Jun 23, 2016 17:50 Asia/Kabul
  • دورانکاریو لپاره دتکفیری بهیرونو سناریو

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو د خپرونې په دې شیبو کې ښه او نیکمرغه ژوند درته غواړو . دوستانو دورانکاریو لپاره دتکفیری بهیرونو د سناریو په نننۍ برخې کې دآزادي غواړي مترقي احیا کونکي اسلام په وړاندې دسعودي عربستان دمخالفتونو او اقداماتو په باب درسره غږیږو نو ترپایه راسره مله ووسئ

   دوستانو دنوموړي لړۍ  یعني دورانکاریو لپاره د تکفیري بهیرونو دسناریو  دلړۍ  له  نننۍ  یودیرشمې برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو .  په تیرو دیرشو پروګرامونو کې  مو په تیرو څو پیړیو کې  دسلفیّت د لیدتوګو او  د هغوي دفیصلو  په مطرح کولو سره په اسلام کې دسلفیّت   له ریښو او دهغو   له  دودیدا  پرده پورته کړه .سلفیّت بیلابیلې څانګې لري  او په ځينو موردونو کې دهغوي لیدتوګې هم سره ډیر توپیر لري .دسلفیّت  دبهیر یوه ډله  هغه تکفیری او ترهه ګرې ډلې دي چې له خپل ځانه پرته یو اسلامی مذهب هم نه مني  او نور  ټول له اسلامه خارج  او مهدور الدم   ګڼي . دعربستان په ټاپو وزمه  او  دحجاز په ټاټوبي کې  د وهابیّت په نامه  دیوې فرقې  تر  جوړیدا پورې ، سلفیّت ،تکفیر او ترور ته  څه عقیده نه درلوده  او حتی ابن تیمیه   دوهابیانو  د پيشوا په توګه  دخپل ژوند زیاتره برخه   له اسلامی تعلیماتو دغلطو اخستونونو او دهغوي د دودولو  په خاطر    په زندان کې تیره کړه .  دمحمد بن عبدالوهاب  په راتلو سره  دهغه په وسیله د ابن تیمیه   افکار  احیا شول  او  له آل سعود سره دمحمد بن عبدالوهاب پيوندخوړل او  په اسلامی هیوادونو  کې  د انګلستان د درز  اچونکي نقشې  ، دمحمد بن عبدالوهاب په افکارو سره  دحجاز په ټاټوبي کې   دآل سعود  دمسلط کیدا لامل  شوې . آل سعود  چې په هر ښار او  کلي مسلط کید،نو  دهغه ښار  عامه وژله ،لوټ مار او کنډواله کیدا دهغو سیمو  دخلکو برخلیک ؤ . دهغه ټاټوبی خلکو  یا باید  دمحمد بن عبدالوهاب افکار او باؤرونه منلئ  او یا   هم دځان او دخپلې  کورنۍ  دمرګ  او دخپلو کورونو اوښآرونو دکنډواله کیدا په تمه    وائ .. آل سعود   دهغو ښارونو    له تباه کولو او دخلکو له  عامې و ژلې وروسته  چې  دوهابیانو په وړاندې به ئې مقاومت کاوه ،  دحجاز په  درست ټاټوبی مسلط شو .  او ددغه ټاټوبی نامه ئې  سعودي عربستان کیښودله .آل سعود  له دې وروسته  خپلې هڅې  پر نورو اسلامی هیوادونو متمرکزې کړې . په عربستان کې  دتیلو کشف او  دتیلو  د ویستلو لپاره  دانګلتسان  او وروسته دامریکا  شتون ، د لودیځي حکومتونو لپاره دعربستان  اهمیّت دوه  چنده کړ .  په دې توګه  د امریکا په چورلیزتوب سره   له لودیځي هیوادونو سره  دعربستان ترمینځ  سټراټژیک پیوند ټينګ شو . آل سعود چې  په اسلامی هیوادونو کې پخپل نفوذپسې  ؤ ، په مینځي  ختیځ سیمې کې  دلوديځي سیاستونو  په پلي کونکي بدل شو .  دتیلو له خرڅلاؤ  څخه  ئې ترلاسه شوي ډالرې  بیرته  دامریکا او اروپا  پوځي صنعتي  کمپلیکسونو ته  ګرځول    کیدي .په عربستان  کې  واکمن رژیم   هم  دلودیځي حکومتونو داړتیا وړ  تیلو  خورا ستر تامینونکی  شو  او هم  ئې  پخپلو تیلی  ډالرو سره دامریکا او اروپا د وسلو د جوړونکو  کارخانو څرخ تاواوه .. له بل پلوه  همدغه وسلې  دلویدیځي  حکومتونو  او د هغه په سر کې دامریکا ئي سیاستونو د خدمت  لپاره  په اسلامی هیوادونو کې دهغو ي دسیاستونو دپرمخ بیولو لپاره کارول کیدي .

          په سیمه ایزو او نړیوالو معادلاتو   کې  دهیوادونو دبیلابیلو  دسیسو رامینځةکیدا  اوځوړتیا ، د دوو لورو یعني د داخلی او بهرني  لوري تابع   وي.  دختیځ او لودیځ  د دووبلاکونو دسختې سیالۍ  په فضا کې  د رول  د لوبولو  تعریف او ټاکل  هم په همدغه چوکاټ کې د هریوه هیواد  د داخلی او بهرني موقعیَت  څخه اغیزمنیدل   .  د اویایمې میلادي لسیزې کې  دنیکسن نظرئې ،   دخپل انعکاس  سیوری  د  دوو ستنو یا  غبرګو سیاستونو سره د مینځني ختیځ     پر سیمې  وغوړوه . ددغې نظرئې په اساس ، دمتحده ایالتونو داصلي پر وګرامونو  د دوو اصلي ستنو  یا نظامونو په توګه  دایران او سعودي عربستان  حکومتونوته  په فارس خلیج سیمې کې دقدرت دخلا  د ډکولو  او ساتلو دندې ورکړل شوې . امریکا دغو دواړو  هیوادونو ته  دپوځي او اقتصادي مرستو   په ورکولو سره ،  دوي  په درستې  سیمې کې  دامنیت د تامینولو د وسیلې او آوزار په توګه پیاوړي کول ، له دې پرته  چې  پخپله   نیغ په   نیغه  شتون ته  کومه اړتیا ولري . نیکسن  باوري وو ، دفارس خلیج    د څنډې په هیوادونو کې  داصلاحاتو رامینځةکول  او اقتصادي وده ، دسیمې د امنیت او آرامښت  د ټينګیدا په ساتلو کې  یوه مهمه موضوع  ده او  په د  عربستان اوایران  دواړه هیوادونه  پخپلو ژمنو هڅو سره   په فارس خلیج کې  آرامښت  پیاوړی کولی شي . له دغو دوو غوره ستنو یا نظامونوڅخه  لومړنی  انتخاب ایران  ؤ  او عربستان  ته په دوهمې درجې کې،   دامنیتي پروګرامونو د مالی تامینونکي  له نظره  توجه کیدله .  عربستان  دکم نفوسو او صنعتي وروسته پاتیوالي  او د پياوړو  سیاسی  او اداري سسټمونو د نه لرلو په علت، د تیلو  د خرڅلاؤ  له امله  له ډيرو زیاتو شتمنیو سره سره ،  پولیس مین نشو کیدلی . نیکسن  د دوو ستنو په سیاست کې  دعربستان د دوهمې درجې  د مقام  خورا مهم علت   په ډیر ښه ډول مطرح کاوه  او وئيل ئې  ،په هرحال  سعودیان  مرموزي متحد شمیرل کیږي ، ځکه  دا ویره شته چې  کیدلی شي  دعربانو دافراطي  حکومتونو په وړاندې  شاتګ وکړي . دمرتجعو عربو حکومتونو او ایرانیانو  مخکینیو او زاړو سیالیو  او کشمکشونو ته په پام سره  د نیکسن په سیاست کې  دعربستان شتون پر دې سربیره  چې  دغه  عرب  حکومتونه  په مینځني ختیځ  کې  د نیکسن  د امنیتي  نظرئې سره   د ملګرتیا ته راضي  او خوشبینه  کول ، یو ډول ددغه سیاست ضمانت  ؤ چې    دایران او د  فارس خلیج د جنوی څنډې  عربو  حکومتونو  ګټې  له یوه بل سره   سمون خوري . خو دنیکسن د نظرئې  د غوره او   لومړنۍ ستنې  یا نظام په  توګه ایران   د سیمې د یوه پولیس او ساتونکي په توګه  دنده په  غاړه  واخسته .  شاه  د ۱۹۶۹ کال دستمبر  په دیارلسمه نیټه   د انګلستان له یوې خپرونې سره په خصوصي خبرو کې  وویل ،  بل یو بهرنی قدرت  هم فارس خلیج ته دورتلو حق نه لري  او ایران  د کشتیو  آزاد تګ راتګ  تضمینوي .  ایران    د ۱۹۷۰لسیزې  په پيل کې دنوي سیمه ایز سیاست  سره په یو وخت  په بې مخینې ډول د بیلابیلو هیوادونو  له خورا ماډرنو او ګران بیّه پوځي  تولیداتو او تجهیزاتو د اخستو  اقدام وکړ . امریکا    دنیکسن  له نظرئې سره  سم  د  دغو اړتیاؤ  د تامینولو  خورا اغیز منه سرچینه وه .  بې شکه ،  له امریکا پیروي کول ،  له   ۱۹۷۰ کاله رانیولې تر ۱۹۷۸پورې په کلونو  کې  دایران په بهرني سیاست کې یو خورا ټاکونکی  عامل ؤ  . ایران  پر امریکا سربیره ،  له انګلستان ، شوروي، جرمني  او اسرائيلو  هم ډيرې وسلې واخستې .

    هغه ر ول  چې ایران  داسلامی انقلاب  له بري  مخکې  په غاړه درلود،  عربستان ئې وس نه درلود،خو عربستان هماغه شان  پخپله اندازه  په سیمې او اسلامی هیوادونو  کې   خپل رول  د نیکسن  د امنیتي نظرئې په چوکاټ کې  لوبولو .  له هغو مقاومتونو سره سره چې   وهابیّت  د افکارو د پراختیا په وړاندې  ترسره کیدل ،  وهابیانو هڅه کوله  چې    دپاکستان په څیر  په بې وزله  هیوادونو کې  د مذهبی مدرسو په جوړولو سره وهابیّت  او له اسلامه  انحرافي   او     تعصبي افکار خپره کړي .  

  د ایران داسلامی انقلاب له بری وروسته  د امریکا دمینځني ختیځ  په  سیاست کې  د عربستان رول  نوره هم  زیات شو .  دایران  داسلامی انقلاب بری   په اسلامی  هیوادونو کې د مستبدو نظامونو او د امریکا  د مینځني ختیځي سیاست   بنیادونه د یوې سیاسی زلزلې په څير ولړزول . دایران اسلامی انقلاب ،د سوچه محمدي  اسلام احیا او د  هغه متعصب او ځيږ اسلام  څنډې ته کول وو چې   عربستان    ئې د وهابیّت   په نفوذ سره  په اسلامی هیوادونو کې ادعا کوله .  عربستان      دهغه پلار په څير د رول  او دخپل حکومت پرګنیز جوړښت ته په پام سره  چې  په اسلامی هیوادونو کې پسې  ؤ ،  دامریکا د مینځني ختیځ  دسیاست  په بدلولو سره  ئې ځان  داسلامی  انقلاب  په وړاندې  راوست.  آل سعود  دایران داسلامی انقلاب  بري وروسته   هڅه وکړه ،  عربی  هیوادونه  د ایران د اسلامی جمهوریت په مقابل کې سره غونډ کړي .  دغه رول   د صدام بعثي رژیم  له تیریو وروسته په بشپړ ډول ښکاره شو .  په اته کلن تپلی جنګ کې  دصدام دټولو وسلو پيرپلور  دعربستان او ځينو نورو مرتجعو عربو  حکومتونو په مالی مرستو  سره ترسره کیده.  د اته کلن تپلي جنګ په پاي کې   دعراق دبعثي رژیم د زغروال اوپلي لښکرو  او پوځي تجهیزاتو اندازه  په ایران د تیریو له هماغه پیله  لازیاته  مجهز اوسنباله  وه . صدام رژیم د عربستان اوکویت  او  ځينو نورو عربو هیوادونو او دختیځ او لودیځ بلاکونو په مالی مرستو سره دغه شان بشپړ سنبال پوځ  برابر کړ .  صدام په دې خیال سره چې   په ایران له اته کلنو تیریو  وروسته  به دسیمې په لومړني  پوځي قدرت بدل شي  او  عربی هیوادونه به  دهغه په ضد هیڅ اقدام ونه کړي ،  په کویت ئې حمله وکړه .داسې حمله چې دعراق دبعثي رژیم   او دصدام د نسکوریدا  زمینه جوړونکي شوه .  له هغو ټولو ټيټو هسکو سره  سره  چې په مینځني ختیخ اونړۍ کې   دایران داسلامی انقلاب له بري وروسته ر اپيښې شوې ،  عربستان هڅه وکړه    دایران  په اسلامی جمهوریت کې  د واکمن آزادي غواړو  او عدالت غواړو  لیدتوګو داحیاکونکي اسلام  دمقابلې  جبهې رول ولوبوي . په همدې لړ کې  په اسلامی هیوادونو کې د وهابی افکارو پراختیا  حتی  په لودیځي هیوادونو   کې ئې  دمسلمانانو په جوماتونو کې  هم  د دغو افکارو دودیدا  پخپلې ایجنډا کې راوسته . داسې اقدامات  چې  دالقاعدې ، ورپسې د داعش او ځینو نورو  تکفیری او ترهه ګرو ډلو درامینځة کونې  زمینه  جوړونکي  شول .  

   په  دې  زمینې  کې دامریکا دبهرنیو اړیکو  په شورا کې  د ۲۰۱۶کال د جنورۍ په وروستیو کې  دیوه امریکائي سناتور  څرګند ونې  دپام وړ د ي .  د امریکا له کنټيکټ ایالته  په مشرانو جرګې کې  ډیموکراټيک غړي  کریس مورفي    د امریکا د بهرنیو اړیکو په شورا کې  پخپلې وینا کې  ویلی دي ،  د پاکستان په مذهبی مدرسو کې  زده کونکو ته د افراطي کتابونو  مطلبونه ورزده کول کیږي .  په دغو کتابونو کې تدریس شوي مطالب  دوهابیّت پر عقایدو مشتمل دي . مورفي  منلې چې  د دغو مذهبی مدرسو  زده کونکو ته ویل کیږي ،  صلیبي جنګونه هیڅکله هم نه ختمیږي  او ښونځي ، حکومتي ادارې او مرستندویه  موسسې اوتنظیمونه  په اسلام دحملې لپاره  دلودیځ  نوي حربې دي  او مذهبی دنده داده چې  دکافرانو په مقابل کې  وجنګیږو .  دغه مطلبونه  د نړۍ  په بیلابیلو سیمو  کې یعني له پاکستانه رانیولې ترکوزوو او نیجریه او  انډونیشیا پورې   ورزده کول کیږي . مورفي ویلی ، دغه تعلیمات داسلامی رواوالي پر  خلاف د سلګونومیلیونو مسلما نو هنونو ته اچول کیږي .    په ۱۹۵۶کال کې  په پاکستان کې کابو  ۲۴۴مذهبی مدرسې  وې ، خو  اوس د دغو مذهبی مدرسو شمیر  څلورویشت زرو ته رسیدلی دی . په درستې نړۍ کې دغه مذهبی مدرسې لاپسې زیاتیږي .  دما  له خبرې غلط مطلب وانخلئ. په دغو مدرسو کې  تاؤتریخوالی نه  تدریس کیږي  او  دافراطي ډلو لپاره  کوم مټ نه  جوړیږي ،بلکې  یو ډول  اسلام تدریس کیږي چې  په آسانۍ سره  دشیعیّت  او لودیځ ضد  غچ اخستونکو  اقداماتو لامل کیږي .  هغه بیا زیاتوي،وهابیّت ،  په اسلام کې دبیلابیلو تحریفاتو او بدعتونو  لرونکی تفکر دی  .  هغه تعلمیات ، چې  په دغو مدرسو کې ښودل کیږي  ، له نورو هغو  کسانو نفرت  کول دي چې  دوي ئې کافران ګڼي  ،لکه   یهودیان  یا مسیحیان  اوحتی شیعیان اوصو فیان  او سنیان  دي چې  دوهابیّت  د نظرئې پیروي نه کوي .

دوستانو دا څرګندونې  دکوم ایراني  او  شیعه  عالم او څيړاند   خبرې نه دي ، بلکې یوه امریکائي سناتور  دغه خبرې بیان کړي دي .

 (سیماب)

*****************************************************************************************************************************************

ټیګونه