Nov 09, 2018 13:45 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۳۴

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له وړومبۍ او د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر د میاشتې له نهمې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۴۰ کاله مخکښې د ربیع الاول د میاشتې په لومړۍ ورځ، دحضرت محمد مصطفی (ص)تاریخی هجرت پیل شو. په داسې حال کښې چې داسلام دګران پیغمبر(ص) له بعثته دیارلس کاله تیریدل ، هغه بزرګوار د مکې د مشرکانو دکړولو او ځورولو له امله مدینې ته هجرت وکړ. پیغمبراکرم په داسې شرایطو کښې چې د مشرکانو یوې ډلې نیت درلود د شپې مهال او په ډله ایز ډول هغه بزرګوار ووژنی خوحضرت امام علی (ع) په سرښیندنې اوله ځانه په تیریداسره هغه شپه د اسلام د ګران پیغمبر په بسترې کښې ویده شو څو دښمن له مکې دپیغمبراکرم (ص) وتلو ته متوجه نشی. مدینې ته دپیغمبراکرم (ص) هجرت اوله دې وروسته پیښې د اسلام په پرمختګ کښې دومره مهمې وې چې د مسلمانانو د تاریخ پیلامه شوې. د هجرت په بهیر کښې د مدینی خلکو د پیغمبر اکرم او د مهاجرانو ډیر تود هرکلی وکړ. څه موده نه وه تیره چې د همدغه هجرت په برکت اسلام سیاسی او پوځی تشکیلات پیدا کړل او یوځواکمن حکومت یې جوړ کړ چې د یوه لوی اسلامی تمدن د رامینځته کیدا لپاره پیلامه شو. د ویلو ده چې داسلام ګران پیغمبر(ص) لومړنی کس ؤ چې خپل هجرت د تاریخ اساس وګرځوی او د عربانو مشرانو او شخصیتونوسره یې خپل لیکونه اومکاتبات په دغه تاریخ سره ثبت کړل.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۳۷۵ کاله مخکښې د پینځه شپیتم قمری کال د ربیع الاول په لومړی نیټه، د حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه د وفادارو ملګرو له قاتلانوڅخه د غچ اخیستو لپاره د توابین پاڅون پیل شو. دکوفې خلکو داسلام د ګران پیغمبر(ص) لمسی حضرت امام حسین (ع) ته مخکښې بلنه ورکړې وه څو د هغوی ښارته ورشی او د یزید د ظالمانه حکومت په ضد د پاڅون مشری په غاړه واخلی. امام حسین هم د هغوی بلنه ومنله او دکوفې په لوریې حرکت وکړ،خو د لارې په مینځ کربلاکښې د معاویه د زوي یزید له لښکرسره په یو نابرابر جنګ کښې شهیدشو. د توابینو ډله د کوفې خلک وو چې د امام حسین دیوازې پریښودو او د ژمنې د نه پوره کولو په خاطر ډیر پښمانه وو،د دغې لټۍاوګناه په علت یې توبه وکړه اودسلیمان بن صُرَدپه مشرۍ دیزید له لوی لښکر سره وجنګیدل او له هغوی زیاتره کسان شهیدان شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۱ کاله وړاندې د اتلس سوه اوه اویایم  ميلادي کال د نومبر په نهمه نېټه، د پاکستان ليکوال، متفکر او فارسي او اردو ويونکی شاعر علامه محمد اقبال لاهوري وزېږېد. هغۀ له ابتدایي او لوړو زده کړو وروسته د فلسفې د زده کړو او تکميلي زده کړو لپاره  څلور کاله په جرمني او انګلستان کښې تیر کړل. علامه اقبال لاهوري له ځوانی څخه شاعري پیل کړه او لومړنی منظومي کلام يې (د يتيم فرياد) نومېدۀ. دغه ژمن شاعر پاکستان ته له ستانیدا  وروسته  د خپلو وطنوالو د بېدارولو او د مسلمانانو د يوځای کولو ته ملا وتړله او خپل نظريات او افکار يې د شعر په چوکاټ کښې په تېره بيا په فارسۍ ژبه بيان کړل. علامه اقبال په هند کښې له سترو ديني اصلاح غوښتونکو او  له هند څخه د پاکستان د بېلتون له پلويانو څخه ؤ. له علامه اقبال لاهوري  څخه  په فارسۍ او اردو ژبو زيات اثار په يادګار پاتې دي. د علامه اقبال ټول فارسي شعرونه په مختلفو قطعو، دوبېتونو، رباعيانو، غزلونو، مثنويانو او قصيدو شامل دي چې د اسرار خودي،

رمز بېخودي، ارمغان حجاز او زبور عجم په نوم کتابونو کښې راغونډ شوي دي. دغه ستر شاعر په نولس سوه اته دیرشم میلادي کال کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۰ کاله مخکښې د نولس سوه اتلسم  میلادي کال د نومبر د میاشتې په نهمه نیټه، په لومړني نړیوال جنګ کښې له متفقینو څخه دجرمني دپوځ له ډیرو ماتیو او په دغه هیواد کښې دبلوا له رامینځته کیدا وروسته چې په جرمني کښې دجمهوریت داعلانیدا سبب شوه دجرمني اخري امپراتور دوهم  ویلهلم  استعفی ورکړه. هغه دوه  ورځې وروسته  په هالینډ کښې پناه واخیستله او په دې ډول په جرمني کښې سلطنتي نظام ختم شو. په لومړني نړیوال جنګ کښې دجرمني له ماتي او تسلیمدا او دسلطنتي نظام له لغوه کیدا وروسته فرډریش ایبرټ د لومړني ولسمشر په توګه په هیواد کښې قدرت ته ورسید.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۲ کاله مخکښې د دیارلس سوه پینځه پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اتلسمه نیټه، یو ایرانی انقلابي مبارز نصرت ا... انصاري د باچاهي نظام د امنیت ساتونکي ساواک تنظیم تر شکنجو لاندې شهید شو. حجت الاسلام شیخ نصرت ا... انصاري په بویین زهرا کښې وزیږید. هغه د حوزوي علومو له زده کولو سره سم سیاسي مبارزو ته هم مخه کړه او د رژیم پر ضد یې فعالیتونه ترسره کړل. حجت الاسلام انصاري بالاخره په دیارلس سوه څلور پنځوسم لمریز کال کښې د ساواک په لاس ونیوی شو او د شپږو میاشتو ویرونکیو شکنجو له زغملو وروسته شهید شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۹ کاله مخکښې د نولس سوه نهه اتیایم ميلادي کال د نومبر په نهمه نېټه، د برلین دیوال چې دغه ښار يې په ختيځې او لويديځې دوو برخو وېشلو له اتويشتو کلونو وروسته ونړول شو. له دويم نړيوال جنګ وروسته د برلین ختيځه برخه د شوروي او لويديځه برخه يې د امريکې، انګلستان او فرانسې تر کنټرول لاندې راغله. په  نولس سوه یو شپیتم  کال کښې په برلین کښې د نا اراميو د رامینځته کیدا او د دغه ښار لويديځ ته د برلین دختيځ د اوسېدونکو تېښته  د شوروي او ختيځ جرمني د حکومتونو د اندیښنې سبب شوه او نوموړو حکومتونو د برلین ديوال جوړ کړ چې ورو ورو د جرمني د تجزيې په يو بیلګې بدل شو. خو د شوروي بدلونونه چې په ختيځي جرمني کښې يې هم زيات اغیزونه  وکړل په نولس سوه نهه اتیایم میلادي کال کښې د برلین د ديوال د ړنګیدا او بالاخره يو ځل بيا د جرمني د پیوستون سبب شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۲۱ کاله مخکښې د دیارلس سوه شپږ اویایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اتلسمه نیټه، ستر عالم آیت ا... شیخ محمد حسین کلباسي اصفهاني په دوه نوي کلنۍ کښې وفات شو. هغه په اصفهان کښې له مقدماتي زده کړو وروسته په اولس کلنۍ کښې نجف اشرف ته ولاړ او د کچو له زده کولو وروسته د آیت الاګانو د سید ابوالحسن اصفهاني، آقا ضیاء الدین عراقي، میرزا علي آقا شیرازي او شیخ محمد کاظم شیرازي په شان د استادانو له درس خارجه لوړې استفادې وکړې. آیت ا... کلباسي وروسته اصفهان ته ستون شو او یوه موده وروسته د دوهم ځل لپاره نجف ته ولاړ. دغه ستر عالم په نجف کښې له اوسیدو دیرش کاله وروسته د قم علمیه حوزې ته ولاړ او د فقې او اصول تدریس ته یې مخه کړه. آیت ا... کلباسي د ګڼ شمیرو تالیفاتو لرونکی ؤ چې پکښې فضایل اهل بیت ، شرح باب حادي عشر و غرایب او قصار الکلم ته اشاره کولی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه