د تاریخ پاڼه ۲۳۷
نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې یویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال ربیع الاول له څلورمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر له دولسمې نیټې سره برابره ده.
= ۲۵۴ کاله پخوا د یوولس سوه شپږ اتیایم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په څلورمه نیټه، د دولسمې هجری قمری پېړۍ مشهور فقیه، محدث ، محقق او لیکوال شیخ یوسف بحرانی د عراق په کربلای معلی ښار کښې وفات شو.
هغه د خپل ژوند حالات په (لوء لوء البحرین) کتاب کښې چې پخپله یې لیکلئ دی، په مقدمه کښې راوړی دی. د دغه کتاب د لیکنو له مخې هغۀ لیک لوست او د دینی علومو مقدمات له خپل پلار څخه زده کړل. بیا د زدکړو د تکمیل لپاره بحرېن او مکې مکرمې ته ولاړ. هغه د حج د فریضې له ادا کولو وروسته ایران ته راغئ او له دې امله چې ایران یې د خپلې استوګنې لپاره مناسب ولید د ایران د جنوب په فسا ښار کښې استوګنه شو او د تدریس، تحقیق او تالیف په کار بوخت شو.
په همهغه وخت کښې هغۀ د«الحدائق الناضره» نومی خپل ډېر مشهور کتاب لیکنه پیل کړه. په ورپسې وختونوکښې د دغه کتاب د لیکلو په دلیل د حدائق په خاوند مشهور شو. بحرانی په مجموعی توګه دوه دیرش تالیفات لری چې له هغو څخه «انیس المسافر» او «جلیس الخواطر)) کتابونو ته اشاره کولئ شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۷۸ کاله پخوا د اتلس سوه څلویښتم میلادي کال د نومبر په دولسمه نیټه، د نولسمې میلادي پیړۍ یو نامتو مجسمه جوړونکی (آګسټ روډین) په پاریس کښی وزیږید. له مجسمه جوړونې سره د هغه مینه او استعداد له ماشومتوبه څرګند شو. په وروسته کلونو کښې روډین د ښکلو او په زړه پورې مجسمو په جوړولو سره د یوه لوئ مجسمه جوړونکي په توګه شهرت وموند. د هغه له مشهورو آثارو یو د(متفکر انسان) په نوم دی . اګسټی روډین په نولس سوه اولسم میلادي کال کښې مړ شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۲۱ کاله مخکښې د دولس سوه شپږ اویایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په یویشتمه نیټه، په نیما یوشیج مشهور د ایران یو اوس مهال نوښت ګر شاعر علی اسفندیاری د ایران په شمال کښې د مازندران په یوش کلي کښې وزیږید. هغه د ماشومتوب له پړاؤ وروسته تهران ته راغئ او د فرانسوي ژبې په زده کولو بوخت شو او له هغه سره سم یې د عربۍ ژبه هم په ښه توګه زده کړه. نیما یوشیج د خپل یوه استاد په هڅونه په شعر ویلو پیل وکړ او په ایران کښې د لومړي نوښت ګر شاعر په توګه مطرح شو . د نیما شعرونه له خاصې وړتیا برخمن دي چې د وزن او قافیه مهمه ځانګړتیا وربښي. د ایران د دغه نوښت ګر شاعر تر ټولو مهم اثر (افسانه) نومیږی. نیما یوشیج په دیارلس سوه اته دیرشم هجري لمریز کال کښې په دوه شپیته کلنۍ کښې وفات شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۰۰ کاله مخکښې د نولس سوه اتلسم میلادي کال د نومبر په دولسمه نیټه، په لومړني نړیوال جنګ کښې د آسټریا ـ هنګري د امپراطوري له ماتي او د دغو دواړو هیوادونو له جلا کیدا وروسته په آسټریا کښې د سلطنتي نظام له مینځه ولاړ او په دغه هیواد کښې جمهوري نظام واکمن شو. د آسټریا وروستئ امپراطور لومړۍ شارل چې د نولس سوه شپاړسم میلادي کال د نومبر له یویشتمې نیټی واک ته رسیدلی ؤ، د لومړني نړیوال جنګ د پریښودو د تړون له لاسلیک وروسته ېې د نولس سوه اتلسم میلادي کال د نومبر په یولسمه نیټه له خپلې دندې استعفی ورکړه او په سویس کښې یې پناه واخیسته.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۶۲ کاله مخکښې د نولس سوه شپږ پنځوسم میلادي کال د نومبر په دولسمه نیټه، د صهیونیسټي رژیم ځواکونو د غزې تړانګې د رفح په ښار کښې د فلسطینیانو په لوئ پنډغالي کښې یوه بله عام وژله وکړه. دغه جنایت له مصر سره د دغه رژیم، انګلیستان او فرانسې د جګړی د اوربند له اعلانه څو ورځې وروسته رامینځته شو. د قدس د نیواکګر رژیم ځواکونو دغه پنډ غالي ته له ننوتو وروسته د هغه اوسیدونکي و وژل. په دغه بی رحمه عام وژلې کښې یو سلو لس فلسطیني ښځې ، نران او ماشومان شهیدان او کابو زر کسان هم ټپیان شول.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۴۵ کاله مخکښې د دیارلس سوه دوه پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په یویشتمه نیټه، یو ایرانی اسلام پیژاندئ او لیکوال استاد رضا روزبه وفات شو. هغه په دیارلس سوم هجري لمریز کال کښې د ایران په شمال ختیځ کښې د زنجان ښار په یوې مذهبي کورنۍ کښې وزیږید. روزبه له ماشومتوبه د دیني چارو ته علاقه وښودله او په مدرسه کښې یې د زده کړو سره سم په علمیه حوزې کښې فقې، اصول، منطق او فلسفې زده کولو ته هم مخه کړه. هغه د استادئ له څه موده وروسته، تهران ته راغئ او د فیزیک په څانګه کښې یې زده کړو ته مخه کړه. په دغه څانګه کښې د روزبه د استعداد او علاقې باوجود، هغه په پوهنتون کښې له تدریسه ډډه وکړه او د اسلامي مدرسې جوړونې او د ځوانانو او زلمیانو د دیني روزنې ته یې مخه کړه. د هغه په ګڼ شمیرو کتابونو کښې د اثبات وجود خدا، ولایت او عربی آسان کتابونو ته اشاره کولئ شو. هغه په یوې لیبارټرې کښې د ریډیو ایکټیو وړانګو سره د تماس له امله په سرطان ناروغئ اخته شو او له نړۍ یې سترګې پټې کړې .
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= او له ننه یو کال مخکښې د تیر ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په یویشتمه نیټه د ۷.۳ ریکټرو زورورې زلزلې د ایران په لویدیځ کښې کرمانشاه ولایت او ورسره په ګاونډ کښې د عراق د ختیځ ځینې سیمې ولړزولې.
د دغې زلزلې مرکز د کرمانشاه ولایت د اَزګله سیمې په پنځه کیلومیټرۍ کښې او ژورتیا یې د ځمکې یوولس کیلومیټره تل کښې وه چې د ژورتیا د کمي او دورانیې د زیاتوالي په وجه یې د ایران په ټول شمال لویدیځ، د ترکیې په جنوب ختیځ او حتی په کویټ او د سعودي عربستان په شمال کښې هم احساس شوه. په ایران کښې د دې زلزلې له امله د مړو شمیر ۵۷۴ تنه و. همداشان ۹ زره او ۳۸۸ کسان زخمي شول او کابو ۷۰ زره نور بې کوره شول.
په یادې زلزلې کښې زیاتره وژل شوي او زخمیان د قصر شیرین، سرپل ذهاب او ثلاث باباجاني ښارونو وو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*