Nov 13, 2018 05:07 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۳۸

نن د نهې ورځ یا سه شنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې دوویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له پنځمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر له دیارلسمې نیټې سره برابره ده.

=            ۱۷۲ کاله وړاندې د دولس سوه اته شپیتم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په پینځمه نیټه، په نوی سبک سره د (دارالفنون) په نوم د ایران لومړنی پوهنتون پرانیستل شو. دغه مدرسه د قاجار باچا ناصرالدین شاه قاجار د باچاهۍ د پړاؤ په پیل کښې او د هغۀ د هوښیار وزیراعظم امیرکبیر میرزا تقی خان په همت او محنت سره جوړه شوه. د دارالفنون مدرسې د جوړېدو هدف په هغه زمانه کښې د نویو علومواو صنایعو ترلاسه کول وو.

د دارالفنون کلتوری فعالیت په ابتداء کښې د پیاده نظام، سوارۀ نظام او نورو پوځی څانګو او همداراز د طب، جراحۍ، معدن پیژندنې او درمل جوړونې په څانګو کښې ؤ. دغی مدرسې د خپل فعالیت په کلونو کښې یو شمیر فارغ االتحصیلان لرل چې له هغوی څخه یو شمېر لوړو حکومتی پوسټونو ته ورسېدل. د دغه کلتوری مرکز جوړېدل د ایران د زده کړو او روزنې په تاریخ کښې د عطف یو ټکی ګڼل کیږی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۸ کاله وړاندې د ۱۹۷۰ میلادي کال د نومبر په دیارلسمه نیټه حافظ الاسد په سوریې کښې له پوځي کودتا وروسته قدرت ته ورسید. په کال ۱۹۶۷ کښې د عربانو او اسراییلو ترمینځ له جنګ او د اسراییلو لخوا د جولان غونډیو له نیولو وروسته د سوریې د هغه وخت د ولسمشر په مشرۍ او د حافظ الاسد ترمینځ چې هغه مهال د سوریې دفاع وزیر او د هوايي ځواک قومندان و، په مشرۍ  د بعث ګوند په دوو اړخونو کښې داخلي اختلافات لازیات شول. د ۱۹۷۰ کال د نومبر په دولسمه نیټه د سوریې د بعث ګوند کنګرې د هیواد د دفاع وزیر (حافظ الاسد) او د پوځ د لوې درستیز د څنګته کیدو حکم ورکړ. خو په سبا یې یعنې د نومبر په دیارلسمه نیټه د واکمن غیرپوځي رژیم خلاف کودتا وشوه او حافظ اسد قدرت په لاس کښې واخیسته.

له کودتا څو ورځې وروسته اعلان وشه چې کودتايي حکومت به یو نوی اساسي قانون برابر کړي او له لیبیا، سوډان او سوریې په جوړ پلان شوي فیډریشن کښې د شاملیدو لپاره به ګام پورته کړي.

حافظ اسد د ۱۹۷۱ کال به مارچ میاشت کښې د سوریې په ولسمشرۍ باندې په غوره کیدو سره قدرت په بشپړه توګه په لاس کښې واخیسته او په ۲۰۰۰ میلادي کال کښې تر مړینې پورې په دغه مقام پاتې شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۴ کاله وړاندې د دیارلس سوه درې اویایم  هجري لمریز کال د لړم په دوه ویشتمه نیټه،  دلرغوني فارسۍ د ژبو یو  وتلی استاد ډاکټر مهرداد بهار وفات شو .هغه د مشهور ایراني شاعر ملک الشعرا بهار زوی ؤ او په همدې دلیل یې له ماشومتوبه په کلتوري او ادبي چاپيریال کښې وده وکړه.  مهرداد بهار خپلې لوړې  زده کړې د لندن په پوهنتون کښې ترسره کړې.  هغه ایران ته له راستانیدا وروسته د ایران د کلتور په بنیاد او د هنر او ادب په کلتور کښې په کار بوخت شو او په پوهنتون کښې یې تدریس هم کاوه.

ډاکټر بهار  د ایران  د لرغوني او اوس مهال ژبو په اړه ‌ډیرې څیړني او مطالعې کړې دي.  د ډاکټر بهار له اثارو کولی شو  (اساطیر ایران) او (سخن چند درباره شاهنامه)  ته اشاره  وکړو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۲ کاله مخکښې د دیارلس سوه پینځه اویایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، د امام خمیني (رح) مشر ورور مجاهد عالم آیت ا... سید مرتضی پسندیده وفات شو. سید مرتضی د خپل پلار له شهادت وروسته، له خپلې مور او ترور سره د حضرت امام په سرپرستۍ بوخت ؤ. سید مرتضی مقدماتي علوم  او سطوح د اصفهان له عالمانو زده کړل او وروسته یې د هغه وخت د استادانو په درس خارج کښې ګډون وکړ. له هغې وروسته خمین ته ولاړ او د فقې، اصول، کلام او منطق تدریس ته یې ملا وتړله. آیت ا... پسندیده د رضا خان د باچاهي په پړاؤ کښې د پهلوي له رژیم سره د مخالفت او د ظلم او ستم د حکومت د سر سپرنو په وړاندې د دریدنې له امله  یوه موده جلاوطن شو او یو وخت هم د ستر او حجاب له مینځه وړلو سره د مخالفت په وجه محاکمه شو. دغه نامتو عالم د ایران د ملت اسلامي غورځنګ په بهیر کښې له امام او انقلاب سره د ملاتړ په وجه د پوځي محکمې لخوا په ځلونو ونیوی شو او تر محاکمې لاندې راغی. حضرت امام هم د خپل ژوند په ټولو پړاؤنو کښې تل له خپل مشر او استاد ورور سره په ډیر دراناوي او احترام او تواضع سره چلند کاوه او د دوی په وړاندې یې خاکساري کوله.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۹ کاله مخکښې د دیارلس سوه اته اویایم هجري لمریز کال د نومبر په دیارلسمه نیټه، یو رباني عالم آیت ا... سید ابراهیم احمدي موسوي زنجاني په پینځه اویا کلنۍ کښې وفات شو. هغه په اتلس کلنۍ کښې قم ته هجرت وکړ او په پینځو کالو کښې یې مقدمات او سطوح زده کړل.  آیت ا... احمدي له هغې وروسته نجف اشرف ته ولاړ  او له لوړو کچو زده کولو وروسته یې له خپلو نامتو استادانو څخه د اجتهاد او ګڼ شمیر روایي اجازې وموندلې. آیت ا... احمدي زنجاني همداراز د دین د تبلیغ لپاره کویت، اردن، سوریې، لبنان، عراق او ترکيې ته ګڼ شمیر سفرونه وکړل. دغه تکړه عالم خپل ټول عمر په زده کړو، تدریس، تالیف او د دین په تبلیغ کښې تیر کړ او پریمانه اثار یې له ځانه په یادګار پریښودل چې (تاریخ زنجان)، (فقة الشیعة الامامیه)،(فضایل اهلبیت) او (آثار المعاصي) له هغو څخه دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه درې کاله مخکښې د ۲۰۱۵ میلادي کال د نومبر په دیارلسمه نیټه د مرکزي اروپا په وخت د ماسخوتن په پاؤ باندې نهه بجې د فرانسې د پلازمینې پاریس په وړومبۍ، لسمې او یوولسمې سیمې کښې د غږمله ترهګرو حملو یوه لړۍ رامینځته شوه چې پکښې ۱۳۰ تنه مړه او ۳۶۸ زخمي شول.

په دغو ترهګرو بریدونو کښې ځیني د پاریس د شمال له استاد ډي فرانس لوبغالې ته څیرمه وشوې چرته چې په دغه شپه د فرانسې او جرمني د فوټبال د ملي ټیمونو سیالي روانه وه. ورته مهال په بتکلان تیټَر کښې موجود کسان ترهګرو ولجه کړل چې پکښې ۸۷ کسان ووژل شول.

دغه حملې په فرانسه کښې له دویم نړیوال جنګ وروسته ترټولو خونړۍ پیښه وه چې په سبا یې داعش ترهګرې ډلې پړه ومنله.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه