Oct 30, 2016 17:46 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

زیاتې یا چټي خبرې کول د ژبې له آفتونو څخه دي، چې انسان د هغه له تکاملي لارې لیرې ساتي. د زیاتو خبرو کولو له زیانونو څخه یو دا دی چې د انسان له فکري ځواکه یوه مهمه برخه د چټي خبرو کولو له امله له مینځه ځي. پر دې سربیره له زیاتو خبرو په ډډه کولو سره ځواکونه متمرکز کیږي او فکر په ښه توګه کار کوي. په همدې وجه، خلک زیاتې خبرې کول د کم عقلۍ دلیل بولي او کم عقله خلک فضول او چټي خبرې کوي.

 

 

  په تیرو څو مطلبونو کښې مو د ژبې د آفتونو په هکله درسره خبرې وکړې او ومو ویل چې ژبه لکه څنګه چې د خداوند متعال له نعمتونو یو ترټولو ستر نعمت دی او د انسان د ودې او له نورو سره د هغه د اړیکو د ټینګولو لپاره یوه وسیله ده، په عین حال کښې پریمان آفات هم لري او کولئ شي، د بې شمیرو ګناهونو سرچینه وګرځي. نو ځکه پکار دی هغه کنټرول کړائ شي او هره ورځ  له ځانه سره دا وویل شي، چې باید د خپلې ژبې خیال  وساتي، ځکه چې د بدن  دغه غړۍ کولائ شي، انسان د سعادت اوج  یا ذلت او خوارۍ او سخت زړه توب ته راوکاږي. حضرت امام سجاد (ع) په دې هکله فرمایي: هر سهار د یوه کس ژبه  د هغه  د بدن ټول غړي تر نظر لاندې نیسي او وایي: څرنګه یئ ؟ څه ډول مو سبا کړه ؟  ځواب ورکوي چې په خیر سره مو تیره کړه ، په دې شرط چې که ته زمونږ له سره لاس واخلې او مونږ په خپل حال پریږدې. او هغې ته د خدائ قسم ورکوي چې چټي او بې کاره خبرې دې نکوي او هغوئ دې نه آزاروي او وايي چې هیڅ شک نشته چې ستا په وجه  هم ثواب  او انعام مونږ  ته رسیږي او هم ستا له لاسه سزا کیږو.

 بې ګټې خبرې کول  هم د ژبې له آفتونو څخه دي چې نه د دنیا لپاره ګټه ورې دي او نه د آخرت لپاره. د ژبې  دغه  آفت که څه هم حرام ندئ، خو ډیر زیږ او نا خوښ عمل دی. ځکه چې د انسان  د عمر او د وخت  د ضایع کیدا چې په دې دنیا کښې د هغه اصلي سرمایه ده، لامل کیږي. ډیره خطره هاله ده چې دغه زیاتې خبرې کول، انسان د دروغو، غیبت، تهمت او چغل خورۍ په شان د ژبې ډول ډول آفتونو ته راوکاږي. ځکه حضرت امام علي (ع) فرمایي: له زیاتو خبرو کولو ډډه وکړه، ځکه هر څوک چې زیاتې خبرې کوي، ګناهونه یې لا زیاتیږي.

له پیغمبر اکرم (ص) څخه په یو بل حدیث کښې نقل شوي چې فرمایي: خداوند متعال ژبه په یو داسې عذاب اخته کوي چې د بدن بل هیڅ کوم  غړۍ له دې عذاب سره نه مخامخوي، بیا ژبه اعتراض  کوي او وایي: خدایا !!! زه دې په یو داسې عذاب کښې راګیره کړې یم چې بل هیڅ کوم غړۍ دې په دې عذاب ندئ اخته کړی. بیا خداوند متعال ورته فرمايي:  تا یوه داسې خبره وکړه چې د مشرق او مغرب خلکو ته ورسیدله او په هغې سره حرامه وینه توئ شوه او حرام مال ولوټل شو او حرام ناموس برباد شو. زما په عزت، جلال او سترتوب قسم چې تا به په یو داسې عذاب اخته کړم چې  هیڅ یو اندام او غړۍ په هغه عذاب نه اخته کوم.

په معمولي توګه، زیاتې خبرې کول د ژبې له آفتونو څخه دي چې ډیر جدي نه ګڼل کیږي. ځکه چې د یو کس یوازیتوب ، ستړیا او ګډوډ افکار کله کله د زیاتو خبرو کولو عامل جوړیږي. خو په اسلامي سرچینو کښې، زیاتې خبرې کول د حماقت او بې عقلۍ په لیکه کښې راغلي دي. ځکه حضرت امام علي (ع) فرمایي: کله چې عقل بشپړ شي، خبرې کمیږي. پر دې سربیره د عقل او وینا ترمینځ یوه اپوټه اړیکه وجود لري، په حقیقت کښې، عقل او وینا د یوې تلې د دوو پلو په شان دي، چې که عقل ډیر شي، وینا کمیږي او که وینا ډیره شي، نو عقل کمیږي.

انسان د خپلو ټولو ویناوو او عملونو په وړاندې مسئول دی. په یوه روایت کښې راغلي چې حضرت امام علي (ع) د یو کس له څنګه تیر شو چې ډیرې خبرې یې کولې. امام ودرید او هغه ته یې وفرمایل: ای سړیه !!! ته له دغو زیاتو خبرو کولو سره پخپلو ساتونکو فرشښتو باندې یو کتاب لیکی. داسې خبره وکړه چې تا ته ګټه رسوي او چټي خبرو لیري والئ وکړه.

ځکه نو انسان پکار دی په خپلو خبرو کښې دقت وکړي، ځکه چې هره یوه خبره چې کوي، د هغه په عمل نامه کښې لیکله کیږي. د قرآن مجید د ق سورې په اتلسم مبارک آیت کښې راغلي دي چې انسان هیڅ یوه خبره نه کوي، مګر دا چې په همهغه شیبه یوه فرشته د هغې د لیکلو لپاره چمتو ده او څارنه یې کوي. په یوه روایت کښې راغلي دي چې یو کس د رسول اکرم (ص) حضور ته ورسید او زیاتې خبرې یې وکړې. رسول اکرم (ص) د دې لپاره چې د هغه د دغه عمل مخه ونیسي، له هغه یې وپوښټه: د تا ژبه څو دروازې لري ؟ هغه سړي وویل: دوه دروازې لري، شونډې او غاښونه . پیغمبر اکرم (ص) وفرمایل: آیا دغه دروازې قدرت نلري، څو د تا د زیاتو خبرو مخه ونیسي ؟  بیا یې وفرمایل: پام وکړه چې هیڅ چا ته داسې څه ندي ورکړل شوي چې د هغه د آخرت لپاره له ژبې زیات زیان ولري او دا هغه ژبه ده چې آزاده پریښودل شوې ده  څو زیاتې او چټي خبرې وکړي.

  دغه مطلب د حضرت علي (ع) له یوه حدیث سره پائ ته رسوو چې فرمایي: وینا ستا  په واک کښې ده تر هغه وخته پورې چې هغه دې په ژبه باندې جاري کړې نه وي، خو هرکله چې دې وینا وکړه، د هغې د پایلو ذمه وار کیږی. اوس دې ژبه د سرو او سپینو زرو په شان وساته او داسې خبرې مه کوه چې نعمتونه له انسانه اخلي. نو په هر هغه څه چې نه پوهیږی، مه وایه. خداوند متعال ستا پر اندامونو او غړیو داسې څیزونه واجب کړي دي چې د قیامت په ورځ به  ترې  پوښتنه  وشي، په هغه ورځ به خوار شي هغه څوک چې ژبه یې پر هغه واکمنه وي. هر څوک چې زیاتې خبرې کوي، غلطۍ یې هم لا زیاتیږي او هر څوک چې داسې وي، حیا یې کمیږي او د چا چې حیا کمه شي، پرهیزګاري او تقوا یې کمیږي او زړه یې مري او د چا چې زړه ومري، دوزخ  به ځي.

 

 

 

ټیګونه