Jun 18, 2016 12:48 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

له امام صادق ع څخه نقل شوئ، چی ویی فرمایل:« هر څوک چی د متعال خدای ج په وړاندی خپله خاکسارې څرګنده نه کړی، عزت او سترتوب نه مومی، او هغه کس چی د حقتعالی په وړاندی تواضع ونه کړی، د مقام لوړتیا نه لری.» پدی اساس، هماغه ډول چی د عزت په لټه کی یو، باید دیته مو پام وی؛ چی له تکبر څخه هم لیری توب وکړو.

 له نورو څخه ځان اوچت بلل، کِبر نومیږی. هغه کس ته چی د کبر په روحی بیمارۍ باندی اخته شوئ، او له نورو څخه د احترام او عزت کولو انتظار ولری، او په ځان باندی و ویاړی، متکبر ویل کیږی. په ګنو قرآنی مبارکو آیتونو او روایتونو کی، تکبّر په کلکه غندل شوئ، او د متکبر ځای؛ دوزخ بلل شوئ دئ. د اخلاقو عالمانو هم، کبر، یو ډول غلطه ځان پیژندنه ګنی، چی د نورو په وړاندی په ځان باندی د ویاړ په کولو ختمیږی. ځکه نو له کبر څخه ځان ساتل د اسلام د دین له مؤکدو دستوراتو څخه دي. پیغمبر اکرم ص د ځان له ستر بللو څخه د ډډه کولو په باره کی فرمایې:«له کبر څخه ډډه وکړئ، چی بنده ممکنه ده په دوامداره توګه، تکبر وکړی، تر دې ځایه پوری چی متعال خدای وفرمایی: د دغه متکبر بنده نوم، د ستمګرانو په ډله کی ولیکئ.»

 د کبر یو اثر او اغیزه، تکبر کول او د نورو په وړاندی په ځان باندی ویاړل دي. هغه څوک چی ځان له نورو څخه، لا لوړ ګنی، په هغوی باندی به ځان ستر وبولی، او له هغوی څخه به، د عزت او خدمت کولو انتظار ولری، او ځینی وختونه به، له هغوی سره له ملګرتیا او خبری کولو څخه ډډه وکړی، دا ډول عملونه تکبر نومیږی، او له نورو سره د متکبر انسان اړیکې خرابوی. حضرت امام باقر ع، په یو روایت کی فرمایی:« د مکې مکرمې د فتح کیدو په ورځ، د اسلام ګران پیغمبرص، پورته شو او خطبه یی ولوستله. انحضرت د خطبې په پیل کی، د خدای تعالی د حمد او ثنا له کولو وروسته، و فرمایل:«خلګ، او حاضر کسان؛ غیر حاضرانو ته ورسوی، چی متعال خدای د اسلام په رڼا کی د جاهلیت تکبر، او په پلارونو او قوم باندی ویاړ کول، له منځه یووړل. ای خلګو! تاسی ټول د آدم له نسل څخه یاستئ، او آدم له خاورې څخه دئ، آګاه اوسئ نن ورځ؛ د خدای په نزد ډیر ښه او ګران کس، هغه څوک دئ، چی تقوا یی لا زیاته؛ او له متعال خدای څخه یی اطاعت ډیر وی.»

ځکه نو، هغه څوک چی د خلګو په نزد د عزت او محبوبیت په لټه کی دئ، باید متواضع او خاکساره وی، تر څو له هغه سره د اړیکې د ټینګولو لپاره، د خلګو علاقه زیاتوالئ ومومی. پر عکس، په ځان باندی ویاړل او تکبر کول، له مغرور کس سره د خلګو واټن زیاتوی.

 ځینی وختونه، تکبر یو ډول دفاعی کړچار دئ. هغه څوک چی ځان ناڅه او حقیر شمیری، له خپل حقارت څخه رنځ وړی، او د هغه د جبیرې په لټه کی دئ. یوه لاره چی هغه؛ د خپل حقارت د جبیرې لپاره غوره کوی، تکبر دئ. یو داسی کس ګمان کوی، چی که د نورو په وړاندی په ځان باندی و ویاړی، د هغه باطنی حقارت به پټ پاتی شی، چی البته دا کاملاً  غلط ګمان دئ. حضرت امام صادق ع پدې باره کی فرمایی:«هیڅ څوک ځان ستر نه ښيې، او ستم نه کوی، مګر د هغه حقارت له کبله، چی پخپل ځان کی وینی.» متکبر انسان، له دې کبله چی د ځان د حقارت له څرګندیدو څخه ویریږی، هغه په تکبر سره پوښی؛ او فکر کوی د خلګو په وړاندی په ویاړ کولو سره، ستر توب ته رسیږی، پداسی حال کی چی، هغه پخپل دغه کار سره، نه یواځی عزت نه پیداکوی، بلکه له پخوا څخه لا زیات خوار او حقیر کیږی. حضرت امام علی ع، پدې باره کی فرمایی:« هرڅوک چی د خلګو په وړاندی کبر وکړی، د هغوی په منځ کی ذلیل او خوار ګرځی.»

 کبر کول، د کم عقلۍ یوه نښه ده. سپک او خوار انسانان، همدا چی یو لږ څه پانګه او علم لاسته راوړی، او یا ډیر ټیټ مقام ته رسیږی، وجود یی له تکبر څخه ډک کیږی، او ځان له ټولو څخه لاښه او لوړ احساسوی. له همدې رویه، امام صادق ع فرمایی:« دهیڅ انسان په زړه کی تکبر نه پیداکیږی، مګر داچی عقل یی په هماغه اندازه، نیمګړئ کیږی، که لږ وی او که زیات.»

 په دینی مطالبو کی، ابلیس د تکبر سمبول معرفی شوئ دئ. امام علی ع، پخپله یوه موعظه کی فرمایی:«خدایتعالی ابلیس، چی شپږ زره کاله یی عبادت کړئ ؤ، خوار او ذلیل کړ، ځکه چی یوه شیبه یی تکبر وکړ، آیا نور کسان به، که تکبر  او سر لوړی وکړی، جنت ته بوځي؟»

خپل زوی ته د لقمان حکیم په نصیحتونو کی هم راغلی دي:«ای زما زویه! افسوس دی وی د هغه کس په حال، چی زور ووایی، او تکبر وکړی. څرنګه ځان ستر شمیری هغه کس چی، له خټې څخه خلق شوئ، او خاورې ته بیرته ورګرځی، او نه پوهیږی، چی چیرته به لاړ شی.»