Feb 24, 2016 07:37 Asia/Kabul
  • دامریکاکورنیو حالاتوته کتنه

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دامریکاکورنیو حالاتو ته دکتنې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو. دتیرو پروګرامونو په څير اوس هم په تیرې اونۍ کې دامریکا خورا مهمو سیاسی ، اقتصادي ،ټولنیزو اوپوځي بدلونونو په باب درسره غږیږو نو ترپایه راسره مله ووسئ

                  دامریکا  په آسټیّن ښآر کې  دټکساس  پوهنتون چارواکو  محصیلینو ته اجازه ورکړه  چې په کلاسونو کې وسله په لاس حاضر شي. دپوهنتون دغه فیصله  له دې څو میاشتې وروسته  شوې چې  د ۲۰۱۵کال  په اګست کې  د ایالتي پارلیمان  محافظه کارو استاذو  ددغه ایالت په پوهنتونونو کې  د وسلو ګرځولو منع کیدا  دقانون خلاف بللې  وه .  په امریکا کې  د وسلو د وړلو  دممنوعیّت لغوه کیدا  جنجال راپارونکي شوې  ده . په تیره بیا داچې  ټیکساس پوهنتون  په ۱۹۶۶کال کې  په یوه پوهنتون کې  دامریکا په تاریخ کې   د وژلې لومړنی صحنه  وه .  داپه داسې حال کې دي  چې دپوهنتون  د علمي پلاوي ځينو غړو  ګواښ کړی که محصیلین  وسله په لاس کلاسونو  کې  حاضر شي ،نو استعفی به ورکړی . دټکساس ځینو محصیلینو  هم  ګواښ کړی چې   که محصیلین  دوسلو سره کلاسونو ته راشي ،نو دغه پوهنتون څخه به لاړشي . دوسلو دګرځولو ملاتړي فعالان دا استدلال کوي  چې محصیلین   په تاؤتریخجنو حملو کې پر پولیسو  باؤر نه شي کولی  او باید په پوهنتون کې له ځانه  ددفاع  جوګه شي .  یو داسې قانون چې   د ټيکساس پارلیمان  تصویب کړی دی ، یوازې   په حکومتي پوهنتونونو کې  اجرا کیږي  او د دغه  ایالت خصوصي پوهنتونونه  په پوهنتونونو کې  د وسلو دګرځولو  ممنوعیّت ته دوام ورکوي . د  ویلو ده   په امریکا کې له وسلو سره داړونده تاؤتریخوالو په زیاتیدو پسې   ددغه هیواد ولسمشر باراک اوباما  د وسلو دګرځولو دمجوز دصادرولو مقررات سخت کړي دي . اوباما د ۲۰۱۶کال  دجنورۍ په پنځمه نیټه  دوسلو دمجوز  دصادرولو لپاره نوي قوانین  اعلان کړل .  پر دې اساس ، د وسلو د ا خستونکو مخینه ، باید وسپړل شي .  دغه قوانین چې  لس مادې پکې شاملې دي ،  دولسمشر په حکم  سره او دکانګرس دتصویبیدو له ضرورت پرته   اعمالیږي . دامریکا کانګرس له نوو قوانینو سره  مخالف دی . په امریکا کې په کال کې دیرش زره  کسان دګرمو وسلو سره په اړونده  تاؤتریخوالو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي . 
    دامریکا انتخاباتي سیالۍ ،  دنړۍ دکاتولیکانو  درهبر او  ددغه هیواد د جمهوری غواړو   یوه مخکښ کاندید  دخولې شخړه  هم په ځان پسې درلودلې .  پاپ فرانسیس  په یولړ کم ساري څرګندونو کې  ډونالډ ټرمپ  یو غیر مسحي کس بللی دی .  د نړۍ دکاتولیکانو رهبر  دټرمپ په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې  وویل ، کله یو کس یوازې  د  دیوال دجوړولو په فکر کې وي ،  او د پل  د جوړولو خبره نه کوي ، مسیحي نه دی .  ټرمپ څه موده مخکې دخپل  انتخاباتي کمپاین   په بهیر کې  ویلی وو چې  امریکا باید  له میکسیکو سره  پخپلو پولو کې  دیوال جوړ کړي  او غیر قانوني مهاجر  وباسي .  هغه همدراز  په یولړ نورو  څرګندونو کې  هم   امریکا ته د  سوریاوالو کډوالو  دورتلو دمخنیوي او  له دغه هیواده دمسلمانانو د ویستلو غوښتنه هم کړې  وه .  دغو  څرګندونو  پراخ اعتراضونه په ځان پسې درلودل  چې  دپاپ فرانسیس څرګندونې  دهمدغو اعتراضونو په دوام کې شوي دي .   ډونالډ ټرمپ  دنړۍ دکاتولیکانو درهبر دخولې شخړې په غبرګون کې ویلی دي ،که واتیکان باندې داعش حمله وکړي ، نو پاپ به یوازې  هیله اودعا  وکړي چې کاش  ډونالډ ټرمپ  دامریکا ولسمشر وائ . هغه  دنړۍ دکاتولیکانو درهبر  څرګندونې  بې شرمه بللي او ویلي ئې دي ،  دا چې یو دیني رهبر راشي  او د دیوه بل کس دین ترپوښتنې لاندې راولي ، ډیره د شرم وړ خبره د ه . 
     دامریکا دولسمشرۍ   دانتخاباتو په تاریخ کې   ئې تقریبا  کومه مخینه  نه ده درلودلې  چې  دپاپ په څير له یوه سیاسی او مذهبی وزن سره یو کس  په امریکا کې دانتخاباتو  دیوه کاندید مسیحي  ایمان نفی  کوي او په مقابل کې  انتخاباتي کاندید هم دنړۍ دکاتولیکانو درهبر  څرګندونې  بې شرمه  ګڼي . خو  دامریکا راتلونکي انتخابات  چې  دډونالډ ټرمپ په څير  دیوه کس قدرت ته درسیدا  احتمال ئې  راپورته کړی ، دمسیحیّت   په درو کې دیوې څانګې  د  خورا لوړروتبه  رهبر پشمول د نړیوالو   د ویریدا لامل شوی دی . دغه څرګندونې د څو لسګونو میلیونو کاتولیکانو لپاره  دکاتولیک کلیسا  د یوه لوړروتبه  مقام له خوا دیوې دیني فتوا په  توګه  ګڼل کیدلی   او د نومبر میاشتې  په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ  رائې  کمولی شي .  په عین حال کې  ،  دپاپ او ټرمپ  ترمینځ د خولې جنګ  پر کاتولیک راي ورکونکو سربیره ،   په امریکا کې دپروټيسټانو رای ورکونکو پر لیدتوګې هم اغیزې شیندي . د کاتولیکانو په اپوټه ، دامریکا پروټیسټان   له واټيکان اوپاپ سره  ښه اړیکه نه لري . له دې امله پر ټرمپ دپاپ حمله  دپروټيسټ مذهبه  جمهوری غواړو  ترمینځ   د دغه جنجالي  کاندید  محبوبیّت دزیاتیدو لامل کیدلی شي . 
***********************
       دامریکا د ۲۰۱۶ کال دولسمشرۍ په انتخاباتو کې  دډیموکراټيک ګوند  کاندیدې میرمن هیلري  کلنټن  ،دتیرې سه شنبې په ورځې  په نیویارک کې د انتخاباتي کمپاین په یوې غونډې کې ،  په دغه هیواد کې  دتوکمپرستۍ پراختیا یو واقعیَت وباله . میرمن کلینټن  دامریکا دتورپوستو ټولنې  لپاره  د برابرۍ او فرصت  په زمینې کې  دنوي ژمنتیا  دضرورت خبره کړې  او ویلی ئې دي ،  په امریکا کې دتوکمپرستۍ  په ضد دمبارزو له پیلیدو ترنیمې پيړۍ وروسته ، توکم  هماغه راز  په دې کې ډیر مهم رول  لوبوي ،چې  په امریکا کې څوک پرمختګ وکړي  او څو ک وروسته پاتې شي . ویل  کیدلی شي دمیرمن کلینټن خبرې  دهغې له  خوا دهغه انتخاباتي هڅې  په معنا  وګڼل شي  چې  دشناندو  دڅرګندونو په اساس  دولسمشرۍ دڅوکۍدترلاسه کولو لپاره   ډير چانس لري .څو هغه دتورپوستوامریکایانو څخه لازیاتې رائ  ځان ته جلب کړي  او د راتلونکي نومبر میاشت  په انتخاباتو کې د هغوي رائ وګټي .په دودیز ډول،د ډيموکراټيک ګوندسیاسی مرکز په  ځوانانو،ښځو او لږکیو کې دی  او په همدې دلیل  د دغه ګوندکاندیدان   د خپلو انتخاباتي سیالیو  کې ، زیات پام  ددغو پرګنو  دنظر پر  جلبولو متمرکز کوي .  هیلري کلنټن  په دې اند ده چې خپل جنسیّت ته  په پام سره د دې جوګه  ده چې دامریکا د ډيرو زیاتو ښځو راي  ځان ته جلب کړي  او د لږکیو په تیره بیا دتورپوستو  دخوښې وړ  څرګندونو سره  ، دهغوي زیات نظرهم ترلاسه کړي . البته  د هیلري کلنټن  څرګندونې  په عین حال کې  د امریکا دټولنې  دتوپیرناک ماهیّت  په باب  تریخ اعتراف  ګڼل کیدلی شي  چې  دبشری حقوقو او آزادۍ  په باب دامریکا له ملنډو ډکو ادعاګانو سره سره   تورپوستي ، له خپل ډير زیات جمیعَت سره، له مناسب  حیثیّته برخمن  نه دي  او   په ښکاره اوپټّه  له ډول ډول خطرو سره لاس اوګریوان دي .. په حقیقت کې توکمپرستۍ او توپیر  دامریکا دجوړیدا له وخت راهسې  په دغه هیواد کې دیوې مهمې موضوع په توګه مطرح  دي .
      دامریکا ولسمشر باراک اوباما  ددغه هیواد دولسمشرۍ  دکیدونکو انتخاباتو  لپاره په ګوندي انتخاباتو کې  دجمهوری  غواړو  مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ سخت ورټه . اوباما په کلیفورنیا کې  په مطبوعاتي مرکې کې  وویل،هماغه را ز باؤري دی  چې  ډونالډ ټرمپ  به دامریکا ولسمشر نه شي،ځکه چې  ددغه هیواد ولس پوهیږي  ولسمشري   دکوم  دټيلیوژني  اویا بازار موندنې  لپاره مجریتوب نه دی . اوباما  په دغوڅرګندونو سره دټرمپ بوخت کونکو  ټيلیوژني پروګرامونو او  دشیانو دخرڅلاؤ  لپاره  دهغه تجارتي فعالیتونو ته  اشاره وکړه .داوباما دڅرګندونو  په غبرګون کې  ډونالډ ټرمپ هم ویلی دي ، اوباما دامریکا دولسمشر  په توګه ډير کرغیړن کارونه وکړل .البته  دانتخاباتو دسیالیو په وخت  دسیال  ګوند په کاندیدانو  د امریکا د ولسمشرانو  حملې    یو دودیز اقدام ګڼل کیږي . په عین حال کې  هغه لفظي شخړې  چې  اوس  داوباما اوټرمپ ترمینځ  رامینځةشوي ، په وروستیو کلونو کې  کم ساري  دي . 
 د ډونالډ ټرمپ تبلیغات  دډیموکراټيک ګوند له کاندیدانو یعني  له هیلري کلنټن  او برني سنډرز سره دهغه  په شخړو اوترینګلتیاؤ  نه خلاصه کیږي ، بلکې ټرمپ   یو داسې نظم   چې په امریکا کې د لیبرالي بهیر  داقداماتو نتیجه ده  په نښه کړی دی .   دروان کال په انتخاباتو کې په جمهوری غواړو کاندیدانو  کې   دټرمپ په اندازه یوه کس هم  دڅو کلتوري او څو توکمو سیاستونو په ضد دریځ نه دی غوړه کړی .دامریکا په ټولنې کې  په رایجو ځينو  اصولو باندې په حملې کې دټرمپ پَپولیسټي (خوښونکی شعارونو)  او یرغلیزو سیاستونو،هغه په دغه هیواد کې دسیاسی سنت په خلاف  هماغه راز دجمهوری غواړو راي ورکونکو دپام په سر کې دی . دغه موضوع لامل شوې  چې دګوندي سیالیو په پاي کې  دجمهوری غواړي ګوندنهائي کاندید په توګه د  ټرامپ دمعرفی کیدا احتمال  پیاوړی شي .  اوباما د امریکا دډیموکراټيک ګوند یوې اصلي څيرې په توګه  هڅه کوي ، له همدې پیله ،د  دغه هیواد د ولسمشرۍ په څوکۍ د ټرمپ  دراتلو توانمنۍ  ترپوښتنې لاندې راولي  څو ممکنه ده  ددغه جنجالي کاندید دملاتړو شمیر کم شي .  داپه داسې حال  کې دي چې  سپینې ماڼۍ ته  دټرامپ  رسیدل به حتی   که د فیډرلي او ایالتي حکومتونو په سویه  دحکومتي کار دیوه ساعت لپاره هم وي ، ډيره مهمه ده .
       دامریکا دولسمشرۍ  دانتخاباتو  دجمهوری غواړو کاندیدانو سیالي  د ستمبر دیولسمې نیټې له پيښو  په وروسته پړاؤ کې دجارج بش  دکړچار تر نهیلي  کونکي سیوري لاندې ورغلي  ده .په هغه وروستي پړاؤ کې چې  جمهوری غواړو سپینه ماڼۍ پخپل اختیار کې درلوده ، دجارج ډبلیو بش  د ولسمشرۍ پړاؤ  ؤ .  سږ کال هم  دامریکا دولسمشرۍ دانتخاباتو په سیالیو کې  دبش  دکورنۍ  یو بل غړی هم شتون لري ..  په همدې دلیل   دامریکا د  ۲۰۱۶ کال دولسمشرۍ  دانتخاباتو دجمهوری غواړو کاندیدانو  غوره بحث  هم دجارج ډبلیو بش  پر کړنو  ارزونه او کرکتنه ګرځول شوې ده .  په دغه چوکاټ کې    دجمهوری  غواړو  جنجالي کاندید دخپل ګوندي  سیال جب بش  دڅيرې دخرابولو لپاره  دجنوبی کارولینا ایالت   په یوې مناظرې کې  ویلی دي ، امریکا  د  جارج بش دولسمشرۍ په پړاؤ کې  او په داسې  شرائطو کې  چې چمتووالی ئې نه درلود،   په عراق کې ئې  جنګ  ته ودنګل  او د  ۲۰۰۱ کال دستمبر دیولسمې نیټې ترهه ګرې پيښې   دهمدغه جار ج  بش د نالایقتوب له امله رامینځة شوي دي .  په مقابل کې جب بش  هم  دامریکا د  ولسمشرۍ  په پړاؤ کې  دخپل ورور  دکړچار  په دفاع کې  ویلی دي ،کله ټرامپ   دټيلیوژن لپاره  نمایشي پروګرامونه تولیدول ، جارج بش  دهیواد لپاره  دامینټي پوځي پلانونې  په حال کې ؤ . په عین حال کې  جارج بش  هم له قدرته څنګة کیدا وروسته دلومړي ځل لپاره  په جنوبی کارولینا  ایالت  کې د خپل  کوچني ورور په انتخاباتي کمپاین کې ظاهر شوی دی .
        دجمهوری غواړو دګوندي سیالیو بهیر ښئ  چې جب بش  له پراخ مالی او  سیاسی ملاتړ سره سره  نه دی توانیدلی  دجمهوری غوادړو کاندیدانو په لیسټ کې  له پنځم لمبره  لا ښه موقیعته برخمن شي . البته جب بش  ددغه وضیعیَت   دجبرانولو لپاره فیصله کړې  خپل انتخاباتي شعار یوازې پخپلې  واړې نامې سره یعني :جب :  سره معرفي کړي .  او ځا ن   دبوش له کورنۍ خپلواکه معرفي کړي ، هغه  کورنۍ  چې په هغې کې تراوسه پورې  دوه ولسمشران سپينې ماڼۍ ته رسیدلي دي . داموضوع ښئ  چې  په امریکا کې   له یوې نفوذ لرونکي سیاسی  کورنۍ سره  دجب بش  اړوندوالی  له دې زیات چې  کومه ګټه رامینځةکړي ، ، دهغه لپاره دسرخوګي لامل شوې ده .  دجارج بش کړچار  ته په پام سره ،  دهغه نامه  په وروستیو اویاؤ  کلونو کې  د امریکا د  له ترټولو نامحبوبو ولسمشرانو  په لیسټ کې  ورغلې ده . اوس  د جب بش  خپل ګوندي سیالان    څه پروا  نه لري چې  دامریکا دخورا وروستي جمهوری غواړي ولسمشر  د ورور  له ډګره دلیرې کولو لپاره  دجارج بش  کړچار ترپوښتنې لاندې ورولي . په عین حال کې  په جمهوری غواړو کې  دا اندیښنه شته چې   دجارج بش  دحکومت  دکړچار په نښه کولو سره به په نهایت کې   دډیموکراټيکو سیالانو په  وړاندې دجمهوری غواړي ګوند  دکاندیدانو دکمزوری کولو لامل شي
    دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو  دوخت په ختمیدو سره زمونږ  دغه برخه هم پاي ته رسیږي تر بلې اونۍ پورې  چې له یوه بل نوي پروګرام سره  به ستاسو په خدمت کې وو په نیاؤمن خداي مو سپارو .
                                                                              ا.... مو مل او ملګری .
                                                                                                                                                                        (سیماب)
*********************************************************************************************