تاریخ پاڼه شماره ۲۴
نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې څلور ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له پینځلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له دیارلسمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه درې څلویښت کاله پخوا، د بعثت د پنځم کال د رجب په پنځلسمه نیټه ،حبشې ته د مکی د مسلمانانو لومړی هجرت پیل شو. د ګران پیغمبر (ص) له مکی څخه مدینی ته له تاریخي هجرته اته کاله مخکښې ، د بعثت په پنځم کال کښې د اسلام د پراختیا په لړ کښې یو بل اغیزمن هجرت وشو. په مسلمانانو باندې د قریشو د مشرکانو د ستومانونکي دباؤ په وجه ، پیغمبر اکرم (ص) خپل یو شمیر پیروانو ته حکم ورکړ چې د مشرکینو له ازارولو او ځورولو په امان کښې د پاتی کیدو لپاره د حبشه ټاټوبي ته هجرت وکړي . د مسلمانانو یوی ټولۍ چې پکښې څلور ښځې او یولس نرینه وو د عثمان بن مظعون په مشرۍ حبشې ته هجرت وکړ او د جعفر بن ابی طالب په مشری د مسلمانانو د وروستی هجرت زمینه جوړونکی شو. دغه هجرتونه پرله پسې کلونو کښې د افریقی په لویې وچی کښې د اسلام د دین د نفوذ او پراختیاسبب شول.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه شپږ دیرش کاله پخوا، د دویم هجري قمري کال د رجب په پنځلسمه نیټه ، د خدای په حکم ، د مسلمانانو قبله له بیت المقدسه د مکی او کعبی په لوری بدله شوه. په مسلمانانو باندی د لمونځ د واجب کیدا له حکم وروسته د پروردګار د دغه دین پیراوانو د بیت المقدس په لور، چې د مسیحیت او یهودیت په شان د نورو دینونو د احترام وړ ؤ ، لمونځ کولو. خو مدینی ته د پیغمبر اکرم (ص) له هجرت وروسته د دی ښار یهودیانو پیغمبر (ص) ته پیغور ورکړ او په دې خاطر چې مسلمانان لمونځ لپاره د یهودیانو له قبلی استفاده کوي، په هغوئ یې ملنډې وهلې. بالاخره په داسی حال کښې چې مدینی ته د پیغمبر اکرم (ص) د ننوتو اولس کاله تیریدل ، د خدائ په حکم کعبه د مسلمانانو قبله شوه . د غه حکم په عین حال کښې چې پیغمبر اکرم (ص) د بنی سلمه په جومات کښې د ماسپیښین لمونځ ادا کولو ، د خدائ له لوری صادر او پرې د قبلی د بدلیدا ایتونه وحي شول . دبقری سوری د یو سلو څلور څلویښتم آیت په یوی برخه کښې خدای د یهودیانو د پیغورونو په اړه د پیغمبر اکرم (ص) اندیښنې ته په اشاری سره فرمایي : اوس تا د هغی قبلی ولوری ته چې ته پرې راضي وی، ګرځوو . خپل مخ د مسجدالحرام وخوا ته و ګرځوه او هر چرته وی خپل مخ هغه لوری ته و ګرځوئ . له هغه وخته تر اوسه پوری د نړۍ ټول مسلمانان یوه ځائ دتوحید مرکز یعنی کعبی په لوری لمونځ کوي . له دی وروسته پیغمبر اکرم (ص) د لمونځ په حالت کښې مسجد الحرام په لور مخ کړ او وروستي دوه رکعته ماسپیښین لمونځ یې د کعبی په لور ادا کړ او په همدی دلیل دغه جومات د اسلام په تاریخ کښې په ذوالقبلتین مشهور شوی دی .
««««««««««««
یو زرو درې سوه اته اویا کاله پخوا ، د شپیتم قمري کال د رجب په پنځلسمه نیټه ، د اموي خلافت باني او د اهل بیت سرسخت دښمن معاویه بن ابوسفیان مړ شو. معاویه بن ابوسفیان چې د دریم خلیفه عثمان له وخته د شام والي ؤ،د عثمان له وفات وروسته د خلافت ادعا وکړه. هغه د امام علی (ع) له شهادت وروسته د دغه منصب اصلي ادعا کونکی ور ګرزید. معاویه ، د اموي لړۍ بنسټ کیښودونکی ؤ چې د دوئ حکومت کابو نوي کاله دوام پیدا کړ . هغه امام علی (ع) او د هغه له اهل بیت سره سخته دښمني کوله او د امام ملګري یې وژل . امام علی (ع) ته بد رد ویل هغه سپیره بدعتونه دي چې د معاویه په وخت کښې دود وواو تر شپیتو کالو یې دوام درلود . هغه د خپل خلافت مرکز په دمشق کښې چې د سوریی مشهور ښار ؤ، وټاکه . معاویه د خلفای راشدین د ساده رودو پر خلاف د خلافت وضعیت د روم د قیصرانو درباري تشریفاتو سره مل کړ او خلافت یې پخپلې کورنۍ کښې میراثي کړ. معاویه د عمر په وروستیو کلونو کښې له دی سره چې امام حسن (ع) سره په خپلې سوله لیکی کښې ژمنه کړی وه چې د هغه خلافت به میراثی نه وي، خپل نالائق زوي یزید یې خپل ځائ ناستی وټاکل او شرطونه یې د هغه په ګټه برابر کړل .
««««««««««««
یو زرو درې سوه شپږ اویا کاله پخوا، د دوه شپیتم هجري قمري کال د رجب یا بزرګې میاشتی په پنځلسمه نیټه د پیغمبر اکرم (ص) ګرانه لمسۍ حضرت بی بی زینب (س) د ډیرو سختیو او کړاونو له زغملو وروسته وفات شوه . د اسلام دغه ستره میرمن ، په شپږم هجري قمري کال کښې وزیږیده او د رسول الله مبارک د قدرمنی لور حضرت بی بی فاطمه زهرا (س) او د حضرت علی ابن ابیطالب (ع)په پاک لمن کښې و روزل شوه او د خپل ارزښتمن ژوند په اوږدو کښې یوه شیبه هم د لوړو انساني کمالاتو او پوهی د ترلاسه کولو په لاره کښې له هڅی غافله پاتی نه شوه . حضرت بی بی زینب (س) په یوشپیتم قمري کال کې په کربلا پیښه کښې له خپل بزرګوار ورور حضرت حسین بن علی (ع) سره ملګری وه او د امام حسین (ع) او د هغه مبارک د وفادارو یارانو په شهادت پسی د هغوئ د تلپاتی حماسې پیغام رسونکی شوه او په داسې حال کښې چې په اسارت کښې یې د پیغمبر اکرم (ص)له لمسیانو سره د بند سختۍ زغملې، په خپلو روښانونکو ویناؤ کښې چې د اسلام په تاریخ کښې تل پاتی دی ، د امویانو انحرافات او هغه ظلمونه او جنایتونه چې د خدای درسول پر کورنۍ یې کړي وو، ایشوا کړل او د بنی امیه کورنۍ یې رسوا کړه . بالاخره د اسلام دغه ستری میرمنی په داسی ورځ په شپږ پنځوس کلنۍ کښې له نړۍ سترګې پټې کړې .
««««««««««««
اته نوي کاله پخوا، د نولس سوه نولسم میلادی کال د اپریل په دیارلسمه نیټه، په هندوستان کښې د جالیانوالا باغ د عام وژلې خونړۍ پیښه رامینځته شوه. په نولس سوه نولسم میلادی کال کښې د انګریز استعمار ګر حکومت د هند د خلکو د مبارزو او بلوو د مخنیوی لپاره د رولټ قانون تصویب کړ. د دغه قانون له مخې پولیس ته اختیار ورکړئ شو چې هر یو کس چې شکمن وی، بی له دلیله او قانونی حکم ، ونیسی او حتی تر نامعلومې مودې پورې شکمن کس زندانی کړی. دغه قانون د هند خلکو غوسه را وپاروله او په همدغه ورځ په داسې حال کښې چې د امریتسر ښار جالیانوالا باغ ته په ټولنیز ارامښت کښې د خپلواکی ترلاسه کولولپاره پنځو زرو نه زیات کسان راغلی وو، د یوه انګریز قومندان په حکم سره وډزول شول. په دغه ارام غونډې کښې ګډون لرونکی کسانو ته حتی خبردارئ او د ځائ پریښودو فرصت ور نکړئ شو. له دغه عامې وژلې وروسته چې له امله یې دولس سوه کسان ووژل او څلور زره ټپیان شول، انګریز قومندان د ټپیانو درملنې او هغو ته اوبو او خوراک رسونې اجازه هم ور نکړه. په هند کښې د رولټ قانون له تصویبیدا او په جالیانوالا کښې د دغه هیواد د خلکو له بیرحمانه وژلې وروسته د ګاندی په مشرۍ د هندد خلکو د مقاومت غورځنګ اوج ته ورسید او بالاخره د انګریز استعمار د ماتی سبب جوړ شو.
««««««««««««
او له ننه نهه کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه اتیایم هجری لمریز کال د وري د میاشتې په څلورویشتمه نیټه، په ایران کښې د ترهګرو عملیاتو او بمي چاودنې له امله یو شمیر کسان شهیدان شول. دغه بمی چاودنه له رهپویان وصال مرکز سره نږدې د شهدائ شیراز په امام بارګاه کښې رامینځته شوه او یو شمیر کسان یې شهیدان او ټپیان کړل. دغه جنایت د پردیو امنیتی ادارو له هدایت سره رامینځته شو. د دغه بم کیښودلو یو شمیر عوامل د تهران په یوه هوټل کښې له لم چاودنې وروسته ونیول شول او له محاکمې وروسته د خپل شرمناک عمل په سزا ورسیدل.
ذیشان حیدر بنګش