د زمري د نولسمې نیټې ورځپاڼې
ګرانو مینه والو دا دی یوځل بیا ورځپاڼو ته د کتنې په پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو عزیزانو نن هم وړومبۍ د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیوورځپاڼو مهم مطالب درسره شریکوو.
ګرانو مینه والو د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومبي مخ یې په باکو کښې د ډاکټر حسن روحاني، ولادیمیر پوټین او علي اف د ګډې غونډې خبر راخیستی او په غټو ټکو یې لیکلي دي: د ایران، روسیې او آذربایجان جمهوریت په ملګرتیاو کښې یو نوی باب پیل شو.
ورځپاڼې د دې غونډې د یو ستر انځور ترڅنګ د خبر مهمې برخې راخیستې دي چې په دا ډول دي:
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، د ایران د بهرني سیاست د اصولو له مخې له ګاونډي هیوادونو سره د هراړخیزو اړیکو پراختیا وړومبیتوب لري.
ایران به له ګاونډیانو سره د تعامل او ملګرتیا د پراختیا لپاره د هرډول آئیډیا او نوښت هرکلی وکړي.
د هر هیواد د خلکو لپاره د سولې، سوکالتیا او پراختیا د قبول وړ کچې ته رسیدل خصوصاً له ګاونډي هیوادونو سره تعامل ته ضرورت لري.
د ټولو هیوادونو په تیره بیا ګاونډیانو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت بهرنی سیاست د ټولو د ګټې سیاست دی.
د ایران، آذربایجان او روسي فیډریشن تعامل د غږملتیا په رامینځته کولو سره د سیمې له شخړو سره په مقابله کښې نوي فرصتونه رامینځته کوی شي.
وړاندیز مې دا دی چې د وزیرانو او سرمشرانو په کچه د دې لوړرتبه غونډې راتلونکې ناسته په ایران کښې ترسره شي.
کوشش پکار دی چې زمونږ د سیمې ټول اختلافات او نښتې د خبرواترو له لارې او په سوله ایزو طریقو هوار شي.
په دې غونډه کښې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین او د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني د ملګرتیا د هراړخیزې پراختیا د لاچټکولو لپاره د دواړو هیوادونو د هلوځلو په ضرورت ټینګار وکړ.
** کیهان
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې بیا د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې د پاکستان په کویټه کښې له پرونۍ خونړۍ چاودنې وروسته د دغه هیواد د لوړرتبه پوځي او سیاسي چارواکو د غونډې په هکله خبر راخیستی او د دغه هیواد د پوځ د لوې درستیز جنرال راحیل شریف خبره یې د سرټکي په توګه غوره غوره کړې چې ویې ویل: په پاکستان کې به دترهه ګروپه ضد کوټلی او جدی اقدمات ترسره شی او دغه جنایتکار او ترهه ګربه خپل انجام ته ورسیږي.
د خبر په تفصیل کښې راغلي چې د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف چې د کویټه دسول هسپتال له پرونۍ خونړ ۍ چاودنې وروسته له لومړی وزیر نواز شریف سره یو ځای کویټه ته تللی ، دپوځی قوماندانانو په غونډې کې په زغرده وویل: ترهه ګر هیڅ دین ا یمان نه لری او اوس چې په خیبرپختونخواه کې ئې جرړې په اوچیدو دی نو بلو چستان صوبې ته ئې مخه کړې او دبې ګناه اومعصوموخلکو په وینو ئې یو ځل بیا لاسونه ککړ کړی دی خو باید ووایو چې دغه ترهه ګر به هیڅکله هم له سزا بچ نشی
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف هم دناروغانو دعیادت په وخت ویلی دی دکویټه دقربانیانو بچیان زمونږ خپل بچیان دی او هیڅکله به ئې هم تنګڅې ته پرې نه ږدو او دهغوی دقربانیانو قاتلان به بلاخره هم دقانون په پنجو کې ګیر شی او دغچ به ترې واخلو .
پرون سهار دبلوچستان صوبې په کویټه کې په سول هسپتال کې په داسې وخت ستره چاودنه وشوه چې ددغې صوبې دحقوق پوهو دمشر بلال انور کاسی جنازه چې پرون سهار په ټارګت کلینګ کې وژل شوی ؤ روغتون ته وړل شوې وه او حقوق پوهو دروغتون مخې ته مظاهره کوله ، په دغې خونړۍ چاودنې کې چې ځینی سرچینې ئې ځان مرګی برید ګڼی ، کابو ا ویا کسان چې زیاتره پکې وکیلان اوخبریالان دی وژل شوی او څه دپاسه شپیته نورټپیان شوی دی او ویل کیږی چې ځینی پکې مرګی حاله دی.
داڅوم ځل دی چې د کویټه اوسیدونکی له دغه ډول جنایتونه سره لاس او ګریوان دی خو دا دپآکستان عدالتی او حکومتی اورګانونه دی چې د ترهه ګرو او جنایتکارو په ضد کوټلی اقدامات نه کوی او ترهه ګر له نیول کیدا رووسته بیا خوشی کیږی او خپلو کرغیړنو اقداماتو او جنایتونو ته دوام ورکوي.
له بلې خوا د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشی علی شمخانی خپل پاکستانی هم څنګ ناصر خان جنجوعا ته د پیغام په ورلیږلو سره د پاکستان په کویټه کې د ترهه ګر اقدام د غندلو په ترڅ کې په دغه ترهه پیښه کې د ګڼ شمیر ښاریزو د وژل کیدا او ژوبلیدا په مناسبت د پاکستان دولت او ملت ته تسلیت ووایه او د دغې پیښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږی څرګنده کړه .
ښاغلی شمخانی د هغو ترهه ګرو تفکراتو او عقایدو له رامینځته کیدا او پراختیا سره د هر اړخیزې مبارزې ضرورت ته په اشارې سره چی د بیګناه انسانانو د وژلو او همداراز د اسلامی هویت د داغی کیدا سبب کیږی ، جوته کړه د ترهه ګرو ډلو د مالی تامین ، وسلو او غړیو جوړولو د لارو بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې له ریښتونی هلو ځلو پرته د ترهه ګرۍ جرړه ایستلو ته نشو هیله من کیدلې.
** کابل ورخپاڼې
ښه ګرانو دوستانو! را به شو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته.
له حزب اسلامي سره د سولې خبرې او د پاکستان له خوا د تروریستانو روزل او د همدغو ډلو له خوا په کوټه کې خونړۍ حمله د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.
کابل پوسټ:
کابل پوسټ په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې له حزب اسلامي سره به سوله وشي؟
په سرمقاله کې راغلي، دا دریمه ورځ ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوی کابل ته راغلی، خو د خبرو یې هیڅ څرک نه معلومیږي او داسې ښکاري چې یو لړ اختلافات لا هم موجود دي.
د سرمقالې لیکوال ویلي، دا چې تراوسه د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې کومې ځانګړې نتیجې ته نه دي رسیدلي، لامل یې دا دی چې دواړه لوري یو پر بل بې باوره دي او داسې فکر کوي چې ممکن د هوکړه لیک له لاسلیکه وروسته هغه مادې عملي نه شي چې پر سر یې توافق شوی دی.
د ورځپاڼې په باور، د پیښور له شمشتو څخه کابل ته د حزب اسلامي د رهبرۍ انتقال د حزب اسلامي یوه غوښتنه ده، خو معلومه نه ده چې حکومت به یې ورسره ومني او که نه؟
ویسا:
ویسا ورځپاڼې بیا د کویټې پرونۍ خونړۍ حملې ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې پاکستان د ترورېزم پر ضد مبارزه کې صادق نه دی او داسې فکر یې کاوه چې د ضرب عضب عملیاتو له لارې مخالفې ډلې افغانستان ته را واړوي.
په سرمقاله کې راغلي، پاکستان د افغانستان په څو ولایتونو کې د جګړو اور بل کړی، خو لیکوال د کوټې په یوه روغتون کې پروني برید ته په اشارې لیکلي، پاکستان هره ورځ په افغانستان کې د لاسوهنې لوړه بیعه ورکوي.
چراغ:
چراغ ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې لیکلي چې د پاکستان تحریم د تروریستانو د له منځه وړلو په معنا دی.
په سرمقاله کې راغلي، پاکستان له څو کلونو راهیسې له نړیوالې ټولنې څخه د ترورېزم ضد مبارزې لپاره پیسې اخلي، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، دغه مبارزه ریښتینې نه ده او همدا لامل دی چې امریکا هم پر پاکستان د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرسته بنده کړه.
په سرمقاله کې دغه راز راغلي، ټولو هېوادونو ته د لمر په څېر ښکاره ده چې پاکستان د ترورېزم ملاتړ کوي، خو د ورځپاڼې په باور، امریکا باید پر پاکستان خپل فشارونه او بندیزونه زیات کړي.
خبر ۸:
خبر ۸ ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د ترورېزم په ځانګړې توګه د داعش ګواښ د اندیښنې وړ بللی او ویلي دي چې که حکومت د داعش ریښې ونه باسي، افغانستان به د سوریې له برخه لیک سره مخامخ شي.
په سرمقاله کې راغلي، که د تروریستي ډلو مخه ونه نیول شي، لېرې نه ده چې د داعش په ګډون بېلابېلې وسله والې ډلې په غرنیو سیمو کې پټن ځایونه پیدا کړي او افغانستان د ترورېزم په نړیوال ډګر بدل شي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
عبدالماجد درانی