امریکا او درو اروپائي هېوادونو د قاهرې تړون څنګه له مینځه یووړ؟
پارس ټودي – د ايران د اسلامی جمهوریت د بهرنيو چارو وزير په خپل اېکس ټولنیز چینل کې ليکلي: «د قاهرې تړون» د امريکا او درې اروپايي هېوادونو لخوا وژل شوی دی.
د پارس ټودي د راپور له مخې،د بهرنيو چارو وزير، سید عباس عراقچي، په خپل اېکس پاڼې کې وليکل: لکه څنګه چې د چنګاښ یا سرطان په مياشت کې ډيپلماسي د اسرائيلو او امريکا لخوا تر بريد لاندې راغله، همدارنګه «قاهرې تړون» هم د امريکا او درې اروپايي هېوادونو لخوا له منځه يووړل شو.
هغه ناوړه او شرموونکی بهیر چې مونږ ئې دې مرحلې ته راورسولو، له تاسو سره هم شریکوو.:
کله چې مونږ له امریکا سره د ایټمي خبرو له شپږم پړاو سره د نږدې کېدو په حال کې وو، ناڅاپه اسرائيلي رژيم او له هغه وروسته امريکا پر ايران برید وکړ. وروسته، په داسې حال کې چې د ایټمی تاسيساتو تر بمبارۍ وروسته ایران د مصر په منځګړيتوب سره په قاهره کې د ایټمي انرژئ له نړیوال آژانس (IAEA) سره د تفتیشونو د بیا پيل هوکړه لاسليک کړه، درې اروپايي هېوادونو د امریکا تر دباؤ لاندې د امنیت شورا د بندیزونو د بیا فعالولو په هڅه کې شول. کله چې ایران د آژانس د تفتیش کوونکو لپاره د لاسرسي د برابرولو پروسه پيل کړه او دا کار ئې له هغو سايټونو پيل کړ چې په خرداد(غبرګولې ) او تير(چنګاښ) میاشتو کې په بریدونو کې نه وو بمبار شوي، امريکا او درې اروپايي هېوادونه سره یو لاس شول څو ايران د آژانس په واکمنې شورا کې محکوم کړي. اوس ټولو ته روښانه ده: دا ایران نه دی چې د يو نوي کړکېچ د جوړولو په لټه کې دی. زمونږ ښه نيت ته ارزښت نه ورکول کېږي. درې اروپايي هېوادونه او امريکا په شعوري ډول د تاؤتریخوالي د زیاتولو په لټه کې دي، او هغوی ښه پوهېږي چې د قاهرې تړون رسمي مرګ د دوي د خپلو مستقیمو لمسؤنې او مداخلتونو نیغ په نیغه پایله ده.
د ایران د بهرنيو چارو وزير ټینګار کوي چې د «قاهرې تړون» د امريکا او د اروپائي ټرائيکا (جرمني، فرانسه او بريتانيا) لخوا تباه شوی دی. دا ټینګار له يوې تراخې پوښتنې پرده پورته کوي: د لويديځ اصلي هدف، له ايران سره د وروستيو تعاملاتو، د امريکا غيرمستقيمو خبرو او تر قاهرې تړونه پورې، د ايران د اټومي موضوع سوله ييز حل نه ؤ، بلکې له لومړۍ ورځې راهيسې هدف دا ، چې د دوکې له لارې ايران په دباؤ کې راولي او د آژانس د پلټونکو له لارې د ايران د ایټمی تاسيساتو د زيانونو د کچې په اړه دقيق معلومات ترلاسه کړي.
په همدې لاره کې، سره له دې چې وروسته له ګډو امريکائي ـ اسرائيلي بریدونو څخه «قاهرې تړون» په دې هدف جوړ شو چې د آژانس کارکوونکو ته د هغو ایټمي سايټونو لاسرسی برابر کړي چې د ۲۰۲۵م کال په جون کې بمبار شوي نه وو، بيا هم امريکا او درې اروپايي هېوادونه له دباؤ اچولو لاس وانخست. هغوی په ګډه د آژانس د د و اکمنې شورا په وروستي غونډې کې د یوه پرېکړهلیک مسوده وړاندې کړه او د ايران د محکوميت لاره ئې هواره کړه.
د قاهرې تړون د اسرائيلو او امريکا له بريدونو وروسته، د مصر په منځګړيتوب او د ایران او IAEA په همکارۍ رامینځته شو. د دې تړون اصلي هدف د تفتیشونو بيا پيل او د متقابل اعتماد جوړول وو څو د اټومي خبرو اترو لارې بېرته پرانيستل شي. خو امریکا او درې اروپائي هېوادونو د سياسي دباؤ ، نوو بنديزونو او د بېاعتمادئ د جوړولو له لارې د دې تړون د پلي کېدو مخه ونيوه او په عملي توګه ئې له منځه يووړ.
د امريکا او اروپايي ټرائيکا له خوا د تړون د خرابولو پړاوونه او لارې
۱. د ډيپلماسۍ پر وړاندې لومړنی برید:
دخبرواترو له شپږم پړاوه وړاندې، اسرائيلو او بيا امريکا پر ايران بريد وکړ. دې کار ډيپلوماټيکه فضا تنګه کړه او بېاعتمادي ئې زیاته کړه.
۲. د اروپا هممهاله چلند:
له قاهرې تړون وروسته، درې اروپايي هېوادونو د امریکا په پله پل کېښود او د تړون د ملاتړ پر ځای ئې هڅه وکړه چې د امنیت شورا بنديزونه د اسنپبک له لارې بېرته پر ايران وتپي.
۳. د تړون پر عملي پړاو بې پروائي:
په داسې حال کې چې ايران د آژانس پلټونکو ته لاسرسی ورکولو پيل کړی ؤؤ، امریکا او اروپا د نویو بندیزونو او سياسي دباؤنو له لارې د تړون عملي اغېز له منځه یووړ
۴. د بېاعتمادئ فضا جوړول:
تفتیشونه باید له هغو سايټونو پيل شوي وای چې بمبار شوي نه وو، خو امریکا او اروپا په همدې وخت کې ايران په نه شفافیّت تورن کړ. دغه تضاد د تړون بنسټ کمزوری کړ.
۵. د ډيپلماسۍ درېدل:
په نهایت کې، د دوامدارو دباؤنو له کبله د قاهرې تړون عملاً بېاغېزې شو او د ايران د بهرنيو چارو وزير په وینا «وو ژل شو»؛ یعنې نور د پلي کېدو توان ئې نه درلود.
د امریکا او اروپايي ټرائيکا د کړنو پایلې
د بېاعتمادي زیاتوالی: ایران درک کړه چې حتی د ملګرتیا او تړون له لاسلیکه وروسته هم لویدیځ د تعهداتو پابند نه دي او دغې چارې د راتلونکو خبرو اترو لپاره باور کمزوری کړ.
دتاؤتریخوالي لوړوالی: د قاهرې تړون ناکامي د سیمه ييزې او نړیوالې فضا د بیا تقابل لور ته وکاږله.
د آژانس د رول کمزوري کېدل: هغه اداره چې باید د اعتماد جوړونې چورلیز وائ، د سیاسي دباؤنو له امله ئې خپل اعتبار له لاسه ورکړ.
د غرب ډيپلوماتیک فرصتسوزي: د قاهرې تړون د تاوتریخوالي د کمېدو او د خبرو د بیا پيل زمینه برابرولی شوه ، خو د لویدیځ په تخریب سره دا فرصت له مینځه ولاړ او د جګړې امکان زیات شو.
ددغو ټولو کړچارونو پایله دا ده چې امریکا او درې اروپايي هېوادونو د سياسي دباؤ، نوو بندیزونو، رسنیزو تبلیغاتو او د تړون د عملي پړاو په بېپروائئ سره د «قاهرې تړون» له منځه يووړ. دغې تګلارې او سیاست نه یوازې يو مهم تړون تباه کړ، بلکې پر باور، د سیمې پر ثبات او د راتلونکي ایټمي ډيپلماسۍ پر لور ئې ستر منفي اغېزې هم وشیندلې .