د غزني ولایت سلطان اوبو بند د بیا رغونې چارې پیل شوې
(last modified Sun, 06 Jul 2025 09:49:54 GMT )
Jul 06, 2025 14:19 Asia/Kabul
  • د غزني ولایت سلطان اوبو بند د بیا رغونې چارې پیل شوې

چارواکي وایي، د دې پروژې په بشپړیدو سره به د دې ولایت په کرنیز سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شي. د غزني ولایت سلطان اوبو بند په دې ولایت کې د اوبو د زیرموله پلوه تر ټولو او مهم بند بلل کېږي.

ځايي اوسیدونکي وایي، که د دې بند د رغونې چارې بشپړې شي، زرګونه جریبه شاړه شوې کرنیزه ځمکه به بیرته تر اوبو لاندې او کرکیلې ته چمتو شي.

د طالبانو سرپرست حکومت د اوبو او بریښنا وزیر ملا عبدالطیف منصور د دې بند د بیا رغونې چارو د پیل په مراسمو کې وویل ، د دې بند پر بیا رغونه سل میلیونه افغانۍ لګول کېږي چې د اوبو اوبریښنا وزارت له بودجې ورکول کېږي. هغه وویل، درغونې له چارو به یې په ټینګه څارنه کیږي او پر وینا یې هغه  پیښه،چې څه موده وړاندې په یو ولایت کې رغول شوی بند چې په سمه توګه نه وو جوړ شوی د سیلاب اوبو له امله ویجاړ شو بیا نه تکراریږي.

د غزني والي مولوي عبدالصمد جاوید د سیمې له اوسیدونکو له حکومت سره د مرستې او ملاتړ او دغه راز په سترو رغنیزو پروژو کې د ونډې اخیستو غوښتنه وکړه.

دسیمې اوسیدونکي هم د سلطان بند د بیا رغونې چارو د پیل له امله خوشحاله دي او وایي، په رغیدو سره به یې د دې ولایت په کرنیز سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شي او زرګونه جریبه هغه ځمکه چې د اوبود نه شتون له امله شاړه شوې وه بیرته  تر اوبو لاندې او کرنیزو فعالیتونوته چمتو شي.

داوبو او بریښنا وزارت څو ورځې په سویل ختیځ ولایت پکتیا کې هم د لسګونو میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو د یوبل ستر بند جوړولو چارې پیل کړې وې.