Apr 01, 2024 14:20 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په تیره اونۍ کې د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فارسي ژبې په برخه کې د افغانستان د درېځ په اړه وویل: افغانستان د فارسي ژبې له اصلي مرکزونو څخه دی او ان شاءالله چې فارسي ژبه هلته وده وکړي.

د نوي کال په شپږمه ورځ، د روژې د مبارکې میاشتې په نیمايي او د امام حسن مجتبی (ع) د زوکړې په شپه، د فارسي کلتور او ادب د شاعرانو او شخصیتونو یوې ډلې، د ایران د اسلامي انقلاب له ستر لارښود سره وکتل.

په دې لیدنه کې درې تنو افغان مهاجرو شاعرانو محمد کاظم کاظمي، نجيب بارور او سيد حکيم بينش هم خپل شعرونه واورول.

افغان شاعر سید حکیم بینش د ایران او افغانستان د خلکو تر منځ د خواخوږۍ او همدردۍ د فضا په موضوع او بیان سره یو شعر ولوست.

د انقلاب معظم رهبر د بینش د شعر د محتوياتو له ستاینې وروسته، د دې په بیان سره چې افغانستان د فارسي ژبې ځاى دى او د فارسي ژبې په برخه کې د افغانستان د موقعيت په اړه يې زياته کړه، افغانستان د فارسي ژبې له اصلي مرکزونو څخه دى  او ان شاءالله چې فارسي ژبه به هلته وده وکړي.

د نجیب بارور په اوږده شعر کې د فارسي ژبو هېوادونو پر ګډو کلتوري ارزښتونو ټینګار شوی دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دغه شعر د موضوعاتو او محتوا په قدرونې سره، شاعر ته یې په خطاب کې  زیاته کړه چې د فارسي ژبې ملتونو د وحدت مسئله چې تاسو ورته اشاره کړې، د نن ورځې د دغو هېوادونو يو له مهمو مسائلو څخه ده.

په دې ناسته کې محمد کاظم کاظمي هم د افغانستان د بدلونونو په اړه یو لنډ شعر ولوست، چې پکې د افغانانو اقتصادي ستونزې د اندېښنې په څرګندولو سره بیان شوې دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کاظمي د شعر له اورېدو وروسته زیاته کړه، د هغه شعرونه چې د خپل هېواد حالات بیانوي، تل رسا، فصیح او واضحه ستاینې دي او د الفاظو په لحاظ په ښه حالت کې دي.

تېره اونۍ په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار د افغانستان حکومت د اقتصاد وزارت له مرستیال سره په کتنه کې وویل، چې فارسي ژبه د دواړو هېوادونو ګډ میراث دی.

د ایران د کلتوري چارو سلاکار سید روح الله حسیني په کابل کې د افغانستان د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت له مرستیال عبداللطیف نظري سره وکتل او د ایران د اسلامي جمهوریت  د علمي او پوهنتوني مرکزونو کلتوري، علمي، تخنیکي، فني او اقتصادي ظرفیتونو ته په کتو سره، په بېلابېلوبرخو کې د اړتیا وړ خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د کلتوري برخې چمتووالی اعلان کړ.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د اقتصاد په وزارت کې د تخصصي کتابتون د سمبالولو، د افغانستان د پوهنتونونو د اقتصاد په پوهنځيو کې د سلګونو زرو تخصصي علمي او اقتصادي کتابونو په لرلو سره، د یوه ځانګړي ډیجیټل کتابتون جوړولو او د افغانستان د پوهنتونونو ترمنځ د تخصصي اقتصادي ویبینارونو په جوړولو، د ایران او افغانستان د اقتصاد وزارتونو له تازه معلوماتو څخه په ګټې اخیستنې، د نړۍ د علمي اقتصاد په اړه د دواړو هېوادونو د استادانو پر ځانګړې ناسته خبرې وشوې.

همدارنګه د کلتوري اړیکو په لرلو سره د تخصصي اقتصادي ورکشاپونو دایرول، په کابل کې د علم او ​​ټکنالوژۍ د پارکونو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ فضا رامنځته کول، د تهران ، بیرجند او د مشهد فردوسي پوهنتونونو د اقتصاد له پوهنځیو سره د هرات او کابل پوهنتونونو د اقتصاد پوهنځیو ترمنځ د ورورګلوۍ بهیر تعقیبول، ایران ته د افغانستان حکومت د اقتصاد د سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف د سفر د کلتوري چارو په اړه هم خبرې وشوې.

د پوه بنسټه کمپنیو پراخول، د استادانو د لېږلو لپاره د چمتووالي اعلان او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ضرورت په انعکاس کې، د رسنیو او هنر له ظرفیت څخه استفاده هم د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري سلاکار له مطرحو مسائلو څخه وې.

په دې کتنه کې د ایران کلتوري سلاکار څرګنده کړه چې په افغانستان کې د فارسي ژبې ماهیت د دواړو هېوادونو ګډ میراث دی، چې د ایران او افغانستان له کلتوري او تمدني ملاتړ څخه ګڼل کېږي.

حسيني زياته کړه چې فارسي ژبه د دواړو هېوادونو ترمنځ په تعامل، تبادلې، اړيکو او انډولونو کې د حذفېدو نه ده، د افغانستان حکومت د اقتصاد وزارت مرستيال هم د خبرو په دوام سره، یاد شویو موضوعاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر زياتوالي د ټينګار څنګ، د کابل او تهران ترمنځ همکاري د دوو ملتونو او د سیمې د مسلمانانو په ګټه ده.

نظري وویل، د دواړو هېوادونو له شته ظرفیتونو څخه استفاده، کولای شي د همکارۍ بهیر د منلو وړ کچې ته ورسوي.

تېره اوونۍ د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو اعلان وکړ چې د افغانستان ډېری صادرات او واردات د ایران د چابهار بندر له لارې کېږي. د طالبانو حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وویل چې، د افغانستان حکومت غواړي چې د پاکستان له لارې صادرات او واردات کم کړي.

هغه د دې په بیان سره چې د افغانستان زیاتره صادرات او واردات د ایران د چابهار بندر له لارې کېږي، ټینګار وکړ چې افغانستان سل په سلو کې په هېڅ ګاونډي هېواد پورې تړلی نه دی.

اخندزاده زیاته کړه، د طالبانو پالیسي په اقتصاد پورې تړلې تګلاره ده، موږ له بېلابېلو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړې او د سوداګرۍ لپاره مو بدیلې لارې چارې هم پیدا کړې.

په ورته وخت کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، چې اوس مهال ډېری توکي د ایران د بندرونو له لارې صادر او واردېږي.

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ننګونې دوام لري، د یوشمېر افغان کارپوهانو په وینا، چابهار بندر هغه خوندي لاره ده، چې پر اسلام آباد د کابل ترانزیټي انحصار کموي.

د منځنۍ آسیا هېوادونو د صادراتي توکو یوه برخه هم، د افغانستان له لارې سویلي آسیا ته صادرېږي او د چابهار بندر د ظرفیت په لوړېدو سره به، د دغو هېوادونو مالونه د پاکستان په پرتله، په چټکۍ او له کم ټرانزیټي ننګونو سره هند ته ولېږدول شي.

په تېره اونۍ کې پاکستان هم له بېلابېلو بدلونونو سره مخ شو، چې تر ټولو مهم يې په اسلام آباد کې د چين سفارت، په پاکستان کې د چينايي اتباعو پر وړاندې وروستۍ چاودنې په غندلو سره، د شهباز شريف له حکومته وغوښتل چې د دې پېښې له عاملينو سره دې پرېکنده چلند وکړي او د چینايي وګړو د خونديتوب ډاډ ورکړي.

په پاکستان کې د چین سفارت اعلان وکړ چې له پاکستان سره په همکارۍ به، د دغه برید د ورستیو اړخونو د کنټرول لپاره پوره هڅه وکړي. داسې ښکاري چې چین د دې پېښې له امله د چینايي شرکتونو او انجیینرانو پر مورال د ناوړه اغېزې په اړه، چې اوس په ټول پاکستان کې په بېلابېلو پروژو کې بوخت دي، اندېښنه لري.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف هم په اسلام آباد کې د چين په سفارت کې د خواخوږۍ په څرګندولو سره، دغه ترهګريز بريد وغانده او پر چينايي انجینيرانو د بريد د عاملينو د محاکمې ډاډ يې ورکړ.

په تېره اونۍ کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان ترمنځ د ګازو لېږد د پایپ لاین عملي کېدو د مخنیوي په اړه، د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې وویل، اسلام آباد دې پروژې ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د سویلي آسیا او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر  ډونالډ لو څرګندونو ته غبرګون وښود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي، چې واشنګټن پاکستان ته د ایران د ګازو پایپ لاین د پروژې عملي کېدو مخه نیسي.

هغه همداشان ټینګار وکړ چې د بایډن اداره پر ایران باندې د ټولو بندیزونو د قوانینو روح او متن ته پابند دی او ویې ویل چې واشنګټن له اسلام آباد څخه د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره، کومه غوښتنه نه ده ترلاسه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا پاکستان د پایپ لاین د عملي کولو په لټه کې دی، ولې یې د امریکا له بندیزونو څخه د معافیت غوښتنه نه ده کړې، څرګنده کړه: د پاکستان د حکومت پریکړه د ایران- پاکستان د پایپ لاین د عملي کولو لپاره، په خپله خاوره کې د پایپ لاین جوړول، د پاکستان د خپلواکې پریکړې په چوکاټ کې ده.

دا د پایپ لاین یوه برخه ده چې په پاکستان کې دننه جوړېږي. له همدې امله، موږ باور نه لرو چې په دې مرحله کې د درېیمې ډلې څخه د بحث یا معافیت لپاره کوم ځای شتون ولري.

د پاکستان دفاع وزیر اعلان وکړ، چې افغانستان د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ سرچینه ده. د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف اعلان کړی، چې د اسلام آباد له هڅو سره سره، د طالبانو حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کوم پرمختګ نه دی کړی.

هغه زياته کړه چې افغانستان د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ سرچينه ده، خواجه آصف د يوه پيغام په خپرولو سره ټينګار کړى، چې د تروريستي پېښو د زياتوالي له امله، په سرحدي وضعيت کې د بنسټيز بدلون اړتيا احساسېږي.

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړه چې له افغانستان سره زموږ پوله، د ټولې نړۍ له دودیزو پولو سره توپېر لري او په اوسنیو حالاتو کې چې د طالبانو حکومت ورسره همکاري نه کوي، نو اسلام اباد اړ نه دی چې په دې پوله ټول نړیوال قوانین او تړونونه عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل په افغانستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې د ډیورنډ فرضي کرښه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نړیوالې پولې په توګه نه پېژني.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې له  ټي ټي پي سره په معامله کې د پاکستاني پوځ د ناکامۍ لاملونه باید، په پاکستان کې دننه ولټول شي.

ژباړه: زماني

ټیګونه