Dec 07, 2016 10:56 Asia/Kabul
  • د امريکې داخلي بدلونونو ته کتنه ۱۳۹۵-۰۹-۱۳

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د امريکې کورنيو بدلونونو ته د کتنې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. د تېرو مطلبونو په شان به په دې مطلب کښې هم په تېره هفته کښې د امريکې ډېرو مهمو سياسي، اقتصادي، اجتماعي او فوځي بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو.

د امريکې پارلېمان د تېرې جمعې په ورځ د ځينو هغو بحث رامنځته کوونکو شرائطو چې د ډېموکرېټانو د اندېښنې سبب وو په حذفولو سره د دغه هېواد دفاعي بودجه تصويب کړه. د ملي دفاع د بودجې د بيلولو لائحه د امريکې په پارلېمان کښې د درې سوه پينځه اويا موافقو رايو په ترلاسه کولو سره تصويب شوه او ټاکلې شوې ده چې په راتلونکې هفته کښې به سېنېټ ته وړاندې کړې شي. خو د امريکې د کانګرېس ري پبلېکن قانون جوړوونکي هيله من دي چې د دغې لائحې مفادو ته دې د امريکې د نوي ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرامپ د فعاليت په شروع کېدو سره بيا کتنه وشي. د ملي دفاع د بودجې د بيلولو لائحه د اوباما د غوښتنې مطابق له بودجې نه علاوه درې اشاريه دوه ميليارډ ډالره شامل دي.يو داسې زياتوالے چې د ځينو ډېموکرېټو قانون جوړوونکو له مخالفت سره مخامخ شو. دغه  اضافي موارد زياتره د سترو فوځي پروژو د بودجې له پوره کولو سره اړوند دي. شواهد د دې ښودنه کوي چې د اوباما د واکمنۍ په وروستيو مياشتو کښې به هم د سپينې ماڼۍ او د کانګرېس ترمېنځ د فوځي بودجې په سر اختلاف هم هغه شان دوام ولري. په تېرو کلونو کښې هم د ري پبلېکنانو تر تسلط لاندې د کانګرېس او سپينې ماڼې ترمېنځ د فوځي بودجې په سر اختلاف موجود ؤ چې په زياترو مواردو کښې به د دواړو خواو په روغې جوړې او د متقابلو امتيازاتو په ورکولو سره هوارېدۀ. په کانګرېس کښې ري پبلېکنان په دې باوري دي چې د امريکې په فوځي بودجې کښې د  هغوي د نظر وړ اصلاحات لازمي او ضروري دي چې د دې مسئلې ضمانت ورکړي چې فوځ به د ضرورت وړ مالي سرچينو ته لاس رسائي ولري. خو د اوباما حکومت له دې تګلارې سره موافق نه دے او د بودجې د کمښت د تقاضا کوونکو مواردو په باره کښې د امريکې د دفاع د وزارت پېنټاګون د صلاحيت پېژندنې غوښتونکے دے. همدارنګ په پارلېمان کښې په تصويب شوې دفاعي لائحه کښې د پام وړ يو مورد له روسيې سره د امريکې د فوځي ملګرتيا ممنوعيت دے.

د امريکې د سېنېټ قانون جوړوونکو په نهه نوي موافقو رايو سره او بې له مخالفو رايو د آئي اېس اے د بائيکاټ د قانون په نامه د ايران د بائيکاټونو د قانون د لس کلن تمديد طرحه تصويب کړه. دغه طرحه پکار دي په قانون باندې د بدلېدو لپاره د امريکې د ولسمشر باراک اوباما لخوا لاسليک شي.

د سېنېټ لخوا د ايران د بائيکاټ دتمديد د طرحې تصويب د ايران په خلاف د واشنګټن د غليمانه تګلارې يوه بله نښه ګڼلې کيږي. د ايران د بائيکاټ قانون چې د ايران په خلاف د امريکې د يو اړخيزو بائيکاتونو بنياد ګڼل کيږي په اول ځل په نولس سوه شپږ نوي يم کال کښې د ايران د تېلو او ګېسو په برخه کښې له سترې بهرنۍ پانګونې څخه د مخنيوي په هدف سره تصويب شو او له هغه وخت نه يو ځل بيا په دوه زره شپږم کال کښې تمديد شو. د ايران د بائيکاټونو قانون د دوه زره شپاړسم کال تر آخره پورې ختميږي. له دې مخکې د امريکې پارلېمان دغه طرحه په څلور سوه نولسو موافقو رايو او يوازې يوې مخالفې رائې تصويب شوې وه. د امريکې کانګرېس د دغه قانون تصويب په ايران باندې د دباو د اړم د ساتنې په خاطر ضروري بولي. همدارنګ هيله کيږي چې د امريکې نوے کانګرېس او نوے حکومت به په راتلونکي کال کښې د ايران په وړاندې د دغه هېواد په کلي سياستونو کښې بيا کتنه وکړي.

د ايران د بائيکاټ د قانون د تمديد تصويب د برجام په اجرا کښې د ايران روغ نيت ته د واشنګټن د بې پامۍ د نښې څرګندېدل دي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې وروستيو کښې وفرمايل چې د بائيکاټونو د قانون تمديد د نويو بائيکاټونو د تصويبېدو او عملي کېدو په معنا او په نتيجه کښې د اېټمي موافقې څرګنده خلاف ورزي ده. په حقيقت کښې د امريکايانو کردار دا ښودنه کوي چې هغوي زياتره د ايران په خلاف د دباوونو د دوام لپاره بهانه لټوي. د اېټمي موافقې باوجود چې حتی د واشنګټن د اروپائي انډيوالانو په اعتراف د ايران د اېټمي پروګرام په باره کښې د اندېښنو د ختمېدو سبب شوې ده، خو واشنګټن د توغنده اي پروګرام، له ترهه ګرۍ څخه د ادعائي ملاتړ د ختمولو، د بشري حقوقو د مسئلې او د ناروا صهيونېسټ رژيم په وړاندې د ايران د دريځ د شاتګ په شان مواردو کښې نورو غوښتنو ته د ايران د مثبت ځواب په لټه کښې دے. په طبيعي توګه اسلامي جمهوري نظام به له دغو غوښتنو څخه هيڅ يوه غوښتنه پوره نه کړي او په عېن حال کښې يې د برجام قبلول يوازې د روغ نيت له دريځ څخه او په دې زمينه کښې د اختلافاتو د هواري لپاره يو اقدام بللے دے. لکه ايران تاکيد کړے دے چې که د امريکې لخوا د بائيکاټونو د دوام په شان د وعدو خلاف ورزي دوام ومومي نو ايران تل خپل سوله ايز اېټمي پروګرام ته د بشپړې ستنېدنې امکان لري.

د امريکې د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آئي اے مشر جان برنان د برجام په نامه له ايران سره د اېټمي موافقې په باره کښې د ډونالډ ټرامپ د دريځ په رد عمل کښې څرګنده کړه، چې د هغې موافقې لغو کېدل به چې واشنګټن له تهران سره ترلاسه کړه زياته غېر عاقلانه چاره وي. د هغۀ د وېنا له مخې د دغې موافقې لغو کېدل به د دې سبب شي چې نور هېوادونه به هم د خپل اېټمي پروګرام په لټه کښې شي. د انتخاباتي مبارزو په دوران کښې د ټرامپ له اصلي وعدو څخه د يوې وعدې د عملي کېدو يعنې د برجام د لغو کېدو په باره کښې د امريکې د يو ډېر اوچت استخباراتي چارواکي خبردارے په حقيقت کښې د هغې موافقې تر پښو لاندې کول دي چې حکومت يې له هغې سره په اړوندو خبرو اترو او د هغې په حتمي کېدو او اجرا کېدو کښې يو موثره رول لرلے دے.  په حقيقت کښې که ټرامپ هغه وخت چې د ولسمشرۍ په مسند کښېني واقعاً د برجام د لغو کېدو په باره کښې د بنيادي اصلاحاتو درخواست مطرح کړي نو دا به د نړۍ په سطح د امريکې د سياسي بې اعتبارۍ په معنا وي. له دې سره سره چې په بنيادي توګه برجام د ايران او امريکې ترمېنځ دوه اړخيزه موافقه نه ده چې يوه خوا يعنې امريکه وغواړي هغه په يوه اړخيزه توګه فسخ کړي. په عېن حال کښې اروپائي هېوادونه هم له ايران سره د خپلو اقتصادي او تجارتي تعلقاتو په چټکه توګه د زياتولو او پراخولو لپاره د برجام د اجرا په لړ کښې د ايران د اقداماتو د تصديق ترڅتګه د امريکې له خنډ اچونو څخه ناراضه دي. په همدې دليل اروپائي اتحاديې د برجام په خلاف د امريکې د راتلونکي حکومت د هر ډول احتمالي اقدام په باره کښې خبردارے ورکړے دے.

په امريکه کښې زياتره مسلمانې ښځې په دې وروستيو هفتو کښې او د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتائجو له اعلانه وروسته له زياتو فيزيکي او له تشدده له ډکو حملو سره مخامخې شوې دي. په هغه رپوټ کښې چې سي اېن اېن امريکائي چېنل په دې باره کښې برابر کړے دے راغلي دي د انتخاباتو  په سياليو کښې د امريکې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ لخوا د تندې او د اسلام په خلاف څرګندونې  په دغه هېواد کښې په تېره بيا د مسلمانانو په خلاف د کرکې او تنفر په وجه د جرائمو د زياتېدو سبب شوې دي.

له اسلام سره د دښمنۍ سختېدل او په مسلمانانو او اسلامي مرکزونو باندې د فيزيکي حملو زياتېدل د ډونالډ ټرامپ چې په څرګنده ښي لاسي افراطي نظريات لري غوره کېدو له نتائجو څخه دي نښې نښانې يې له دې مخکې چې هغه په رسمي توګه اقتدار په لاس کښې واخلي  څرګندې شوې دي.

په دې مېنځومان کښې په تېره بيا مسلمانې ښځې د هغوي ظاهري مشخصاتو يعنې حجاب او پردې لرلو ته په پام سره له مسلمانو سړيو نه زياتې هم له ډول ډول بدني او روحي ازارونو او هم نفسياتي او اجتماعي دباوونو سره مخامخې دي. د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتائجو د اعلانېدو له وخت نه تر اوسه په امريکه کښې د مسلمانانو په خلاف د زياتې کرکې په وجه له اوو سوو نه زياتې حملې ثبت شوې دي.

د اسلام په خلاف د ټرامپ له دريځونو نه علاوه په امريکه کښې د مسلمانانو په خلاف د پروپېګنډو او په امريکه او اروپا کښې د ترهه ګرو پېښو زياتېدو په امريکه کښې دننه د اسلام او مسلمانانو په خلاف د منفي نظرياتو په زياتېدو زيات تاثير کړے دے. په دې حال کښې د تبليغاتو او تشدد پسندو افراطي کسانو د اقليتي اقداماتو ترڅنګه د اسلام په اړه ناخبري له سوله خوښوونکو مسلمانانو سره د معنا لرونکو تعلقاتو نيشتوالي د امريکائي مسلمانانو په اړه د غلطو نظرياتو، غلط فهميو او اندېښنو په رامنځته کېدو کښې زيات تاثير لرلے دے. د امريکې په شمول لويديځو رسنيو هم له لويديځو حکومتونو سره په يو غږمله اقدام کښې د اسلام او مسلمانانو په خلاف پراخې تبليغاتي حملې منظمې کړې او قصداً کوشش کوي چې اسلام د تندلاريتوب برابر وښئي چې په دا ډول د امريکې په شمول په نورو هېوادونو کښې د مسلمانانو تردباو لاندې راوستلو او ورباندې د حملو د ترسره کولو لپاره زمينه برابره شي.

د اسلام په خلاف د ټرامپ څرګندونو په امريکه کښې د ښي پالو او نژاد پرستانو لپاره لازمي بهانه رامنځته کړې او په امريکه کښې د اسلامي مرکزونو او مسلمانانو په خلاف حملې زياتې شوې دي. په جوماتونو حملې،د اسلامي عبادتي ځايونو سوزول، په مسلمانانو او حتی په هغو غېر مسلمانو باندې چې د مېنځني ختيځ ظاهري بڼه لري فيزيکي او لفظي  حملې او په مختلفو تعليمي او د روزګار په مواردو کښې د اسلام د پېروکارو په خلاف تبعيض د امريکې په ټولنه کښې له اسلامه د ويرونې ځينې نمونې دي.

د واشنګټن پوسټ امريکائي ورځپاڼې د ليکنې له مخې د امريکې سياسي نظام فاسد او د بربادۍ په حال کښې دے. د خلقو د نېغ په نېغه رايو او ګوندي سېسټم ناڅه شمېرل. په سياسي حاکميت باندې د خلقو بې اعتمادي، د کاميابۍ او ډله ايزو رايو د ځپنې لپاره د زياتو سرمايو لګول د امريکائي ډېموکرېسۍ د زوال او د امريکې د امپراطورۍ د دړې وړې کېدو ښودنه کوي.د جوړښتي مشکلاتو ترڅنګه چې د امريکې سياسي نظام ورسره مخامخ دے او په همدې وجه واشنګټن پوسټ ورځپاڼه دغه نظام فاسد معرفي کوي، د امريکې خلقو د رايو صندوقونو ته په حاضرېدو او په امريکه کښې له فساد او فاسدو سياسي  ډلو سره د مبارزې په شمول د نامزدو د شعارونو ترتاثير لاندې چې د ټرامپ په انتخاباتي شعارونو کښې هم ليدل کېدل هغۀ ته رائې ورکړه، په دې اميد سره چې په امريکه کښې څه بدلون رامنځته شي. خو د امريکې د سياسي جوړښتي نظام د مشکلاتو او د دغه هېواد د هغه فوځي شتون او جنګونو په وجه د رامنځته شويو مشکلاتو ترڅنګه زيات وخت نه وي تېر چې د نوي ولسمشر لخوا له فساد سره د پرېکنده مبارزې په شمول انتخاباتي وعدې څنګته کېښودې شي. واشنګټن پوسټ امريکائي ورځپاڼې دغو مسائلو ته په پام سره د امريکې د سياسي نظام په فساد باندې اعتراف کړے او اټکل يې کړے دے چې دغه نظام به د سياسي ناکامۍ په  وجه نسکور شي.

په داسې حال کښې چې د ولسمشرۍ انتخاباتو له کامياب يعنې ډونالډ ټرامپ څخه د دغو انتخاباتو د مغلوبې نامزدې يعنې هېلري کلېنټون ولسي رائې زياتې شوې د دغو جنجالي سياليو د يو نامزد لخوا په دريو مهمو ايالتونو کښې د انتخاباتو نتائج ترپوښتنې لاندې راغلل. د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د شين ګوند د نامزد جېل سټين په غوښتنه په ويسکانسين ايالت کښې اخېستل شوې راې بيا شمېرل کيږي. سټين همدارنګ په دوو نورو مهمو ايالتونو يعنې ميشيګان او پېنسيلوانيا کښې د رايو د بيا شمېرلو غوښتنه کړې ده؟ که څه هم تر اوسه د امريکې د انتخاباتو په تاريخ کښې د ټګۍ ادعا د هغو په نتائجو کښې څه بدلون نه دے راوستے خو په ځلونو د انتخاباتو په رايو کښې د بې نظمۍ او لاسوهنې د احتمال رپوټونه خپارۀ شوي دي.

د دغو شکايتونو زياتره برخه د غېر حضوري رايو له سېسټم سره اړوند ده چې ځينو راې ورکوونکو ته دا امکان ورکوي چې د وفات شويو خپلوانو د پېژندګلۍ په مدارکو سره راې ورکړي يا خپلې راې بيا صندوقونوته واچوي. د امريکې په ايالتونو کښې د رايو د شمېرنې مختلفې طريقې او د رائ اخېستو غېر متمرکز روش  هم دغو شکونو او ترديدونو ته لمن وهي.

د امريکې په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره د نومونو د ليکلو په نظام هم يو لړ جدي اعتراضونه کيږي. په دوه زره  دولسم کال کښې د پيو موسسې د څېړنو نتائجو وښودله چې له هرو هغو اتو ښاريزو څخه چې په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره نومونه ثبتوي د يو د نوم ثبتېدل اعتبار نه لري او په امريکه کښې په انتخاباتو کښې د ګډون د شرائطو لرونکو يو سل شپږ څلوېښت ميليني نفوسو په حساب سره يې شمېر اتلسو ميلينو ته رسيږي.

له هغو نيوکو نه علاوه چې په امريکه کښې د رايو اخېستو په څه رنګوالي کيږي د انتخاباتو په دې دوره کښې هم په ځينو ايالتونو کښې د ټګۍ په اړه په خاصه توګه جدي ادعاګانې مطرح شوې.د پېنسلوانيا او وېسکانسين ايالتونو د راې ورکولو شرائط نه لرونکو کسانو ګډون او په کنټاکي، اوکلاهاما، اېنډيانا، ټېګزاس، فيلادلفيا، وېرجېنيا او کلراډو ايالتونو کښې د ټګۍ ادعا په دغو انتخاباتو کښې ځينې ترټولو جدي اعتراضات ګڼلې شوو.

په هغو برخو کښې چې رائې يې يوازې په الېکټرانېکې طريقې سره اخېستې شوې دي د ټرامپ د رايو څرګند فرق هم په تېره بيا په مهمو ايالتونو کښې د هغۀ د کاميابۍ په باره کښې شکونو ته لمن وهلې ده. له دې نه په تېرېدو سره چې د انتخاباتو په نتائجو کښې د لاس وهنې ادعا تر څه حده پورې له توقع نه لرې ده د ټرامپ کاميابي تر پوښتنې لاندې راوستې شي له مېرمن کلېنټون سره د هغۀ د ولسي رايو زيات فرق هم د امريکې د انتخاباتي نظام اعتراضات له مخکې نه ډېر زيات کړي دي. د ډېموکرېټانو نامزده په داسې حال کښې سپينې ماڼۍ ته له ننوتلو نه پاتې شوه چې د هغې د ولسي رايو اندازه لږ تر لږ تراوسه پورې د انتخاباتو له کامياب نامزد څخه څه د پاسه دوه ميلن زياتې راې دي. هيله کيږي چې ټرامپ چې خپله يې د انتخاباتي سياليوپه دوران کښې په انتخاباتو کښې د ټګۍ احتمال مطرح کړے ؤ بې له څه جدي سرخوږۍ د امريکې د پينځه څلوېښتم ولسمشر عنوان ترلاسه کړي. خو دا توقع نه کيږي چې  د دغې سيالۍ چې د امريکې په يوې ډېرې ګنده سيالۍ بدله شوه هغه مخربه اثرات او له هيلې لرې نتائج چې لږ تر لږه  د امريکې د ټولنې د يوې برخې لخوا تر پوښتنې لاندې راغلي دي، دومره زر له منځه لاړ شي.   

-----