Jun 09, 2018 15:38 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان بدلونونه

دتهران دپښتوخپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والوښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو،دوستانو په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د مهمو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې د دغو دواړو هیوادونو دتیرې اونۍ دمهمو پيښو خلاصه او وروسته هم تحلیلی برخه درآوروو،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ

دوستانو  تیره اونۍ دافغانستان د سولې عالی شورا اعلان کړی،له خبرواترو سره د طالبانو ډلې د ګروهنې په بڼه کې  په بیلابیلو هیوادونو کې  د دغې ډلې دسیاسی  دفترونو د پرانیستو  لپاره  ملګرتیاکوي .  دافغانستان ولسمشر  اشرف غني  هم د  جنګ د ناروا او د  ترهه ګرو حملو  په حرام بللو مشتمل د دغه هیواد د عالمانو د شورا د فتوا په هرکلي سره وئيلي دي، دکابل حکومت  یو ځل بیا له طالبانو ډلې غواړي  ، په دغه هیواد کې د سولې له بهیر سره یو ځاي شي،او په همدې خاطر ئې  یواړخیز  اوور بند اعلان کړی د ی .

  په عین حال کې،د  پاکستان  د  فیډرل موقتي  یا نګران حکومت   شپږکسیزې کابینې  په اسلام اباد کې د  دغه هیواد د ولسمشر ممنون حسین  او  نګران یا موقتي  لومړي وزیر  ناصر الملک  په شتون کې  سوګند  پورته کړ . تیره اونۍ  همداراز د پاکستان دعامو انتخاباتو د ترسره کیدا د وخت په باب په اختلافاتو  د غور  اصلی مرجع په توګه  د دغه هیواد  د سپریم کورټ یا سترې محکمې  مشر قاضي  ثاقب نثار وئيلي دي ، پارلیماني عام انتخابات به په ټاکلي وخت یعني د جولائي په پنځه ویشتمه نیټه  ترسره شي  او  اجازت به ورنکړي په ځينو سیمو کې  په ځنډ سره انتخابات وشي .دافغانستان پخواني ولسمشر  حامد کرزي  او د دغه هیواد د ثبات د ساتنې  د شورا  مشر  عبدالرب رسول سیاف  هم  ترکیې ته په سفر  کې  د افغانستان د سترملي ائيتلاف  له غړو سره چې  د حکومت مخالف لوری حسابیږي ،لیده کاته  کړي دي .

 تیره اونۍ  داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام  خمیني  د رحلت  له کلیزې سره په یووخت دپاکستان دپيښوښارپشمول ددغه هیواد په بیلابیلو  ښارونو کې دیني عالمانو او د مذهبی ګوندونومشرانو د حضرت امام خمینی د رحلت  دکلیزې په دستورو کې په شتون سره  دهغه بزرګوار   افکار او هراړخیز شخصیت وستایۀ .

 دوستانو اوس مو  د تیرې اونۍ  دمهمو پيښو په باب تحلیلی برخې ته رابولو.  

      دافغانستان  دسولې له بهیر سره  دیو ځاي کیدا او  د جنګ  د درولو لپاره  له طالبانو د  دغه هیواد د  ولسمشر  اشرف غني   له بیا غوښتنې سره په یو وخت ،د افغانستان د سولې دعالی شورا یوه  مسئول مقام  قاضی محمد امین وقاد وئيلي دي،که طالبان  له سولې سره ګروهمن وي،نو  دکابل حکومت  په بیلابیلو هیوادونو کې  د دغې ډلې  دسیاسی دفتر  د پرانیستو لپاره ورسره ملګرتیا کوي . داسې ښکاري  په بیلابیلو هیوادونو کې  دطالبانو له خوا د دفتر تاسیس د دغې ډلې  یوه غوښتنه هم ده .   په دې باب   له طالبانو ډلې سره  د ملګرتیا لپاره  دافغانستان د  سولې  دعالی شورا موافقه، د یوې سیاسی ډلې په توګه  د کابل  دحکومت له خوا د دغې ډلې  د په رسمیّت پيژندنې  ښودنه کوي ، چې  دطالبانو ډلې لپاره یو لوي امتیاز کیدلی شي .

  دافغانستان د  سیاسی چارو یو کارپيژاند او تکړه شناندی  مطیح ا....خروټی   په دې باب وائي،په افغانستان کې جنګ هیڅکله مناسبه حل لاره نه ده  او   یوازینۍ نتیجه  ئې  د دغه  هیواد د خلکو مرګ ژوبلې  او بې کوره کول دی ، چې  ددې ترڅنګ  بیخ بینائي تاسیسات هم له مینځه تللي ،  دښونې اوروزنې نظام   له مشکل سره مخ شوی او حتی  د ولس په فرهنګ    تیری شوی دی .  پر دې اساس  په افغانستان کې دسولې د ټينګیداخورا ښه لاره دخبرواتروکول دي . 

 دې ته په پام سره،چې  دافغانستان دعالمانو شورا په همداوروستیو کې  ترهه ګرې حملې  او دجنګ   دوام حرام اوناروا اعلان کړی ، د طالبانو دحملو  د دوام په خاطر د دغې ډلې لپاره ډګر لازیات تنګیږي . ځکه  دغې   ډلې تل هڅه کړې ده ،خپلې حملې  د آئيډيالوجۍ او تفکر  له پلوه یو ډول توجیه کاندي او دخپلوفعالیتونو دوام په حقه وبولي.داپه داسې حال کې دي،چې د افغانستان   دسولې له بهیر سره  د یو ځاي کیدو په اړه  د طالبانو د راضي کولو لپاره  پخپل دریځ کې  د  کابل حکومت  نرمښت  او د طالبانو له حملو سره د دغه هیواد د دینی عالمانو جدی مخالفت ،عملا د طالبانو د جنګ د دوام   لپاره هیڅ توجیه  نه پاتیکیږي .ځکه  که  د طالبانو موخه   په کابل کې د سیاسی قدرت ترلاسه کول  وي ،نو  باید  په انتخاباتو کې په ګډون سره دې ئې   په رسمي توګه ترلاسه کړي . که  د طالبانو موخه  له افغانستانه د نیواکګرو  وتل وي ،نو  دافغانستان له سولې بهیر سره  د دغې ډلې په یو ځاي کیدا سره  عملا  په دغه هیواد کې د پوځي شتون د دوام  لپاره   له امریکا اوناټو  پلمه واخلي . په عین حال کې  په افغانستان کې ځيني سیاسی ټولنې په دې اند دي،چې د دغه هیواد دحکومت اوطالبانو ډلې ترمینځ دافغانستان د سولې د تعریف په باب اختلاف شته  دی. 

 همداراز  د سیمې دسیاسی چارو یو کارپوه  فضل  الرحمان  اوریا  هم  وائي ، دم ګړۍ  مونږ   په افغانستان کې د  سولې  دوه بیلابیل  تعریفونه  وینو او تر څو چې د سولې یو واحد تعریف  ونه شي،نو دغه ستونزه به دوام ولري .له سولې د طالبانو تعریف، له افغانستانه دبهرنیو عسکرو وتل ،له امریکا سره خبرې اترې او  دافغانستان دحکومت په رسمیّت نه پيژدل دي .دافغانستان   د ملی وحدت حکومت  هڅه کوي،څو  د سولې له پروسې سره د طالبانو ډلې په یوځاي کولو سره  ځان ته  رواوالی وبخښي  او  دغه ډله  هم له جنګ جګړو لاس په سر شي .

په هرحال  له جنګ جګړو د افغان ولس ستړي کیدل او  د دغه هیواد دراتلونکو نسلونو لپاره د یوه آباد اوآزاد  افغانستان د جوړولو لپاره  دهغوي هیلې،د جنګ د دوام په بڼه کې دافغان ولس په وړاندې دطالبانوڅیره لازیاته   خرابولی شي . پر دې اساس،د روژې مبارکه میاشت   دطالبانو لپاره  ډير مناسب فرصت  حسابیږي،چې  دافغانستان د سولې بهیر سره له یوځاي کیدا سره  په موافقې سره،د افغانستان  ولس ته د  روژې دمبارکې میاشتې  د اختر  په وخت، ډیره مناسبه عیدي ورکولی  او ولس ته ښودلی شي،چې په افغانستان کې شخړو ته دلمن وهلو لپاره   نه یوازې د پرَدیو آوزار نه دي،بلکې  په بشپړ ډول د دغه هیواد  یو ملی او ځاي ځواک دی،چې  دافغانستان د  امنیتی  مشکلاتو له حل سره  دمرستې لپاره  د دغه هیواد له حکومت او ملت سره  ملګرتیاته تیار دی .

               دپاکستان  دسترې محکمې یا سپریم کورټ مشر قاضي ثاقب نثار ټينګار کړی ،  د دغه هیواد پارلیماني  انتخابات  به  په ټاکلي وخت یعني  د جولائي په پنځه ویشتمه نیټه ترسره شي .

 د  پاکستان  د  پارلیماني انتخاباتو  دترسره کیدا د وخت په باب  په اختلافاتو د غور  اصلی مرجع په توګه د سپریم کورټ د مشر قاضي  ثاقب نثار  په وینا،د ګوندونو مشران د پارلیماني انتخاباتو ځنډیدا فکر، باید  له خپلو ذهنونو وباسی .  

هغه زیاته کړې ، دپاکستان عام انتخابات   په یوه وخت  د جولائي په ۲۵نیټه  په درست هیواد کې  ترسره کیږي  او هیڅکله به  هم اجازت ورنکړي دځينو سیمو انتخابات په ځنډ سره ترسره شي.دخیبرپختونخواه او بلوچستان صوبو د وخت  اعلی وزیرانو د تودوخې د زیاتیدا له امله  په دغو دوو صوبو کې د  انتخاباتو په ترسره کیدا کې  دځنډ غوښتنه کړې  وه .  داپه  داسې حال کې دي چې   دپاکستان پر موقتي  لومړي وزیر  ناصر الملک سربیره، د  دغه هیواد دووسترو ګوندونو پيپلز ګوند اومسلم لیګ ن څانګې هم د دغه هیواد د پارلیماني انتخاباتو  د ځنډیدا  د احتمال په باب  خبرداری ورکړی دی. 

داسې ښکاري  د پاکستان دوه مهم  سیاسی ګوندونه یعني پيپلز  ګوند او مسلم لیګ ن څانګه، په ټاکلي وخت د انتخاباتو د ترسره کیدا په بڼه کې  دځان دبریالیتوب چانش زیات وینی،حال داچې دتحریک انصاف ګوند مشرعمران خان هم هیله مند دی چې دې ځل به ورته  په ټاکلي وخت او په شفاف ډول دعامو انتخاباتو په ترسره کیدا سره،د پاکستان دمرکزي حکومت  د جوړولو  چانس ترلاسه کړي .خو د مسلم لیګ ن څانګه ئې چانس ډیر کم ګڼي .البته  پيپلز ګوند هم که څه هم  د مسلم لیګ ن څانګې دمخالف ګوند په توګه  د مسلم لیګ ن څانګې دحکومت پرتیرپنځه کلن حکومتي کړچارنیوکې کوي،خو د پاکستان په سیاسی ډګر کې د دریم بهیر  دراپنځیدو  دمخنیوي په باب  یعنی د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند  ځلیدا  په باب  چې   ممکنه ده  د دغه ګوند په چورلیز توب او  دځينو سیاسی ، پوځي او امنیتی  لورو  په ملاتړ سره  حکومت جوړ شي، له مسلم لیګ ن څانګې سیره  یو شان ګډې  لیدتوګې لري .

داپه داسې حال کې  دي  چې دپاکستان دسیاسی چارو یو کارپوه اوتکړه شناندی  طلعت مسعود  وائي،د عمران خان په مشرۍ  د تحریک انصاف ګوند  د قدرت  له محدودې  د  دغو دواړو مهموګوندونو  دلیرې شړلو لپاره  دخپلو ټولو هلوځلو  دکارولو په حال کې دی . له دې ا مله  هم  مسلم لیګ ن څانګه او پيپلز ګوند  دواړه   سیاسی لوري  په دې اند دي ، چې  واړه  ګوندونه  د وخت  په تیرولو پسې دي   او غواړي  د سیاسی عمر د اوږدولو لپاره ورته فرصت ملاؤ  او  خپل  وضعیّت لا ښه کړائ شي،ځکه  داسې ښکاري  دوي داخیال نه کاوۀ چې دومره زره به دپاکستان  دغه مهم ګوندونه  د نګران یا موقته  حکومت د جوړولو په باب سره موافقه وکړي . لکه څنګه چې  واړۀ ګوندونه  په تیره بیا  دعمران خان  تحریک انصاف ګوند،په خیبر  پختونخواه او بلوچستان صوبو کې  په عامو انتخاباتو کې  دبریالیتوب لپاره له لازیات چانسه برخمن دی،په دغو دواړو صوبو کې د انتخاباتو د ځنډيدو غوښتونکي شوي دي . .

(سیماب)

*************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه