Oct 18, 2018 16:40 Asia/Kabul
  • اسلام وپيژنئ

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې اسلام وپيژنئ نومې دلړۍ له ننني یوسل پنځه شپیتم مطلب سره..........له خپل خواږۀ همکار........... ستاسو په خدمت کې دی ، په دغه ننني مطلب کې د امام الزمان (عج) دغیّبت د رازونو په باب درسره غږیږو، نو تر پایه راسره ملۀ ووسئ.

دوستانو د  :اسلام وپيژنئ نومې  دلړۍ  د  اونیز مطلب  په دوام کې  د حضرت  امام الزمان  (ع)  په باب بحث ته دوام ورکوو او  د هغه بزرګوار د غیبت  د علتونو په باب درسره غږیږو. هغه بزرګوار د حضرت امام عسکري علیه السلام زوی دی ، چې  نامه  او کُنیّت ئې  دپيغمبراکرم  په نامې  یعني محمد دی .مهدي،دهدایت شوي په معنا، حُجت،یعني  پیاوړی دلیل،قایم ، یعنی پاڅون کونکی  او صالح، یعني  نیک او غوره .  دا د  هغه بزرګوار  لقبونه دي ، چې په حدیثونو کې ورته  اشاره شوې ده .

               هماغه ډول چې  په مخکیني پروګرام کې مو وئيلي،مشیّت الهي همدا ؤ،چې حضرت امام مهدي عجل ا...تعالی فرجه شریف د خلکو له نظره  غیب شي .د امام الزمان علیه السلام  دغیّبت موضوع  یوه هغه چاره ده  چې د دیني ټولنو د بحث وړ یوه مهمه موضوع ده او ذهنونه ئې  په ځان پورې بوخت کړي دي .د ځينو روایتونو په اساس،دامام مهدي  دغیبت د واقعې علت  یو الهي راز دی،چې  پربندګانو ئې حکمت پټ دی  اوله خداوندمتعال، پیغمبر اکرم او امامانو پرته  بل څوک د هغه په باب بشپړ معلومات نه لري  او البته  دهغه بزرګوار له ظهور وروسته  به  دهغه  حکمت روښانه شي .

 د عبد ا... بن فضل هاشمي  په نامې سره یوۀ  کس روات کړي ، چې  له حضرت امام جعفر صادق علیه السلام څخه مو آوریدلي دي،چې ئې فرمائيل؛د صاحب الامرلپاره  هماغه وعده ورکړل شوی(یا ارو مَرو)غیّبت  شونی دی، چې باطل تفکرلرونکي ورباندې شک او تردید لري.: عرض مو وکړ،دهغه په غیّبت کې څه حکمت دی؟،امام بزرګوار وفرمائيل؛هماغه حکمت چې له هغه د مخکې حجتونو په غیّبت کې  ؤ .دهغه دغیّبت  حکمت (واقعي)  له ظهوره وروسته ښکاره کیږي.لکه څنګه چې دحضرت خضر علیه السلام  رازونه،(په  کشتۍ سوري کول،دیوه بچي وژل او د دیوال بیا جوړول)،دموسی لپاره څرګند نه شول،مګر  هاله چې موسی او خضر وغوښتل پخپلو کې سره جلا شي .

                 سره له دې چې مونږ د امام الزمان (عج) دغیبت  له رازونو په بشپړ ډول خبر نه یوو،دپیغمبر اکرم  او امامانو معصومین علیهم السلام  قولونو ته په رجوع کولوسره  د هغه  امام بزرګوار  د غیّبت  په حکمتونو او علتونو پوهیدلی شو.په هغو کې یو،د الهي حجت او وروستي امام دژوندساتل دي. کله  داسلام د تاریخ پاڼې لټَوو،نو وینو چې  ستمکارو اوله فساده ډکوحکومتونو د حق له بهیر سره  دمقابلې  لپاره،له هیڅ اقدامه ډډه نه ده کړې .په دې لاره کې،هغوي  د پيغمبر اکرم  د اهل بیت علیهم السلام  له کړولو، شکنجه کولو،بندي کولو او حتی له وژلو هیڅ ویره نه درلوده .دوي داسې فکرکاوۀ،چې د هغوي د ظالمانه حکومت  او د خلکو پر مال او ژوند  دسلطې  دوام ، یوازې هاله  ممکن دی ،چې  د  دین ریښتوني  مخکښان  له خپلې لارې وغړوي . نو ځکه  د امامانو  وژل  تل دهغوي په ایجنډا کې شامل وو.هغه څه چې دعباسی خپل سرو واکوالانو  وحشت او اندیښنه ئې  دوه چنده کوله،د نړۍ  دمصلح  په توګه  د حضرت مهدي عجل ا.. تعالی فرجه شریف  دظهور ژمنه  وه .له دې امله،هرڅه باندې ئې په دقت سره څارنه کوله څو  د امام مهدي د زیږیداپه وخت خبر شي، او  په هماغه لومړنیو شیبو کې ئې  کار ختم کړي .خو خداوندمتعال،حضرت مهدي (عج) دغیّبت په پَردې کې وساتۀ څو د هغه  ژوند د بدغواړو له ضرره خوندي  پاتې شي او په ټاکلي وخت کې  او هاله چې  خلک چمتوو شي،ظاهر شي او نړۍ له عدل اوانصافه ډکه کړي . 

                    دقرآن کریم په آیتونو کې  هم  دحضرت مهدي  د قیام موضوع ته اشاره شوې ده . لکه څنګه چې  د توبې سورې  په ۳۳آیت کې راغلي دی ؛؛

هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ﴿۳۳﴾

::    هغه  هغه ذات  دی،چې  خپل  رسول ئې د حق له  دین او هدایت سره  ولیږۀ څو پرټولو دینونو ئې  برلاسه کړي،که څه هم  مشرکان ورباندې خوشال نه وي:::.

                دغه آیت ځيری ورکوي، چې د اسلام دین په چورلټ ډول  پر درستو دینونو غلبه کړې او په درستې  نړۍ کې  به  خور او پراخ شي .البته  ددغې چارې پوره کیدا،د  درو شرطونو شتون ته ضرورت لري .یعني،نړیوال قانون، نړیوال رهبر  او د نړۍ چمتووالی .

 قرآن کریم یو نړیوال قانون  دی . د غه کتاب  د انسان د نیکبختۍ  او نیکمرغۍ لپاره یو تر ټولوبشپړ لارښود اوقانون دی،داسې کتاب چې پکې هیڅ ډول باطل ورته لاره  نه لري،او  تل ژوندی او تل پاتې دی .خو  د نړیوال رهبر په باب باید ووئيل شي،چې امام مهدي،هماغه د نړۍ ستر رهبر دی  چې انسان  د خپلو چارو د اصلاح لپاره  ورته اړتیا لري . په عین حال کې،د امام  الزمان  د ظهور  او په درستې نړۍ کې د  عدل او انصاف  د پراختیا لپاره  شرائط تراوسه پورې پوره شوي نه دي .  په بله وینا، دامام الزمان  دغیّبت  یو دلیل ، په درستې نړۍ کې  د عدالت د خورولو او پراختیا لپاره  دخلکو نه چمتووالی دی .

              ممکنه ده یو بل ساده مثال  مطلب نوره هم روښانه کړي،یو پوه   او دوراندیش پلار په نظر کې ونیسئ،چې  پوهیږي،دهغه ماشوم  د نعموتونو قدردان نه دی  او یقین لري،چې  که  هغه ته یوه ګران بیّه  ملغلره هم ورکړي ، نو  هغه  به ئې دماشومتوب  او په خپلو کم عقله  لوبو کې  ضائع   او له لاسه ورکړي. طبیعي خبره ده چې پلار دغه  ګران بیّه ملغلره،د ماشوم له لاس رسي لیرې ساتي څو تر دې چې  هغه  عقلي بلوغت ته ورسیږي او وده وکړي او ددغې ملغلرې قدر باندې پوه شي.دامام الزمان  په باب  هم  موضوع تر یوه حده   دې ته ورته ده .خداوندمتعال امام الزمان (عج)له نظرونو غیّب کړی،ترڅوچې  خلک  عقلی اوفکری بلوغت ته  ورسیږي او د امام الزمان  دګران بّیه ملغلرې  په قدر  پوه شي . 

                په حقیقت کې،د حضرت امام مهدي  دستر پلان اجرا چې  په نړۍ کې  د عدالت پراختیا ده ،د نړیوالو د روحي او فکري  تیاري پرته  ممکنه  نه ده .  د دغه ستر  او هراړخیز انقلاب   رامینځةکیدا ،وخت او   د انسان د  عقل ، فکر او اخلاقو  غوړیدا او  له دغه لوي غورځنګ سره  دیوځاي کیدا لپاره  دهغو   چمتووالي ته اړتیا لري .  دامام الزمان نړیوال غورځنګ   دخداي د وحدانیّت ،  عدالت غوښتنې  او قانون په اساس  بڼه غوره کوي  او دهغه منل، دیو لړ مقدماتو  برابریدو ته اړتیا لری .

           هغه عوامل  چې دانسان په چمتووالي کې رول لري،دا دي،چې  دنړۍ خلک  د خپل سرو او مستبدو حکومتونو د تجروبو له امله،دبې عدالتۍدتریخوالی  او د انسان په لاس د جوړو شووقوانینو ناکارندوالی په ښه ډول  احساس کوي. په دغوشرائطوکې دخداوندمتعال له خوا د ژغورنکوي  دراتلولپاره  تیاریږي.

*************************

             که د نړۍ  د ژغورونکي د ظهور لپاره د نړۍ  له تیاریدا مخکې  هغه بزرګوار  د غیّبت له پَردې  رابهر شي،نو  د نورو امامانو په څير برخلیک به دهغه په تمه وي،په دې خاطر چې دښمنان،هغه  له مینځه یووسي ،او په دې پسې،د انسان  غوره آرمان به،یعني دعدالت ټينګیدا او د ظلم  د ټغرټولیدا به تحقق ونه مومي .نو هغه امام بزګوار هاله ظهور کوي،چې نړیوال له هر پلوه د هغه د ظهور  لپاره  تیار شوي وي . 

             د ژوند صحنه تل  د  انسان د آزمیښت ډګر دی .په الهي آزمیښتونو کې  صالح او متقي کسان،د ایمان او استقامت په سیوري کې روزل شوي او  د هغوي پټ  او لاس نه وهلي وړتیاوې غوړیږي .دحضرت امام مهدي(عج) غیّبت هم د خلکو د آزمیښت لپاره  یوه زمینه ده  . دغیّبت اوږدیدا،لامل کیږي، چې  د انسان باطني هویّت راښکاره شي او هغه ډله چې  ایمان ئې سست وي،  له شک او تردید سره مخامخ شي،خو هغه کسان چې  د وجود په رګونو کې ئې  ایمان  خور وي ،دهغه بزرګوار د ظهور  دانتظار او  د ګډوډیو او سربدالیو او سختیو په وړاندې دمقاومت په دلیل لازیات پیاوړی او لازیات تیاریږي .    حضرت امام موسی کاظم علیه  السلام  په یوه ځاي کې فرمائي؛کله چې دما پنځم زوی ( امام مهدي ) غایب شي،نو د خپل دین په فکر کې شئ،داسې نه  چې څوک مو له دینه وباسي .هغه به حتما له سترګو غیبیږي،په دې توګه چې   یوه ډله مومنان  به  له خپلې عقیدې لاس په سر شي .خداوندمتعال  دغیّبت  په وسیله خپل بندګان  آزموئي :::

               د اسلام د دین د مخکښانو له خبرو داسې پوهیدلی شو چې  د حضرت امام مهدي (عج) دغیّبت په پړاؤ کې  آزموینه،یوه سخته الهي آزموینه ده . یوازې هغه کسان چې له ایمان،اخلاص او بصیرته برخمن دي،له دغې آزموینې سرلوړي راوځي .داسلام ګران پیغمبر(ص)فرمائي؛هغه (مهدي) هغه څوک دی،چې د شیعیانو اوخپلو نزدې کسانو له نظره  غایبیږي  او په دغه  غیّبت کې  له هغه چاپرته،چې خداوندمتعال ئې  زړۀ  په ایمان سره آزموئیلی وي ،  دهغه په امامت باندې په اعتقاد کې نه پاتیکیږي ::::

 دغیّبت  پړاؤ،تل  د عامو خلکولپاره له سختیو،تریخوالو او ناببروحالاتو سره یو ځاي دی .جنګ او ناکراریو د انسانانو پر زړونواغیزې شیندي،په دغه شان شرائطو کې،پر دین پاتیکیدل  او دایمان ساتل،سختیږي  او د خلکو د ایمان  بنیادونه له خطرې سره مخامخیږي .

             غوره ده چې   ووایو،د امام الزمان عجل ا...تعالی فرجه  الشریف له غیبته  مقصد،په غار کې د هغه بزرګوار پټيدا او له خلکو لیرې ژوند کول نه دي ، بلکې  هغه بزرګوار   په خلکو مینځ کې حاضریږي،دوي ویني او پيژني ئې،  خلک هم امام بزرګوار ویني،خو هغه نه پيژني او نه پوهیږي ، چې    دا  هماغه  مهدي موعود  دی . امام الزمان علیه السلام  د غیّبت  په پړاؤ کې  په دوامدار ډول  د مومنانو اوخپلو  ملګرو اصحابو خیال ساتي . هغه امام بزرګوار د غیّبت  په پړاؤ کې د  وریّځو تر شا د هماغه لمر  په څير دی،چې خلک ئې  له برکتونو او ښکاره او پټو  لارښونو  برخمن کیږي .

           نو  دلته  غیّبت،د بې درکه کیدا او نه حاضریدا په معنا نه،بلکې له نظرونو  د غایب کیدا په معنا دی.هغه بزرګوار،د خلکو ترڅنګ شتون لري .دا حقیقت، د پیغمبر اکرم  د اهل بیت علیهم السلام د امامانو له ژبې  په ډول ډول تعبیرونو  بیان شوی دی .حضرت امام علی علیه السلام فرمائي؛په خداي موقسم ! د خداي حجت  د خلکو په مینځ کې دی  او  په لاره ګامونه پورته کوي ...  دمځکې   په ختیځ او  لویدیځ کې تګ راتګ کوي،دخلکو خبرې آوري او پر هغوي سلام اچوي،ویني خو نه لیدل کیږي،تر ټاکلي وخت پورې یعني د تر الهي ژمنې پورې .

محمد بن عثمان،د امام الزمان یو خاص  نایب دی چې وائي،امام مهدي علیه السلام  هرکال دحج  په دستورو کې ظهور کوي ،خلک ویني او  پيژني ئې  او  خلک ئې  هم ویني،خو   نه ئې پيژني :::

              خوږو دوستانوان شاا... په ورپسې برخې کې به دغه بحث ته  دوام ورکړو نوتربل پروګرام پورې مو  په نیاؤمن خداي سپارو.... ا...مو مل او ملګری ......

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه