تاریخ پاڼه شماره ۳۱۶
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې لسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له دیرشمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له نهه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
شپږ نوي کاله پخوا، د نولس سوه یویشتم میلادی کال د جنورۍ په نهه ویشتمه نیټه، د مکې دشریف حسین بن علی زوی، لومړی ملک فیصل، د انګلیستان په زمینې جوړونې سره د عراق باچاهۍ ته غوره شو.
انګلیستان په لومړی نړیوال جنګ کښې د مکې شریف سره ژمنه کړې وه چې د عثمانی امپراتورۍ پرضد چې له جرمنی سره متحد ؤ، د هغه د پاڅون په بدل کښې به هغه د عربستان باچاهۍ ته ورسوی.
خو لندن د خپلې ژمنې پرخلاف، د عربستان د باچاهۍ لپاره له عبدالعزیز بن سعوده ملاتړ وکړ.
د انګلیستان حکومت د شریف حسین د زړه صبرولو لپاره، د هغه زوئ، فیصل د سوریې باچا کړ.
خو فرانسې چې د سوریې سرپرستی یې پر غاړه درلوده، له دې کار سره مخالفت وکړ ا و فیصل یې له سوریې و باسه.
په نتیجه کښې لندن، فیصل د عراق باچاهۍ ته چې د بریتانیا تر ښکیلاک او سرپرستۍ لاندې ؤ، غوره کړ او هغه تر نولس سوه درې دیرشم میلادی کاله پورې چې مړ شو، د بریتانیا له ښکیلاکی سیاسته ملاتړ وکړ.
««««««««««««
یو نوي کاله پخوا، د نولس سوه شپږ ویشتم میلادی کال د جنورۍ په نهه ویشتمه نیټه، د پاکستان یو نامتو فیزیک پوه پروفیسر محمد عبدالسلام د دغه هیواد په ختیځ کښې د پنجاب په یوې مذهبی کورنۍ کښې وزیږید. ډیر زر د هغه نبوغ ښکاره شو، په څوارلس کلنۍ کښې یې د پنجاب پوهنتون ته لاره ومونده او شل کلن ؤ چې د ماسټری ډګرۍ له ترلاسه کولو وروسته د انګلستان کیمبرج پوهنتون ته ولاړ. عبدالسلام په هغه ځائ کښې د فیزیک او ریاضۍ په څانګو کښې د لیسانس له اخیستلو وروسته، په نولس سوه یو پنځوسم میلادی کال کښې د فیزیک په څانګه کښې خپله تخصصی ډکټرا هم ترسره کړه او د ایډمز جایزې په ترلاسه کولو بریالئ شو. دغه پاکستانئ پوه په همهغه کال کښې خپل هیواد ته ستون شو او په تدریس بوخت شو، خو د تحقیقاتی امکاناتو کمښت د دې سبب شو چې انګلستان ته ستون شی. هغه په نولس سوه څلور شپیتم میلادی کال کښې پراختیا په حال کښې هیوادونو له محققینو څخه د ملاتړ په موخه په نولس سوه څلور شپیتم کاله کښې په ایټالیا کښې د نظری فیزیک د تحقیقاتی مرکز ایی- سی-ټی- پی بنسټ کیښود او تر نولس سوه درې نوېم میلادی کاله یې د هغه مشری پر غاړه درلوده. پروفیسر عبدالسلام همداراز په نولس سوه نهه اویایم میلادی کال کښې سره له دوو نورو څیړاندو، د اسلامی نړۍ د لومړی پوه په توګه د فیزیک د نوبل جایزې په ترلاسه کولو بریالئ شو. هغه همداراز له نولس سوه یو شپیتم تر نولس سوه څلور اویایم میلادی کاله د پاکستان د اولسمشر علمی سلاکار ؤ. محمد عبدالسلام د خپل عمر په اوږدو کښې پر ګڼ شمیرو اکتشافاتو لاس پورې کړ او بالاخره په نولس سوه شپږ نوېم میلادی کال کښې وفات شو.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم لمریز کال د سلواغې د میاشتې په لسمه نیټه، د تهران پوهنتون په جومات کښې د روحانیونو په پرلتۍ وهلو پسې فرهنګیانو او استادانو او د ټولنې نورو پرګنو هم له هغوئ سره یوځائ کیدا سره پیوستون اعلان کړ . په داسې حال کښې چې د پرلتۍ وهونکو شمیر شیبو په شیبو په زیاتیدا ؤ، بالاخره د باچا رژیم تالي څټي لومړي وزیر شاپور بختیار مجبور شو څو ایران ته د حضرت امام خمینی له راتلو سره موافقه وکړي. وروسته د حضرت امام خمینی د هرکلی کمیټۍ اعلان وکړ چې حضرت امام خمینی به د سلواغې د میاشتې په دولسمه نیټه سهار نهه بجې تهران ته راورسیږي. له بلې خوا د تهران د هوائي ډګر په پرانیستل کیدا سره د امریکا پوځي الوتکو له ایرانه د امریکایانو ویستل هم پیل کړل .
««««««««««««
او له ننه دوه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه درې شپیتم هجري لمریز کال د سلواغې په لسمه نیټه، امریکا له اسلامي ایران سره د جنګ په اوج کښې عراق ته د اووه څلویښت میلیون ډالري پور د ورکولو موافقه وکړه. امریکا د جنګ په اوږدو کښې، په ځلونو له عراقه د خپلو تسلیحاتي او تبلیغاتي ملاتړونو سره، بعث رژیم ته په روحیې ورکولو کښې هڅه کوله .د اسلامي ایران په ضد د امریکا اقدامات، د عراقیانو په دریځونو کښې د ایراني ځواک د پرمختګونو له زیاتیدا او د عراق له ماتو سره په یو وخت زیات پراخ شول. امریکا د جنګ په اوږدو کښې په ځلونو هغه پټ اطلاعات چې د جاسوسي آوزارونو په وسیله يې د ایران له سټراټیجیکو مرکزونو تر لاسه کول، د عراق واکولانو ته ورکول او بعثي رژیم يې د ایران پر حیاتي او اقتصادي تاسیساتو حملو ته لمساوه. امریکا له دیارلس سوه یو شپیتم کاله تر دیارلس سوه شپږ شپیتم لمریز کلونو پورې په عراق د توغندویي او کیمیايي وسلو د تولید په زمینه کښې ډیر پرمختللي او ګران بیّه کمپیوټرې، حساسې آلې، الیکټرانیکي تجهیزات او ډول ډول ماشینونه خرڅ کړل چې ټول ارزښت يې کابو یو نیم میلیارډ ډالره کیده. د جنګ په اوږدو کښې امریکايي شرکتونو د عراق د وخت حکومت ته داسې ټیکنالوجي ورکړې وه چې دغه هیواد د کیمیايي او میکروبي وسلو پشمول د ځینو نورو مرګونو وسلو د جوړولو وړتیاوې ترلاسه کړې وې.
ذیشان حیدر بنګش