Mar 05, 2016 12:47 Asia/Kabul
  • تیر لمریز کال ته یوه کتنه

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو د۱۳۹۴لمریز کال مهمو پيښو ته دکتنې دلړۍ په دوام کې نن په دغه لمریزکال کې دامریکا له ایران سره دتعاملاتوپه باب برخه له تاسو سره شریکه کوو . نو له مونږسره ووسئ.

 په تیرو ۳۷کلونو کې یعني  دایران داسلامی  انقلاب له بری وروسته تل  د ایران او امریکا اړیکې  له غلیمانه کړنو اودښمنیو  ډکې   وې .  دامریکا متحده ایالتونه  داسلامی جمهوری نظام له ځاي پرځاي کیدا له هماغه پیله، د  نوژې  دناکامې کودتاڅخه په ملاتړ ،  په تپلي  جنګ کې  دعراق دبعث رژیم سره  بشپړ مرستې ، د پراخو بندیزونو په اعمالولو سره  دایران په ضد د نړیوالو فضا جوړونو پشمول په بیلابیلو دسیسو سره  په ایران کې  داسلامی جمهوری نظام د نسکورولو لپاره بې له ځنډه  هلې ځلې کړي دي.په وروستیوڅولسیزو کې امریکا په څو بیلابیلو پلمو سره یعني  له صهونیسټ رژیم سره داسلامی  ایران  مخالفت ،  د ډل وژونکو وسلو دتولید لپاره  د ایران د هڅې د ادعاګانو،دبشری حقوقو دخلاف ورزیو په باب دوامدارې ادعاګانې  او  هم د اسلامی ا نقلاب دصادرولو لپاره دهڅې  په پلمه دایران  په ضد هراړخیز بندیزونه  برابر  او اعمال کړل .په ۲۰۰۳کال کې د ایران د ایټمي موضوع  له مطرح کیدا وروسیته  دامریکا جمهوری غواړي حکومت  د ایران دسوله ایز ایټمي پروګرام  په ضد  د اصلی مدعي په توګه    دایران د محکوم کولو  او د ملګرملتو امنیت شورا ته د ایران  دایټمي موضوع د کاږلو لپاره  پراخې  هلې ځلې  وکړې چې نهایتا  د دغې شورا له خوا  دڅو بندیزي پریکړه لیکونو  دصادریدو لامل شوې . په عین حال کې  امریکایان په دې هم راضي نه وو  او له ۲۰۱۰کاله ئې  په اروپائي اتحادئې کې  دخپلو شریکانو په ګډون سره د ایران په ضد یو اړخیز بندیزونه ولګول .  دغه بندیزونه ډير زیات پراخ وو اوحتی  دامریکا ولسمشر باراک اوباما دغه بندیزونه  هغه خورا سخت  بندیزونه وبلل چې  دیوه هیواد په ضد  په اوسمهاله تاریخ کې لګول شوي دي.
         په ۲۰۱۳کال کې  دایران  داسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني واک ته  په رسیدا سره  او  د ایران دنوي ډيپلوماټيک ټیم  په وسیله   دایران او ۵+۱دلې ترمینځ  دخبرواترو د نوي مرحلې  په پیلیدو سره،دایټمي خبرواترو په چوکاټ کې  د ایران او امریکا ترمینځ  د دوو اړخیزو تعاملاتو بهیر  پيل شو چې  د لومړي ځل لپاره  د ایران د امریکا دخارجه وزیرانو  محمد جواد ظریف او جان کري د نیغ په نیغه خبرواترو لامل  شو  چې پخپل ډول کې  داسلامی انقلاب له بري وروسته  دایران او امریکا  دتعاملاتو په تاریخ کې  بې ساري  حسابیږي . دایران او ۵+۱ډلې  ترمینځ    په جینوا، ویانا او نیویارک  کې دخبرواترو په   څو پړاؤنو    او نهایتا  په ۵+۱ کې دخپلو اروپائي ملګروترڅنګ  امریکایانو د ګډ اقدام د جامع پروګرام یا  برجام پروګرام  په نامه له جمع بندۍسره موافقه وکړه چې د ایران  دایټمي پروګرام د ساتلو ضمانت کوي .  امنیت شورا  هم  د ۲۰۱۵کال   دجولائي  په شلمه نیټه  د   ۲۲۳۱ پریکړه لیک په تصویبولو سره  دبرجام پروګرام  د اجرا لاره هواره کړه . د پي ایم ډي په نامه  دایران  دایټمي پروګرام  د احتمالی پوځي اړخونو  : د موضوع   دختمولو په باب دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس  په واکمنې شورا کې  د ۵+۱ډلې  د وړاندیزي پریکړه لیک په تصویبیدا سره  برجام پروګرام یا ایکشن پلان  ،خپل اجرائي  مرحلې ته داخله شوه   او د ورپسې  مرحلو په کچ کولو سره  په تیره بیا د ایران دژمنو دعملی کیدا په اجراسره،  دبندیزونو  د سوکه سوکه لغوه کیدا  موضوع  د ۲۰۱۶کال  له جنورۍ  اجرا شوه.  له دې سره سره  دایران په ضد دامریکا غلیمانه کړچار چې تراوسه پورې ئې  پلمه ،   د ایران ایټمي پروګرام ؤ ،  هماغه راز دوام موندلی دی .
                                                                           *******************          
     دامر یکا ډيموکراټيک  حکومت اعلان کړی  چې  که څه هم  دایران په ضد د بندیزونو یوه برخه  چې  د دغه هیواد د ولسمشر  په  اجرائي فرمان سره  اجرا شوې   او د امریکا دکانګرس  بندیزونه هم ځنډوي  ، په عین حال کې  ئې ، په ځلونو ټينګار کړی دی ، چې دایران په ضد نور بندیزونه به هماغه راز پخپل قوت سره پآتې وي .  د امریکا د خزانې  وزارت  دجنورۍ  په اولسمه نیټه  د برجام پروګرام  له ا جرا ئي کیدایوه ورځ وروسته   د ایران  اسلامی جمهوریت په ضد،  دخپل بالیسټیک  توغندیو  له پروګرام سره   په ارتباط یوځل بیا بندیز ولګاوه .  دهغې اعلامیې په اساس  چې  د امریکا د خزانې د وزارت     د بهرنیو شتمنیو  کنټرولونکي دفتر  خپره کړه ، دایران په بالیسټیک توغندوي پروګرام کې دګډون کونکو  یولسو حقوقي او حقیقي شخصیتونو نامې  د    امریکا  د بندیزونو په لیسټ کې  راوستې  او ددغو کسانو شتمنۍ ئې بلاک کړي  او  شرکتونه به  له دغو کسانو سره  د ملګرتیا حق ونه لري ..   د دغو بندیزونو د اجرا په پلمه  د امریکا دخزانې مرستیال وزیر  آډم زوبین   هم ادعا کړې چې  د ایران بالیسټیک  توغندوی پروګرام  دسیمې اونړۍ  د امنیت لپاره  دپام وړ ګواښ دی  او هماغه راز به له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ وي .  د امریکا دخزانې وزارت په رسمي اعلامیې کې  راغلي دي . دغه اقدام  د ایران د توغندوي  پروګرام د پراختیا دمخنیوي  په خاطر  د امریکا د حکومت په غږملتیا او  تائيد سره اجرا شوی دی .   د ایران د پوځي پیاوړتیا په تیره بیا  دعماد په نامه دبالیسټیک  توغندي دآزموینې  او توغندوي اړخ کې د پیاوړتیا په باب دامریکا حساسیّت ، ددفاعي سټراټيژۍ  په چوکاټ کې  د ایران دتوغندوي  سلاکوټ د ا همّیت او اغیزشیندنې  ښودنه کوي . دې ته په پام سره چې  ایران  دمځکې لاندې  د توغندیو دساتنې ښارګي لري   او  پر دې سربیره    ډول ډول بالیسټیک  توغندي لري . مسلما دایران په ضد  په هرډول احتمالی اقدام کې  دامریکا په محاسباتو کې  دا موضوع  ، یو ټاکونکی عامل حسابیږي . دې موضوع ته   د امریکا حساسیّت  او د ایران په ضد نوو بندیزونو  اعمالول دقیقا  همدې موضوع ته  په پام سره د توجیه وړ دي .په عین حال کې  امریکا   دایران له توغندوي توانمنیو سره  د مقابلې په خاطر ، نوره رودې  هم تعقیب کړي دي . د ایران له توغندوي ظرفیّت سره  دمقابلې په خاطر داوباما د حکومت یو اقدام، د صهونیسټ رژیم  اوعربانو پشمول له خپلوسیمه ایزومتحدانو سره ملګرتیا ده .

{{IMAGE CAPTION}}
{{IMAGE CAPTION}}

        په عین حال کې  د جمهوری غواړو ترسلطې لاندې کانګرس  هم دایران په ضد د نوو بندیزونو  د اعمالولو نیّت لري .   د مشرانو جرګې د بهرنیو  اړیکو کمیشن   د برجام پروګرام  له اجرائي کیدا څو اونۍ  وروسته  هڅه وکړه څو د ایران په ضد په غیر ایټمي پلمو  سره د ۲۰۱۶ کال  په فرورۍ میاشت کې نوي بندیزونه ولګوي .د مشرانو جرګې  دبهرنیو اړیکو د کمیشن مشر باب کروکر   او لږترلږه یوه بل سناتور هم وویل د داسې پلانونو په برابرولو بوخت دي چې  د بشری حقوقو دخلاف ورزیو  له ادعاګانو رانیولې  د ایران د وروستیو  توغندوي آزموینو پورې  پراخې موضوعګانې پکې شاملیږي،څو یو ځل بیا  د ایران د بندیزونو قانون تمدید شي . واشنګټن پوسټ ورځپاڼې    په دې باب لیکلي دي ، دتوغندوي پروګرام په باب بندیزونه په هغو درو پلانونو کې شامل دي چې کروکر  ئې په برابرولو لګیادی . هغه  د : ایران دبندیزونو قانون:  د بیا اعمالولو ترڅنګ دریم پلان هم  په ایجنډا کې لري چې  دهغه دجزیاتو له ایشواکولو ئې ډډه کړې ده .  دامریکا نیوجرسي سناتور باب مننډز   هم دهغو اقداماتو دپیکیج په پلانونې لګیادی چې   دهغه په وینا، باید دایران  په ضد   او له ایټمي دوسیې پرته په نظر کې  ونیول شي .مننډز  له دې مخکې  له سناتور مارک  کرک   سره یو ځاي  دایران دبندیزونو د قانون   دتمدیدولو لپاره  یو پلان برابر کړی دی . هغه   د توغندوي آزموینو  او  دبشری حقوقو د ادعا په دلیل  د تهران په ضد د بندیزونو د زیاتولو غوښتنه  کوي .  هم کروکر او هم مننډز،   دمشرانو جرګې له ټولو جمهوری غواړو سناتورانو  او درو نورو ډیموکراټو سناتورانو سره یو ځاي ،  د ۲۰۱۵کال په ستمبر کې  د ایران له ایټمي موافقې سره مخالفت  کړی ؤ .  دهغو ي اقدامات   په پیل کې د برجام پروګرام له اجرائي کیدا  وروسته دایران په ضد  دقانون جوړونکو  لومړنی  جدي تحریک دی .. مشخصه نه ده  هغه ډيموکراټان چې  له ایټمي موافقې سره  ئې مخالفت کړی  ،آیا  دغیر ایټمي  بندیزونو  لپاره به له تحریکونو یا مسودو  ملاتړ وکړي   او که نه ؟ .  له بل پلوه  دجمهوری غواړو پرګنه ، چې زیاتره   په کانګرس کې استاذي  لري ، وروستۍ څو میاشتې ئې  دبرجام پروګرام د  درولو اویا ډیلا کولو  لپاره  د یو لړ تمهیداتو  وړاندې کولو ته بیله کړي دي .
       دبرجام پروګرام  یا ایکشن پلان  اجرائي کیدو او  د ایران اولودیځ  داړیکو   بیا پیلیدو ته  په پام سره ، دفارس خلیج  دجنوبی حوزې  هیوادونه هم ادعا کوي  چې  دسیمې په سویه  دایران  د پلانونو اواقداماتو په باب  اندیښمن دي . په تیره بیا سعودي عربستان  چې  اوس ئې   دسیمې په سویه  د اوور د لمبو دزیاتولو لپاره ګامونه پورته کړي دي  او  دیمن مظلوم ملت  ئې له  ډيرو ستونزو سره لاس او ګریوان کړی دی  او  په سورئې کې د اوور دلمبو د زیاتولو په باب  ئې اصلي رول په غاړه اخستی دی،له ایران سره د تاؤتریخوالو په زیاتولو کې  اصلی  رول لوبوي .  دامریکا ولسمشر باراک اوباما  د ۲۰۱۵کال په جون کې  د برجام پروګرام  په باب  له نهائي  موافقې مخکې  په مئ میاشت کې   خپلو عربو متحدانو ته  د بیا ډاډ ورکولو په خاطر  د فارس خلیج دجنوبی حوزې  دهیوادونو مشران کیمپ ډيویډ ته وربلل  او هغوي ئې د برجام پروګرام  له نتیجو خبر کړل  او په عین حال کې ژمن شو  څو   د دغو هیوادونو د توانمنیو دزیاتولو لپاره   دوه مشخص کارونه کوي . په لومړۍ مرحلې کې دامریکاحکومت  هڅه کوي څوپه سیمې کې دبالیسټیک توغندیو  ددفاع سسټمونو دچټک کولو له لارې  له برجام سره  دخپلو عربو متحدانو  مخالفتونه کم کړي .  واشنګټن  د خپل  دوهم اقدام په چوکاټ کې  نیت لري څو  په مینځني ختیځ کې  پرخپلو متحداو اوشریکانو  د وسلو خرڅلاؤ زیات کړي  . اوباما د ۲۰۱۵کال په مئ کې   دفارس خلیج دملګرتیا شورا  پر غړو هیوادونو  د لازیاتو وسلو  پر خرڅلاؤ سربیره   ددغو هیوادونو لپاره  دبالیسټیک  توغندوي دفاعي سسټم  په باب  د یوه پلان خبر ورکړ . له ایران سره  په ایټمي موافقې پسې  د اوباما دحکومت یو چلینج   له توغندوي او  وسله والو بندیزونو سره  په ارتباط کې  له سیمه ایز غبرګون  سره  مقابله ده . په دې توګه ، باید تمه ولرل شي  چې  دفارس خلیج  دجنوبی حوزې   عرب هیوادونه  دلازیاتو وسلو او  هم د  مشترک توغندوي سسټم  اخستو په لور حرکت وکړي .
=     دایران اوامریکا  داړیکو دراتلونکي   او  هم په نزدې راتلونکي کې  د هغو د ښه کیدا په باب    له ځینو وړاندوینو سره سره ، واقعیتونه څه بل څه  ښئ .   دایران په ضد  دامریکا  دریځونه اوغلیمانه اقدامات  او هم  دامریکا په کانګرس کې  دایران په ضد د نوو بندیزونو د وضع کولو  او د تصویبولو لپاره  دهڅې په څير اقداماتو دوام  ،  ټول د ایران په وړاندې  د واشنګټن  د غیر دوستانه   کړچار  د دوام ښودنه کوي .  که څه  هم  د اوباما ډیموکراټيک   حکومت اوس دې جمع بندۍ ته رسیدلی دی  چې  په سیمه  ایزو مسئلوکې  د ایران  د نه انکاریدونکي رول او نفوذ په دلیل  مجبوره دی څو  دایران رول عملا  په رسمیّت وپيژني او  د دغو مسئلو دحل لپاره   له ایران سره  ملګرتیا او مساعدت وکړي .  په دې زمینې کې  څرګند مثال،د سورئې په اړه په غونډو کې  په تیره بیا  دمیونیخ په غونډې کې   ایران ته بلنه  ورکول وو چې  واشنګټن  او د هغه عرب متحدانو په دغې غونډې کې  د ایران دشتون  او ګډون په منلو سره  ،عملا په سیمه ایزو بدلونونو کې دتهران پر بې بدیله رول او  په دې زمینې کې  د ایران  دګټو د رعایتولو په ضرورت ټپه وهلې ده .
{{IMAGE CAPTION}}

                                                                                                                                                                         (سیماب)
*******************************************************************************************