د وري د میاشتې د اتویشتمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې د تهران د نورو ډیرو ورځپاڼو په څیر یې په پارسِ جنوبي کښې د ایران د ولسمشر لخوا د شپږو نویو فازونو د پرانیستې خبر ته سره له انځوره انعکاس ورکړی او په غټو ټکو یې لیکلي دي: ایران د پارس جنوبي د ګیسو د میدان په پیداوار کښې له قطره مخکښې شو.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې موقع وویل: نن د تیلو په صنعت کښې د مقاومتي اقتصاد د عملي کیدو ورځ ده.
د خبر په تفصیل کښې لولو: ډاکټر حسن روحانی پرون په عسلویه کښې د جنوبی پارس له 17- 18- 19- 20 او 21 فیزونو څخه په رسمی توګه د ګټې اوچتولو په مراسمو کښې زیاته کړه: د جنوبی پارس د فېزونو پرانېستې د ایران ویاړونه د نړۍ خلقو ته وړاندې کړل او د ایران د تېلو، ګېسو او پټروکېمیکل په صنعت کښې ترټولو ستره پانګه د ایرانی مدیرانو او ځوانانو په لاسو طراحی شوه.
روحانی څرګنده کړه په تېرو څلوروکلونو کښې د ایران په ترقۍ او پرمختګ کښې یو لوړ ګام پورته شو او د ملت ترټولو ستر هدف د ایران پرمختګ د اوج نقطې ته د هېواد رسول دی.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د تورم کمښت ،د مقاومتی اقتصادی سیاستونو عملی کول او په اېټمی موضوع کښې د ایران د ملت حق اخېستنې ته اشاره وکړه او وې ویل په نړیوالو بازارونو کښې د ایران د تېلو او میعاناتو صادرات دوه برابره شوی دی او په جنوبی پارس کښې د څو فېزونو او پېټروکیمیکل طرحې په پرانېستو سره به په دغه ګډ مېدان کښې د ایران پېدوار له قطر هېواد څخه مخ په وړاندې لاړ شی.
د ایران د مجریه قوې مشر د ایران عزت د مقاومتی اقتصادو په سیوری کښې وبلۀ او دا خبره یې په ګوته کړه چې ایران به ډېر زر د غنمو، ګېسو، ډیزلو او پېټرولو د صادراتو په زمینه کښې په خپلو پښو اودریږی.
حسن ررحانی همدارنګ په ایران کښې د روان میلادی کال د مۍ په نولسمه نېټه د ولسمشرۍ انتخاباتو په باره کښې څرګنده کړه: د ایران امنیت، آرامښت او ترقی به د انتخاباتو په ورځ په پراخه ګډون سره عملی شی.
د پارسِ جنوبي د پراختیايي طرحو د پرانیستې په مراسمو کښې د ایران د تیلو وزیر هم وویل چې نوي تیلي تړونونه یو لاک نوي کاري فرصتونه برابروي.
له تهرانه چاپیدونکې ایران ورځپاڼې بیا د هیواد په شمال لویدیځو ولایتونو کښې د سیلاب راوتو په باب د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د پیغام خبر راخیستی او د دوي له قوله یې لیکي دي: د مسئولانو فوري دنده، له سیلاب ځپلو سره مرسته ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په خپل پیغام کښې اړوندو ادارو او چارواکو ته له سیلاب ځپلو سره د سمدستي او پوره پوره مرستې سپارښتنه کړې او د سیلاب له امله وژل شویو او زیانمن شویو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
دوي وفرمایل: د دې دندې په ترسره کولو کښې هیڅ ځنډ او سستي نه ده پکار. معظم رهبر پخپل پیغام کښې زیاته کړې چې په آذربایجان شرقي، غربي، کردستان او اردبیل ولایتونو کښې د سیلاب پیښه چې پکښې یوشمیر ګران وطنوال مړه شوي او همداشان سخت تاوان اوښتی دي، یوه دردناکه او غمجنونکې پیښه ده.
ایران همداشان د سیلاب له امله د ایران اسلامي جمهوریت ته د پاکستان د حکومت لخوا د رالیږلي پیغام خبر راخیستی او لیکلي یې دي: پاکستان په ایران کښې له سیلاب ځپلو سره خواخوږی څرګنده کړه.
په خبر کښې لولو چې د پاکستان حکومت پرون په یو پیغام کښې د سیلاب په پیښه کښې د ایران د شمال لویدیځو ولایتونو د یوشمیر کسانو د وژل کیدو تسلیت ووایه.
په دغه پیغام کښې راغلي دي: د پاکستان حکومت او خلک د ایران په آذربایجانِ شرقی، آذربایجان غربی، کردستان او زنجان ولایتونو کښې د سیلاب له امله د یوشمیر ایرانیانو د سرونو بایللو په وجه د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت او ولس ته تسلیت وایی.
په دغه پیغام کښې همداشان راغلی چې د پاکستان حکومت او ولس په سیلاب کښې د وژل شویو له کورنیو سره خپله خواخوږی څرګندوی.
د ویلو ده چې له تیرې جمعې ورځې راهیسې د ایران په ځینو لویدیځو او شمال لویدیځو ولایتونو کښې سیلاب راغلی چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي دي.
اطلاعات:
د تهران اطلاعات ورځپاڼې د نورو خبرونو ترڅنګ لیکلي دي: د سوریې د شیعه مسلمانانو خلاف د ترهګرې حملې پراخه غندنه، د شهیدانو شمیر ۱۲۰ کسانو ته ورسید.
د دې خبر مهم ټکي په دا ډول دي: ملګرو ملتو، ایران، عراق، جرمني، امل غورځنګ او انصار ا... دا حمله سخته وغندله.
د ملګرو ملتو سرمنشي د دې جنایت د ترسره کونکو د تعقیب غوښتونکی شو.
له بلې خوا امریکا سوریې ته د ۵۰ زرو ځمکنیو ځواکونو د لیږلو جاج اخلي.
ورځپاڼې همداشان د ایران د پارلیمان د ځانګړي مرستیال له قوله لیکلي چې په سوریه کښې وروستۍ ترهګره حمله د امریکې په لمسه او هڅونې شوې ده.
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال د سوریې خلاف د امریکې پوځی اقدام د فوعه او کفریا سیمې د خلکو خلاف د جنګی جنایت کولو ته د ترهګرو لمسونکې وباله.
د امریکې پوځ د سوریې د ادلب ولایت په خان شیخون سیمه کښې د دغه هیواد د حکومت لخوا د کیمیاوی وسلو د کارولو په چټی پلمې سره د اپریل په اومه نیټه د سوریې په حمص ولایت کښې الشعیرات هوایی اډه په توغندیو وویشتله .
له دغې حملې وروسته وړمه ورځ مازیګر د سوریې د حلب ولایت په الراشدین کښې د الفوعه او کفریا د خلکو په قافله کښې د موټر بم چاودنې لږترلږه ۱۲۰ تنه ووژل او ۲۲۴ یې زخمی کړل چې زیاتره پکښې ښځې او ماشومان دی.
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی شورا (پارلیمان) د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان پرون د سوریې په حمص ولایت کښې پر العشیرات نومې هوایی اډې باندې د امریکې په وروستۍ پوځی حملې په نیوکې سره وویل: د امریکې پوځی اقدام نه یوازې ترهګرو ته د روحیې ورکولو لامل شو بلکې د ترهګرو له کلابندۍ د فوعه او کفریا د ازادو شویو ښځو او ماشومانو خلاف د ترهګر جنایت ترسره کولو ته د هغوی د هڅول کیدو سبب هم وګرځیده. هغه همداشان د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو په وړاندې د سوریې د خلکو په تیره بیا د فوعه او کفریا د صبرناکو اوسیدونکو مقاومت د ستاینې وړ وباله او د ترهګرو له کلابندۍ د دغو سیمو د خلکو په ازادولو کښې د سوریې د حکومت د کوشش قدرونه یې وکړه.
کابل چاپ:
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې افغانستان ته د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار مک مسټر د سفر او له افغان چارواکو سرې یې د لیدنې، کتنې او خبرو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په سرمقاله کې لیکلي، مک مسټر په څرګند ډول ویلي چې افغانستان به نور د ترهګرو ځاله نه وي او هغه ډله طالبان چې نه غواړي د خبرو لار غوره کړي د جګړې په ډګر کې به له منځه ولاړ شي.
د سرمقالې لیکونکي په باور د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار له دې څرګندونو ښکاري چې افغانستان د امریکا له پامه نه دی لویدلی او د ځینو د باور خلاف دغه هېواد لا هم افغانستان سره د همکارۍ په برخه کې ژمن دی.
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغان چارواکو پرون په ارګ کې له مک مسټر سره کتلي دي.
په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر غني نوموړي ته هغه ستونزې بیان کړې چې افغانستان، سیمه او د امریکا په ګډون نړۍ یې له خطر سره مخ کړې ده.
سرمقاله لیکونکي په دوام لیکلي، ښاغلي غني په زغزده د مک مسټر په مشرۍ امریکايي پلاوي ته ویلي چې ترهګري د ټول بشریت دښمنه ده او ترشا یې هم یو شمېر هېوادونه ولاړ دي چې پر وړاندې یې ګډې او پیاوړې مبارزې ته اړتیا ده.
په سرمقاله کې دا هم راغلي چې ښاغلي مسټر ولسمشر غني ته ویلي له افغانستان سره به د امریکا ملګرتیا دوامداره او بنسټیزه وي او د افغانستان پوځي، اقتصادي او برمختیايي اړتیاوې به د یو بشپړ راپور په بڼه ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپانې په حواله لیکلي چې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ولسمشر غني ته ویلي چې د دواړو لوریو د بحث په لحن او طرز کې د پنځو مخکې کلونو په پرتله ډېر ښه والی راغلی او دا په دې مانا ده چې د افغانستان او امریکا اړیکې ډېرې ښې شوې دي.
ویسا په خپله دغه مطلب کې دا هم لیکلي چې له مک مسټر نه په اړګ کې د ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو په څېر په سرو قالینو او عسکري تعظیم سره هرکلی ویل شوی دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*