تاریخ پاڼه شماره ۳۵۲
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له اوومې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له شپږمې نیټې سره برابره ده.
نهه سوه دیارلس کاله پخوا، د 525 هجری قمری: کال د جمادی الثانی یا څلورمې خور د میاشتې په اومه نېټه ستر عارف عېن القضات همدانی چې ابوالفضائل لقب یې لرۀ د ایران په همدان کښې پانسی او شهید کړے شو. هغه یو فقیه، ادیب، عالم او لطیف طبع شاعر ؤ. عېن القضات په 492 هجری قمری کال کښې وزېږېد او هیڅکله یې د خپلوعقائدو په بیانولو کښې ویره نۀ لرله او بالاخره د لهجې د همدغه صراحت په خاطر په 525 هجری قمری کال کښې د سلجوقی باچا سلطان سنجر د وزیر په حکم په بغداد کښې ونیوے او بندی شو. څه موده پس همدان ته منتقل کړې شو او د خپلې مدرسې ترڅنګه په دار وخېژولے شو. له عېن القضات همدانی څخه یو لړ اثار په ځاے پاتې دی چې له هغو څخه «تمهیدات» او «حقایق القرآن» ته اشاره کولې شو.
««««««««««««
اووه سوه پینځه نوي کاله پخوا، د 643 هجری قمری کال د جمادی الثانی یا څلورمې خور د میاشتې په اومه نېټه مصری عالم بهاء الدین ابوالعباس چې په قاضی اشرف مشهور ؤ په قاهره کښې وفات شو. هغه د خپل پلار قاضی فاضل په شان په قاهره کښې د قضاوت په کار بوخت ؤ. هغۀ ډېر هوښیار سړے ؤ او په خپلولیکنو کښې یې د پلار له سبک څخه پېروی کوله. قاضی اشرف د هغې زمانې له بزرګانو څخه د حدیث له اورېدلو او همدارنګ د معتبرو احادیثو له راغونډولو سره یوه خاصه دلچسپی لرله. د قاضی اشرف له اثارو څخه یوازې د احادیثو یوه ټولګه د هغۀ لخوا راغونډه شوې او د خطی نسخې په شکل باقی پاتې ده.
««««««««««««
اته اویا کاله پخوا، د ۱۳۶۰ سپوږمیز کال د جمادی الثانی په ۷مه نېټه، مشهور ایرانی فقیه، قرآن پوه او لیکوال، ابو عبدالله زنجانی وفات شو.
هغه په ۱۳۰۹ سپوږمیز کال کې د ایران په شمال لویدیځ، زنجان کې په یوه علمی او پرهیز ګاره کورنۍ کې وزږید.
زنجانی علمی زده کړې له خپل ښاره پیل کړې او فلسفه، کلام او نجوم یې زده کړل.
ورپسې نفج ته ولاړت او ددې ښار له استادانو څخه یې علم زده کړ.
آیت الله زنجانی په ۱۳۳۸ سپوږمیز کال کې، د اجتهاد درجې ترلاسه کولو وروسته، حج ته ولاړ او ورپسې سوریې، فلسطین او مصر ته ولاړ او ددغه هېواد له عالمانو سره یې د نظر تبادله وکړه.
هغه په ۱۳۴۷ سپوږمیز کال کې په دمشق کې د لومړنی ایرانی په توګه د (( مجمع العلمی العربی)) کې غړیتوب ترلاسه کړ.
څو کاله وروسته هغه یوځل بیا مصر ته ولاړ او د الازهر په پوهنتون کې یې په خپلو خبرو کې د مسلمانانو دوحدت غوښتنه وکړه.
آیت الله زنجانی له مصر څخه د بېرته ستنېدو وروسته، دتهران د الهیات په پوهنځی کې څلور کاله د فلسفې او د قرآن کریم تفسیر ته مخه کړه او ورپسې یې خپل زږنځی زنجان ته ستون شو.
له دې تکړه عالم څخه، ډېر آثار پاتې دی چې تاریخ القرآن، الافکار او سر انتشار اسلام کتابونو ته یې اشاره کولای شوو.
««««««««««««
شپږ شپیته کاله وړاندې، د ۱۳۲۹ لمریز کال د کب د میاشتې پّ ۱۶مه نېټه، په ایران کې د انګلیستان د ښکیلاک ګوډاګی او د وخت لومړی وزیر، علی رزم آرا، د خلیل طهماسبی په نوم یوه انقلابی مسلمان له خوا، انقلابی اعدام شو.
رزم آرا د پاچا رژیم جنرال و او د هماغه کال چنګاښ په میاشت کې لومړی وزیر وټاکل شو، خو پر پوځ یې څارنه هماغه شان پر خپل ځای وه.
د هېواد په چارو او سیاست کې د رزم آرا ډاګیزه غړیدنې او خیانتونه ددې لامل شول چې روحانیون او خلک له هغو سره جدی او ښکاره مخالفت ته مخه کړی.
د هغه انقلابی اعدام په حقیقت کې د شپاړسم پارلمان ځینو استازو ته خبرداری و چې پر انګلیس پورې د پیل توب له امله، په ایران کې د تیلو د صنعت د ملی کېدو مخه یې نیوله.
له همدې امله د خلیل طهماسبی له انقلابی حرکت او د رزم آرا له وژل کېدو وروسته د پارلمان د تیلو په کمیسیون کې د تیلو صنعت د ملی کېدو طرحه په لنډ وخت کې تایید شوه.
««««««««««««
او له ننه شپیته کاله وړاندې، د ۱۹۵۷ میلادي کال د مارچ په ۶مه نېټه، د ګانا هېواد د ډاکټر قوام نکرومه په مشرۍ خپلواکۍ ته ورسید او دغه ورځ یې د ګانا ملي ورځ ونوموله.
د ګانا زبېښاک له ۱۵مې میلادي پېړۍ دې افریقايي هېواد ته د پرتګالیانو په ورتلو سره پيل شو.
له پرتګال وروسته، دغه هېواد چې د ښکیلاکګرو دولتونو په اند د ډېرو سرو زرو د سرچینو لرلو له امله، د سرو زرو په غاړه شهرت پيدا کړی و، د بریتانیاتر ښکیلاک لاندې راغی.
خو د ګانا د خلکو خپلواکي غواړي پاڅونونه د شلمې میلادي پېړۍ په منځنیو کې دغه هېواد کورواکه کړ.
ددې پاڅونونو وروسته، په ګانا کې لومړنۍ عمومي ټولټاکنې ترسره شوې او قوام نکرومه لومړۍ وزیر شو.
هغه په ۱۹۵۷ میلادي کال کې د ګانا هېواد خپلواک اعلان کړ او په دې هېواد کې درې کاله وروسته جمهوري نظام رامنځ ته شو.
خو په ۱۹۶۶ میلادي کال کې د نکرومه ملي دولت د یوې کودتا له امله وپرځېد.
له هغه وروسته په ګانا کې ډېرې پوځي کودتاګانې وشوې.
د ګانا هېواد له دوه لکه ۳۸ زره مربع کیلومټره ډېر پراخوالی لري.
دغه هېواد د افریقا په لویدیځ او اطلس سمندر او افریقا پر غاړه پروت دی او له توګو، بورکینا او عاج ساحل سره ګډه پوله لري.
ذیشان حیدر بنګش