د مینځني ختیځ پيښو ته یوه کتنه
د تهران راډیو درنو مینہ والو دا دی یوځل بیا (د مینځني ختیځ پيښو ته یوه کتنه) نومې لړۍ د دې اونۍ پروګرام مو درته چمتو کړی. هیله ده چې د پام او استفادې وړ مو وګرځي.
تیره اونۍ په مینځني ختیځ سیمه کښې ډیر بدلونونه رامینځته شول خو د جنیوا-۶ خبرواترو پاې، له ترهګرو او د هغوي له عرب ملاتړو د امریکې د حمایتي سیاستونو دوام، د عراق د کورنیو بدلونونو دوام او د یمن وروستي بدلونونه له هغو پیښو ګڼلی شو چې په تیره اونۍ کښې د مینځني ختیځ د نورو پيښو په پرتله زیات اهمیت لري.
د سوریې د کړکیچ په هکله د جنیوال-۶ خبرې اترې له تیرې سه شنبې پیل شوې او د جمعې په ورځ پاې ته ورسیدلې. که څه هم له ترهګرۍ سره مبارزۍ، حاکمیت، اساسي قانون او انتخابات د دغو خبرواترو څلور مهم موضوعات وو خو اصلي پام د سوریې د راتلونکی اساسي قانون موضوع ته و چې البته بې له کومې معلومې بریا پاې ته ورسیدلې. د دې مذاکراتو ترټولو مهمه بریا د اساسي قانون په هکله د بحث په لړ کښې د ملګرو ملتو او سوري لوري ترمینځ د ماهرانو غونډو د پیلیدو برابریدل او قانوني موضوعات وو.
مهم ټکی دا دی چې د مذاکراتو په دې پړاو کښې هم د مخالفو ډلو کارړنګونې موجودې وې. په همدې لړ کښې په آزاد پوځ پورې پيئلو اتو وسله والو ډلو د جنیوا په اصلي مرکچي پلاوي کښې خپل ګډون له تیرې پنجشنبې ځنډولی و. د دغو ډلو په خبرپاڼه کښې د مرجعیت غیر شفافیت، په پریکړه کښې ناتواني او د مذاکرې د سټراټیجۍ نشتوالی د خبرواترو د ځنډولو لپاره د دغو ډلو دلائل بلل شوي دي.
په عین حال کښې هغه بله موضوع چې د جنیوا پر مذاکراتو کښې اغیزه درلودله، تیره پنجشنبه د سوریې پر پوځ د امریکايي ائتلاف پوځي برید و.
په ملګرو ملتو کښې د سوریې دایمي استازي بشار الجعفري د دغه پوځي اقدام په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې د سوریې پر پوځي قافلې د امریکې برید د حکومتي ترهګرۍ په معنا دی.
امریکې په عمومي توګه مینځني ختیځ او په ځانګړې توګه فارس خلیج ته خپل نظر د ډونلډ ټرمپ په وختو کښې هم ساتلی دی. دې ځانګړي لید د فارس خلیج د څنډې له عربو هیوادونو سره د امنیتي او د وسلو د خرڅون د تړونونو او تیره اونۍ له ترهګرو ډلو د ملاتړو سیاستونو په چوکاټ کښې هم دوام وموند.
د امریکې دفاع وزارت (پینټاګان) تیره اونۍ وویل چې دغه هیواد له اماراتو سره د دفاعي ملګرتیا یوه نومې موافقه لاسلیک کړې ده چې د امریکې او اماراتو ترمینځ د د ۱۹۹۴ کال د ملګرتیا د موافقې ځاې نیسي. تیره موافقه د دغو دواړو هیوادونو ترمینځ د پراخو پوځي او امنیتي اړیکو د ټینګښت او د الظفره هوايي اډې په شمول په اماراتو کښې د امریکايي ځواکونو د پراخ شتون سبب شوې وه.
په عین حال کښې د کویت الرای خپرندوې هم د امریکې له (لاکهیډ مارټین) کمپنۍ څخه د دغه هیواد لخوا د نویو وسلو د پیرلو خبر ورکړ. د دغه تړون له مخې، د کویت حکومت به په (هورنټ) ډوله جنګي الوتکو کښې د کارولو لپاره (سنایپر) نومې نوی میزایل سیسټم واخلي. همداشان د کویت د خارجه وزیر مرستیال خالد جار ا... له امریکې سره د ۱۱ میلیارډ ډالري تړون د فاینل کولو لپاره د مذاکرې خبر ورکړ.
امریکې همداشان تیره اونۍ هم په مینځني ختیځ کښې له ترهګرو ډلو خپل حمایتي سیاستونه جاري وساتل.په همدې لړ کښې امریکې له ترهګرو د خپلو ملاتړونو په دوام کښې د خپلو لیزر ګاییډډ تاو توغندیو دریم نسل ترهګرو ډلو ته وسپاره. د امریکې لخوا د ترهګرو له پوځي سنبالښت سره هممهاله واشنګټن تیره اونۍ هم د سوریې په نظام دباو سخت کړ. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت تیره سه شنبه بې د هیڅ سند له خپرولو مدعي شو چې د دمشق حکومت د (صیدانایا) جیل یوه ډله بندیان اعدام کړي او بیا یې سوزولي دي. په عین حال کښې د امریکې حکومت هم تیره اونۍ د سوریې د حکومت پنځه ملاتړې موسسې د خپلو بندیزونو په لسټ کښې شاملې کړې څو پر سوریې د دباو په اچولو او د ترهګرو په ملاتړ کښې همهغه شان مصممه ووسي.
په عراق کښې تیره اونۍ هم کورني بدلونونه روان وو. عراقي ځواکونو د تیرې اونۍ له وړومبیو څخه په نینوا ولایت کښې د (القیروان) سیمې د ازادولو لپاره (محمد رسول ا... ۲) نومي عملیمات پیل کړي دي. القیروان سټراټیجکه سیمه په نینوا ولایت کښې تلعفر او موصل ښارونه د سوریې له پولو سره نښلوي. په دغو عملیات کښې سربیره پر دې چې ډیر کلي آزاد شول، د موصل ښار په لویدیځه برخه کښې د جګړې ترټولو مهم محور یعنې (الاقتصادیین) سیمه هم پس له ۳۵ میاشتو، د داعش ترهګرو له نیواکه آزاده شوه. عراقي ځواکونه د موصل په لویدیځه برخه کښې د داعش د وروستیو سنګرونو په لور د پرمختګ په حال کښې دي چې د عراقي سرچینو په وینا د ښار د دې برخې له ۹۵ سلنې زیاته په بشپړه توګه آزاده شوې ده. د موصل د ازادۍ د عملیاتو د ګډې قومندانۍ ویاند یحیی رسول تیره سه شنبه وویل چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۷ نیټه د موصل د ازادۍ د عملیاتو له پيل راهیسې ۱۶ زره او ۴۶۷ داعشي ترهګر هلاک شوي دي.
داعش ترهګرې ډلې هم د تیر په څیر له ګڼو ماتو وروسته چاودنو ته مخه کړې چې ترټولو مهمه ترهګره چاودنه پکښې تیره اونۍ د جمعې په مازیګر د بغداد د سویل په ابودشیر سیمه کښې دوه کار بم چاودنې وې چې پکښې څه باندې ۳۰ تنه وژل شوي او په لس هاو نور زخمي شول.
د عراق د تیرې اونۍ د بدلونونو یو مهم ټکی دا دی چې د دغه هیواد وزیراعظم حیدر العبادي د موصل د عملیاتو له ختمیدو سره سم په کرکوک ولایت کښې د حویجه ښار د آزادۍ د عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړ. د داعش ډلې ترهګر لاهم د حویجه ښار او الریاض او الزاب سیمو په شمول د کرکوک ولایت د سویل لویدیځې ډیرې برخې په خپل نیوک کښې لري.
تیره اونۍ په یمن کښې هم د وبا په ناروغۍ د اخته کسانو د شمیر زیاتیدل اعلان شول او همداشان د دغه هیواد د جنګ ډګر ته د عربستان او اماراتو لخوا د ۵ زرو سوډاني لاس پوڅو وسله والو ځواکونو د لیږد خبر راغی.
په یمن کښې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د دفتر مشر الکزنډر فیټ تیره اونۍ وویل چې په یمن کښې د وبا تلفات ۱۸۶ ته رسیدلي دي، ۱۴ زره کسان په وبا باندې د ککړتیا شکمن دي او ۷ میلیون او ۶ لکه کسان پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو له خطر سره مخ دي.
د سره صلیب یا ریډ کراس د نړیوالې کمیټې د نمایندګۍ مشر په یمن کښې په وبا د اخته کسانو د شمیر په هکله دا اندیښمنونکې شمیرنې په داسې حال کښې اعلان کړې چې داده شو زیاتره ناروغان د روغتونو په برنډو او پر ځمکه پراته دي او ځیني حتی د روغتونونو په خواوشا کښې په خپلو موټرو کښې درملیز خدمات ترلاسه کوي.
د یمن خلاف د سعودي عربستان د جنګ له امله د دغه هیواد د درملیزو او روغتیايي مرکزونو په شول څه باندې اتیا فیصده ښاریزې بیخ بیناوې له مینځه تللي چې همدغه لامل د ساري ناروغیو په خوریدو او په مرګوني کیدو کښې یې رول لرلی دی.
په داسې حال کښې چې د جنګ دوام په یمن کښې د وبا په شان ناروغیو د خوریدو او پراخیدو سبب شوې دې، خو په عین حال کښې خبري سرچینو خبر ورکړی چې سعودي عربستان او اماراتو تیره جمعه کابو پنځه زره لاس پوڅي سوډاني وسله وال د یمن د سویل ختیځ حضر موت ولایت المکلا ښار ته لیږلي دي چې د دغو هیوادونو لخوا په امریکايي وسلو سنبال کړی شوي دي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*