Apr 20, 2017 11:17 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۳

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې دویمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له څلورویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له دوه ویشتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه یو دیرش کاله پخوا، د اووم  هجري قمري کال د رجب د میاشتې  په  ۲۴ نیټه، د خیبر  قلعه چې د یهودیانو یو مضبوط او پیاوړی مرکز ؤ، د اسلام  د ګران  پیغمبر زوم  او ځائ ناستي حضرت امام  علی (ع) په  لاس فتحه شوه. یهودیانو چې له اسلام سره له دښمنۍ هیڅکله هم لاس په سر کیدونکي نه وو، د مدینې په شمال په خیبر کښې يې اووه پیاوړي کلاګانې جوړې کړې  وې او  د دغو کلاګانو په نه نیول کیدا یا نه  نسکوریدا په  ډاډمنیدا سره  يې  د مسلمانانو په  ضد دسیسې کولې. د هجرت  په  اووم کال کښې د اسلام  ګران  پیغمبر د خیبر کلا د فتح  کیدا ځیرئ  ورکړی  ؤ . څه  وخت نه ؤ تیر چې د اسلام لښکر د کلابندۍ له یوې مودې وروسته  وتو انید څو کلاګانې فتحه کړي، خو د خیبر د دوو پیاوړو کلاګانو د فتح کولو لپاره د اسلامي لښکر  د  قوماندانانو هڅې بې نتیجې  پاتې  وې . بالاخره د اسلام ګران پیغمبر د قوماندانانو په  ټول  کښې  وفرمایل: سبا بیرغ  د هغه  چا په  لاس کښې ورکوم  چې  له  خدائ او رسول  سر ه مینه کوي او خدائ  او د هغه  رسول هم  ورسره  مینه کوي او خداوند متعال  دغه کلا د هغه  په  لاس  فتح  کوي. پیغمبر اکرم (ص) په سبا ورځ حضرت علی (ع) د اسلام د لښکر په قومندانۍ منصوب  کړ او هغه په  یو میړانه جنګ کښې د خیبر کلا فتح  کړه او د یهودیانو خورا وروستۍ او پیاوړې  ا ډه  او  مرکز  يې هم  دړې  وړې کړ.

««««««««««««

یو سلو دیارلس کاله پخوا، د نولس سوه څلورم میلادی کال د اپریل په دوه ویشتمه نیټه، امریکایی فزیک پوه او د ایټم بم جوړونکئ رابرټ اوپن هایمر وزیږید.

هغه له دویم نړیوال جنګ وروسته، د اټوم او د هغه د هستې د ټوټه کیدو د څرنګوالی او له هغه څخه د زیاتې انرژۍ د ازادیدو د بهیر په اړه څېړنې ترسره کړې.

اوپن هایمر د دویم نړیوال جنګ په بهیر کښې، د امریکا د جنګ وزارت د پلټنو سرپرست په توګه وټاکل شو او د هغه تر څارنې لاندې لومړی درې اټومی بمونه جوړ شول.

د دې باوجود، کله چې امریکا په نولس سوه پینځه څلویښتم میلادی کال کښې پر جاپان په اټومی بمبارۍ کښې په لسګونو زره انسانان ووژل، اوپن هایمر له خپلې کړنې پښیمانه شو او له اټومی انرژۍ څخه په سوله ایزو چارو کښې د ګټې اخیستو غوښتونکئ شو.

««««««««««««

یو سلو اته کاله مخکښې، د ۱۲۸۸ هجری لمریز کال د غویی د میاشتې په دویمه نیټه، د مشروطه غورځنګ یو مشر میرزا مصطفی افتخار العلما آشتیانی په تهران کښې ووژل شو. د صهبا تخلص لرونکی میرزا مصطفی افتخار العلماء آشتیانی کابو په ۱۲۴۵ لمریز کال کښې په تهران کښې زیږیدلی و. پلار یې آیت ا... میرزا محمد حسن آشتیانی په تهران کښې د تنباکو د غورځنګ یو مشهور مشر او په پلازمینه کښې د میرزای بزرګ شیرازی د اعتماد وړ کس و.

میرزا مصطفی له خپل پلار او نورو استاذانو څخه د زده کړو له پوره کولو وروسته د اجتهاد درجې ته ورسید او د مشروطیت د غورځنګ په دوران کښې له دغه ولسی پاڅون سره ملګری شو. هغه د مشروطه انقلاب یو مشر او مبارز مجتهد و. میرزا مصطفی هڅه کوله چې مشروطه او مشروعه یوبل ته نزدې کړی نو په دې وجه له دې دواړو ډلو څنګته شو. بلآخره په ری کښې د حضرت عبدالعظیم (ع) په حرم کښې د علماو د پرلتیو په بهیر کښې څو نامعلومو کسانو د ۱۲۸۸ لمریز کال د غویی د میاشتې د دویمې نیټې په نیمه شپه په ۴۳ کلنۍ کښې شهید کړی شو او د امام حسن مجتبی علیه السلام د لمسی حضرت عبدالعظیم علیه السلام د روضې په خوا کښې خاورو ته وسپارل شو.

««««««««««««

او له ننه اته دیرش کاله وړاندې، د ۱۳۵۸ هجری لمریز کال د غویی د میاشتې په دویمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی (رح) د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارن د جوړولو حکم صادر کړ. د دغه فرمان له مخې د پاسدارانو د لښکر اصلی دنده د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په وړاندې د اسلامی انقلاب ساتنه ده. د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر جوړول د امام خمینی د هوښیارتیا او ځیرکتیا نتیجه وه. د اسلامی انقلاب په وړومبنیو میاشتو کښې کله چې پوځی او انتظامی ارګانونه له سره پاشل کیدو سره مخ شوی وو د ډول ډول کورنیو او بهرنیو خطرونو پّ وړاندې د اسلامی انقلاب د حفاظت لپاره د یو پوځی او ولسی تشکیلاتو جوړول ضروری وو. امام خمینی په دې ضرورت باندې ښه په وخت او په ښه ډول پوه شو او د اسلامی انقلاب د پاسدارانو لښکر د جوړیدو حکم یې صادر کړ.

د ایران خلاف د صدام رژیم د تپلی جنګ په دوران کښې چې د اسلامی انقلاب د نابودۍ او د ایران د ټوټې کولو په موخه پیل شوی و، سپاه خپلې حقیقی وړتیاوې او توانمنۍ نندراې ته وړاندې کړې او د عراقی تیری ګرو ځواکونو په شا تنبولو او د دښمنانو د دسیسو په شنډولو کښې یې مهم رول درلود. د اسلامی انقلاب ساتندویه ځواک له تپلی جنګ وروسته د رغاونې په دوران کښې د دښمنانو د ګواښونو په وړاندې د خپل پوځی چمتووالی پر ساتنې سربیره د هیواد د رغاونې په مختلفو طرحو کښې هم فعال ګډون درلود.

 

ذیشان حیدر بنګش