Oct 30, 2016 17:34 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

په تیرو مطالبو کی مو د ژبې یو شمیر ګناهونو ته اشاره وکړه، پدی مطلب کی د تملق او چاپلوسې کولو مسئله څیړو، چی د ژبی یو آفت او ګناه ده.

 چاپلوس کس، یواځی یو اخلاقی بد صفت او رټله شوې ګناه نه لری، بلکه د درواغ؛ ریاکارې؛ او مبالغې په شان یو شمیر نورې ناوړې ځانګړنی هم لری، او له ټولو څخه لا بده مسئله داده، چی چاپلوس کس، د بل چا په بی ځایه ستایلو او صفت کولو سره، هغه ته اجازه نه ورکوی، چی پخپل حقیقت باندی و پوهیږی، او د خپلو عیبونو او نیمګړتیاؤو په اصلاح کولو لاس پوری کړی. حضرت امام علی ع پدې باره کی فرمایی:«له چاپلوس سره ملګرتیا مه کوه، چی هغه دی په غوړه مالۍ سره خطا باسی، ناروا کار دی ستا په نظر ښکلې در ښيې، او غواړی چی ته هم د هغه په شان اوسی.»

 د هغو کسانو له حد څخه زیاته ستاینه او صفت کول، چی د ځان د ستایلو او مدحې ظرفیت نه لری، چاپلوسې ده. چاپلوسې د منافقت او دوه مخی توب یوه نښه ګنله کیږی. حضرت علی ع فرماییی: «هغه څوک چی د یو فضیلت او ښه صفت په خاطر چی په تا کی نشته، په درواغ سره ستا ستاینه وکړی، ښایی چی یوه بله ورځ د یو بد صفت په خاطر چی په تا کی نشته، تا وغاندی.» ځکه نو چاپلوس د حق او واقعیت د بیانولو په لټه کی نه دئ، بلکه شخصی ګټو؛ هغه د نورو ستاینې ته اړ ایستئ دئ. له دې رویه که شرایط بدلون وکړی، او خپله ګټه د هماغه کس په کمزوری کولو کی ووینی، بیله شکه د ملامتولو او بد رد ویلو په وخت، داسی بد صفتونه هغه ته نسبت ورکوی، چی په هغه کی نشته. ځکه نو امام علی ع، د رښتنې دوستۍ یوه نښه، له چاپلوسۍ کولو څخه ډډه بللې، او فرمایی:«په رښتیا هغه څوک ستا دوست دئ، چی ستا ستاینه ونه کړی، او ستا په حضور کی چاپلوسی و نه کړی. او رښتنئ دوست هغه څوک دئ، چی نه پریږدی دغه ستاینه ستا په خبرتیا و رسیږی.»

 چاپلوسې او تملق بی ځایه غرور په ځان پسی لری، دا شان چی ستایل شوئ کس، خپل عیبونه هیروی، او له بلې خوا خپل بد او ناوړه کارونه درست او روا ګنی. ځکه نو چاپلوسې سربیره پردې چی د یو لړ   اخلاقی اصلاحاتو مخه نیسی، د کم ظرفیتو کسانو وضعیت بدلوی، او هغوی د اخلاقی نیمګړو خصوصیاتو، او د ظالمانه او د عقل په خلاف ردو په څرګندولو کی زړه ور کوی. له دې کبله چاپلوس؛ د نورو کسانو په عملونو کی د دخالت کولو، همکارۍ، او بی ځایه تائیدولو او تشویقولو په اندازه، د هغوی د جرم او ظلم په کولو، فساد او نورو بدو کارونو کی ونډه لری. حضرت پیغمبر اکرم ص فرمایی:« هر کله چی بد کاره کس وستایل شی، د خدای عرش لړزیږی، او متعال خدای غضب کوی.» همداراز انحضرت فرمایی:«د تملق او غوړه مالۍ له مخې داسی ښه صفتونه چی په نورو کی نشته، د هغوی په هکله مه وایه.»

 هر ډول ناوړه کار او صفت به، بیله شکه یوه پایله ولری. تملق او چاپلوسې هم د انسان په ژوندانه کی تخریبونکی آثار او اغیزی رامنځته کوی، چی ډیر اصلی اغیز یی فریب خوړل دي. امام علی ع فرمایی:« ډیر کسان، د نورو د ستاینې له کبله فریب خوری او دوکه کیږی.» د امام علی ع د دغې وینا په اساس، د چاپلوسو کسانو خبرې، د انسان د فریب او غفلت لپاره یوه وسیله ده. هر کله چی انسان د نورو کسانو په درواغ ویلو سره، ځان له خپل حد څخه لا لوړ وینی، او په خطا سره احساس کوی د علم او عمل؛ او د مادی او معنوی پانګو له نظره، له نورو څخه لوړ دئ؛ په خطرناک موقعیت او ځای راځی. له همدې رویه، امام علی ع، د منځ لارۍ د ساتنې او له الهی حدودو څخه د نه وتلو په خاطر، فرمایی:« له ما سره داسی خبری مه کوئ، لکه څرنګه چی د یاغی پاچایانو سره یی کوی، او لکه څرنګه چی له قهرجنو کسانو څخه لیری توب کوی، له ما څخه مه لیری کیږئ، او په ظاهر سازۍ او دوکې سره، زما سره کړچار مه کوئ.»

 د دین مشران او پیشوایان ټول، له چابلوسې او تملق څخه بیزاره ؤو. دغه بیزارې او کرکه دومره وه، چی د خدای ګران رسول ص فرمایی:« د چاپلوسانو او ستاینه کونکو په مخ باندی خاورې وپاشئ.» همداراز انحضرت په یو بل حدیث کی فرمایی:« هر کله که خپل یو ورور، د هغه په وړاندی وستایی، داسی مثال لری؛ چی چاقو دی د هغه په غاړه ایښئ وی.» دغه حدیثونه او روایات په ټولنه کی د چاپلوسۍ د روحیې له زیاتیدو څخه د مخنیوی کولو لپاره دي. د امام علی ع په شان یو شخصیت هم، چی د ټولو انسانی فضایلو او کمالونو ټولګه؛ او له عادی انسانانو څخه لا لوړ، او د الهی جمال او جلال سمبول ؤ، اجازه نه ورکوله چی یو څوک، د دوی په حضور کی، هغه وستایی او ثنا او صفت یی وکړی. او که په ناڅاپی توګه هم یوه ستاینه کیدله، داسی یی فرمایل:« ای خدایه! ته له ما څخه لا زیات، زما په حالاتو آګاه یی، او زه له هغو څخه لا زیات په ځان باندی آګاه یم. ای خدایه! ما ته د هغه څه په خاطر، چی هغوی زما په باره کی وایی، او په ما کی نشته، عذاب مه راکوه، او ما له هغه څه چی هغوی یی ګمان کوی، لا ښه کړه.»

امام علی ع د دغو خبرو په کولو سره، نورو ته ور پوهوی؛ چی د هغوی ستاینې ته اړتیا نه لری. د دی په ترځ کی چی له دغه کار څخه نور منع کوی، په اسلامی ټولنه کی د چاپلوسۍ د روحیې د رواجیدو مخه نیسی. 
 

 

ټیګونه