Nov 11, 2018 09:38 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۳۶

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې شلمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له دریمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د د نومبر له یوولسمې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۹۹۹ کاله مخکې د ۴۴۱ سپوږمیز کال د ربیع الاول په ۳مه نېټه، مشهور عرب شاعر او لیکوال، ابوالعلا معری وفات شو.

هغه په ۳۶۳ سپوږمیز کال په اوسنۍ سوریه کې وزږید او لومړی یې په معره او د شام په نورو ښارونو کې دلغت او ادب علم د زده کړې بشپړولو ته مخه کړه. معری ورپسې بغداد ته ولاړ او د خپل علم بشپړولو ته یې مخه کړه.

ابوالعلاء معری سره له دې چې له ماشومتوبه ړوند شوی و، وتوانید چې د خپل وخت مشهور شاعر شي.

د هغه له آثارو څخه رسالة الغفران، او الامالی ته اشاره کولای شوو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۲۹ کاله مخکښې د دولس سوه اته شپیتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په شلمه نیټه، یو شیعه محدث او فقیه څیړاند ملا احمد خوییني قزویني په اته شپیته کلنۍ کښې وفات شو. هغه له لومړنیو زده کړو وروسته قزوین ته ولاړ او څه موده وروسته د زده کړو د دوام لپاره اصفهان ته هجرت وکړ. ملا آقا لکه څنګه چې د اصفهان د مشهورو عالمانو له  درسه استفاده وکړه، د علومو د لوړو کچو د زده کولو په اراده عراق ته ولاړ او هلته تر کلونو اووسیدو. ملا احمد خوییني له هغې وروسته په قزوین کښې استوګنه غوره کړه او د فتوی او تدریس کار ته یې مخه کړه. له دغه فقیه او محدث څخه یوشمیر اثار په یادګار پاتې دي چې په دوو ټوکو کښې (معراج الوصول الی علم الاصول)، په فقه کښې په دریو ټوکو کښې (اللوامع) او په رجال علم کښې (مراة المراد) له هغو څخه دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۶ کاله وړاندې د نولس سوه دوه اتیایم  میلادي کال د نومبر په یولسمه  نیټه،  د لبنان په جنوب کښې په صور ښار کښې د صهیونیسټ نیواک ګر رژیم د ځواکونو د قوماندانی مرکز د شهید( احمد قصیر ) لبناني استشهادي له خوا ویجاړ کړئ  شو. د دغه شهادت غوښتونکي عملیاتو په ترڅ کښې نهه اتیا صهیونیسټ پوځيان ووژل شول او شپږ اتیا نور ټپیان شول. د قدس د نیواک ګر رژیم ځواکونو د همهغه کال د جون په میاشت کښې پر لبنان حمله کړې وه او د دې هیواد تر پلازمینې بیروت پرمخ تللي وو.  پر لبنان د صهیونیستي رژیم  د ځواکونو د وحشیانه حملې په ترڅ کښې په زرګونو عام خلک مړه او ټپیان شول چی د همهغه کال د سپتامبر په میاشت کښې د فلسطیني مهاجرینو په دوو پنډ غالو صبرا او شتیلا کښې بوږنوونکي عام وژله د دا ډول  بی رحمه  قتلونو یوه بیلګه ده. په عین حال کښې  د صهیونیسټي رژیم د قوماندانۍ په مرکز کښې چاودنه، چې په بیروت کښې د امریکایي او فرانسوي ځواکونو د مرکزونو له ړنګولو لږ وخت وروسته وشوه، دنیول شوي فلسطین او لبنان پولې ته   دصهیونیسټو ځواکونو د شاتګ لپاره مهم عامل وګرځید.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۲ کاله پخوا د دیارلس سوه پینځه شپیتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په شلمه نیټه، یو مبارز فقیه آیت ا... سید ابوالفضل خسروشاهي وفات شو. هغه په نجف او تبریز کښې له کلونو زده کړو وروسته د اجتهاد او فقاهت لوړ مقام ترلاسه کړ او په تبریز کښې یې د رضا خاني د ساډوبۍ په پړاؤ کښې او له خپل پلار سره د احکامو تبلیغ، تعلیم، روزنې او د خلکو وعظ ته مخه کړه. آیت ا... خسروشاهي په دیارلس سوه څلورویشتم لمریز کال کښې په آذربایجان کښې د ډیموکریټانو د واکمنۍ په بهیر کښې په تبریز کښې له شوروي سره اړونده واکمنانو پر ضد مبارزه وکړه په دی ډول چې د هغه او د هغه مجتهد ورور د سید احمد د ترور طرحه هم برابره شوه. خو د ترور له اجرا مخکښې د ډیموکریټانو حکومت هڅه وکړه او هغه یو ځل بیا خپلو دیني وظایفو ته دوام ورکړ. آیت ا... خسرو شاهي د الهي احکامو د تبلیغ او دیني افکارو د خورولو په لار کښې په ځلونو په تبریز کښې د پهلوي حکومت لخوا و ځورول شو خو تل په خپل ایمان او اعتقاد ټینګ پاتې شو تر دې چې د دیارلس سوه پینځه شپیتم لمریز کال د لړم په شلمه نیټه په څلور اتیا کلنۍ کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۱۴ کاله مخکښې د دوه زره څلورم میلادي کال د نومبر په یولسمه نیټه، د فلسطین د کور واکه تشکیلاتو او د دغه  هیواد  د آزادي بښونکي سازمان  یا (پی ایل او )مشر یاسر عرفات وفات شو. هغه په نولس سوه نهه ویشتم میلادي کال کښې وزیږید او له ځوانۍ  یې د صهیونیسټانو د نیواک په ضد مبارزه پیل کړه . عرفات په نولس سوه شپږ څلویښتم میلادي کال کښې د زده کړو لپاره  د مصر د قاهرې پوهنتون ته ولاړ او پنځه کاله وروسته د معمارۍ په برخه کښې فارغ التحصیل شو. هغه په نولس سوه پینځه شپیتم میلادي کال کښې فلسطین ته ستون شو او له صهیونیستي رژیم سره یې د مبارزې په موخه د فتح غورځنګ بنسټ کیښود. هغه څلور کاله وروسته د فلسطین د آزادي غواړي سازمان چې د فلسطین له بیلابیلو تنظیمونو څخه جوړ شوې ؤ، مشرۍ ترلاسه کړه او د ژوند تر پایه یې دا مقام وساته.  دغه فلسطیني رهبرپه نولس سوه اویایمې لسیزې کښې د تل ابیب پرضدد یو لړ مبارزو رهبري وکړه. خو په نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال کښې پرلبنان  د صهیونیسټو ځواکونو له حملې وروسته ، چی په دغه هیواد کښې د (پی ایل او) مرکز هم ؤ عرفات خپلو ځواکونو ته  تونس ته د شا تګ حکم وکړ. دغه  اقدام  په عملي توګه د صهیونیست رژیم په وړاندی د(پی ایل او) د وسله والی  مبارزی پای  ؤ. یاسر په نولس سوه اته اتیایم میلادي کال کښې دا رژیم په رسمیت وپیژاند اودرې کاله وروسته یې له تل ابیب سره د ساز او باز خبرې اترې پیل کړې. د دغو خبرو اترو موخه  په نولس سوه درې نوېم  میلادي کال کښې د پي ایل او او صهیونیسټي رژیم په مینځ کښې د اسلو تړون ؤ. خو دغه رژیم په خپلو ډیرو ژمنو او موافقو عمل ونه کړ او په همدې وجه  په دوه زرم میلادي کال کښې د فلسطین خلکو د مسجد الاقصی د بیرته نیولو لپاره انتفاضه پیل کړه. صهیونیستي رژیم له دوه زره دویم میلادي کاله یاسر عرفات د اردن سیند د لویدیځي څنډی رام ا...  ښار څخه ممنوع الخروج اعلان کړ ، تر څو چی د ناروغۍ د زیاتیدا له امله پاریس ته یوړل شو چې له دوو اونیو وروسته په پینځه اویا کلنۍ کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه