Apr 03, 2024 14:08 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې

په شعب کې د بني هاشمو سخت حالت درې کاله دوام وکړ. سختي او لوږه دومره زياته وه چې ماشومان يې له لوږې ژړل او ژړا يې د قريشو غوږونو ته ورسېده.

 

د قرانکریم د روح بخښونکو آیتونو تلاوت دومره اغېزمن وو چې حتی د مشرکانو زنګ وهلی زړونه هم ورته لیواله کیدل . له همدې امله ډېر د اسلام  د دین په درک کولو سره هوښياره  کیدل او په پټه له دې دين سره يو ځای کیدل . البته  چې د اسلام په لور دغه مخ پر ودې ګروهنه د مشرکانو لپاره د زغم وړ نه وه  او دوی پریکړه وکړه چې پیغمبر په ښکاره یا پټه توګه ووژني. خو لکه څنګه چې د خدای اراده وه، د دوی نقشه  څرګنده شوه او خبر د رسول ... مبارک  تره  حضرت ابو طالب  (ع ) ته ورسېد. هغو هم خپله ټوله کورنۍ راوغوښته او ټولو ته يې امر وکړ چې د هر ډول ناوړه ارادې د له منځه وړلو لپاره د رسول ...(ص) د ژوند ساتنه په  دې حکم پسې د عبدالمطلب ټول اولادونه که مسلمان وواو که  کافر په شعب  ابی طالب په کې د رسول ا ... مبارک  ګیر چاپیره  راټول شول.

شعب ابی  طالب په  مکې کی یوه کوڅه ده. شعب د دوو غرونو تر منځ د لارې او درز په معنی دی. د مکې ښار په یوه غرنۍ سیمه کې موقعیت لري. د دې ځمکې خلکو د غرونو له درزونو د سیلابونو په وړاندې د طبیعي دیوال په توګه کار اخیستی او هلته یې خپل کورونه جوړ کړي دي. مسجد الحرام ته نژدې درې شعبونه موجود وو : شِعْبِ ابو طالب ، شِعْبِ بنی هاشم او شِعْبِ بنی عامر ، چې د رسول ا... مبارک  پلرونه او خپلوان معمولاً په دغو دریو شِعْبِونوکې اوسېدل

هغه کور چې نبی مکرم  پکې زیږیدلی او د "مولد النبی" په نوم پیژندل کیږی ، د دې شعب په پیل کې چې د کعبې په ختیځه برخه کې موقعیت لري ، واقع شوی دی . دا سیمه د "شعب مولد" په نوم هم یادیږي. د حضرت خدیجې (س) کور چې له هغې سره پیغمبر اکرم (ص) اوسېده او د  حضرت بی بی فاطمې  ( س ) په ګډون د هغوی ټول اولادونه پکې زیږیدلي وو، په همدې شِعْب کې دی. نن سبا  یوازې د شِعْب  ابي طالب يوه برخه "سوق الليل" پاتې ده او نورې برخې يې د پراختیا  په پلمه ويجاړې شوې او په مسجد حرام کې ځاى پرځاى شوې دي.

کله چې د قريشو مشرانو ته معلومه شوه چې د عبدالمطلب ټول اولادونه په  شِعْب ابوطالب کې د پیغمبر ص  ساتنه کوي، نو پرېکړه يې وکړه چې پر ټولو اقتصادي او ټولنيز بنديزونه ولګوي ترڅو د دریځ  کمزوری او د اسلام  د نفوذاو  خپرېدو مخه ونيول شي. له همدې امله دوی یو تړون ولیکه او د قبیلود با نفوذه خلکو او مشرانو لخوا یې لاسلیک کړ. بیا یې د کعبې دننه ځوړند کړ او قسم یې وخوړ چې ټول  به تر وروستۍ ساه پورې ورته پایبنده  وي. د دوی په تړون کې داسې شیان شامل وو لکه  له هغو سره د واده کولو منع کول او په ټولو پیښو کې د رسول... (ص) د مخالفینو ملاتړ کول. هر څوک چې مکې ښار ته ننوځي له بني هاشمو سره د تجارت کولو حق نه لري او که چا دا کار وکړ نو مال به يې ضبط شي.

مسلمانانو ته اجازه ورکړل شوه چې د حج په وخت کې  شعب  پریږدي  او رسول ا... مبارک  په لومړي کال کې هر هغه څوک چې ولیدل ، د اسلام روح بخښونکي دین ته وبلل . دې کار مشرکین غوسه کړل، نو حضرت  ابو طالب ته ورغلل او ورته ویې ویل چې خپل وراره موږ ته وسپاره، ځکه چې موږ نور هغه ژوندی نه شو زغملی.  حضرت ابو طالب ع  ورته کلک ځواب ورکړ او مایوسه یې کړل. خو له دې وېرې چې په نيمه شپه کې به پېغمبراکرم (ص) ووژني، نو کله به چې رسول ... (ص) ويده کېده، خپله بستره يې په يوه لوري کېښوده او بل لوري ته يې د يوه اولاد د خوب ځاى کېښود. په دې توګه د نبی مکرم  ...  بستره په منځ کې کېښودله ،  کله کله به یې د خوب په وخت نبی مکرم  ته ویل چې په خپل بستر کې ویده شه او کله چې نور ویده شول؛ هغه خپل یو اولاد یا ورور ته امر وکړ له  پیغمبر سره د هغه ځای بدل کړي. یوه شپه ابو طالب ( ع ) حضرت  علي (ع) ته امر وکړ چې د رسول  ا ..(ص) پر ځای ویده شه. علي (ع) د پېغمبراکرم (ص) ځاى ته ورغې  اوحضرت  ابو طالب ته يې وويل: پلاره،  ایا زه به ووژل شم؟ ابو طالب  ع د خپل زوی په ځواب کې یو شعر ووایه چې د لومړی  بیت  معنی یې داسې ده: «زما زویه! په دې ازموینه کې صبر وکړئ؛ ځکه چې صبر؛ دا د حکمت لاره ده. هر څه چې ژوند کوي په پای کې به مړ شي. په دې سختو ازموینو کې مې ته  د یوه  داسې کس قرباني کړ ی چې شریف اود  شریف زوی دې .

په شعب کې د بني هاشمو سخت حالت درې کاله دوام وکړ. سختي او لوږه دومره زياته وه چې ماشومان يې له لوږې ژړل او ژړا يې د قريشو غوږونو ته ورسېده. ځینو یې په ښکاره د داسې ظالمانه تړون په منلو خپله ناخوښي څرګنده کړه. په دې حالت کې جبرائیل (ع) رسول الله (ص) ته د وینو په وسیله  د عقدنامې  د خوړلو خبر ورکړ. کله چې ابو طالب دا خبر واورید، نو له خپلو وروڼو سره مسجد الحرام ته راغی او قریشو ته یې په خطاب کې وویل: زما وراره چې هېڅکله دروغ نه وايي، ما ته خبر راکړ چې خدای ستاسو په تړون دیمک مسلط کړې دی   او هر هغه مطلب  چې د ظلم او تېري  او د رحم د غوڅولو پورې اړه لري، خوړلی دی او  یوازې د خدای نوم په کې پاتې دی، که زما وراره رښتیا ویلي وي، تاسو باید دا ټول بد چلند بند کړئ او که هغه دروغ ویلي وي، زه به یې تاسو ته وسپارم. هغوی وویل: سمه خبره دی  وکړه! دوی تړون راوړه  ، کله چې یې خلاص کړ، نو هغه یې  همغسی ولید لکه څنګه چې رسول ا... مبارک  ویلي وو، او د تړون ټوټې د دوی په لاسونو او سرونو پریوتې. د مکې مشرکانو او کفارو مشرانو له تسلیمېدو او تړون لغوه کولو پرته بله چاره نه درلوده. په دې ډول محاصره پای ته ورسېده او نبی مکرم  د بني هاشمو له پاتې کسانو سره په سرلوړی او ویاړ سره له شعب  ووته او په مکه کې خپلو کورونو ته راستون شو.

وروسته له دې چې بني هاشم له  شعب   ابی طالب څخه ووتل او حالات يې يو څه ښه شول، خو د رسول الله (ص) او اسلامي امت لپاره دوه ترخې پېښې وشوې، چې له امله يې رسول الله (ص) د خپل رسالت لسم کال  د غم (عام الحزن). دا دوه پیښې د هغه د تره  حضرت ابو طالب (ع) وفات  او څو ورځې وروسته  د هغو  د وفاداری  میرمنی  ام المومنین حضرت خدیجې (س) وفات وو.  نبی مکرم  دغه دواړه بزرګواران  د خپل نيکه عبدالمطلب په څنګ کې په معلی  هديره کې خاورو ته وسپارل. رسول الله (ص) د خپل تره په اړه فرمايلي دي: تر هغې ورځې چې ابو طالب (ع ) وفات  شو، د قريشو لاسونه زما په ځورولواو کړولو کې لنډ وو.

د حضرت ابو طالب په رحلت  سره مشرکانو د بني هاشمو د احساساتوپه پارولوسره  د نبی کریم  له مکې د ویستلو پرېکړه وکړه. خو څرنګه چې دوی دا ځل  هم د لوی خدای  د قدرت په اړه فکر نه کاوه، دوی د خپلې پریکړې په پلي کولو کې پاتې راغلل.

خدای تعالی د اسراء سوره ۷۶ او ۷۷ آیتونه نازل کړل او د دې ناوړه دسیسې ناکامی  او هغه عذاب یې چې دسیسې کوونکو په  انتظار دی ، اعلان کړ او ویې ویل: وَ إِنْ کادُوا لَیَسْتَفِزُّونَکَ مِنَ الْأَرْضِ لِیُخْرِجُوکَ مِنْها وَ إِذاً لایَلْبَثُونَ خِلافَکَ إِلّا قَلِیلًا / سُنَّةَ مَنْ قَدْ أَرْسَلْنا قَبْلَکَ مِنْ رُسُلِنا وَ لا تَجِدُ لِسُنَّتِنا تَحْوِیلاً  ، او څه نه وو پاتی چی کافران ته د مکې له ټاټوبی وباسی او په هغه بڼه کی به  له هغه وروسته  یوازې کمه موده هم صبر نه کاوه ( او له هغه وروسته به د خدای له عذاب سره مخامخیدل ) دا دی زمونږ سنت او طریقه مونږه د خپلو رسولانو  چې له تا  مخکې رالیږلي وو، او هیڅکله  به زمونږ په دود کې هیڅ بدلون ونه مومئ.

 

 

ټیګونه