Jun 18, 2016 12:56 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

یو ډیر مهم اخلاقی خصوصیت او فضلیت چی، د انسان په فردې؛ کورنی؛ او ټولنیز ژوند ؛ او حتی په سیاسی او اقتصادی چارو کی ډیر رول لری؛ آرامتیا او دقت لرل دي. په قرآنکریم کی د تأنی یا آرامښت کلمه، په مستقیمه توکه استعمال شوې نه ده. مګر له دې کبله چی بیړه رټله شوې ده، کولای شو وپوهیږو؛ چی د هغه مقابل ټکئ، یعنی« تأنی او آرامتیا» ښه او د منلو وړ صفت دئ

دخدای ګران رسول ص وفرمایل:« په کارونو کی آرامتیا او دقت، د خدای له صفاتو څخه دئ، او بیړه د شیطان خصوصیت دئ.» دا پدی معنا ده، چی هرکله انسان غواړی یوه خبره وکړی، یا د یوې پوښتنې ځواب ورکړی، بیړه و نه کړی. همداراز هرکله چی غواړی یو کار سرته ورسوی، لمړئ د هغه ټول اړخونه وسنجوی، او له دقت او مطالعې وروسته، اقدام وکړی. د حضرت امام علی ع، له قوله په یو روایت کی راغلی دي:« که خدایتعالی غوښتل، کولای شول آسمانونه او ځمکه، د سترګې له یو رپ څخه په کمه موده پیداکړی.» لکه څنګه چی، د «یس» د مبارکې سورې په ۸۲ آیت کی راغلی دي:« د هغه فرمان داسی دئ، چی هرکله د یو څیز اراده وکړی، یواځی هغه ته وایی؛ موجود اوسه، هغه څیز هم بیله ځنډه پیداکیږی.» خو د دی با وجود، متعال خدای ج، آسمانونه او ځمکه په شپږو ورځو، یا په بل عبارت په شپږو دورو کی پیدا کړل، تر ځو خپلو بندګانو ته د متانت، صبر او د کارونو په سرته رسولو کی دبیړې نه کولو سبق ورکړی.

 آرامتیا او تأنی داسی یو حالت دئ، چی په خبرو او کړچار کی د احتیاط او غور کولو سبب ګرځی. په آرامه دقت کول، او  تأنی؛ له یو بل سره لږ څه توپیر لری. آرام دقت کول، له کار څخه وړاندی مکث او ځنډ دئ. مګر تأنی په کار باندی له پیلولو وروسته آرامتیا او سکون ته وایی، داسی چی د کار د ټولو اجزاؤو حق اداء شی. امام علی ع، په یو ګرانبیه روایت کی فرمایی:« په کار کی تأنی او آرام والئ، او له بیړې څخه ډډه کول، مؤمن له سستې او وارخطایۍ څخه په امن کی ساتی.» انحضرت همداراز په یو بل ځای کی فرمایی:« آرامتیا د عقل نښه، او وقار او سکون د ستر توب، شرافت او ذکاوت دلیل دئ.»

دا پدې معنا ده، چی که یو څوک له آرامتیا او وقار څخه بی برخئ دئ، په حقیقت کی تر اوسه لا د ماشومتوب په دوره کی تیروی، او کافی عقلانی وده نه لری. له هر کس څخه دا انتظار کیږی؛ د هغه واټن په اندازه چی د ماشوموالی له دورې څخه یی لری، له ماشومانه کړچار څخه یی هم لیری توب کړئ وی. ځکه نو، د هرکس د کړچار له ډول څخه د هغه د عقل په ودې، او د ستر والی په اندازې باندی پوهیدای شو.

وقار هم، د آرامتیا او سکون په معنا دئ، چی له زغم او متانت سره مل دئ. په اسلامی اخلاقو کی وقار  زیات اهمیت لری، لکه څنګه چی د اخلاق فضایلو او ښیګنو په منځ کی، داسی کم صفت شته، چی د وقار په اندازه شرافت ولری. د خدای ګران رسول ص د دغه صفت رول داسی بیانوی:« د انسان ښه والئ د هغه د جامې او ظاهر په ښکلا کی نه دئ، بلکه د هغه په آرامتیا او متانت کی دئ. متانت او وقار د مؤمنانو او د خدای د بندګانو یو خصوصیت دئ. حضرت پیغمبر ص د دغه خصوصیت د مرتبې په ستاینه کی فرمایی: « هر کله متعال خدای ج د یوې کورنۍ خیر وغواړی، هغوی زغم؛ صبر او حوصلې ته لارښوونه کوی.» له امام صادق ع څخه، د انسانی ډیرو ښکلیو خصوصیاتو په هکله پوښتنه وشوه. دوی وفرمایل:« د ویرې له اچولو پرته؛ وقار او متانت، د انعام له غوښتلو پرته بخښل، او له دنیایی کالیو او چارو پرته په یو څیز لګیا کیدل.»

 قرآنکریم، د فرقان د مبارکې سورې په ۶۳ آیت کی، د خدای د بندګانو په ستاینه کی فرمایی:« د خدای بندګان په ځمکې باندی په آرامۍ او وقار سره تګ کوی، او هر کله چی جاهلان هغوی ته خطاب وکړی، په نرمۍ او سلامتۍ سره خبرې کوی.» پدی اساس، مؤمن  متکبر او عجول نه دئ؛ بلکه متواضع، خاکساره او آرام دئ. هغه حتی د جاهلانو سره په مخامخیدنه کی، له بیړې پرته او نرمۍ سره خبرې کوی، او نه په قهر کیږی.

د وقار او آرامتیا مقابل ټکئ، د سپکو کارونو سرته رسول دي. په روایتونو کی، د سپکو او نا څه کارونو ترسره کول، د یو بد صفت په توګه، د ناپوهې یوه نښه ګنله شوې ده. په سپکو کارونو لاس پوری کول، انسان د نورو په نزد خواروی، او مؤمن باید داسی کار ونه کړی، چی د نورو په نزد خپل موقعیت او سترتوب له لاسه ورکړی. امام علی ع فرمایی:« وقار او متانت باید، ستا صفت وی؛ ځکه هغه کس چی سپک والي یی زیات دئ، پست او ناڅه شمیرل کیږی.»

البته، دغه ټکی ته باید پاملرنه ولرو؛ چی ځینی وختونه یو ظاهراً ماشوم ډوله کړچار، په حقیقت کی یو حکیمانه کار دئ. د مثال په توګه، د ماشومانو سره لوبه، چی د هغوی د عاطفې اړتیا د پوره کولو، یا د تعلیم او تربیې په هدف سره وی. له ماشومانو سره د پیغمبر اکرم ص او امام علی ع لوبې، هیڅکله په ټولنه کی د هغوی مرتبه او موقعیت ټیټ نه کړ. په اصل کی الهی پیغبرانو ع، د خپلو مخاطبانو د فکری سطحې خیال ساته؛ او ځانونه یی د هغوی د ظرفیت تر حده پوری ټیټول. لکه څنګه چی د خدای ګران رسول ص وفرمایل:« موږ د پیغمبرانو ټولنه دنده لرو، چی له خلګو سره د هغوی د عقل په اندازه خبری وکړو.» دغه خصوصیت؛ له امتیانو سره د ګذښت، او د هغوی د تعلیم او تربیې په منظور ؤ.