Apr 17, 2017 12:23 Asia/Kabul
  • یو ټکی- یو روایت  (۱
    یو ټکی- یو روایت (۱

ګرانو دوستانو د اسلامی مطالبو په لړ کی د یو ټکی یو روایت په نوی مطلب سره ستاسو په خدمت کی یو، هیله ده چی له دغو مطالبو څخه د استفادې فرصت ولرئ.

هغه د خپل له کړاو څخه د ډک تیر وخت په هکله فکر کاوه- ور په یاد شو چی څومره ترخې او له رنځونو څخه ډکې ورځې یی ترشا تیرې کړی دي، داسی ورځې چی حتی نه یی شوای کولای د خپلې میرمنې او ماشومانو ورځنۍ اړتیاوی پوره کړی، او په هغو سختو ورځو کی؛ کله مسکینې او تنګسه ور باندی برلاسی شوه، او توان یی ور ختم کړ، اراده وکړه چی د حضرت پیغمبر اکرم ص حضور ته لاړ شی، او له انحضرت څخه مرسته وغواړی. په همدی نیت سره د انحضرت نزد ته لاړ، خو مخکی تردې چی خپل حاجت ورته ووایی؛ دغه جمله د دوی له مبارکې ژبې واوریده، چی هر څوک له موږ څخه مرسته وغواړی، له هغه سره  مرسته کوؤ- خو که یو کس بی نیازې غوره کړی، او د خدای د بندګانو خواته لاس ور اوږد نه کړی، خدای تعالی هغه بی نیازه کوی.

په هغې ورځ یی څه ونه ویل، او کور ته ستون شو- مګر د مسکینۍ ویرونکې بلا د هغه په کور باندی سیورئ اچولئ ؤ، ځکه نا چاره شو  چی بله ورځ په هماغه نیت سره د خدای د رسول ص حضور ته لاړ شی. لیکن بیا یی هماغه جمله، له پیغمبر اکرم ص څخه واوریده. دا ځلې ګواکی د خدای د رسول ص کلام، د هغه زړه او روح ته خاصه توانایې ور بخښلې وه. دریمه ورځ هم کله چی د خپل حاجت د غوښتلو لپاره د رسول الله ص حضور ته لاړ، په ډیرې حیرانتیا سره یی واوریدل؛ چی انحضرت پخپل په زړه پوری آواز سره دا ښکلې جمله تکراروی، چی که یو څوک د خدای بندګانو ته د حاجت لاس اوږد نه کړی، متعال خدای به هغه بی نیازه کړی.

نوموړئ پوه شو، چی د هغه د مشکل د حل کلې د خدای د ګران رسول ص پدغه ګران بیه خبره کی ده، په ډاډمنو ګامونو سره یی حرکت وکړ او له ځانه سره یی دا خبره تکراروله، چی په خدای باندی تکیه کوم- له هغه څخه مرسته غواړم او له هغې قوې او استعداد څخه چی زما په وجود کی یی په امانت ایښئ دئ، استفاده کوم او له هغه ذات څخه غواړم چی برئ را په برخه کړی. یوه تیشه یی را واخیسته؛ بیدیا ته لاړ ؛ بوټی یی ټولې کړې او ویی پلورلې. د لمړیۍ ځلې لپاره یی د خپل زحمت مزه و څکله. نورې ورځې یی دغه کار ته دوام ورکړ، او ورو-ورو یی وکړای شول د ځان لپاره کار او پانګه برابره کړی. پدې توګه لږ لږ احساس وکړ له اندیښنې او وارخطائۍ څخه ژغورل شوئ، او په مشکلاتو باندی یی د برلاسئ قدرت موندلئ دئ. هغه دا حقیقت درک کړ؛ چی په خدای باندی توکل کولو، د ده او د نوموړی د کورنۍ ژوند له شور او زوږ څخه ډک کړئ ، او ډاډمن تکیه ځای ته یی لاس موندلئ دئ. ژوند یی په خدای تعالی ج باندی په مینې سره، تازه رنګ موندلئ ؤ او له ځانه سره یی فکر کاوه؛ چی که متعال خدای ور سره مرسته ونه کړی، د ژوندانه له کړاؤونو سره مخامخیدل به ورته سخت او خوارونکی وی.

یوه موده تیره شوه؛ یوه ورځ د خدای ګران رسول ص د نوموړی سړی سره مخامخ شو، په مسکا سره یی وفرمایل:« ومی ویل: هر څوک زموږ څخه مرسته وغواړی، له هغه سره مرسته کوؤ، خو که یو کس د خلګو خواته د نیاز لاس اوږد نه کړی، متعال خدای هغه بی نیازه کوی.»

دغه کیسه د اسلام د ګران رسول ص څخه یوه بله وینا را په یادوی؛ چی ویی فرمایل:« هر څوک چی غواړی تر ټولو قوی او توانمن وی، باید په خدای توکل وکړی.»

آیا تاسی د نړۍ له خالق او خدای ج څخه لا ښه وکیل پیژنئ، چی خپل کار هغه ته وسپارئ؟ بیله شکه تاسی هم دغه حقیقت ته رسیدلی یاست چی د خدای تعالی ج له قدرت څخه پرته؛ هر تکیه ځای سست او نا پایدار دئ. په خدای باندی توکل او هغه ذات ته پام لرل، د انسان د نیکمرغۍ او سعادت په لاره کی بډایه او نه ماتیدونکې اډانه ده، په خدای تعالی ج باندی توکل کول؛ په انسان کی د هڅې او فعالیت روحیه رامنځته کوی، او د نا هیلۍ او یاس روحیه له منځه وړی. هغه انسان چی متعال خدای د هغه د کارونو محور دئ په ځان باندی اعتماد پیدا کوی، او په ژوندانه کی یی د تصمیم نیولو قدرت زیاتوالئ مومی.

پدی صورت کی مشکلات هغه نه په ګونډو کوی، ځکه چی پوهیږی مهربان او قادر پرور دګار هیڅکله، خپل با ایمانه بندګان د پیښو او مشکلاتو په طوفانونو کی یواځی نه پریږدی.