Apr 09, 2017 15:47 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۹

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې له لسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل د میاشتې له اتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو درې سوه اته اویا کاله پخوا، د شپیتم هجری قمری کال د رجب په لسمه نیټه، په علی اصغر مشهور د خدائ د ګران پیغمبر (ص) د قدرمن لمسی، حضرت امام حسین (ع) کشر زوئ، ، عبدالله بن حسین (ع) وزیږید.

د هغه د زوکړې په وخت ، د معاویه زوئ، یزید تازه واک ته رسیدلئ ؤ او په دې لټه کښې ؤ چې په ګواښ او دباؤ سره له امام حسین (ع) څخه بیعت واخلی. خو هغه حضرت چې یزید یې فاسد او بې صلاحیته کس باله،له هغه سره بیعت کولو ته حاضر نه ؤ او له همدې امله یې د خپل زوئ، علی اصغر له زوکړې کابو اتلس ورځې وروسته، د خپلې کورنۍ له یوشمیر غړیو سره مدینه پریښوده. خو له حضرت امام حسین (ع) سره په کربلا کښې د یزید لښکر د جنګ په وخت کښې د حضرت علی اصغر (ع) ډیر مهم رول ؤ. کله چې د هغه حضرت ټول یاران شهیدان شول، هغوئ خپل شپږ میاشتنۍ زوئ چې د دښمن له خوا د اوبو د بندیدو له امله سخت تږئ ؤ، په لاس کښې پورته کړ او له هغوئ یې وغوښتل چې دې ماشوم ته دې اوبه ورکړی. خو د یزید له لښکر څخه، حرملة بن کاهل اسدی په ډېرې بې رحمۍ سره حضرت علی اصغر (ع) ستونی ته په غشی وویشت او هغه شیدې رودونکئ ماشوم یې شهید کړ.

««««««««««««

یو زرو دوه سوه درې څلویښت کاله پخوا، د یو سلو پینځه نوېم هجری قمری کال د رجب په لسمه نیټه، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) له قدرمنو اهل بیتو، امام محمدتقی (ع) د مدینې په ښار کښې وزیږید. هغه حضرت د خپل قدرمن پلار، حضرت امام رضا (ع) له شهادت وروسته د مسلمانانو د مشرۍ مسؤولیت پر غاړه واخیست.

امام محمد تقی (ع) د خلکو په مینځ کښې له ډېرې لوړې خواخوږۍ برخمن ؤ. هغه حضرت (ع) له دې امله چې ډیره زیاته بخښنه یې درلوده، د جواد په نوم چې د بخښونکی په معنا دی، مشهور شو.

د امام جواد (ع) کور، د اړمنو کسانو د پناه ځائ ؤ چې له هرې خوا نهیلی شوی وو او د امام جواد (ع) مرستې ته یې سترګې وې. د امام جواد (ع) په وخت کښې، د اسلام د نفوذ حوزې لمن ډیره پراخه شوې وه. دغه کار د مختلفو رایو د خپریدو او انتقال لپاره زمینه برابره کړه او د مسلمانانو او غیر مسلمانو پوهانو تر مینځ د خبرواترو او مباحثې لپاره یې ور پرانیست.

په دې مینځ و مان کښې امام جواد (ع) د اسلام د سپیڅلی پیغمبر حضرت محمد (ص) د یاد ګار په توګه، له هرې ممکنې موکې ګټه پورته کوله تر دې چې خلک یې د اسلام له لوړو معارفو او علومو سره بلد کړل او د غیر الهی اندونو د نفوذ مخه یې ونیوله.

د حضرت امام محمد تقی (ع) د زوکړې په مناسبت د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د هغه حضرت لنډه وینا را اخلو چې فرمایی: ( پر خدائ (ج) باور، د لوړتیا پوړۍ ده. هرڅوک چې پر خدائ باور وکړی، خدائ هغه له هرې بدۍ ژغوری او له هرې دښمنۍ یې ساتی.)

««««««««««««

اووه څلویښت کاله پخوا، د نولس سوه اویایم میلادی کال د اپریل په اتمه نیټه، د صهیونیسټ رژیم الوتکو د قاهرې د شمال په اتیا کیلومیټرۍ کښې پر بحرالبقر نومې ښونځی حمله وکړه. په دغه وحشیانه حمله کښې شپږ څلویښت ماشومان چې په درس بوخت وو، په خاورو او وینو کښې ولوغړیدل. دغه غیر انسانی یرغل د نړۍ د خلکو غوسه او احساسات سخت راوپارول. د ویلو ده چې د نولس سوه اویایم میلادی کال په لومړیو درو میاشتو کښې د صهیونیسټ رژیم الوتکو د مصر په شمال ختیځ کښې د عامو خلکو پر سیمو حملې وکړې. منجمله د دغه کال د فرورۍ په دولسمه نیټه یې یوه کارخانه هم بمباری کړه او یو سلو اته شپیته کارکونکی یې مړه یا ټپیان کړل. همداراز د نولس سوه اویایم میلادی کال د مارچ په یو دیرشمه نیټه، د مصر په شمال ختیځ کښې پر المنصوره ښار د صهیونیسټ رژیم د الوتکو د حملې له کبله دولس عام خلک ووژل شول او پینځه دیرش نور ټپیان شول.

««««««««««««

او له ننه اووه دیرش کاله پخوا، د نولس سوه اتیایم میلادی کال د اپرېل په اتمه نیټه، آیت ا... سید محمد باقر الصدر او د هغه فاضله خور میرمن بنت الهدی د عراق د بعثی رژیم په لاس شهیدان شول. آیت ا... باقر صدر له ماشومتوبه د قران کریم او نورو دینی علومو زده کولو ته مخه کړه او په ځوانۍ کښې د اجتهاد درجې ته ورسید او د نجف اشرف علمیه حوزې په سترو عالمانو کښې شمیر شو، په دا ډول چې د فقهې د اصولو په علم کښې د هغه نظریات تل د نورو مسلمانو عالمانو د پام وړ ګرځیدل. دغه پوه او تکړه عالم د عراقی ټولنې ځوانې او باسواده پرګنې ته، د اصلی او سوچه اسلام په معرفی کولو سره د هغوئ پر وړاندې د ختیځ او لویدیځ د مادی مکاتبو افکار او نظریات باطل کړل او د اسلامی پوهې او ایمان د روح په پوکلو سره یې د عراق د خلکو مبارزې یو نوی پړاو ته داخلې کړې. آیت ا... صدر په لنډه موده کښې د عراق د خلکو په یو فکری او سیاسی مشر بدل شو. څه موده وروسته د عراق پخوانی رژیم چې د آیت ا... صدر فعالیت یې د ځان لپاره خطر باله، هغه او د هغه عالمه خور یې ونیول او د عراق د مسلمانو خلکو او عالمانو د پراخو مظاهرو باوجود یې هغه او د هغه قدرمنه خور په داسې یوه ورځ په ډیره دردناکه توګه شهیدان کړل. آیت ا... صدر له هغو عالمانو څخه ؤ چې له امام خمینی (رح) او د هغه بزرګوار له نظریاتو او تګلارې سره یې خاصه مینه لرله او د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته یې هم تل په مختلفو لیکنو سره د اسلامی انقلاب له لارې او تفکر سره خپله وفاداری څرګندوله.

له دغه لوړ رتبه عالم څخه یو لړ ارزښتناک تالیفات په یادګار پاتې دی چې (د نور یوه حماسه)، (زمونږ اقتصاد)، (زمونږ فلسفه)، ( اوسمهاله انسان او ټولنیز مشکلات) او (د انسان خلافت او د پیغمبرانو شهادت) کتابونه له هغو څخه دي.

 

ذیشان حیدر بنګش