May 08, 2017 16:19 Asia/Kabul
  • منیځني ختیځ ته یوه ځغلنده کتنه .

دتهران دپښتو خپرونې د انټرنیټي برخې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍکې دمنیځني ختیځ دبدلونونو په باب درسره غږیږو.هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ

دوستانو!مینځني ختیځ سیمه   په تیرې اونۍ کې دمهمو بدلونونو کتونکي وه ،خو  د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ  حماس  نوی سیاسی سند ،  د آستانې څلورمه  ناسته،په یونیسکوکې داسرائيلو په ضد دپریکړه لیک تصویبیدا  او  د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو د مشر  بهرنيو سفرونو ،  له نورو بدلونونو زیات اهمیّت درلود.

             دفلسطین اسلامی  مقاومت غورځنګ حماس د ۲۰۱۷کال دمئ په لومړۍ نیټه یعني تیره دوشنبه،خپل یو نوی سیاسی سند خپور کړ.  دغه  سند  یوشمیر مثبت بندونه  او  په عین حال کې  داسې بندونه لري چې  ډير زیات  غبرګونونه ئې درلودلي دي .  د نوي سند  په مثبتو بندونو کې  دادي چې  داسرائيلو له نیواکګرۍ سره  پر مبارزې او دکډوالو پرستنیدو  ټينګار شوی دی.  په دغه  ۴۲ ماده یز سندکې الاقصی جومات دفلسطین دملت اواسلامی امت  یو مسلم حق بلل شوی چې نیواکګران هیح حق پرې نه لري او د الاقصی جومات د یهودي کولو لپاره  د صهونیسټ رژیم  اقدامات او د هغه  د ځاي او وخت  په اساس  ویشل هم باطل اوغیر قانونی اعلان شوي دي .

 په نوي سند کې  دوه داسې بندونه شته چې  هم  ئې ابهام رامینځةکړی او هم  د مقاومت  ډلو له مخالفت سره مخامخ شوي دي . په دغه سند کې  دلومړي ځل لپاره  د ۱۹۴۸ کال دپولو په ځاي د ۱۹۶۷ کال په پولو کې  دفلسطین دخپلواکه هیواد جوړیدا مطرح شوي او په عین حال کې دحماس دسندونو تل پاتې بند یعني : داسرائيلو نابودي :  هم ترې حذف شوې ده .

په داسې حال کې چې ځينو سرچینو  په دغه سند  په سملاسي غبرګون کې  ویلي دي ، چې  حماس غورځنګ،  اسرائيل  په رسمیّت  پيژندلي دي . د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشرخالدمشعل وئيلي دي،چې نوی سند،  د زمونږ له اصولو د لاس په سرکیدا او د  اسرائيلو  د په رسمیّت   پيژندنې په معنا نه دی .په عین حال کې،ددغه سند په شلم بندکې راغلي دي،چې حماس غورځنګ  د اسرائيلو له  په رسمیّت پيژندنې  پرته او  دفلسطینیانو پر حقوقو له سترګو پټولو پرته،  خپلو  کورونو  ته دکډوالو له ستنیدو سره په یو وخت  د ۱۹۶۷کال  د جولائي  دڅلورمې په پولو کې  دقدس په پلازمینې په بشپړ  حاکمیّت سره   د یوه خپلواکه فلسطینی   هیواد جوړیدا د ګډې ملي موافقې په چوکاټ کې ګڼي .

 د دغه سند له خپریدو یوازې څلور ورځې وروسته ،   دحماس دسیاسی دفتر   د مشرۍ له څوکۍ  د خالد مشعل دلیریکیدا په باب  خبرونه  خپره شوي چې  همدغه موضوع ددې ښودنه کوي چې د دغه سندملاتړي به دمقاومت د چورلیز په وسیله  څنډې ته کړائ شي .

           دملګروملتو د عملی ،کلتوري او تعلیمي  موسسې (یونیسکو) اجرائي کمیټې،دتیرې سه شنبې په ورځې دصهونیسټ رژيم  په ضد دیوه پریکړه لیک په صادریدو سره دغه رژیم  په بیت المقدس او غزې تړانګې  کې  د نړیوالو قوانینو او اصولو  د خلاف ورزۍ په  دلیل محکوم  کړی دی . د یونیسکو په پریکړه لیک کې ،دنیواکګر  ځواک په توګه  له اسرائيلو  غوښتل شوي دي ،دبیت المقدس په ختیځ کې دې دسرنګونو کندل او  خپلې نوره پروژئې ودروي . په دغه پریکړه لیک کې  چې  د قدس دنیواکګر  او جعلي رژیم   د تاسیس د اعلان  د نهه شپیتمې کلیزې  په درشل کې  تصویب شوی ،د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې لپاره  دیهودي نامې په ځاي،الاقصي،او الحرم  الشریف : اسلامی نامو څخه استفاده شوې ده .

 د اسرائيلو په ضد دنړیوالو پریکړه لیکونو دصادریدو بهیر  زیات شوی دی  چې  د دغو پریکړه لیکونو د صادریدو اصلي علت هم ،  دښارګوټو دجوړولو دوام دی .دملګروملتو امنیت شورا  د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کې  دیوه پریکړه لیک په صادرولو سره،داسرائيلو رژيم  د ښارګوتو د جوړولو  د دوام په دلیل محکوم  کړ . یونیسکو تیرکال  هم داسرائیلو په ضد پریکړه لیک صادر کړ. د اسرائيلو لومړي وزیربین یامین نتن یاهو هماغه ډول چې په تیر دسمبر میاشت کې ئې د دغه رژیم  په ضد دملګروملتو دامنیت شورا په ۲۳۳۴پریکړه لیک  غبرګون وښود،  دیونیسکو پریکړه لیک باندې ئې هم  غبرګون ښودلی  او دا ئې  یو  احمقانه کار بللی دی .دیونیسکو پریکړه لیک په داسې حال کې  د اسرائيلو په ضد صادر شوی،چې اسرائيلوتیرکال داسرائيلو په ضد په پریکړه لیک  باندې په غبرګون کې   دملګروملتو له دغه اورګان سره  خپله ملګرتیا وځنډوله .هغه اصلی علت چې یونیسکو د ملګروملتو د نورو  اورګانونو په نسبت  زیات داسرائيلو په جنایتونو غبرګون ښئ،دادی چې   د ښارګوټو د جوړولو  د دوام او د لرغونو ځایونو او واټونو د نامو د بدلولو پشمول  داسرائيلو  اقدامات   دنیواکي ټاټوبي  دهویّت  دبدلولو لامل کیږي  او یونیسکو  دتمدني اوکلتوري  میراثونو ساتنه  خپله یو ه اصلي دنده ګڼي .

                     دوستانو دسورئې  دحالاتوپه باب دقزاقستان  په پلازمینې آستانې کې   دسوریا والو ترمینځ  دخبرواترو څلور پړاؤ  دتیرې اونۍ  په چارشنبې اوپنجشنبې  ورځو  ترسره شو.  د دغه  کنفرانس  بریاوې  د سورئې   دادلب ،لاذقیه ،حلب او حماّه  ولایتونو   دډيرو برخو پشمول  په څلورو سیمو کې  د : له تاؤتریخوالو پرته سیمو  درامینځةکولو لپاره موافقه وه ، چې  پلان ئې دروسیې په وسیله  وړاندې شوی ؤ .  دغه موافقه  چې  د تیرې جمعې په ورځې   اجرا ئي شوه ، د ایران داسلامی جمهوریت،  روسیې آوترکیې په  وسیله  څارل کیږي .دموافقې  داجرا دغه درې ضامن هیوادونه ، بیاد د مئ دمیاشتې تر دوه ویشتمې نیټې پورې  دامنیتي سیمو  او دتاؤتریخوالو پرته سیمو  دنقشې دټاکلو دبشپړولو لپاره لازم تدبیرونه  غوره کړي .

د دغې موافقې  یو  مهم ټکی دادی چې   د آستانې څلورم پړاؤ په خبرواترو کې  دسورئې   دسولې په  خبرواترو کې  د ورسیې دپلاوي  دمشر په وینا، د داعش ضد نومې  تش په نامه نړیوال ائيتلاف   اوامریکائي جنګي الوتکو ته به اجازت ورنکړي ،  په سورئې کې  :له تاؤتریخوالو پاکو سیمو په فضا کې  الوتونه وکړي .  په بله وینا ،  دغه موافقه  ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره  دسورئې په شخړې کې دایران ،روسیې اوترکیې  دفعال  رول  د دوام او همداراز له ترهه ګرۍ سره  په مبارزې کې   په امریکا دبې اعتمادۍ  ښودنه کوي .  پر دې اساس ، دغه موضوع ،  دمریکائي چارواکو  له غبرګون سره  مخامخ شوی او  وئيلي ئې دي  چې  دغه محدودیّت به ونه مني .

بل مهم ټکی دادی چې  دغې موافقې   په سورئې کې د داعش  او النصره جبهې ترهه ګرو ډلو  کمزوری کول په ځان پسې  ولري . په همدې اساس ،  د دغې موافقې  داجرائي کیدا په  هماغو لومړنیو  ساعتونو کې ،  په : قابون : کوڅې کې  دالنصره جبهې  له تکفیری ډلې سره   اړونده  لسګونو  ترهه ګرو، له دغې سیمې  د وتلو  غوښتنه کړې ده .

          دفلسطین دکورواکه تشکیلاتو  مشر محمود عباس ،تیره اونۍ  قاهرې ،امان او واشنګټن ته  سفرونه وکړل .  محمود عباس په قاهرې کې  دمصر له ولسمشر  عبدالفتاح السیسی  ، په امان کې داردون له پاچا عبدا.. دوهم او  په واشنګټن کې  هم  دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ  سره  کتنه او خبرې اترې وکړې .   په دغو درو وادو سفرونو اولیدوکاتو کې  دمحمود عباس دخبرو چورلیز  له اسرائيلو سره دسازباز دخبرواترو  دبهیر احیاء کول  وو .  محمود عباس   له عبدالفتاح السیسی سره په کتنې کې دختیځ قدس  په پلازمینې  او  د ۱۹۶۷کال  په پولو کې  د دوو حکومتونو دجوړیدا دلارو چارو په اساس  دسازباز دبهیر پر احیا   بحث او دنظر تبادله کړې .   له دوهم عبدا.... سره  د هغه  په لیدوکاتو کې هم   دفلسطنیانو او  صهونیسټ رژیم  ترمینځ د سولې  د خبرواترو دبیا پیلیدو   په ضرورت ټينګار  وشو .   دډونالډ ټرمپ  او محمود عباس  په  کتنې  کې هم  له اسرائيلو سره دسولې دخبرواترو  احیاء دخبرواترو خورا مهم چورلیز ؤ .

 محمود عباس  په داسې حال کې  له اسرائيلو سره دسولې دخبرواترو  داحیا په لټه کې دی چې   د ۲۰۱۴کال   په اپریل کې  دصهونیسټ رژیم او  دفلسطین دکورواکه تشکیلاتو  ترمینځ  دسازباز  خبرې اترې  ، دفلسطنیی  هیواد له جوړیدا سره دمخالفت او  دښآرګوټو له دریدا سره  د دغه رژیم  په مخالفت پسې  او هم  د فلسطینیو بندیانو  له خوشي کولو په ډډه کولو پسې دریدلي وې . په عین حال کې  دفلسطنیانو په ضد په تیره بیا دښارګوټو دجوړونې په حوزې  کې   داسرائيلو دجنایتونوسختیدا اوزیاتیدا، او دغه راز دفلسطنیو بندیانو په ضد   تاؤتریخوالي ډير زیات شوي دي . په دې ډول چې  فلسطینیو بندیانو  داپریل له اولسمې نیټې راهسې  تراوسه پورې   لوږ تړ  کړی دی .  په حقیقت کې   هماغه دلیلونه چې  دسازباز دبهیر  ددریدا  لامل شوي ، هماغه راز شته دي او حتی   دصهونیست رژیم  په اقداماتو سره نوي خنډونه هم   رامینځةشوي دي . له بلې خوا  محمودعباس  په داسې حال کې  د ډونالډ ټرمپ له حکومته تمه  لري چې  دسولې  خبرې اترې احیاء کړي  او  فلسطنیانو  ګټې  هم په نظر کې ولري، چې  د ټرمپ حکومت  داسرائيلو  دګټو اوامنیت په باب     دباراک اوباما   له حکومته   په کرتو لازیات  ژمن شوی دی .

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه