تاریخ پاڼه شماره ۳۳۶
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له شلمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له اتلسمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
اووه سوه شپږ پنځوس کاله پخوا، د شپږ سوه دوه اتیایم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په شلمه نیټه، په فخر المحققین مشهور د اسلام یو ستر فقیه او محقق محمد بن حسن حِلّی د عراق په حله ښار کښې وزیږید. هغه د خپل پوه پلار علامه حلی تر پاملرنې لاندې وروزل شو او په ځلمیتوب کښې د اجتهاد لوړ مقام ته ورسید.
فخرالمحققین په همهغه اندازه چې د فضل او کمال له لحاظه یې شهرت درلود، د ادب، اخلاقو او پرهیزکارۍ له نظره هم د هر عام او خاص د زړه سر ؤ. فخر المحققین د تفسیر، فقهې، اصول فقه او کلام په شمول د علمي کتابونو په لیکلو کښې ډیر کوشش وکړ. د هغه له آثارو څخه (شرح مبادی الاصول) ، (تحصیل النجاة) او (الکافیه) کتابونو ته اشاره کولئ شو.
فخر المحققین په اووه سوه یو اویایم قمري کال کښې وفات شو.
««««««««««««
یو سلو درې اتیا کاله پخوا، د اتلس سوه څلور دیرشم میلادی کال د فرورۍ په اتلسمه نیټه، فرانسوی استعمار ګرو ځواکونو چې له اتلس سوه دیرشم میلادی کال څخه یې د الجزائر هیواد نیواک پیل کړئ ؤ، د امیر عبدالقادر الجزائری د ځواکونو په مقابل کښې سخته ماتې وخوړه په دې ډول چې په دریو کښې یوه برخه فرانسوی ځواکونه ووژل شول او له باقی پاتې څخه نیم اسیران شول. په دغه وخت کښې فرانسویانو چې د اول ځل لپاره یې په افریقا کښې داسې سخته ماتې خوړلې وه، د قواو د تجدید لپاره د سولې تقاضا وکړه خو امیر عبدالقادر دغه تقاضا تر دوو کلونو وروسته چې کابو ټول الجزائر یې د فرانسویانو له نیواک څخه ازاد کړ، ونۀ منله. البته فرانسوی استعمارګرو په وروستیو کلونو کښې د خپلو ځواکونو او وسلو په زیاتولو او د الجزائر قبیلې د یو شمیر مشرانو له خیانت څخه په استفادې سره وکړئ شول یو ځل بیا پر دې هیواد مسلط شی.
««««««««««««
یو نوي کاله پخوا، د نولس سوه شپږویشتم میلادی کال د فرورۍ په اتلسمه نیټه، د فرانسې او اسپانیا ګډو ځواکونو د امیر عبدالکریم ریفی په مشرۍ د مراکشی ځواکونو مقاومت له ماتې سره مخامخ کړ او دغه وطن پرسته مسلمان یې د افریقا جنوب ته جلاوطن کړ. عبدالکریم ریفی خپل پاڅون په نولس سوه دولسم میلادی کال کښې د مراکش په یوې برخې باندې د اسپانیا له تسلط سره په یو وخت پیل کړ. د اسپانیائی استعمارګرو د قواو د مضبوطیۍ او د هغوئ لخوا د مراکش د بې ګناه خلکو د وژلې باوجود د عبدالکریم ریفی ځواکونو په نولس سوه یویشتم میلادی کال کښې سترې بریاوې ترلاسه کړې او حتی د مراکش په یوې برخې کښې یې د جمهوریت اعلان وکړ. له دې سره سره فرانسویان چې د مراکش نورې سیمې یې تر نیواک لاندې لرلې، د دغه هیواد د خپلواکۍ غوښتونکو له بریالیتوب څخه سخت په ویرې کښې شول او د نولس سوه څلورویشتم میلادی کال په وړومبیو وختونو کښې یې د هغوئ په خلاف پراخه یرغل پیل کړ. د مارشل پیټن په قوماندانۍ د فرانسې پوځ په لومړیو کښې که څه هم له مراکشی مبارزانو څخه ماتې وخوړه خو د مرستندویه ځواکونو په رسیدو او د زیاتو جنایتونو او ظلمونو په کولو سره د نولس سوه شپږویشتم میلادی کال په فرورۍ کښې د عبدالکریم ریفی پر ځواکونو بریالی شول او په دې ډول فرانسې د مراکش استعمار ته دوام ورکړ.
««««««««««««
اتلس کاله پخوا، د نولس سوه نهه نوېم میلادی کال د فرورۍ په اتلسمه نیټه، د عراق یو نامتو عالم آیت ا... سید محمد صادق صدر په نجف اشرف ښار کښې ترور او شهید کړائ شو. د هغه په شهادت پسې د عراق مسلمانوخلکو د یو شمیر مظاهرو په کولو سره د دغه هیواد پخوانئ رژیم د آیت ا... صدر د شهیدولو ذمه وار وباله. همداراز د صدام د رژیم مخالفو ډلو له دغه وژلې څخه په څه کم یو کال موده کښې د آیت ا... غروی او آیت ا... بروجردی د شهیدولو په شمول د دینی علماوو په وژله کښې د دغه رژیم مخینې ته په پام سره د عراق بعثی رژیم د آیت ا... سید محمد صادق صدر د وژلې عامل وباله. د عراق پخوانی رژیم په نولس سوه اته شپیتم میلادی کال کښې په لاسو کښې د اقتدار د اخیستو له وخته د نجف اشرف حوزې او د دغه هیواد د روحانیت د کمزوری کولو په لړ کښې زیات دینی عالمان شهیدان کړل.
««««««««««««
او له ننه اووه کاله پخوا، د دیارلس سوه اته اتیایم هجری لمریز کال د سلواغی په دیرشمه نیټه، د ایران د پرمختللیو جنګی بیړیو لومړنۍ نمونې (جماران) جنګی بېړۍ خپل کار پیل کړ. دغه جنګی بېړۍ له سمندر نه سمندر او له سمندر نه هوا ته په هدایت شویو توغندیو، نویو توغندیو، د هوایی دفاع توپونو، الیکټرونیکی جنګی بیړیو په نویو تجهیزاتو او د الیکټرونیکی جنګ په امکاناتو سمباله ده. دغه بیړۍ څلور نوی میټره اوږده ، د څوارلس سوه شلو ټنو وزن وړونکې، په یو ساعت کښې شپږ پنځوس کیلومیټره سپیډ لرونکې او د یوسلو څلویښتو ماڼوګانو او هیلی کاپټرو د وړلو توان لری.
جماران جنګی بېړۍ له هغو درې ماموریت لرونکو بېړیو څخه ده چې د هوایی ضدو، سطحی ضدو او تر سطحې لاندې ضدو ډګرونو کښې زیات پرمختللی تجهیزات لری.
د جماران سترې جنګی بېړۍ د اصلی سیسټمونو یوه برخه یوازې د څو هیوادونو په انحصار کښې دی خو ایرانی ماهران په دې کښې بریالی شول چې دغه نړیوال انحصار مات کړی او ایران د دغو مهمو سیسټمونو د طراحۍ او جوړښت په سائینس باندې سنبال کړ.
ذیشان حیدر بنګش