Jul 04, 2019 15:12 Asia/Kabul
  • ایراني شخصیتونه او نړیوال ویاړونه

د تهران دپشتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې د ایرانیو شخصیتونو او نړیوالو ویاړونو نومې د لړۍ له ننني یو سل اوه اویایم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په ننني مطلب کې هم د حسین بن منصور حلاج د ژوند په باب درسره غږیږو ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

دوستانو د  دریمې قمري پيړۍ  د یوه ایراني عارف او صوفي  حسین بن منصور حلاج  د ژوند او د هغه دشخصیت د ځانګړنو په باب درسره غږیږو، د حسین بن منصور حلاج  په ژوند،ویناؤ،او حتی پخپل مرګ سره   ئې په نړۍ کې دومره ځوږ پورته کید،چې له پيړیو پیړیو تیریدا وروسته تردې دمه  ایراني او لویدیځوال څيړاند دهغه  په باب خبرې او لیکنې کوي .یوه نه هیریدونکي ولوله  چې دهغه  په ویناؤ او لیکنو کې   د عامو خلکو په خولې  وه  او د ایران ،هندوستان ،ترکستان  او چین او ماوچین  په خلکو کې ئې دير پيروکار درلودل .  هیله ده  د دغه ستر عارف   په باب  دغه ځانګړی پروګرام  د ستاسو د استفادې وړ وګرځي ، له مونږ سره ووسئ .

          ومو وئيل  د ایرانو او غیر ایرانیو څیړاندو او شناندو  له هلوځلو سره سره  تر دې دمه د دریمې قمري پيړۍ  د یوه ایراني عارف او صوفي د حسین بن منصورحلاج حقیقي شخصیت  د شکونو په شپول کې پاتې دی .د حلاج  اصلي نامه حسین ، او د پلار نامه ئې منصور  وه .په زاړو متنونو کې د حلاج  د زوکړې نیټې ته کومه اشاره نه ده شوې ،خو د لوئي ماسینیّن  په څيرځينو څيړاندو  د هغه زوکړه  ۲۴۴قمري کال یا ۸۵۸میلادي کال  او ځينو نورو هم  ۲۴۸قمری کال  یا ۸۶۲میلادي کال  بللی دی .حلاج د فارس د بیضاء په شاوخوا کې په طور سیمې کې زیږیدلی او  په ماشوموالي کې له خپلې کورنۍ سره  دعراق  واسط ښارته  کډه په سر شوی  دی . همداراز  د حلاج  د معنا په باب مو هم  چې د هماغه  ِډنډَپ یا نداف  بلل کیږي،چې  په پیل کې د هغه لقب ؤ خو ورو ورو دهغه حقیقي نامې   باندې ئې  اغیزې وشیندلې،درسره وغږیدو. حلاج  له هماغې ځوانۍ  د معرفت  د ترلاسه کولو لپاره  خپل سفرونه پیل کړل  او  د سهل بن عبدا....تستري،عمرو بن عثمان  مکي او  د مشهور ایرانی عارف جنید نهاوندي  په څير  له سترو استاذانو ئې  علم زده کړ او ورسره ئې شاګردي وکړه او ډير زر د خپلو وړتیاؤ له امله وځلید.حلاج  په ټول ژوند کې درې ځله حج ته تللی دی .ویل شوي دي   هرچرته چې  تلو، نو  هلته به   دهغه ګیرچاپیره ډير زیات پیروکار ورغونډیدل .

          له مکې  بغداد ته  دهغه له ستنیدا وروسته یعني  په ۲۹۴قمری کال کې د حلاج  فعالیتونه او  ویناوې پیل شوې .حلاج په دغه ښار کې  د لومړي ځل لپاره  د خلکو  پوهولو او ویښولو  ته مخه کړه  او  د خپل وخت  ریاکار صوفیان ئې  رسوا کړل . د صوفیانو شړۍ ئې  له تنه لیرې او پر مځکه ئې وویشتله  څو د نورو صوفیانو په څير چُپه خولۀ پاتې نشي . حسین بن منصور حلاج  په ولولې  او ځوږ سره خدا یادوۀ،له لمانځه ،روژې  او د قرآن له تلاؤت او عبادت سره  ئې ډيره مینه درلوده او   له ویرې  پرته ئې  د مرګ  خبرې کولې .  په آزادۍ سره ئې له خلکو سره خبرې کولې .له هر څه زیات ،لیکوالانو سره ، تاجرانو سره  او  صرافانو سره  ئې خبرې کولې  او ناسته پاسته ئې ورسره درلوده .  په دوي کې زیاتره خلک تعلیمیافته  او باسواده  وو . په ډير لږ وخت کې ئې مریدان او پيروکاران  ډ ير زیات شول ، په تیره بیا  ډيرو ایرانیانو هغه  سره مینه پيدا کړه.  د څيړاندو په اند،د هغه ډير پلویان سره له دې چې د هغه  ویناؤ ژورتیا او علمیّت ئې  نه درک کاوۀ،خو د هغه  ویناؤ  به جذبول   . خلک چې تل  دځان لپاره  په یوه مصلح اوژغورونکي پسې وو،حسین بن منصور حلاج  ته ئې د یوه ژغورونکي په توګه کتل .  هغه ته ئې لیکونه لیکل  او  له هغه ئې خپل حاجتونه غوښتل.  د خلکو دغه ولوله او ځوږ هم  د بغداد د فقیهانو د ویرې لامل شو  او  هم ئې د بغداد د واکوالانو  ناسم نیّت راوپاروۀ.

Image Caption

 

                  حسین بن منصور حلاج دخپلو پيروکارانو تر څنګ ،ډير زیات دښمنان درلودل،چې غالبا ډير بانفوذه  کسان هم وو ،د بغداد فقیهانو او  دینی مشرانو یا ملایانو،د هغه تفکرات او ویناوې  نه منلې او  وسره ئې مخالفت کاوۀ.  د بغداد ځيني صوفیان عموما اهل تسنن وو،نو هغه به ئې  په سحر او جادو او   چلول او دوکو تورنوۀ او ځينو فقیهانو هم  هغه د ربوبیّت په  ادعا تورنوۀ.  همدا چاره لامل شوه چې د زیاتره خلکو لپاره د هغه  د ژوند حقیقت  دشکونو په شپول کې پاتې شي . په همدې دلیل   کله  چې  په ۲۹۷قمری کال کې  د محمد بن داؤد ظاهري په نامې سره یوه فقیه  د هغه   د کفر او وژلو  فتوا صادره کړه ، نو د بغداد اوسیدونکو د هغه  د ژوند د حقیقت په باب  څه خاص معلومات  نه درلودل .ځینو هغه لیوانی بالۀ، ځینو هغه جادوګر بالۀ  او یو شمیر نور هم باؤري وو چې حلاج  د کراماتو لرونکی او مستجاب الدعوه  دی .  د ابن داؤد  دغه فیصله،په هغه وخت کې  حتی د حلاج د  تعقیبونې لامل هم نه شوه  او هغه  د ابن داؤد  له مړینې ډير کلونو وروسته هم  په اهواز ، بغداد او شوش کې   د خپلو عقیدو  خپراوي ته دوام  ورکړ .

          ډيرو زیاتو خلکو له حسین بن منصور حلاج سره  مینه او ګروهنه درلوده او   په عمومی سیاست کې ئې د هغه   د دخالت ملاتړ کاوۀ. په همدې دلیل وه چې  حلاج  د  عالمانو او وزیرانو  د دندو اوسیاست په باب ځيني رسالې  ولیکلې  او  حسین بن حمدان نصر او  ابن عیسی  ته ئې ډالۍ کړې .

 په ۲۹۸قمری کال کې  د اهل سنتو  د اصلاح غواړو له خوا بغاؤت وشو  خو دغه بغاؤت  څه نتیجه نه درلوده  او له ماتې سره مخ شو او  د خلافت ګدۍ   بیرته  : المقتدر عباسي ته چې یوازې یو ماشوم ؤ ،ستنه شوه او  د ابن فرات په نامې سره د  مالیې په چارو کې  یو ماهر  او وزیر  واک ته ورسید.دغه وزیر  امیر حسین بن  حمدان،چې  تښتیدلی ؤ  تعقیبوۀ. ددغې لټَوَنې په  نتیجې کې ئې حلاج  چې  د  ابن حمدان  یو نزدې  کس او سلاکار ؤ ، پیدا کړ . ابن فرات  لومړی حکم ورکړ  چې  د حلاج  ارزونه دې وشي  او  حکم ئې صادر کړ چې  د حلاج ملګري  هم  چې  هرچرته وي ونیول شي . حلاج  په هغه وخت کې  په شوش ښار کې پټ شوی ؤ .  ماموران تر درو کلونو پورې دهغه په لټَونې پسې وو،تر دې چې  د هغه دپټيدو ځاي کشف شو او کله چې  حلاج هڅه  کوله  له خپل هویّته انکار وکړي،نو د هغه دیوه خیانت کونکي پلوي په لارښونې  سره  هغه وپيژندل شو او بغداد ته بیولل شو . 

                   د ایران یو تاریخ لیکونکی زرین کوب نقل کړي دي،چې کله  حلاج  د ۳۰۱قمری کال  په ربیع الاول میاشت کې  د محاکمې لپاره بغدادته بیولل کید، نو پر یوه اوښ ئې سور کړی ؤ  او  ډنډورچي  ډنډوره وهله  چې   همدااوس دې  د قرمطیانو  خپل خپلوال  راشي او   دی دې وپيژني ::: د حلاج دښمنانو پر هغه درندۀ تورونه لګول  او ادعائې کړې چې هغه  په بغداد او اهواز کې  د ربوبیّت  دعوا کړې او  په هغو لیکونو کې ئې چې خپلو پيروکارو اودوستانو ته ئې  لکیلي دي ، د ربوبیّت ادعا ئې کړې ،خو پخپله حلاج خپله   حقیقي ګناه  په توحید اعتقاد درلودل  ګڼل چې،دهغه  په اند دهغه دښمنانو هغه نه شو درک کولی .  ویل کیدل  کله  له هغه چا وپوښتل،چې هغه  په کومه ګناه نیول شوی ،، نو  په ځواب کې  هغه یو بیّت  لوست  چې عنوان ئې داسې ؤ ؛؛؛  د هغو درو لفظونو  په خاطر ، چې ټکی نه لري او دهغو دوو  ټکو په خاطر چې نقطه نه لری  او بس .:::: په دغه بیت کې د حلاج اشاره د :توحید :کلمې ته وه . حلاج د   خپل ځان په باب د فقیهانو  فیصله د هغه تفکر   په خاطر بلله چې  د خداوند  توحید په موضوع کې ئې  د رلوده .د استاد زرین کوب  په اند،له حلاج وروسته عارفان  هم  په حقیقت کې  د هغه د همدغه قول  په تائيدولو سره وو چې  مدعي  وو،  د حلاج  جرم دا ؤ چې  رازونه ئې  ایشوا کول .::::

             حسین بن منصور  حلاج د  وزیر  علی بن عیسی په محضر کې او د فقیهانو او قاضیانو په شتون کې  محاکمه شو او د هغه مخالفانو ادعا کوله چې هغه د قرآن او سنت  له علومو  استفاده کړې  ده .  د هغه دښمنانو اومخالفانو په دغې محاکمې کې  په هغه ډير تورونه ولګول . په دغې محاکمې کې د حسین بن منصور حلاج   قرمطي  او زندیق کیدا  ثابته نه شوه،خو وزیر علی بن عیسی حکم صادر کړ  چې  دهغه  ږیره  وخرَیَّل شي  او وروسته یوه ورځ په ختیځي جسر (پل)او بله ورځ هم په لویديځي جسر ژوندی په صلیب وځړول شي . ډونډورچي هم ډنډوره ووهله چې دا  یو قرمطي دی ، راشئ  او وې پيژنئ. ::  له دوو ورځو وروسته  ئې  له  صلیبه  راخلاص کړ  او د څيړنو د دوام لپاره ئې زندان ته  ولیږۀ. چې اته کاله  اوږدې  شوې . په دغې مودې کې حسین بن منصور حلاج  له خپل یوه ورور و خادم سره چې له هغه سره یو ځاي نیول شوي وو  له یوه بنده بل بند ته منتقل  کیدل . البته په دغو زندانونو  کې  ئې اجازت وموند چې  په  عادي بندیانو کې   تبلیغ او ارشاد ته  دوام ورکولی شي .  همدا شان  له همدغه زندانونو وه چې  د خلیفه  حضور ته ئې لاره وموندله .   ویل شوي دي ، چې  په ۳۰۳قمری کال کې   خلیفه  تّبې ونیوۀ او سخت ناروغه شو  او مجبوره شول  چې حلاج  له زندانه دهغه د درملنې لپاره مانۍ ته  بوځي  او  حلاج  هم هغه وژغورۀ.  په ۳۰۵قمری کال کې هم حلاج د  ولی عهد عماني طوطي  هم ژوندی کړ  . همدغه عوامل لامل شول چې    له هغه سره حسد نوره هم زیات شي  او د خلیفه  په دربار او په ښار کې  د حلاج په باب ډيرې سختې پروپيګنډې  خورې  کړي .له ۳۰۴ کاله  تر ۳۰۶ قمری کال پورې  د وزارت  چارې بیا د ابن فرات لاس ته ورغلې ، خو  ابن فرات  د خلیفه  د  مور له ویرې  چې  دحلاج یوه پیروکاره وه ، جراءت ونه کړ چې  یو ځل بیا د منصور حلاج قضیه  په محکمې کې مطرح کړي .

=     دوستانو د ایرانیو شخصیتونو او  نړیوالو ویاړونو د  لړۍ په دوام کې د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې له تاسو اجازت غواړو...

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه