Feb 17, 2016 13:43 Asia/Kabul

د تهران راډیو درنو مینه والو د سلام په وړاندې کولو سره، د خپرونې په دې برخه کې په تېره اونۍ کې د امریکا مهمو سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو بدلونونو ته کتنه کوو.


د تهران راډیو درنو مینه والو د سلام په وړاندې کولو سره، د خپرونې په دې برخه کې په تېره اونۍ کې د امریکا مهمو سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو بدلونونو ته کتنه کوو.

د وسلې ګرځولو د قانون په اړه د بارک اوباما اجرایی فرمان، د غیرقانونی کډوالو د ایستلو پیل، او د اوباما کر د قانون په اړه د ولسی جرګې د مصوبې وتوکېدل او پر کلنټن د مخالفینو د بریدونو زیاتېدل، په تېره اونۍ کې د امریکا مهم خبرونه وو.

بارک اوباما تېره اونۍ چې د ګرمې وسلې اړونده تاوتریخوالو سره د مقابلې لپاره د امریکا د کانګریس له اقدامه نهیلی شوی و، پرېکړه وکړه چې په یو اړخیزه توګه، دې مسئلې ته داخل شی چې د امریکا د هویت یوه جنجالی برخه ګڼل کېږی.

اوباما د تېرې اونۍ په سه شنبې ورځ، په سپینه ماڼۍ کې د سنډی هوک په ښوونځی د قربانیانو له کورنیو په ټول کې په خپله احساساتی وینا کې، داسې فرمان صادر کړ چې له مخې یې، په امریکا کې د وسلو پیرلو د صلاحیت جاجولو شرایط لا سخت کېږی.

ددغه فرمان له مخې، په راتلونکې کی د وسلوټول پلورونکو ته اړینه ده چې جواز ولری.

همدارنګه هم د وسلو پلورونکی او هم پیرونکی، باید ځانګړې روزنې ترسره کړې وی.

له بلې خوا، که د وسلې پلرونکی، وسله ورکه کړی، یا ترې غلا شی، اړ دی چې دغه موضوع د امریکا، اف بی آی، فډرال پولیسو ته ورسوی.

هماغه ډول چې تمه کېده، د اوباما دې اقدام د کانګریس د محافظه کارانو او د وسلو د ځواکمنو لابیو غوصه راوپاروله او جمهوری غواړی ددغه هېواد د ولسمشر د اجرایی فرمان د بندولو د لارو چارو د پیدا کېدو په لټه کې شول چې له مخې یې په امریکا کې د وسلو پېرل لا سخت کېږی.

د cnn/orc نظرسنجی چې د جمعې په ورځ خپره شوه هم ددې ښودنه کوی چې له ګرمې وسلې سره اړونده تاوتریخوالو سره د مقابلې لپاره د امریکا د ولسمشر له نوښت څخه ددغه هېواد د ډېری خلکو له ملاتړ سره سره، هماغه شان ددې نوښت د اغیزمن توب په اړه شکونه شتون لری.

که څه هم چې اوباما او د هغه هم نظران په دې باور دی چې په امریکا کې د ګرمې وسلې څخه د کار اخیستلو اړونده تاوتریخوالو سره په مقابله کې د وسلو پیرلو پر صلاحیت د څارنې زیاتېدل به اغیزمن و اوسی، خو په حقیقت کې په امریکا کې د ړندو وژنو او تاوتریخوالو جرړه د وسلو څخه آزاده استفاده کې ده .

په امریکا کې کابو په هرو درېیو امریکایانو کې دوه یې ګرمه وسله لری.

د نیوټاون بنسټ د رپوټ له مخې، په امریکا کې په تېرو درېیو کالو کې د ګرمې وسلې اړونده تاوتریخواولو کې ۹۰زره کسان وژل شوی دی.

په دې وخت کې د ډزو په نتیجه کې، له ۲ لکه لس زره ډېر امریکایان ټپیان شوی هم دی او په دې هېواد کې د ګرمې وسلې څخه په استفادې سره له زرو څخه ډېرې د ډله ییزو وژنو موردونه رامنځ ته شوی دی.

پردې اساس نه ډاډ نشی کېدای چې د اوباما فرمان له اجرایی شی،او هغه به په یوازې سر په دغه هېواد کې د ګرمې وسلې څخه د استفادې له فرهنګ او تاوتریخوالی سره مقابله وکړای شی، هغه هم د امریکا په کانګریس کې د سختو مخالفینو له شتون سره سره.

ویاند:

د امریکا ولسمشر تېره اونۍ د اوباماکر په نامه د روغتیاد بیمو جنجالی قانون په اړه د کانګریس مصوبه وټوکړه.

دغه مصوبه چې د قانونی کېدو په صورت کې به د اوبامکر د قانون ډېرې برخې بدلیدای، د جمعې په ورځ د اوباما له خوا وټو شوه نو ځکه یوځل بیا د کورنی سیاست په ډګر کې د بدلون لپاره د اوباما له مهمو اقداماتو څخه د کانګریس د جمهوری غواړو هڅې یوځل بیا ناکامې کړې.

د روغتیایی بیمو په قانون کې چې په ۲۰۱۰ کال کې تصویب شو، وړاندوینه شوې چې خلک دنده لری، چې روغتیایی بیمې واخلی،او له هغو که یې څوک وانخلی، مالی جریمه ترې اخیستل کېږی.

همدارا نګه بیمه ورکوونکی سازمونونه دنده لری چې د خدمات کولو په څرنګوالی کې په بدلون سره، د کم عایده کسانو لپاره د روغتیایی بیمو اخیستلو زمینه برابره کړی.

سربېره پردې، دولت هم دنده لری چې له عمومی بودجې څخه، د اړمنو کسانو په لګښتونو کې مرسته وکړی.

د اوبامکر قانون له لومړی سره د جمهوری غواړو له مخالفت سره مخ شو او دې ګوند په وار وار هڅه وکړه چې د روغتیایی بیمو قانون د لغوه کېدو لپاره لار برابره کړی.

ویل کېږی چې یوازې د امریکا د پارلمان استازو کابو پنځوس ځله له بېلا بیلو لارو څخه ددې قانون د لغوه کېدو هڅه کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې دغه هڅې د مصوبې په چوکاټ کې د اوباما د میز پر سر اېښودل کېږی او د امریکا ولسمشر هم اړ شو چې په سپینه ماڼۍ کې په خپل پړاو کې د اتم ځل لپاره د وټو له حق څخه استفاده وکړی تر څو یوځل بیا ددې قانون د لغوه کېدو لپاره د جمهوری غواړو سیالانو هڅې ناکامې کړی.

د اوباما د ملاتړ وړ قانون په اجرایی پړاو کې له ستونزو سره مخ شوی دی.

دنم لیکنې بهیر او ترې د ښاریزو کم هرکتلی ددې لامل شو چې ددولتی چارواکو د تمو خلاف، د ټیټ بیه بیمو جنجالی قانون پراخ نشی.

په دې توګه تر اوسه پورې د اوباما دولت ټینګار لری چې د ټیټ بیه بیمو جنجالی قانون، په وروستیو لسیزو کې د امریکا د روغتیایی خدمتونو د پوښښ لپآره ترټولو غوره طرحه ده.

ډیموکراټان په دې لټه کې دی چې په هره بیه وی ددې قانون ساتنه وکړی تر څو له دې لارې، په راتلونکو ټاکنو کې د بې وزله او زیان پرګنو ملاتړ خپل کړی.

خو جمهوری غواړی هڅه کوی چې ددې قانون په لغوه کېډو سره، د محافظه کارانو او په ټولنیزو او روغتیایی حوزو کې د فعالو قدرتمنو لابیو نظر خپل کړی.

تېره اونۍ د بشری حقوقو ډلو له پراخو مخالفتونو سره سره، د غیرقانونی کډوالو د ایستلو لپاره د امریکا ددولت د طرحې اجرا کېدل پیل شول.

د تېرې اونۍ په وروستیو کې ۱۲۱ کسان چې د پنا اخیستلو غوښتنه یې رد شوې ده، د امریکا دداخلی امنیت وزارت لخوا ونیول شول او په لومړی پړاو کې یې د ګواتیمالا څلور میندې له خپلو بچیانو سره یوځای، د امریکا له خاورې څخه وتلو ته اړ شول.

د امریکا د کانګریس د ډیموکراټانو یوې ډلې ددغه هېواد ولسمشر، بارک اوباماته یو لیک واستاوه او ترې ویې غوښتل چې د هغو غیرقانونی کډوالو نیول او ایستل چې ډېری یې مېرمنې او ماشومان وو، ودروی تر څو هغوی وکولای شی چې د خپله پنا غوښتل د امریکا د محاکمو له خوا تعقیب کړی.

په دې توګه، د سپینې ماڼۍ ویاند، جاش ارنسټ پرون ویلی، د امریکا دولت ددې کډوالو د ایستلو په اړه د رامنځ ته شویو اندېښنو څخه چې د مرکزی امریکا هېوادونو ښاریز دی، خبر دی، خو په دې برخه کې ددولت سټراټیژی او لومړیتوب نه بدلېږی.

د امریکا دولت هیله لری چې د غیرقانونی کډوالو د وتلو د طرحې په اجرا کولو سره، په دغه هېواد کې د کډوالو د قانون د اصلاح لپاره زمینه برابره شی.

دغیرقانونی کډوالو د جذبولو د څرنګوالی د بدلون لپاره د اوباما ژمنې، ددې لامل شوې چې د ۲۰۱۲ کال د نومبر په ټاکنو کې دهیسپانیه والو د رایې ۷۰ سلنه څخه ډېر خلک، هغه ته رایه ورکړی.

سپینې ماڼۍ ته د بیا ځلی لارې پیدا کېدو څخه وروسته هم، د امریکا ولسمشر،یوځل بیا ددغه هېواد د کډوالو په سیاستونو کې د بدلون پر اړتیا ټینګار وکړ.

بالاخره، د امریکا د کډوالو په قوانینو کې د اصلاح لپاره د ۴ جمهوری غواړو او څلورو ډیموکراټو سناتورانو څخه جوړې کمېټې لپاره طرحه جوړه شوه.

ددې طرحې له مخې، له ۱۱ میلیون ډېر غیرقانونی کډوال چې ډېری یې لاتین توکمه ( هیسپانیه یان) او مکزیکیان دی، ددغه هېواد د ښاریزتوب امکان پیدا کوی.

دغه دوه حزبی طرحه په نهایت کې په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د مشرانو جرګې له خوا تصویب شوه.

خو د امریکا د پارلمان د جمهوری غواړو د غړیو ترمنځ دوې ډلې توب، ددې طرحې د تصویبیدا مخه نیولې ده.

له دې بندون سره هممهاله، د امریکا ولسمشر، څه وخت مخکې د خپلو ځانګړو واکونو څخه په استفادې سره، داسې اجرایی فرمان صادر کړ چې له مخې یې کابو ۵ میلیون غیرقانونی کډوال له امریکا څخه د وتلو له خطر څخه خلاصېږی.

دغه طرحه، چې د ډاکا په نوم مشهوره شوې ده، د فډرالې محکمې په حکم سره نامه شوه.

تېره اونۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخوانۍ وزیرې د شخصی ایمیلونو د یوې بلې برخې په خپرېدو سره، هغې ته د جمهوری غواړو سیالانو له خوا یې بریدونه زیات شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د مېرمن کلنټن د وزارت په وخت کې د هغې له خوا د ایمیلونو یوه بله برخه خپره کړه.

دا د روان کال له پیله څوم ځل دی چې د محکمې د حکم له مخې، ددې ایمیلونو یوه برخه خپرېږی.

د هیلاری کلنټن د شخصی ایمیلونو پر سر جنجال وروسته له دې پیل شو چې، د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره تورنه شوه چې د ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۳ کال پورې یې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مسوولیت یې پرغاړه درلود، د خوندی دولتی سرورونو څخه د استفادې پرځای یې، په شخصی ایمیلونو سره اداری لیکونه استول.

ددې احتمال مطرح کېدل چې په دې زمانی پړاو کې، د امریکا د بهرنیو چارو د وخت وزیرې ځینې ډېر پټ او امنیتی سندونه او لیکونه په شخصی ایمیلونو لېږلی وی چې د امریکا ملی امنیت یې په خطر کې اچولی دی، پر کلنټن یې د سیاسی مخالفینو فشار زیات کړی.

د امریکا د جمهوری غواړو د ملی امنیت کمېټې مشر، رینس پریبوس، د کلنټن د شخصی ایمیلونو د یوې بلې برخې په غبرګون کې ویلی، هرڅومره چې ددې ایمیلونو نورې برخې خپرېږی، لا ډېره روښانه کېږی چې کلنټن د امریکا د ولسمشرۍ مقام لپاره د باور وړ کس نده.