Feb 17, 2016 14:02 Asia/Kabul

نن د نهې ورځ یا سه شنبه د ۱۳۹۴ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې ۲۷ نیټه ده چې د ۱۴۳۷ هجری قمری کال د جمادی الاول یا دریمې خور د میاشتې له اومې او د ۲۰۱۶ میلادی کال د فرورۍ له شپاړسمې نیټې سره برابره ده

۱۰۴۸ کاله مخکښې د ۳۸۹ هجری سپوږمیز کال د جمادی الاول د میاشتې په اومه نیټه د قرآن قاری او مشهور محدث ابن غلبون وفات شو. هغه په کال ۳۰۹ قمری کښې د سوریې په حلب ښار کښې زیږیدلی و خو په مصر کښې استوګن شو. ابن غلبون د خپلې زمانې د قرائت او حدیثو له سترو عالمانو ډیره ګټه پورته کړه او بیا پخپله په دې برخو کښې استاذ شو او تدریس او ښوونه یې پیل کړه. دغه مسلمان محدث د قرآن مجید په قرائت پورې د اړوندو مسائلو په هکله یولړ نظرونه څرګند کړی چې د مکی بن ابی طالب په نامه د هغه یو شاګرد په (الکشف) نومی کتاب کښې راوړی دی. د هغه ترټولو مهم اثر (الارشاد) دی چې د قرآن کریم د اوه ګونو قرائتونو په هکله دی.

= ۵۱ کاله وړاندې د ۱۳۸۶ هجری قمری کال د جمادی الاول د میاشتې په اومه نیټه د مصر مسلمان پوه او مبارز سید قطب په قاهره کښې له خپلو دوو ملګرو سره یوځاې اعدام شو. هغه په لس کلنۍ کښې قرآن کریم په بشپړه توګه حفظ کړ او تقریباً له همهغه وخته یې سیاسی مسائلو او له استمعار او استبداد سره مقابلې ته مخه کړه.

سید قطب شپاړس کلن و چې د قاهرې په یو پوهنتون کښې یې زده کړه پیل کړه او په کال ۱۹۴۸ میلادی کښې د زده کړې د دوام لپاره امریکې ته لاړ. هغه د امریکایی ټولنې د ګډوډیو په لیدو سره له لویدیځه سخت کرکجن شو.

سید قطب د خپلو سیاسی مبارزو په دوران کښې د اخوان المسلمین جمعیت له بنسټګر حسن البناء سره اشنا شو او په دغه اسلامی غورځنګ کښې شامل شو او پکښې یې مهم رول پیدا کړ. د دغې ډلې او د مصر د هغه وخت د ولسمشر جمال عبدالناصر ترمینځ د اختلاف د رامینځته کیدو په وجه سید قطب هم ونیوی شو او بیا اعدام کړی شو.

هغه باوری و چې (ختیځ او لویدیځ پکټونه د مسلمانانو په خلاف جنګیږی او دواړه د اسلامی هیوادونو د لوټلو لپاره له یوبل سره ملګری شوی او د مسلمانانو په خلاف جنګ ته راپورته شوی دی(.

د سید قطب په آثارو کښې د (اسلام په قلمرو کښې راتلونکی) ، (اسلام او نړیواله سوله) او (په قرآن کښې هنری تخلیق) کتابونو نومونه اخیستی شو.

= ۳۷ کاله مخکښې د ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د سلواغې په ۲۷ نیټه د پهلوی رژیم یوشمیر مشران له محاکمې وروسته د ایران د خلکو په خلاف د خیانت او جنایت په جرم اعدام شول. که څه هم د ایران د مسلمان ولس له نظره د پهلوی د استبدادی رژیم د مشرانو جنایت او پیئلتیا حتمی او قطعی وه خو د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر امام خمینی(رح) په حکم د اسلامی انقلاب محکمه جوړه شوه او د هغو یوشمیر کسانو په تورونو غور وشه چې د ولسی ځواکونو په لاس نیول شوی وو.

په وړومبنی محاکمه کښې د پوځ هغه څلور قومندانان چې د خلکو په وژله کښې یې موثر رول درلود، په اعدام یا پانسۍ محکوم شول. په دغو کښې یو کس د باچا د استخباراتو او امنیت د ادارې (ساواک) مشر نعمت ا... نصیری و چې د دغه ویرونکی او ځپونکی سازمان په څه باندې دیارلسې کلنې مشرۍ په موده کښې یې په زرهاو ایرانی مبارزان نیولی او شکنجه کړی او له هغو نه یې ډیر وژلی وو.

په وروپسې محاکمو کښې هم د پهلوی فاسد رژیم څو نور لوړپوړی چارواکی محاکمه شول چې ترټولو مهم پکښې د شاه وزیراعظم امیر عباس هویدا و چې دیارلس کاله یې ایران د شاه ترڅارنې لاندې او د امریکې د ګټو په اساس او همداشان د خلکو په ځپلو سره اداره کړی و.

= ۳۲ کاله وړاندې د ۱۹۸۴ میلادی کال د فرورۍ په شپاړسمه نیټه د لبنان په جنوب کښې د جبشیت ښارګی امامِ جمعه او د صهیونیسټی رژیم په خلاف په دغه سیمه کښې د اسالمی مقاومت د غورځنګ یو بنسټګر شیخ راغب حرب د دغه رژیم د ځواکونو په لاس شهید شو. هغه چې د لبنان د سویل یو فعال او مبارز عالم و، له شهادت مخکښې یو ځل د خپلو مبارزو او د نیواکګرو صهیونیسټانو په خلاف پاڅون ته د لبنان د جنوب د خلکو د بلنې په وجه صهیونیسټو تالی څټو نیولی و چې د خلکو د پراخو اعتراضونو او کاربندیز په وجه آزاد شو.

خو د صهیونیسټ رژیم لخوا د لبنان د سویل د نیواک په خلاف د شیخ راغب د فعالیتونو دوام سبب شو چې د دغه رژیم عوامل هغه شهید کړ. د دغه مسلمان مبارز د جنازې په وخت د جبشیت ښارګی د ځوانانو او د قدس د نیواکګرو ځواکونو ترمینځ سختې نښتې وشوې چې پکښې د لبنان یوشمیر مسلمان او مظلوم خلک شهیدان شول.

= ۲۴ کاله وړاندې د ۱۹۹۲ میلادی کال د فرورۍ د میاشتې په شپاړسمه نیټه د لبنان د حزب ا... انقلابی غورځنګ مشر حجت الاسلام سید عباس موسوی د دغه هیواد په سویل کښې د قدس د نیواکګر رژیم په هوایی برید کښې شهید شو. هغه د لبنان د سویل د یو مبارز عالم شیخ راغب حرب د شهادت د کلیزې له مراسمو د راستنیدو په وخت د صهیونیسټی رژیم د تیروګرو الوتکو له حملې سره مخ شو. په دغو ترهګرو عملیاتو کښې د سید عباس موسوی د ښځې، زوی او دریو ملګرو په شمول د هغه ځینی نزدې کسان هم شهیدان شول. دغه جنایتکارانه اقدام د نړۍ په مسلمانانو کښې د قدس د نیواکګر رژیم په خلاف د کرکې او قهر یوه څپه راپورته کړه خو د بشری حقوقو لویدیځو مدعیانو نه یوازې د حجت الاسلام موسوی وژله ونه غندله بلکې په دروغو تبلیغاتو سره یې هڅه وکړه چې د صهیونیسټانو دا غیرانسانی کار توجیه کړی. که څه هم تل ابیب د لبنان د حزب ا... غورځنګ د مشر په وژلو سره نیت درلود د صهیونیسټو نیواکګرو په خلاف د دغه غورځنګ مبارزه خرابه کړی خو دغه هدف یې پوره نه شو ځکه چې د سید عباس موسوی له شهادت وروسته حجت الاسلام سید حسن نصر ا... د لبنان د حزب ا... د مشر په توګه غوره شو او دغې ډلې د ترهګرو نیواکګرو په خلاف مبارزه په کلکه جاری وساتله تر دې چې د ۲۰۰۰ میلادی کال په مۍ میاشت کښې یې د صهیونیسټی رژیم پوځیان د لبنان له جنوبه وشړل.