Nov 11, 2018 09:36 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۳۵

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ربیع الاول له دویمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر له لسمې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۸۱۰ کاله پخوا داسلامی نړۍ یومحدث، ادیب، مورخ په عزالدین مشهور ابن اثیر جَزَری دعراق په شمال موصل ښار کې وفات شو . هغه په ۵۵۵ قمری کال کې په عراق کې زیږیدلی ؤ او دخپل ژوند لومړنی پړاؤ یې په موصل ، بغداد او شام کې تیر کړ . ابن اثیر په دغې مودې کې بیلابیل دینی علوم زده کړل او څه وخت نه ؤ تیر چې په لغت علم کې دخپل وخت یو مشهور شخصیّت شو . هغه ورپسې دخطیب طوسی په څیر دهغه وخت له نامتو استاذانو فقه او حدیث زده کړ . دابن اثیر خورا مشهور اثر : الکامل فی التاریخ (بشپړتاریخ ) دی . هغه په دغه کتاب کې تر ۶۲۷قمری کال پورې د نړۍ مهمې پیښې سپړلی دی . له بلې خوا لکه څنګه چې ابن اثیر دمغولانو په پړاؤ کې ژوند کاوه،دهغه کتاب دمغولو دتاریخ یوه مهمه سرچینه شمیرل کیږی .دابن اثیر مشهور کتاب :اسدالغابه فی معرفة الصحابه : نومیږی چې شپږ ټوکه دی او په هغه کې داسلام دګران پیغمبر دکابو اوه نیم زره اصحابو د ژوند شرحه پکې ذکر شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۳۵ کاله مخکښې د څوارلس سوه درې اتیایم میلادي کال د نومبر په لسمه نیټه د جرمني مذهبي اصلاح غوښتونکی مارټین لودر  وزیږید. هغه په ځوانۍ کښې پادري شو. لودر  همداراز د  خپلو پوهنتوني زده کړو په پای کښې په فلسفه کښې استادي ترلاسه کړه. د مسیحیت د دین په اړه د مارټین لودر نظریاتو د پاپ او د کلیسا د یو شمیر لوړو مقاماتو له نظر سره توپیر لاره او په همدې اساس یې په پینځلس سوه اولسم میلادي کال کښې د کلیسا د ظلم او زیاتي په وړاندې پاڅون وکړ. هغه د پاپ د ښکاره امر په خلاف انجیل په جرمن ژبه کښې وژباړه او بالآخره یې د کاتولیک کلیسا په ضد د پروتستانو په نوم غورځنګ جوړ کړ. د لودر افکار په اروپا او په ځانګړی ډول په جرمني کښې د سیاسي او مذهبي بدلونونو او جګړو سر چینه ګڼل کیږي. د پروتستانو مشر د ژوند په وروستیو کښې ناروغ شو او په پینځلس سوه شپږ څلویښتم میلادي کال کښې مړ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۱۹ کاله وړاندې د اولس سوه نهه نوېم میلادي کال د نومبر په لسمه نیټه، په فرانسې کښې د برومییر په نوم مشهوره کودتا رامینځته شوه. برومییر د فرانسوي انقلاب په کال هنداره کښې  د دوهمې میاشتې نوم  دی چی په میلادی کال هنداره کښی د نومبر له میاشتې سره سمون لري. په دی ورځ نیپولین بوناپارت چې په شماليافریقا او مصر کښی په بریاوو مشغول ؤ، د(ډایریکټویر) د حکومت د اداری شورا دیوه غړي د پټې بلنې په ترڅ کښې فرانسې ته ستون شو.  هغه د نظامي ځواکونو پر مټ لومړۍ پارلمان او ورپسی اداری شورا لغوه کړه او په رسمي توګه  یې قدرت او د چارو واګې  په خپل لاس کښې واخیستې. نیپولین د کونسلا په نوم درې کسیزې غونډې په مشرۍ د لومړی کونسل په توګه، خپل حکومت پیل کړ. هغه په اتلس سوه دوهم میلادي کال کښې د عمر تر پایه لومړي کونسل او دوه کاله وروسته د کونسلا په ړنګولوسره امپراطور ونومول شو او دا مقام یې په خپله کورنۍ کښې میراثي اعلان کړ.  په دې ډول پر فرانسې یو ځل بیا شاهي نظام واکمن شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۸۰ کاله مخکښې د ۱۲۶۰قمری کال د ربیع الاول په دوهمه نیټه یوتکړه اوشجاع مجتهد او عالم آیت ا....سید محمد باقر شفتی وفات شو . هغه په ۱۱۷۵ قمری کال کې دایران دشمال په یوه کلی کې زیږیدلی ؤ او داسلامی معارفو دزده کولو لپاره یې دعراق د نجف پشمول بیلابیلو ښارونو ته سفرونه وکړل . آیت ا.... شفتی خپل هیوادته په ستنیدا کې قم او بیا کاشان ته هم د نامتو عالمانو څخه دمعلوماتو دترلاسه کولو لپاره سفرونه وکړل او عمومی کارونو ته یې مخه کړه . دغه پرهیزګار علم په خلکو کې ډیر نفوذ درلود او له بې وزلو سره یې ډیره مرسته کوله .. همداراز له قاجار حکوت سره دآیت ا...شفتی مخالفت او دهغه معنوی مقام او نفوذ دهغه په ضد دپاچایانو دغوسې او ډیرو دسیسو لامل ضشو . ددغه لوی عالم له آثارو څخه :تحفة ابرار المستنبط:د علامه حلی دتهذیب الاصول شرحه او په دمشق کې یوې رسالې په نامې کتابونه پاتې دی .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۶ کاله پخوا د نولس سوه دولسم میلادي کال د نومبر په لسمه نیټه، مراکش هیواد د فرانسې او اسپانیا تر استعمار لاندې راغی. له دې مخکښې مراکش د عثمانی امپراطوري، ایټالیا ، کارتاژ او روم د دولتونو تر نیواک لاندې ؤ. اسلام د اومې میلادي پیړۍ په وروستیو کښې مراکش ته ورسید او لکه څنګه چې دا هیواد د اسلامي نړۍ په لویدیځ کښې ؤ، ځکه د المغرب په نوم ونومول شو. د شلمې میلادي پیړۍ په پیل کښې په مراکش کښې د ګڼ شمیر کړکیچونو او د دغه ټاټوبي د نیولو په سر د ښکیلاک ګرو د سیالۍ له امله په نولس سوه دولسم میلادي کال کښې د فاس تړون په اساس مراکش د فرانسې او اسپانیا تر مینځ وویشل شو  او د دې دواړو هیوادونو تر سرپرستۍ لاندې راغی. پر دې هیواد د فرانسې او اسپانیا  د رسمي ښکیلاک له پیله  د ښکیلاک ګرو پر ضد د مراکش د خلکو وسله وال مقاومت زور وموند او بالاخره له کلونو  جنګ او وینې تویدنې وروسته مراکش په نولس سوه شپږ پنځوسم میلادي کال کښې خپلواکي ترلاسه کړه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۵ کاله مخکښې د دیارلس سوه درې دیرشم هجري لمریز کال د لړم دمیاشتې په نولسمه نیټه، د ډاکټر محمد مصدق دکابینې د بهرنیو چارو وزیر  ډاکټر سید حسین فاطمي دشاه رژیم د عواملو په لاس په ډزو  وویشتل شو. هغه په یوې نمایشي پوځي محکمې کښې په داسې حال کښې چې سخت ناروغ ؤ، په اعدام محکوم شوی ؤ. ډاکټر فاطمي په ایران کښې د دیارلس سوه دوه دیرشم  هجري لمریز کال د زمري دمیاشتې د اته ویشتمې نیټې امریکايي کودتا  او د ډاکټر محمد مصدق له څنګته کیدا وروسته د باچا رژیم دمامورانو تر تعقیب لاندې ؤ او پټ ژوندیې کاوه. خو څه موده وروسته ونیول شو او په همداسې ورځ  د باچا په حکم اعدام شو .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۵۴ کاله مخکښې د نولس سوه څلور شپیتم میلادي کال د نومبر په لسمه نیټه، لیونیډ بریژنف د شوروي د کمونیسټ ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شواو د چارو واګې یې په لاس کښې واخیستې. هغه په نولس سوه یو دیرشم میلادي کال کښې د شوروي د کمونسټ ګوند غړیتوب تر لاسه کړ.بریژنف په دغه ګوند کښې د پرمختګ د پړاوونو له ترلاسه کولو وروسته په نولس سوه شپیتم میلادي کال کښې د شوروي اتحاد د مشریزه پلاوي  د مشر په توګه وټاکل شو او د خروشچوف له لیري کیدو وروسته د کمونسټ ګوند عمومي منشي هم شو. بریژنف محتاط سیاستوال ؤ او د تاوتریخوالي د ځپلو دسیاست په غوره کولو سره یی هڅه وکړه څو له امریکا سره د اټومي جنګ مخه ونیسي. خو په عین حال کښې د چیکوسلواکیا او افغانستان نیولل د هغه په وخت کښې تر سره شول. بریژنف په شوروي کښې د ننه د کمونیسم بې نرمښته سیاست ته دوام ورکړ او د حکومت د ننه اړخونو د رضایت په جلبولو سره یې خپل واک تر اتلس کالو وساته. هغه په نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال کښې مړ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه