه وکارول .  

د فرانسې :آلټرانفو:  خبری سایټ   څه موده مخکې  په دې زمینې کې  یو مستند راپور خپور کړ چې  دپوهانو ډ يرو  څیړنو  تائيد  کړی دی .

  ددغه خبری سایټ  دراپورپه اساس     په :  Day Lily   Project :  مشهور دیوه پلان   اساس  ،  داسې پيښې  راولاړوي  چې   دفارس خلیج دجنګ سنډروم  سره په ارتباط کې  دي ،هغه مرموزې ناروغۍ  چې  دامریکا  یو لک پنځوس زره  ریزرؤ   ځواک ترې  کړیږي  او په لسګونو زره نورو ئې  له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .  په داسې حال کې چې  له هرډول رسمي درملنې  او پيژندګلوۍ  محرومه  وو ،ځکه    چې دناروغۍ سرچینه باید  پټه پاتې وائ .   دوو امریکائي  پوهانو  ددغو عسکرو  په وینې کې دمیکروبی عامل شتون  کشف کړی ؤ .ددغه کار  موخه   هم، په  حقیقت  کې په پوځیانواوبندیانو باندې دپراخ آزمیښت   اجرا کول وو .   

*********************

               ددغه کتاب په یوې برخې کې راغلي دي ، د :مریلینډ : په لوړو  څوکو کې  د امریکا دپوځ یوه ستره اډه  ده  چې  په دوهم نړیوال جنګ کې او  دغه راز دساړه جنګ په پړاؤ کې  ددغه هیواد د میکروبی وسلو دڅيړنو په یوه ستر مرکز بدله شوې  چې  دهمدغو عواملو  په وړاندې  ددفاع او میکروبی جنګ  دعواملو تولید ته بیّله شوې  وه .   

دخپرو شویو سندونو په اساس دامریکا ددرمل جوړونې شرکتونو ،  د لاتینې  امریکا ،افریقا  او  ځيني آسیائي هیوادونه     دخپلو درملو آزمیښت ځایونه جوړ کړي وو .  په ۱۹۳۱کال کې  د راکفلر  موسسې  یوه ډاکټر ، ډاکټر کورنلیّس  روډیس  په طبی  څیړنو  کې  سرطاني سلولونه   څو سالمو انسانانو ته ورپچکاري کړل . هغه وروسته  همدغه آزمیښت  پر امریکائي عسکرو او د روغتونوو پر ناروغانو  باندې هم تکرار کړ  . په ۱۹۳۲کال  کې هم  د سلفیّس  ناروغۍ سره  په اړونده مطالعاتو کې د  توسکجي  سفلیّس (Tuskegee Syphilis) په عنوان سره  په ګویټیمالا کې   ددغې ناروغۍ عامل  دوو سوو تورپوستو ته ورپچکاري   شو .  او له هغوي ئې  دازمیښت ځاي د   خوک یا سرکوزي په توګه استفاده وکړه . د مطالعې په دوام کې سره له دې چې  امریکائي څیړاند پوهیدل ، دغه دوه سوه کسان  په سلفیّس ناروغۍ ککړ شوي دي ،  خو  هغوي قصدا  ددغو ناروغانو له درملنې ډډه وکړه  او دغه کسان   ددغې ناروغۍ له امله  په ډيرو کړاؤنو اودردونو سره  قرباني شول .  یوه هغه موضوع چې  په نهایت کې  ئې دامریکا ولسمشر باراک  اوباما  مجبوره کړ چې  رسما  دګویټيمالا له حکومته  ددغه غیرا نساني اقدام له امله بخښنه وغواړي .

     دګویټيمالا په بې وزله خلکو  دامریکا ازمیښتونه ،   د ولسلې  کالج د استاد  سوزان روزبی  دمطالعاتو په دوران کې  ایشوا شول .  په دې توګه   چې   د امریکا ولسمشر اوباما  دګویټیمالا دوخت له  ولسمشر  آلوارو کلم   څخه بخښنې غوښتنې ته مجبوره شو . 

 دامریکا دوخت خارجه وزیره هیلري کلینټن  او د روغتیائي چارو او د دغه هیواد دانساني  خدماتو  وزیر  کتلین سبلیّوس   دیوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره  وویل،هغه ازمیښتونه چې  له  ۱۹۴۶کاله رانیولې   تر ۱۹۴۸پورې په کلونو کې  دګویټیمالا پر  خلکو  شوي دي ، غیر ا خلاقي او د رټلو  وړ دي .

 دغه اقدام له دې دروسته شوی چې   په ماساچوست ایالت  کې  د ولسلې کالج  استاد سوزان  روربی   په ګویټیمالا کې  دامریکا له روغتیائي چارو وزارت سره   داړونده ډاکټرانو دشپږو لسیزو مخکې څيړنو  جزیات  خپره کړل . . هغه  پخپلې مقالې کې  په ګویټیمالا کې  څيړنې چې  پر نفسیاتي  ناروغانو او بندیانو باندې شوي وې ،  دامریکا  په الامبا  ایالت کې  پر تورپوستو باندې  له ورته ازموینې سره  پرتله  کوي .

دغه امریکائي  څيړاند  بیا لیکي ، داکټر   جان کتلر او دهغه ملګرو له ۱۹۴۶کاله رانیولې تر ۱۹۴۸پورې په کلونو کې   د ګویټيمالا لږترلږه۶۹۶ ښآریز چې  د نوموړو  آزموینو له ماهیّته خبر نه وو ،   په پیل کې دککړو او بدکارو کسانو او له غیر اخلاقي لارو په دغه ډول ناروغیو ککړ کول او  بیائې   ورته پنسلین  ورپچکاري کول  .  

=    دغه بوږنونکي  واقعیتونه  ښئ دبشری حقوقو مدعي امریکا دهغو میکروبی  ناروغیو په خورولو کې  چې  دبشریّت په ضد سترجنایت دی، اوږده مخینه  درلودلي ده .  په نړیواله سویه  ددغه ډول وسلو  څخه استفاده،په ۱۹۲۵ کال کې   د جنیوا موافقې  په وسیله   منع  شوه  .په ۱۹۷۲کال کې بی ډبلیو سی ټولنې  دغه منع کونې  نوره هم پراخې کړې  او  له  هماغه تاریخه  حتی  ددغه شان  ټولو محصولاتو ساتل  او    وړل  راوړل  غیر قانونی وبلل   او منع اعلان شول .

 (سیماب)

*****************************************************

ټیګونه