Mar 30, 2024 14:38 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۸۸) یقینا چې حق بریالی دی

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۸۸م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې، د اسراء سورت د ۸۱م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.

د اسلام د مبارک دین د خپراوي لپاره د حضرت رسول (ص) کلتوري، ټولنیز او سیاسي اقدامات او له باطلو عقایدو سره مبارزه، له ۲۱ کلونو وروسته او د مکې په فتحې سره ترلاسه شوه. رسول الله (ص) له خپلو یارانو سره، مکې ته څېرمه د «ذي طوی‏» سیمې ته ورسېد، د مکې ښار له دې ځایه په بشپړه توګه لیدل کېده. پیغمبر اکرم خپل یاران په څلورو ډلو ووېشل او هرې ډلې ته یې دنده وسپارله چې له هرې ټاکلې خوا ښار ته ننوځي، په هماغه حالت کې دوی ته وفرمایل: له کوم چا سره جګړه او نښته مه کوئ، مګر دا چې برید او تیری له مقابل لوري پیل شي. څلور ډلې په څلورو خواوو مکې ته ننوتلې.

ځیني خلک خپلو کورونو ته ولاړل او ځینو ډېرو کسانو بیا مسجد الحرام ته پناه یوړه. یوازې د ښار په یوه سیمه کې، یوه ډله کسان چې له دې وړاندې هم پر مسلمانانو باندې په پټې حملې سره، د حدیبې تړون یې نقض کړی وو، د ابوجهل د زوی په څېر د ځینو مشرانو په تحریک سره، د حضرت رسول (ص) د یارانو پر وړاندې ودرېدل. هغه ډله چې له دې سیمې څخه تېرېدله، د خالد بن ولید تر قوماندې لاندې وه. خالد له برید سره سم، د مسلمانانو په ملاتړ، د جګړې امر ورکړ. په تورو سره، مشرکان تر مسجدالحرام پوري په شا وتمبول شول.

په دې نښتو کې، شل مشرکان ووژل شول او د ابوجهل د زوی عکرمه په ګډون نور کسان وتښتېدل. رسول الله (ص) کله چې له لیري څخه د تورو رڼايي ولیده، پوه شو چې په هغه سیمه کې جګړه او نښته رامنځته شوې ده. نو امر یې وکړ چې دوی له جګړې لاس واخلي، مګر هماغه وخت، کار پایته رسېدلی وو او مشرکان له خپلو شلو کسانو تلفاتو وروسته، ځیني وتښتېدل او نور هم تسلیم شوي وو.

بلاخره ټول مسلمانان مکې ته ننوتل. د ننوتلو په لومړیو شېبو کې، د سعد بن عباده په نوم یو مسلمان چې د مدینې د خلکو له مشرانو څخه وو، فریاد وکړ: نن ورځ د غچ اخیستنې ورځ ده.

قریشیانو د مسلمانانو او اسلام پر ضد پراخ او ستر جنایتونه درسره کړي دي. مسلمانانو ته د دوی ځورونې، شکنجې او د دوی ځانې او مالي زیانونه، له ذهنونو څخه نه پاکېږي؛ له دې امله، ډېره عادي خبره وه چې اوس مسلمانان، د دې جنایتونو ترسره کوونکو ته سزا ورکړي. مګر کله چې رسول اکرم (ص) د سعدبن عباده له وینا خبر شو، علي (ع) ته یې وفرمایل: ولاړ شئ او بیرغ د هغه له لاسه واخلئ. بیا یې غږ وکړ: نن د رحمت او بخښنې ورځ ده.

پیغمبر (ص) ښار ته له ننوتلو وروسته، له خپلو یارانو سره کعبې خوا ته ولاړ. د الله رسول(ص) د کعبې دروازې ته مخامخ ودرېد او وویل: لا اِلهَ اِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لا شَرِیکَ لَهُ، صَدَقَ وَعْدَهُ وَ نَصَرَ عَبْدَهُ، وَ هَزَمَ الْأحْزابَ وَحْدَهُ: له واحد خدایه پرته، بل معبود نشته، هغه واحد خدای چې شریک نه لري، هغه چې خپله ژمنه ( د مسلمانانو د بریا په اړه) پوره کړه، او له خپل بنده سره یې مرسته وکړه او د شرک بېلابېلو ډلو ته یې په یوازې توګه ماتې ورکړه. بیا له هغو ډلو زیانونو سره چې د مشرکانو له خوا یې لیدلي وو، وفرمایل: څه وایئ؟ سهیل بن عمرو چې د قریشو یو مشر وو، وویل: موږ له خیر پرته نور څه نه وایو. ته زموږ ورور او زموږ د تره بزرګوار زوی یې.

پیغمبر وفرمایل: زه هم تاسو ته هماغه خبره کوم چې زما ورور یوسف خپلو وروڼو ته وویلو: نن ورځ پر تاسو ملامتي او توبیخ نشته. خدای تاسو بخښي او هغه ترټولو مهربان دی. بیا پیغمبر وفرمایل: اې خلکو! خدای تعالی د اسلام په سیوري کې، د جاهلیت دورې ویاړونه او په نیکونواو پلرونو باندې فکر کول له منځه یوړل. تاسو ټول له آدم څخه پیدا شوي یاست او هغه هم له خټو څخه پیدا شوی دی. د خدای غوره بنده هغه څوک دی چې الهي تقوی ولري. خلک دوه ډوله دي: یوه ډله تقوی لرونکي کسان چې د خدای په نزد ګران او ښاغلي دي؛ او بدکاره او کنګاره ډله چې د خدای په نزد سپک او بې ارزښته دي.

عرب توب د ویاړ سند نه دی. عربي یوازې یوه ژبه ده، چې ورسره خبرې کوئ. هرڅوک چې ښه عمل ونه کړي، د هغه توکم او نیکونه ورته کومه ګټه نه لري. خلک د آدم له وخته زموږ تر دورې پورې، لکه د وږو د هډوکو په څېر سره برابره دي او عرب پر عجم او سور پر تور باندې غوره والی نه لري. یوازې د فضلیت معیار، تقوی ده. زه د ځان او مال په تړاو ټولې ادعاوې او د جاهلیت ټول بې اساسه ویاړونه ترپښو لاندې کوم او هغوی بې اعتباره ګڼم.  مسلمان د بل مسلمان ورور دی او د ټولو مسلمانانو وینه له یوه بل سره برابره ده. ټول مسلمانانو له یو بل سره وروڼه دي او د پردیو پر وړاندې د یوه لاس په څېر (متحد او یوموټي) دي.

هغه کډوال چې کلونه کلونه له مکې لیري او په غربت کې وو، له ټولو زیات خوشحاله وو. له ډېرې خوشحالۍ څخه یې له سترګو اوښتکي راتلې او آسمان ته د لاسونو په پورته کولو سره، د خدای شکر ادا کولو. له دې سره، تراوسه د مسلمانانو پر زړونو باندې سترې اندېښنې دروندوالی کولو، او هغه، په توحیدي کور کې د ۳۶۰ بتانو شتون وو، چې زړونه او سترګې یې ځورولې.

ټول کسان پیغمبر ته په تمه وو او د شرک د ورستیو آثارو د له منځه وړلو لپاره، شېبې شمېرلې. اوس هم د ښار په ځینو برخو کې داسې کسان هم وو چې له بتانو سره یې مینه لرله او د دوی د بقا لپاره یې دعا کوله. دوی د بتانو د بقا لپاره لوړ لګښت ورکړی وو او نشو کولای چې د دوی له منځه وړل وزغمي. مګر  مسلمانان ‌ډېر په تمه پاتې نشول او د پیغمبر (ص) په امر سره د شرک له منځه وړل له کعبې څخه پیل شول.

جابر بن عبدالله روایتوي: له رسول الله (ص) سره یوځای مکې ته ننوتلو. په هغه ورځ ۳۶۰ بتان په کعبه او د هغه په شاوخوا کې وو. د حضرت رسول(ص) په امر سره، مسلمانانو ټول بتان له منځه یوړل. پر کور باندې، لوی بت اېښی وو چې هغه ته یې هُبل ویلو. څنګه چې د حضرت رسول سترګې پر هغه ولګېدې، علي ته مخ کړ او وفرمایل: یاعلي یا ته باید زما پر وږو باندې پورته شې، یا زه ستاسو پر وږو باندې پورته شم چې هُبل د کعبې له بام څخه وغورځوم! علي وویل: یا رسول الله! تاسو زما پر وږو باندې پورته شئ.

مګر علي (ع) ونتوانېد چې پیغمبر وزغمي. هغه خپله موږ ته داسې وویل: کله چې حضرت رسول (ص) زما پر وږو باندې پورته شو د رسالت او جلالت د دروندوالي له امله مې ونشو کړای، چې هغه حضرت ته حرکت ورکړم. پیغمبر دې موضوع ته متوجه شو او په موسکا ډول زما له وږو څخه ښکته شو او زه یې پر خپلو وږو باندې پورته کړم. کله چې پورته شو، د هغه خدای په حق سره دانه یې دوه ځایه کړې او مخلوقات یې پیدا کړي دي، داسې پورته شوم، که غوښتل مې چې آسمان ته ورسېږم، کولای مې شو، نو هُبل مې واخیست او لاندې مې وغورځولو. علي (ع) له ښکته کېدو وروسته خندل. د الله رسول له هغه څخه پوښتنه وکړه: ولې خاندې؟ علي (ع) ځواب ورکړ: حیران په دې یم چې ستاسو له وږو څخه پر ځمکې باندې ښکته شوم، مګر کوم څه مې احساس نه کړل.

د الله رسول وفرمایل: څنګه غواړې کوم څه احساس کړې، په داسې حال کې چې محمد، تاسو یې پر خپلو وږو باندې پورته کړئ او جبرئیل، تاسو یې ښکته کړئ.

په دې وخت کې، د اسراء سورت ۸۱ آیت نازل شو او د ټولیز قانون په بیان او په هر وخت او زمان کې د خلقت تخلف نه کول، پر باطل باندې د حق نهايي بریا ده. په دې آیت کې خدای تعالی فرمايي:

وَ قُلْ جاءَ اَلْحَقُّ وَ زَهَقَ اَلْباطِلُ إِنَّ اَلْباطِلَ کانَ زَهُوقاً: او ووایه: حق راغی او باطل نابود شو، یقینا چې باطل له منځه تلونکی دی.

 هو! د حق بقااو د باطل له منځه تلل،  یو سنت او الهي قانون دی، نه اټکل او ناڅاپي، که څه هم  د حق پیروان کم او د باطل پلویان ډېر دي. حق د اوبو په څېر ثابت او تلپاتې او باطل لکه د ابو زګ، ناپایداره او فاني دی او همدغه الهي قانون، د حق پلویان د ستونزو پر وړاندې هیله مند او پیاوړي کوي او دوی ته روښانتیا ورکوي.

پیغمبر (ص) مسجد الحرام ته د تلو پر مهال، له علي (ع) څخه وغوښتل چې د کعبې له کِلي لرونکي عثمان بن طلحه څخه کِلي وغواړي، ترڅو د کعبې دننه د بتانو له شتون څخه پاک کړي. د کِلي له اخیستلو وروسته، د پیغمبر تره عباس، له پیغمبر (ص) څخه وغوښتل چې د خدای د کور کلي هغه ته وسپاري او په دې توګه د بیت الله د کلي درلودل چې د عربو په منځ کې یو لوړ مقام وو، هغه ته وسپارل شي. مګر پیغمبر (ص) هغه ته پاملرنه ونه کړه او له بتانو څخه د کعبې د کور له پاکولو وروسته، د کعبې دروازه وتړله او د هغې کِلي یې علي ته ورکړه، ترڅو عثمان ته یې وسپاري، او په هماغه حالت کې، د نساء سورت ۵۸م آیت چې د امانت د ستنولو امر کوي، تلاوت کړلو.

د ځینو روایتونو له مخې، عثمان علي(ع) ته وویل: فکر مې نه کولو چې کِلي په دې ډول په مهربانۍ او محبت سره ما ته راوګرځوئ؟! علي (ع) د امانتونو د ستنولو آیت بیان کړلو او وویل: د خدای امر ته د درناوي له امله مې دا ډول وکړل. عثمان بن طلحه د دې مطلب په اورېدلو سره، هماغه شېبه ایمان راوړ او مسلمان شو.

ژباړه: زماني

ټیګونه