اسلام او سلامتیا ۵
د تهران راډیو د ویب پاڼې درنو لوستونکو د اسلام او سلامتیا د لړۍ په نني پروګرام کښې د اسلام په مبین دین کښې د تغذیې د آدابو په تیره بیا له حلالو او پاکو خوړو د استفادې د ضرورت په هکله چې د انسان د بدن په سلامتیا کښې یې د اساسي اصل په توګه بیان کړي دي، غږیږو.
خوراک، څښاک د انسان د مادي ژوند د دوام یو بنیادي ضرورت دی او دغو پرته هیڅ انسان د خپلو اساسي کارونو د ترسره کولو او کمال ته د رسیدو په لاره د تګ توان نه شي لرلی. د انسان وجود د هغه مرکب یا سورلۍ په شان دی چې روح وړي او د دې مرکب په کار کښې ګډوډی د روح په کار کښې ګډوډی رامینځته کوي، دې حقیقت تقاضا درلوده چې حتی د کائناتو ترټولو غوره مخلوقات یعنې د خدای پیغمبران او اولیاء هم وجود او بدن له خوراک څښاک څخه بې نیازه ونه ګڼي او د سمو او په عین حال کښې ضروري طریقو په کارولو سره د خپل جسم د ژوند او حرکت د دوام ضرورتونه پوره کړي او هغه د خپل غوره او لوړ روح په خدمت کښې راولي.
جسم یا بدن د انسان د حقیقت یعنې روح لپاره اوزاري رول لري، نو په دې وجه لپاره د دې چې روح د خپلې کمال موندنې لاره ووهلی شي، د روح د سورلۍ او اوزار په توګه د بدن اړتیاوې باید برابرې شي. د اولې لیدتوګې له مخې انسان او حیوان مشترک او برابر ګرځي خو په دې منځومان کښې انسان د بدن د اړتیاو په پوره کولو کښې ډیر لوړ هدف ته د رسیدو په لټه کښې دی. په ځینو روایتونو کښې د عبادت او د فرایضو او دندو د ترسره کولو په لاره کښې د خوړو رول ته اشاره شوې ده. په یو روایت کښې له رسول ا... مبارک حضرت محمد مصطفی(ص) څخه نقل شوي دي چې متعال خدای ته یې عرض وکړ: زمونږ په ډوډۍ کښې برکت واچوې او زمونږ او ډوډۍ ترمینځ بیلتون رانه ولې ځکه چې که ډوډۍ نه وي نو مونږ به د لمونځ کولو، روژې نیولو او د خپل پروردګار د فرایضو د ترسره کولو توان ونه لرو.
او له حضرت امام جعفر صادق علیه السلام څخه هم په یو روایت کښې راغلي دي: د بدن بنسټ په ډوډۍ ایښودی شوی دی.
د یو بل روایت له مخې کله چې یو سړي له حضرت ابوذر څخه له ایمان وروسته د ډیرو غوره اعمالو په هکله پوښتنه وکړه نو هغه ځواب ورکړ: لمونځ او ډوډۍ خوړل. او کله چې هغه سړي په حیرانتیا سره ابوذر ته وکتل نو هغه زیاته کړه: که ډوډۍ نه وي نو د خدای عبادت نه شي کیدی. له دې خبرې د حضرت ابوذر مطلب دا و چې انسان باید د عبادت کولو د توان د ترلاسه کولو لپاره ډوډۍ وخوري. د دې روایت له مخې د ډوډۍ له خوړولو د مؤمن انسان هدف د عبادي دندو او دیني فریضو د ترسره کولو لپاره د بدن چمتو کول دي او خوړو ته دا ډول کتنه، هغو ته له طبیعي کتنې ډیره لوړه ده.
خوراک ته د انسان اړتیا د هغه د ورځني ژوند ترټولو مهم ضرورت دی چې له زوکړې واخلې تر مرګه ورسره ملګری وي. وده، اوږد ژوند، تندرستي او سلامتیا، د اعصابو او روان ارامښت، کړه وړه او کړچار، توانمني او قدرت، د نسل زیاتول او اولادونه زیږدول او داسې نورې ډیرې چارې په یو ډول د سالمې تغذيې او خوړو پامته داره دي. په دې وجه په قرآن کریم کښې کابو دوه نیم سوه آیتونه او د معصومینو علیهم السلام لسګونه حدیثونه د خوړو او تغذیې په هکله وارد شوي دي. همداشان د قرآن د پنځمې سورې مائده (خوراکي دسترخوان) نومول، د خدای په صفتونو کښې رزاق والی، په خوړو د خدای قسم خوړل (والتین والزیتون)، د حضرت عیسی علیه السلام لخوا د اسماني مائدې یعنې دسترخوان غوښتنه او د حضرت موسی علیه السلام لخوا د خوړو او خوراک غوښتنه هر یو د خوړو او تغذیې په اهمیت باندې د تایید یوه ټاپه ده.
همداشان خدای تعالی جل جلاله د مکې په خلکو دوه شیان زبادي، (خواړه) او (امنیت)، او فرمايي: همهغه کس چې هغوي یې له لوږې وژغورل او له ویرې او ناامنۍ یې خوندي کړل.
حضرت امام رضا علیه السلام وفرمایل: د بدن سلامتیا او پایداري او همداشان ناروغي یې د خوراک څښاک له امله ده.
پوښتنه دا ده چې اسلام د څه ډول خوړو سپارښتنه کړې ده؟
د اسلام مبین دین د حلال خوراک په خوړلو ځانګړی ټینګار لري. ځکه کوم مومنان چې د خوړو اخلاقي او معنوي اغیزې ته پام کوي، د پاکیزه او حلال خوراک خیال ساتي او له هرډول حرام خوړو ډډه کوي. یو سړي د رسول ا... مبارک په خدمت کښې عرض وکړ: غواړم چې دعا مې قبوله شي، هغه حضرت ورته وفرمایل: خپل خوراک پاکیزه کړه او له هر ډول حرامو خوړو ډډه وکړه.
ځکه نو مومنانو ته امر شوی دی چې تش پاکیزه او حلال شیان وخوري. او په ځینو آیتونو کښې د پاکیزه خوراک او صالح عمل ترمینځ ډیر نزدې او جوښت تړاو لیدل کیږي. قرآن کریم فرمايي: (له پاکیزه خوړو وخورئ او صالح عمل ترسره کړئ).
ځکه چې بد او حرام خوراک د زړه د تاریکۍ، سخت زړه توب او د ایمان د رڼا د له مینځه تګ سبب کیږي.
قرآن پاک د حرام مال خوړل د اور خوړل معرفي کړي دي او فرمايي: (کوم کسان چې د یتیمانو مال په ظلم سره خوري (په حقیقت کښې) تش اور خوري)
او دا د حرام او خبیث خوراک رول بیانوي چې د انسان روح او روان او ایمان ته زیان رسوي. حضرت امام حسین علیه السلام په کربلا کښې د کوفیانو د سپک او بد کړچار یو علت ته په اشارې سره فرمايي: (ستاسو خیټې له حرامو ډکې شوې دي).
د دیني تعلیماتو له مخې طیب، پاک، حلال او ښه خواړه د هاضمې د سیسټم له سلامتیا سره بشپړه غږملتیا لري. طیب یعنې سمون خوړونکي، موافق، ښه، غوره، وړ او خوندور چې په قرآن کریم کښې دغه کلمه له حلال خوړو نه علاوه د ژوند د ښه ملګري، پاکې ځمکې، غوره وینا، صالح اولاد، پاکیزه ژوند او شجره طیبه لپاره هم کارول شوې ده. حلال خواړه د شریعت له نظره هغه پاک خواړه دي چې متعال خدای د انسان مصلحت ته په پام سره حلال کړي دي او د هغه د هاضمې له سیسټم سره غږمله او متعادل دي. کله چې انسان حلال خواړه د خدای په نوم سره پیلوي او د خدای تعالی په شکر سره یې بس کوي، نو یقیناً چې دغه خواړه د سلامتیا، تاندوالي او شفابخښنې سبب کیږي.
ښه خواړه له طیب او حلال خوړو لاغوره دي. متعال خدای د انګورو، شیدو او شهتو په شان ځیني خواړه د (ښه) په صفت یاد کړي او د شهیدان خواړه یې (ښه خواړه) بللي دي. د طیب، حلال او ښو خوړو په مقابل کښې خبیث او حرام خواړه راځي چې د انسان لپاره تاوان لري. نه یوازې د هغه سلامتیا په خطر کښې اچوي بلکې د هغه په خلق او خوي او ایمان هم منفي اغیزه کوي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*