امریکا کورنیو بدلونونو ته کتنه
-
امریکا کورنیو بدلونونو ته کتنه
پدی مطلب کی د تیرو مطالبو په شان د امریکا د تیرې اونۍ ډیرو مهمو سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو بدلونونو ته یوه کتنه کؤو.
د کلنټن د دوسیې په باره کی د تحقیقاتو د نتیجې خپریدا، مکزیک ته د ټرامپ سفر، د امریکا او اروپا اتحادیې د آزاد تجارت د موافقه لیک په هکله د کشمکشونو دوام، په تیره اونۍ کی د امریکا له ډیرو مهمو بدلونونو څخه ؤ.
د امریکا فډرال پولیسو تیره اونۍ د ډموکراټانو د کاندیدې په هکله ، د دغه هیواد د خارجه وزارت د اداره کولو په وخت کی، د هغې له خوا د شخصی ایمیلونو څخه د استفادې په باره کی دتحقیق د دوسیې متن خپور کړ. پدغه ۵۸ پاڼیز رپوټ کی؛ هغه څه چی د اف؛ بی؛ آی د کار پیژاندو او د میرمن هیلاری کلنټن ترمنځ د مرکې او خبرو اترو په ترځ کی ویل شوی، بیان شوی دي. پدې مرګه کی د امریکا پخوانۍ خارجه وزیرې ویلی دي: دا چی په رسمې توګه یی له خپل ایمیل څخه د شخصی استفادې غوښتنه، خارجه وزارت ته نه دئ اعلان کړئ؛ کومه عمدی مسئله نه وه.
دې همداراز ویلې دي: ټول هغه کسان چی له هغوی سره می مکاتبه لرلې ده، له دې څخه چی زه له هغه سِر وِر څخه چی زما د کور په زیر خانه کی ؤو، او د وزارت له رسمی ایمیل څخه په غیر، له یو بل ایمیل څخه له هغوی سره مکاتبه کوم، با خبر ؤو.
په جولای میاشت کی د اف؛ بی؛ آی د تحقیقاتو له بشپړیدو وروسته، د دغه سازمان رئیس« جیمز کومی» په رسمی توګه اعلان وکړ: چی په قضایی ټولنو کی د میرمن کلنټن د دوسیې د مطرح کولو اراده نه لری.
د اف؛ بی؛ آی د نظر د اعلان په اساس، د امریکې څارنوالۍ هم اعلان وکړ: د میرمن کلنټن د ایمیلونو دوسیه، د دغې وزارتخانې له نظره ختمه ده.
د دې ټولو سره سره، د جمهوریت غوښتونکو د کاندید، دونالډ ټرامپ، کمیټې؛ یو ځلې بیا د تیرې جمعې په ورځ دغه راپور، سپینې ماڼۍ ته د ورتلو لپاره، د کلنټن د بی کفایتۍ لپاره، یو شاهد وباله.
د هیلاری کلنټن د شخصی ایمیلونو په سر جنجال پسله هغه پیل شو، چی نوموړئ د امریکا د پخوانۍ خارجه وزیرې په توګه، پدې تورنه شوه؛ چی له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۳ کاله پوری یی، له دولتی اَمنو سِروِرونو څخه د استفادې پرځای، د شخصی ایمیل د سرویس په وسیله، ادارې مکاتبات سرته رسولی دي.
د دی احتمال مطرح کیدو چی پدې زمانې دوره کی، د امریکا د هغه وخت خارجه وزیرې، ډیر پټ او امنیتی اسناد او مکاتبات، د شخصې ایمیل له لارې استولی وی؛ او پدی بڼه کی یی د امریکا ملی امنیت یی په خطر کی اچولئ وی، پر کلنټن باندی د سیاسی مخالفانو دباؤ زیات کړئ دئ.
مکزیک ته د امریکا د جمهوریت غوښتونکو د جنجالی کاندید ناڅاپی سفر، په تیره اونۍ کی د امریکا د ډیرو مهمو خبرونو له جملی څخه ؤ.
ډونالد ټرامپ؛ چی له دې وړاندی یی د مکزیکی مهاجرانو په خلاف، د خپلو سپکاوی کونکو څرګندونو له کبله، جنجال زیږونه کړې وه؛ دغه هیواد ته سفر کړئ، او د مکزیک له ؤلس مشر«انریکه پنانیه تو» سره یی د تړولو ورونو ترشا کتنه وکړه.
ټرامپ له دغه کتنې وروسته؛ د خبریالانو په ټول کی وویل: د مکزیک له ؤلس مشر سره یی د نظر وړ دیوال په هکله خبری کړی دي، خو پدې هکله یی چی؛ د هغه د جوړولو لګښت څوک ورکوی، بحث نه دئ کړئ. مګر د مکزیک ؤلس مشر په ډاګه اعلان وکړ: مکزیک؛ د دیوال د جوړولو لګښت نه ورکوی.
سره له دې حاله؛ ټرامپ له مکزیک څخه له راستنیدو وروسته، بیله ځنډه وویل: د امریکا جنوبی ګاونډ به، سل په سلو کی د سرحدی دیوال د جوړولو لګښت ورکړی.
ډونالد ټرامپ چی پخپلو انتخاباتی مبارزو کی یی، په ځلونو د مهاجرانو له ورتلو څخه د مخنیوی کولو په منظور، د امریکا او مکزیک د پولو په اوږدوکی، د ستر دیوال جوړولو ته یی اشاره کړې وه، وویل: موږ به د جنوبی پولې په اوږدوکی ستر دیوال جوړ کړو، او مکزیک به د هغه لګښت ورکړی، سل په سلو کی. هغوی تر اوسه لا له دغه موضوع څخه خبر نه دی، خو هغوی به د دیوال د جوړولو لګښت ور کړی.
ټرامپ ۷۰ کاله وړاندی، مکزیکیان مجرم؛ قاتل؛ او تیریګر بللی، او وعده یی ورکړې وه، چی که د مکزیک دولت؛ د دغه بیلونکی دیوال د جوړولو د لګښت ورکړه ونه منی، د دی څخه به مخنیوی وکړی، چی په امریکا کی په کار لګیا مکزیکیان، خپلو کورنیو او خپلوانو ته پیسی ولیږی.
ده همداراز ټینګار کړئ ؤ، په امریکا کی یوولس میلیونه غیر قانونی مهاجرین به، چی د هغوی یو شمیر د څه دپاسه لسو کالو راهیسی پدی هیواد کی اوسیږی، له امریکا څخه وباسی.
په آریزونا کی دغه نیویارکی میلیاردر، یو ځلې بیا پردغو دریځونو باندی ټینګار وکړ، او ویی ویل: مهاجرین باید خپل لمړنی هیوادونو ته ور وګرځی، او یو ځلې بیا امریکا ته د ورتګ غوښتنه وکړی.
ټرامپ په ځلونو، امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ د منعې، او د مختلفو څرګندونو، او د امریکا او مکزیک په پوله کی د دیوال جوړولو په شان د مختلفو څرګندونو په دلیل، له سختو نیوکو سره مخامخ شوئ دئ. په واقعیت کی د مکزیک په پوله کی د دیوال جوړولو، د شمالی اتلانتیک د تړون له سازمان(ناټو) څخه د وتلو، او امریکا ته د مسلمانانو د ورتلو د منعې په شان د مسایلو مطرح کولو، په څو وروستیو لسیزو کی، ټرامپ د امریکا د انتخاباتو په ډیر جنجالی کاندید باندی بدل کړئ دئ.
د نړۍ د ډیرې سترې سوداګرې موافقې په سر، د اروپا او امریکا ترمنځ جنجال، په تیره اونۍ کی هم دوام وموند.
د سپینې ماڼۍ ویاندوی«جاش ارنست» د تیری اونۍ د سه شنبې په ورځ ټینګار وکړ: د امریکا او اروپا اتحادیې ترمنځ د آزاد تجارت د تړون په هکله، د واشنګټن دریځ بدلون نه دئ کړئ، او دغه هیواد نتیجې ته د دغو خبرو اترو د رسولو لپاره، د روان میلادی کال تر پایه پوری، خپلو هلوځلو ته دوام ورکوی.
د دی سره په یو وخت، د فرانسې ؤلس مشر«فرانسوا اولاند» ټینګار وکړ: پاریس نه غواړی د روان میلادی کال تر پایه پوری، او د باراک اوباما د ؤلس مشرۍ د دورې له پایته رسیدو څخه وړاندی، له امریکا سره د آزاد تجارت د تړون د لاسلیکولو په هکله، فکر وکړی.
له دې وړاندی، د فرانسې د بهرنی تجارت وزیر«ماتیاس فِکِل» هم ویلی ؤو؛ نور نو په فرانسه کی له دغو مذاکرو څخه ملاتړ نه کیږی، او دغه هیواد د دغو مذاکرو د پایته رسیدو غوښتونکئ دئ.
د جرمنی مقامونو هم، د فرانسې په شان څرګنده کړې ده؛ چی د دغو مذاکرو پروسه، چندانی هیله منونکې نه ده، او لیری بریښی چی د اوباما د ؤلس مشرۍ په دوره کی نتیجې ته ورسیږی.
پداسی حال کی د دغه تړون په سر د اروپا او امریکا د مقامونو ترمنځ کشمکشونه دوام لری، چی هر دواړه لوری په یو او بل باندی، د لا زیاتو امتیازونو د اخیستلو لپاره د هڅې تور لګوی.
د اتلانتیک په دؤو خواؤ کی د سوداګرۍ او پانګونې د همکارۍ په نامه، د اروپا اتحادیې د آزاد تجارت تړون، د هر دواړو لورو لپاره زیات اهمیت لری.
د امریکا او اروپا اتحادیې د آزاد تجارت له تړون څخه هدف، د نړۍ د دغو دؤو اقتصادی قدرتونو ترمنځ د ګمرکی خنډونو، او تجاری مقرراتو حذفیدل دي. که دغه تړون اجرا شی، له امریکا سره د اروپایی هیوادونو د تجاری مبادلاتو په ارزښت باندی به، په هر کال کی ۱۰۰ میلیارد ډالره زیات شی.
د دغه تړون په باره کی خبری اترې، چی د مالیاتی ټکسونو د ۹۷ فیصده برخې د حذفیدو سبب به شی، د ۲۰۱۳ م کال له جولای میاشتې څخه جریان لری. د اتلانتیک د دؤو خواؤو(TTIP) د سوداګریزو چارو او پانګونونو همکارې، د امریکایی او اروپایی ښاریزو ترمنځ،له پراخو مخالفتونو سره مخامخ شوې ده. سره له دې حاله اروپایی دولتونه هیله من دی، د آزاد تجارت د موافقې لاسلیکیدا، د اروپا اتحادیی په غړیو هیوادونو کی له اقتصادی ودې او د کار له زیاتیدو سره مرسته وکړی.
د اروپا اتحادیه او امریکا د نړۍ د اقتصادی تولیداتو ۴۰ فیصده په واګه کی لری، او له یو او بل سره پراخې سوداګریزې اړیکې لری.
د مختلفو ادیانو مشران، تیره اونۍ د امریکا د نیو همپشایر ایالت، د«کنکورد» په ښار کی؛ له مسلمانانو څخه د ملاتړ په منظور سره راټول شول. دغه غونډه«له خپل ګاونډی سره مینه وکړه» په نامه ترسره شوه، تر څو د مختلفو ادیانو مشران، د مسلمانانو د شرایطو د ښه کیدو، او له هغوی څخه په ملاتړ لاس پوری کړی.
د کنکورد ښار د ادیانو ترمنځ د شورا مشر«کریس شولتز»، دغه پروګرام د مختلفو ادیانو د پیروانو د را غونډولو، او په تیره بیا د نیویارک مسجد د جَمعې د لمانځه د ملا امام، او د هغه د مرستیال له وژل کیدو وروسته، له مسلمانانو څخه د ملاتړ په منظور د لارو چارو د څیړلو لپاره، یوه لاره و بلله.
په وروستیو میاشتو کی په امریکا کی، د کالیفرنیا په«سن برنا دینوی»، او همداراز د فلوریډا ایالت د«اور لاندو» په ښار کی په یوه لیلیه کی د ډزو د کیدو په شمول، د یو شمیر ترهه ګرو په رامنځته کیدو سره، په امریکا کی د اسلام سره دښمنې او مقابله په بی سارې توګه زیاته شوې ده.
په مسجدونو باندی حمله، د اسلامی عبادت ځایونو ته اور اچول، د مسلمانانو په ضد فیزیکی حملې او لفظې سپکاوی، او د زده کړې او کار په زمینه کی د اسلام د پیروانو په خلاف تبعیض، د امریکا په ټولنه کی له اسلام څخه د ویرونې له بیلګو څخه دي.
د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر تر یوولسمې نیټې پوری، د امریکا مسلمانان زیاتره؛ د دغه هیواد د سیاسی او ټولنیزو بدلونونو په داخل کی نه ؤو، او د اسلام او مسلمانانو په هکله د امریکایی دولتی واکمنانو د کتنې ډول، په عمده توګه؛ د بهرنی سیاست او د پوځی چارو په چوکاټ کی د څیړنی وړ ؤ.
په نیویارک او واشنګټن باندی له ترهه ګرو حملو وروسته، مسلمان امریکائیان؛ او په امریکا میشت مسلمانان، د اسلام سره د دښمنۍ او له اسلام څخه د ویرونې په مرکز کی راغلل. رسمی راپورونه ښیې؛ چی له هغه وخت څخه وروسته، د خپلو دینی عقایدو له کبله، په امریکایی مسلمانانو باندی فیزیکې حملې زیاتوالئ موندلئ دئ.
البته ډموکراټانو، او پخپله هیلار کلنټن، د نژاد پالنې سره د علاقمنو امریکائیانو په منځ کی د ټرامپ په نفوذ باندی د برلاسۍ په منظور، د مسلمانانو له حقوقو څخه ملاتړ کول، د خپلو انتخاباتی فعالیتونو په سر کی راوستی دي، مګر تجربې ښودلې ده، چی له دؤو سترو ګوندونو څخه د امریکا د دولتی مقامونو تګلارې، د اسلام په وړاندی چندانی بدلون نه دئ لرلئ.
په ځلونو لیدل شوی، چی په امریکا کی د انتخاباتو کاندیدانو، له بریالیتوب وروسته؛ خپلې وعدې او ژمنې له یاده ایستلی دي.
په عین حال کی لویدیځو رسنیو، له لویدیځو دولتونو سره په غږمل اقدام سره، د اسلام او مسلمانانو په خلاف تبلیغاتی حملې پلان کړې، او په عمدی توګه هڅه کوی، چی اسلام له افراط ګروهنې سره یو شانته وښیې، تر څو پدې توګه د امریکا په شمول په اروپایی هیوادونو کی، په مسلمانانو باندی د دباؤ راوستو او د هغوی په خلاف د حملې لپاره، زمینه برابره شی.