د کب د میاشتې د درویشتمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې که وخت و نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو. هیله ده چې تر پاې مو ملګري ووسئ.
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په د تهران له اطرافو څخه په ټول ایران کښې په زر هیکټاره ځمکې باندې د ځنګلونو او ونو د لګولو د طرحې د پیلیدو د خبر او انځور ترڅنګ په یو بل خبر کښې لیکلي دي چې د امریکې ۱۳۴ شخصیتونو د ټرمپ مهاجرتي ضده حکم وغنده.
ورځپاڼې د خبر په تفصیل کښې لیکلي دي چې د امریکې د بهرني سیاست او همداشان له پخوانیو چارواکو څخه ۱۳۴ کارپوهانو په یو حکم کښې امریکې ته د ایران په شمول د شپږو مسلمانانو هیوادونو د ښاریزو په ورتګ باندې د بندیز په هکله یوځل بیا د ډونلډ ټرمپ صادر کړی حکم وغنده.
په دغه طرحه کښې د ایران، سوریې، یمن، صومالیا، لیبیا او سوډان په شان د شپږو مسلمانو هیوادنو ښاریز شامل دي. د امریکې د سیاسي چارو یادو څه باندې ۱۳۰ کارپوهانو ټینګار کړی چې په دې لړ کښې له غور او بیاکتنې وروسته د ولسمشر ټرمپ دا دویم حکم هم د امریکې ګټې او ملي امنیت په دې لړ کښې د هغه د وړومبي اجرايي حکم په اندازه کمزوری کوي.
د امریکايي کارپوهانو او پخوانیو حکومتي چارواکو په لیک کښې راغلي دي: دا اجرايي حکم د هغو مسلمانانو په شمول چې د داعش د جنایتونو قرباني شوي یا له دغې ډلې سره مقابله کوي، د ټولو مسلمانانو لپاره یو داسې پيغام لري چې دا منفي تبلیغات لازیاتوي چې په جعلي توګه له اسلام سره د امریکې د جنګ مدعي دي.
د دې لیک په دوام کښې راغلي دي: د مسلمانو مسافرو او کډوالو هرکلی د ترهګرو دروغ په ډاګه کوي او د هغوي بې لارې لیدتوګه کنټرولوي.
د یاد لیک په ۱۳۴ لاس لیکونکو کښې د نیکلاس برنز، د امریکې د ملي امنیت له ترهګرۍ سره د مقابلې د شورا د پخواني مدیر ریچارډ کلارک او د دغه هیواد د پخواني مرستیال دفاع وزیر په شمول د امریکې د تیر ولسمشر باراک اوباما د حکومت لوړرتبه ډیپلماټ شامل دي.
د ډونلډ ټرامپ دا حکم تر ۱۲۰ ورځو پورې د امریکې خاورې ته د ټولو کډوالو ورتګ منع کوي او د ایران، لیبیا، صومالیا، سوډان، سوریې او یمن د خلکو لپاره تر ۹۰ ورځو د ویزې صادریدل بندوي. دا نوی حکم د مارچ له شپاړسمې نیټې اجرا کیږي او د ټرامپ د هغه تیر اجرايي حکم ځاې نیسي چې فیډرل محکمې بلاک کړی و.
کیهان:
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې د ایران جوړ کرار نومي ټانک د افتتاح خبر راخیستی او لیکلي یې دي: د ټانک ضده وسلو په وړاندې مقاوم او تر اوبو لاندې د تګ وړتیا لرونکي کرار نومي پرمختللي ټانک مخ کتنه وشوه.
خبر زیاتوي چې د ایران دفاع وزیر برید جنرال سردار دهقان د (کرار) ټانک د مخ کتنې په مراسمو کښې په یوه وینا کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې د زغریزو تجهیزاتو ماډرنول د ځمکني جنګ په ډګر کښې د دفاع وزارت یوه اصلي سټراټیجي ده، وویل: کرار نومې ځايي جوړ ټانک په خپلو پریمانه وړتیاو سره د دې سټراټیجۍ په اجرا کښې مهم رول لوبولی شي او په زغرده ویلی شو چې کرار ټانک د ډیرې هوښیارۍ، مثالي خلاقیت او د دفاع وزارت د صنعتګرانو د ډیرې توانمنۍ سمبول او د مقاومي اقتصاد او د بندیزونو د بې اغیزې کولو څرګنده نمونه ده.
هغه زیاته کړه: کرار نومې ټانک د خپلو خاصو ځانګړتیاو په وجه د دنیان په ډیرو ماډرن ټانکونو کښې ګڼل کیږي او په دې برخه کښې د ایران د وسله والو ځواکونو د اړتیاو په ښه توګه د پوره کولو توان لري.
د کیهان د بهرنیو خبرونو له برخې نه ځیني لنډ خبرونه راخلو:
د یمن د ملکي وګړو له دوه کلن قتل عام وروسته د سعودي تیري ګر ائتلاف رسمي ویاند مدعي شو چې پاې ته د یمن د جنګ په رسولو کښې د ځنډ وجه، د دغه هیواد د ملکي خلکو د سر د ساتنې لپاره د دغه ائتلاف کوشش دی. یاده دې وي چې عربستاني ائتلاف په تیرو ۲۳ میاشتو کښې ۱۴ زره یمنيان وژلي، په لس هاو زره یې زخمي کړي او میلیونونه نور یې بې کوره کړي او کډه په سر کړي دي.
د وروستیو شمیرنو له مخې د سوریې د پلازمینې دمشق په پخوانی او زیارتي برخه کښې د وړمې ورځې د دوو ترهګرو چاودنو د شهیدانو شمیر شپیتو تنو ته رسیدلی او ملګرو ملتو هم دغه حمله وغندله.
د عراق د بجبا غورځنګ عمومي منشي وايي چې په دې روانه میاشت کښې به موصل ښار له ترهګرو په بشپړه توګه آزاد شي.
اخواو په بحرین کښې د دغه هیواد د مشهور عالمِ دین شیخ عیسی قاسم د محاکمې د ورځې په رارسیدو سره د دغه هیواد خلکو د بحرین په مختلفو سیمو کښې د مظاهرو په کولو سره آل خلیفه رژيم ته د بحرین د انقلاب په معنوي مشر باندې د هرډول تیري په اړه خبرداری ورکړ.
او د امسټرډم-انقره او برلین-انقره ترمینځ د شخړو په دوام کښې د هالینډ امنیتي ځواکنو په روتردام ښار کښې د ترکيې د کورنۍ د چارو وزیر ونیوه او له هیواده یې وباسه.
هالینډ له دې مخکښې هم د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر الوتکې ته په هالینډ کښې د کوزیدو اجازه نه وه ورکړې.
کابل چاپ ورځپاڼې:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشر له خوا د نوېو مقررېو په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپلې سرمقاله ته دا نوم ورکړی، د سهامي شرکت شعار چې معکوس عملي شو.
ویسا لیکي:
ولسمشرغني د انتخاباتي کمپاین پرمهال په خپلو ویناوو کې دا خبره ډېره تکراروله چې له حکومته به هېڅکله هم سهامي شرکت جوړ نهکوي، خو د سرمقاله لیکونکي په وینا که اوس د ښاغلي غني د ګمارنو او د واک په ویش کې یې د حکومت بڼې ته ځیر شو، له ورایه ښکاري چې ښاغلي غني له حکومت نه داسې سهامي شرکت جوړ کړی چې په سوداګریزو شرکتونو کې به یې ساری ونه لیدل شي.
په سرمقاله کې راغلي چې د دې کار زیان تر ټولو زیات پهخپله دولت ته رسېږي، ځکه ولس ته اعتبار بایلي او په خپلو ژمنو کې وفادار نه ثابتېږي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې په دې اړه لیکلي، ولسمشرۍ ماڼۍ په یو تازه اقدام کې په یو شمېر وزارتونو کې نوې مقررۍ کړې دي خو د سرمقاله لیکونکي په وینا په امنیتي او دفاعي چارو کې د اصلاحاتو برخه کې د دولت د وزیر په توګه د امرا... صالح ټاکل بحثونه رامنځته کړي.
په سرمقاله کې راغلي یو شمېر په دې نظر دي چې په دې سره به امنیتي وضعیت ښه او امنیتي ځواکونه به هدفمند شي خو ځینې نور بیا د ښاغلي صالح لپاره دغه رامنځته شوی پوست نمایشي ګڼي.
سرمقاله لیکونکي دغې ټاکنې ته د معاملې نوم هم ورکړی، ځکه د ده په باور د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون د رئیس په توګه د نادر نادري له تقررۍ سره اجرائیه رئیس مخالف و او دا چې امرا... صالح د ښاغلي عبدا... له پلویانو څخه دی نو دا یو ډول معامله ښکاري.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په دې اړه لیکلي چې یو شمېر وروستۍ ټاکنې جدي ستونزې لري، د سرمقاله لیکونکي په وینا دغه ستونزې قانوني او اداري او هم سیاسي دي.
په سرمقاله کې راغلي چې افغانستان کې وزارتونه او ادارې د اړتیا پر اساس نه بلکې د اشخاصو د غوښتنو او د هغوی د واکمنۍ لپاره جوړېږي.
دولتي ورځپاڼو بیا یو شمېر نورو موضوعات راخیستي، لکه د افغانستان متحدین دې د سیمې او پاکستان دوه ګونو لوبو ته پام وکړي، قضایه قوه باید د مصلحت او فشار تابع نه وي، د انتخاباتو په اړه او ګڼ نور موضوعات خو په دې اړه یې په خپلو پاڼو کې څه نهدي لیکلي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*