حدیث هدایت
-
د هدایت حدیث
پدی مطلب کی، د رغونکی رقابت او سیالۍ په هکله د حضرت پیغمبر اکرم ص او د معصومو امامانو حدیثونه او روایات څیړو.
مقصد ته د رسیدو په منظور،د حرکت او هڅې کولو یوه مهمه انګیزه، سیالې ده. داسی روغه سیالې چی د عقل او شریعت له نظره، د ښو اخلاقو او کړچارونو په چوکاټ کی وی. قرآنکریم، د مائدې د مبارکې سورې په ۴۸ آیت کی، خلګ په نیکو کارونو کی رقابت کولو ته تشویقوی. په کارونو کی دا ډول سیالې، او مخته کیدل؛ د سیال د تخریبولو او لیری کولو په معنا نه دي، بلکه د چارو د اصلاح او لا ښه کیدو لپاره یو اقدام دئ.
رقابت او سیالې په انسان کی د حرکت کولو یوه مهمه انګیزه ده. د سیالۍ جرړه کولای شی په ځان کی د کمښت احساس، غِبطه، له نیمګړتیا څخه ژغورنه، او کمال ته رسیدل وی. پدی اساس، سیالۍ کیدای شی په دؤو منفی او مثبتې بڼې سره وی. د اسلام له نظره، د عمر لنډ فرصت؛ د سیالۍ د هغه میدان په شان دئ، چی هر څوک باید په چټکتیا سره هڅه وکړی، تر څو د الهی قرب مقام ته نږدی شی. دغه هدف ته د رسیدو لپاره باید، د اخلاقی اصولو په چوکاټ کی، له مناسبو رودو او امکاناتو څخه استفاده وشی. له دې رویه، حضرت پیغمبر ص، د خپل بعثت د فلسفې په باره کی فرمایی:« زه؛ د اخلاقی مکارمو او فضایلو د بشپړولو لپاره، مبعوث شوئ یم.»
پدی اساس، روغه سیالې باید؛ کاملاً اخلاقی او د عقل او د شریعت له نظره، د ښو معیارونو او کړچارونو په چوکاټ کی وی، او له دغه چوکاټ او معیار څخه هر ډول بهر رقابت به، د غلط او نادرست رقابت په توګه وشمیرل شی.
انسان تل علاقمن دئ، چی کامل او زیات بشپړ وی، او په همدی دلیل؛ حرکت او فعالیت کوی. دغه ډیر کامل کیدل او ښه کیدل، له نورو سره په پرتله کی دي، ځکه نو د سیالۍ حس هم وجود لری. مګر، د سیالۍ حس، یا ښه او ډیر ښه اوسیدلو ته علاقه، د عُجب؛ تکبر او له نورو څخه د ځان له ستر لیدلو سره، زیات توپیرونه لری. په حقیقت کی، که د سیالۍ کولو حس، په مادی او پستو چارو کی وی، په فردی او ټولنیزو اړیکو کی، د لانجی سبب ګرځی. په مقابل کی په معنوی چارو او اخلاقو کی، او پدې هکله چی هر څوک دي په نیکو او خیرو کارونو کی بیړه وکړی، او په سرته کولو کی یی له نورو څخه مخته شی، یو ستایلئ او اخلاقی کار دئ. حضرت امام حسین ع پدې باره کی فرمایی:« ای خلګو! په ښیګنو کی له یو او بل سره سیالې وکړئ، او له فرصتونو څخه په ګټه اخیستنه کی بیړه وکړئ.»
سیالې؛ یو ډول مسابقه ده، چی په ترځ کی یی دواړه خواوې، هر څومره چی یو هدف ته د رسیدو لپاره، هڅه وکړی، لا زیات بریالیتوب ته لاس پیداکوی. متعال خدای ج، د قرآنکریم په زیاتو آیتونو کی، رقابت د یو ارزښت په توګه معرفی کړئ، او نیکوکاره کسان یی هغه ته تشویق کړی دي. لکه څنګه چی، د مطففین د مبارکې سورې د ۲۲ آیت څخه تر ۲۶ مو آیتونو په ترځ کی فرمایی:« په تحقیق سره به، نیکوکاران په الهی نعمت کی وی. پر تختونو باندی ناست؛ ګوری. په څیرو کی یی د جنت د نعمتونو تازه والئ وینی. په هغوی باندی بی عیبه او رڼی شراب څکوی. داسی شراب چی مهر او لاک یی، مُشک دئ، او پدغو نعمتونو کی؛ علاقمنان باید سیالې وکړی.»
د خدای رسول ص، په عین حال کی چی یی مسلمانان، د دنیا د متاع لپاره له رقابت کولو څخه، د هغه څخه د رامنځته کیدونکو زیانونو له امله؛ منع کول، خو هغوی د تقوا د لرلو، او د ښو کارونو له لارې خدای ته د نږدی کیدو لپاره تشویقول. لکه څنګه چی یی وفرمایل:«ستاسو ترمنځ باید هیڅ ډول سیالې نه وی؛ مګر په دؤو څیزونو کی! یو د هغه سړی سره رقابت، چی متعال خدای هغه ته قرآن ور بخښلئ، او نوموړئ د شپې په نیمائیو او ورځ کی، د هغه په تلاوت لګیا دئ، او له هغه څه چی پکی دي، پیروی کوی. پس یو بل څوک وایی؛ کاشکی خدایتعالی د هغه څه په شان چی، پلانکی ته یی ورکړی دي، ماته یی هم را کول، ترڅو زه هم د هغه په شان عمل وکړم. او بل؛ د هغه کس سره سیالې، چی متعال خدای هغه ته مال او پانګه ورکړې ده، او نوموړئ انفاق کوی او صدقه ورکوی، پس یو بل کس وایی؛ کاشکی خدایتعالی د هغه څه په شان، چی پلانکی ته یی ورکړی دي، ماته هم راکول، ترڅو زه هم صدقه ورکړم.»
حضرت پیغمبر ص همداراز، مسلمانان، په هغو ګټورو کارونو کی رقابت کولو ته تشویقول، چی د اتلولۍ او جنګیالیتوب روحیه یی، په هغوی کی پیاوړې کوله، او حتی پخپله انحضرت هم پکی برخه اخیستله.
لکه څرنکه چی حضرت امام زین العابدین ع، نقل کوی:« د تبوک له جګړې څخه د جنګیالیو ځواکونو د ستنیدو په وخت، پیغمبر ص دستور ورکړ چی د اوښانو د ځغلولو سیالې ترسره شی، او پدې سیالې کی اسامه بن زید، چی په هغه وخت کی، ۱۷ کلن ځوان ؤ؛ او د پیغمبر ص په اوښ سپور ؤ، ګټونکئ شو. پدې ځای کی ټولو برخه والو ویل؛ پیغمبر ص ګټونکئ شوئ، مګر انحضرت فرمایل: اسامه کټلئ دئ.»
رغونکئ رقابت،د الهی معیارونو په چوکاټ کی دئ. پدا ډول سیالۍ کی؛ چی حقیقی کمال ته ګروهنه وجود لری، خدای لټونکئ او عاقل سیال، نه غواړی نور کسان شاته پاتی شی؛ بلکه غواړی ټول ښه او کامیابه وی، او پخپله لا ښه وی، ټول پیاوړی وی، پخپله لا پیاوړئ وی، ټول مخ په وړاندی حرکت وکړی، پخپله لا وړاندی وی. له همدې رویه، امام علی ع، فرمایی:«له عاقلو کسانو سره رقابت، اخلاق اصلاح کوی.»