Jun 18, 2016 12:23 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

له خلګو سره نرم خویی، مهربانی او بخښنه د ټولنې د اصلاح لپاره ډیره ښه روده ده. د اسلام پیغمبر ص، پخپلې نرم خویی او نرمښت سره، د هغې زمانې ټولنه؛ چی د تاوتریخوالی، کینې او دښمنۍ سمبول او بیلګه وه، بدله کړه او د اسلام د پراختیا سبب شوه. په اصل کی د انسان سره مرسته او د هغه لارښوونه، له مهربانۍ او نرمښت پرته نه ترسره کیږی.

له همدې رویه متعال خدای ج هم، په قرآنکریم کی نرم خویی او ګذشت، د پیغمبر اکرم ص لپاره یو ستر نعمت بللئ، او د آل عمران د مبارکې سورې په ۱۵۹ آیت کی فر مایی: « ای پیغمبره! د الهی رحمت په برکت، د خلګو په وړاندی نرم خوی شوی، که تند خویه او سخت زړه وی، خلګ ستا له شاؤ خوا څخه تیت و پرک کیدل.»

ګرانو دوستانو! په ننی مطلب کی په مبارکو حدیثونو کی د نرم خویی موضوع څیړو. ستاسو له ملتیا څخه مننه کوؤ.

 نرم خویی؛ هماغه مهربانې، او په خبرو او عمل کی له خشونت څخه ډډه کول دي. نرم خویه کس؛ په ټولو حالاتو کی، که دهغه سره مهربانې وشی، او که په خشونت ورسره چلند وشی، په خوشرویی او نرمښت سره، برخورد کوی. د نرم خویی دغه کړچار، د انسان په کورنی او ټولنیز ژوند کی، ډیر رغونکی رول لری. په ژوندانه کی خیر او برکت، د دوستۍ او صمیمیت پایښت، د عیبونو پوټ پاتیدل، او د کینې او دښمنۍ له منځه تلل، ټول د نرم خویی او مهربانۍ له آثارو او برکاتو څخه دي. نرم خویی د مهربان خدای ج له صفاتو څخه ده. لکه څنګه چی امام باقر ع فرمایی:« متعال خدای عز و جل ملایم دئ، او ملایمت او نرمښت خوښوی.»

له همدې رویه، حق ته په بلنه کی باید، په درستو اصولو او طریقو سره، او له ډیر لږ خشونت پرته عمل وشی. مهربان او متعال خدای ج، د (طه) د مبارکې سورې په ۴۳ مو او ۴۴ آیتونو کی، حضرت موسی ع او حضرت هارون ع ته امر وکړ؛ ترڅو د مصر د ستمکاره او ظالم پاچاه، فرعون سره، چی طغیان او سرغړونه یی کوله، په نرمۍ سره خبری وکړی، شاید متوجه شی او له الهی عذاب څخه وویریږی.

 د اسلامی په منطق کی حُسن خُلق او نرم خویی، د کریم او بزرګواره انسان یو خصوصیت ګنل شوئ دئ. حضرت امام صادق ع، دری څیزونه د انسان د کرامت او سترتوب نښی معرفی کوی: خوش خلقې، د خشم او قهر زغمل او کنټرولول؛ او همداراز د نورو له خطاګانو څخه سترګی پټول! دغه ټول صفتونه او خصوصیات، په ټولنه او کورنۍ کی د سولې او آرامتیا سبب ګرځی. حضرت امام علی ع، پخپل ټول برم او عظمت سره، ډیر نرم خویه او متواضع ؤ. انحضرت پخپل پاتیدونکی وصیت کی، خپل ټول اولادونه او پیروان، نرم خویی ته رابللی، او فرمایی:« هرچا ستا سره تند خویی وکړه، ته د هغه سره په نرمۍ او مهربانۍ سره برخورد وکړه، ځکه چی له هغه سره ستا نرم برخورد کولای شی، نظر یی په چټکۍ سره بدل کړی، او نوموړئ ستا سره نرم او مهربان کړی.» 

امام علی ع، په یوه بله سپارښتنه کی دغه مهمې مسئلې ته اشاره کړې، او فرمایی:« خپله ژبه،  په نرمو او ښکلیو خبرو، او سلام ورکولو باندی عادت کړه، تر څو دوستان دی زیات او دښمنان دی کم شی.»

انحضرت په یو بل روایت کی هم فرمایی:« هر څوک چی نرم خوی لری، د کورنۍ له دائیمی مینې څخه به برخمن وی.»

 د انسان د اخلاقو او کړچار ترمنځ مستقیمه اړیکه وجود لری، لګه څنګه چی خوش اخلاقې په ښه کړچار او د نفس په کرامت باندی مثبت اغیز لری. په مقابل لوری کی، بد اخلاقې، د زړه د سختیدو او تند خویی سبب ده. کریم انسان، د نورو د غوښتنې په وړاندی نرمیږی، پداسی حال کی چی بد او پست انسان د نورو د مهربانۍ او غوښتنې په وړاندی سخت زړه کیږی. له امام علی ع څخه نقل شوئ، چی ویی فرمایل:« نرم خویی له کرم څخه ده.» حضرت امام حسن عسکری ع هم، پدې باره کی فرمایی:« کریم انسان، هرکله چی له یوې غوښتنې سره مخامخیږی، ژر نرمیږی، مګر پست او بد انسان هرڅومره چی ور سره لطف او مهربانې وشی، لا سخت زړه کیږی، او دا د انسان د پستۍ له نښو څخه ده.»

د امام سجاد ع د مکارم الاخلاق په دعا کی هم راغلی دي:« یا الهی! ماته دا برئ را پرخه کړه، چی له خلګو سره په نرم خویی، نرمښت او خاکسارۍ سره چلند وکړم.»

 نرم خویی د انسان په ټولنیز ژوند کی ډیر رغنده رول لری. ژوند له یو لړ مشکلاتو او ترخو پیښو څخه ډک دئ، چی انسان ور سره مخامخیږی. که انسان له خلګو سره د نرم خویی او بخښنې په اساس برخورد ونه کړی، او په مشکلاتو او کړاؤونو کی؛ له نورو سره په تندۍ سره چلند وکړی، هم به خپل ټولنیز اعتبار، او هم خپل دینی او اخلاقی سلامتیا ته زیان ورسوی.

حضرت امام صادق ع، د خدای د ګران رسول ص څخه نقل کړئ:« له خلګو سره مهربانی او ګذښت، د ایمان نیمایی برخه ده، او له هغوی سره نرم خویی،د ژوندانه او خوښۍ نیمایی ده.» امام باقر ع هم پدې باره کی فرمایی:« د هر څیز لپاره یو قفل شته، چی ساتندوی یی اوسی، او د ایمان قفل نرمې او مهربانی ده.»

 د اخلاقو رعایتول، او له خلګو سره نرم خویی د انسان د ودې او غوړیدنې سبب ګرځی. پدې باره کی امام صادق ع فرمایی:« د قریشو یوه ډله خلګ، د نورو په نسبت کم لطفه او نا مهربان ؤو. د دغه کړچار په نتیجه کی د قریشو خلګو، هغوی له ځانه وټرټل، پداسی حال کی چی په خدای باندی قسم؛ د کورنۍ اصالت له نظره یی، کوم عیب نه درلود. او یوه ډله غیر قریش خلګو، له نورو سره خوش رفتارې وکړه، او له لوړې او عالې کورنۍ سره یو ځای شول. په دوام کی یی وفرمایل:« هر څوک له خلګو سره له لاس ورکولو څخه ډډه وکړی، هغه له نورو څخه د یو لاس له ورکولو ډډه کړې ده، مګر خلګ له هغه سره د لاسونو له ورکړې څخه ډډه کوی.»