ایراني شخصیتونه او نړیوال ویاړونه
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایرانیو شخصیتونو او نړیوالو ویاړونونومې د لړۍ له ننني یو سل پنځه نویم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو.په ننني مطلب کې د یولسمې میلادي پيړۍ یا د پنځمې قمري پيړۍ د دوهم نیمائي پړاؤ له یوه غوره شاعر مسعود سعد سلمان په باب درسره غږیږو،هیله ده چې تر پایه راسره ملتیا وکړئ .
دوستانو په نننۍ برخې کې د ایران د یو بل ویاړمن شخصیّت او شاعر مسعود سعد سلمان د ژوند له شرحې سره ستاسو په خدمت کې یوو ، مسعود سعد سلمان د پنځمې قمري پيړۍ د دوهمې نیمائۍ یو په زړه پورې غږ لرونکی شاعر او د ایران یو ویاړمن شخصیت دی چې په څو مطلبونو کې ددغه ستر شاعر ځانګړنې درسره شریکې کوو په دې تمه چې د ستاستو د استفادې وړ وګرځي .
امیر سعیدالدوله ابولنجم مسعود سعد سلمان همداني دپنځمې قمري پيړۍ په دوهمې نیمائي او د شپږمې قمري پيړۍ په لومړنیو کې د یو ستر شاعر تیر شوی دی .مسعود سلمان په هندوستان کې د غزنوي حکومت یو ستر امیر او دسلجوقیانو اوغزنویانو د وخت یو نامتو شاعر دی .
د هغه کورنۍ د ایران د یوه مرکزي ښار همدان اوسیدونکي وه . هماغه ډول چې په لیکنو کې راغلي دي د مسعود سلمان پلار او نیکونه د خپل وخت متفکران او فاضلان تیر شوي دي .د مسعود سعد سلمان پلار چې خواجه سعد سلمان نومیږي،د سلطان محمود غزنوي د وخت په پيل کې ځوان ؤ چې له همدانه غزنیّن ته لاړ او تر شپیتو کلونو پورې د غزنویانو حکومت ته خدمت وکړ او په پيل کې غزنه او ورپسې په لاهور کې په دیواني خدماتو بوخت شو او دهغې سیمې د لویانو او شخصیتونو په لیکه کې شمیرل کید. د غزنویانو په دوران کې لاهور ښار په هندوستان کې د غزنوي د ښکیلاک مینو دارالملک ؤ ، کله چې مسعود غزنوي خپل زوی ا میر مجدود د هندوستان یو یواکوال کړ ،نو خواجه سعد سلمان ئې له هغه سره د غزنین د مالیو دچارو په باب د خبرواترو لپاره ولیږدوۀ. لیکونکو لیکلي دي ، چې خواجه سعد سلمان ډير ښه مقام او موقعیّت ته ورسید او ډير ځایونه ئې ترلاسه کړل او دعمر په پاي کې له دیواني خدماتو څنګة شو او په لاهور کې مړ شو .

تاریخ لیکونکو د موجوده شواهدو او آثارو په اساس دمسعود سعد سلمان دزیږیدا کال له ۴۲۵قمری کاله د ۴۳۸ کلونو ترمینځ په لاهور کې ذکر کړی دی . د مسعود سلمان ژوند په څلورو برخو ویشل شوی دی ، د ځوانۍ پړاؤ چې په ښونې او روزنې کې تیر شوی ، د خوشالۍ او نیکبختۍ پړاؤ چې د هغه دحکومتي خدماتو پړاؤ ؤ، د زندان او کړاؤ مرحله او بلاخره څلورم پړاؤ چې دهغه د بوډاتوب او ګوشه نشینۍ پړاؤ پکې شامل دی . د مسعود سلمان ماشومتوب د خواجه سعد سلمان همداني یعني دهغه د پلار په روزنې او ښونې سره تیر شوی دی . مسعودسلمان علم او هنر په لاهور اوغزنین کې د هغه وخت له نامتو استاذانو زده کړ.پر علم او هنر سربیره،مسعد سلمان د تیراندازۍ یا چارمارۍ،اسپ سوارتوب او د جنګ اصول هم د وخت د دودو علومو په څير په ښه ډول زده کړل او د خپل وخت یو سرخیل شمیرل کیږد . مسعود سلمان له دې وروسته چې په عربئ کې ئې تفسیر،فقه ،حدیث،تاریخ او منطق او ریاضي کې پوهه ترلاسه کړه نو په عربی او پارسي ادبیاتوکې ئې غور پیل کړ .له ادبیاتو سره دهغه بلدتیا، هغه له شعر او شاعرۍ سره مینه وال کړ تردې چې په قصیدې وئيلو کې د وخت یو نامتو سرخیل شو او تر استاذئ حد ته ورسید.مسعود سعد پخپلولیکنو او بیان کې ډير په زړه پورې لهجه درلوده او پخپلو شعرونو کې ئې هم په کرتو خپلو زړه راښکونکو خبرو ته اشاره کړې ده او نور ئې هم ګواه جوړ کړي دي .
هیچکس را هست ،انصاف ده ای حاکمِ حق ،
این زبان و قلم وفکرت خاطر که مراست ؟
مسعود سعد له دې وروسته چې دځوانۍ پړاؤ او زده کړې ئې ترسره کړې ، له هماغه ځلمیتوبه دربار ته وارد شو . وئيل شوي دي چې خواجه سعد سلمان چې یو عاقل او پوه کس ؤ ، دسلطان ابراهیم غزنوي دسلطنت په وخت کې ئې ، خپل زوی مسعود سلمان دربارته بوت. په لیکنو کې راغلی دي ، چې ، سلطان ابراهیم غزنوي یو فاضل ، له پوهې او هنر سره مینه کونکی پاچا پاتې شوی دی . کله ئې مسعود سلمان ولید او دهغه شعرونه ئې واوریدل نو وې وئيل ، یو غوره او دروندشخصیت لرونکی ځوان دی .راتلونکی به ئې ډير ښه وي . (یعني کارونه به ئې ډير وغوړیږي ) او پر هغه ئې خاصه مهربانی وکړه او ورسره ئې ښه چلند وکړ. مسعود سعد سلمان ددغه پاچا په مدحه کې ډيرې قصیدې ئې وئيلي او جایزه او قیمت ئې ترلاسه کړی دی . مسعود سعد سلماند سلطان ابراهیم په حکم سره د پاچا د زوي سیف الدین محمود ندیم یا ملګری شو. آذر بیګدلی پخپلې :تذکره آتشکده : کې وئيلی دي ، د آل سَبُکتَګین(غزنویانو) د حکومت په چمن کې د مسعود سلمان د قابلیت اووړتیاؤ نیالګی وغوړید او وده ئې وکړه او دهغه په پړاؤ کې ئې په زیاترو لوړو څوکیو کار وکړ :::
سلطان ابراهیم غزنوي په ۴۶۹قمری هجري کال کې دهندوستان واکوالي خپل زوي سیف الدوله محمود ته وسپارله . مسعود سعد چې د ځوانۍ او نیکبختۍ پړاؤ ئې تیروۀ ، د دغه حاکم په خدمت کې ؤ او ډير زر ئې لوړ مقام ترلاسه کړ.وئيل شوي دي ، چې مسعود سعد سلمان د سیف الدوله محمود په نزد له ډير لوړ مقامه برخمن ؤ او دجنګ په میدان کې دلښکر ډګر وال (کرنل ) ؤ او دپادشا په مجلس یا ناستې کې د ډير خوژبی او باذوقه شاعري کوله . مسعود سعد سلمان ددغه پاچا په مدحه کې ډيرې قصیرې وئيلی دي او لکه څنګه په درستو جنګونو کې دهغه ترڅنګ ؤ ، د سیف الدوله محمود درستې فتحې ئې په نظم کې راغونډې کړي او وئيلی ئې دي .
به ګاه مدحت (مدح) بودم ز جمله شعرا
به وقت خدمت بودم ز زمره عُمّال
محمد عوفي پخپل کتاب :لبال الاباب : کې لیکلي دي ، مسعود په هندوستان کې ډير کارونه پخپلې نامې سره کول او او ښه او نیک ژوند ئې کاوۀ .:: په تذکرو او لیکنو کې دغه راز راغلي دي ، چې هغه دعالمانو او سیدانو او مشایخو ډير عزت او احترام کاوه او دهغه له نزده هیڅ یو سوالګر او اړمن محرومه نه پاتیکید. د هر مسلمان، هندو، او پرَدیو په نسبت ډير مهربان او دضرورتونو پوره کونکی ؤ او له دښمن او دوستانو سره ئې احسان او نیکي کوله . هغه ډير مهربان او نرم مزاجه ؤ . دغه پړاؤ چې د مسعود سعد سلمان دځوانۍ له پړاؤ سره په یووخت ؤ ، د هغه د ژوند او نیکمرغۍ تر ټولو ښې شپې ورځې ګڼل شوی دي .
مسعود سعد سلمان کابوڅلویښت کلن ؤ چې د هغه د خوشالۍ او غوړیدا شپې ورځې په ځوړتیا شوې .دښمنانو او بدغواړو چې د امیر مسعودسعد سلمان په نظر کې ئې هیڅ اهمیّت او مقام نه درلود، فرصت ترلاسه کړ او هغه ته ئې کَندې وکنَدلې .جاسوسانو او حاسدانود سلطان ابراهیم غزنوي په وړاندې ئې له شهزاده سیف الدوله څخه بدرد ووئيل او هغه ئې له ملکشاه سلجوقی سره په ارتباط تورن کړ . په هغه وخت کې ، له دې بل هیڅ لاخطرناک تور بل نه ؤ چې څوک له سلجوقیانوسره په پټو اړیکو درلودلو تورن شي . ،ځکه ددغو دواړو لړَیو ترمینځ له زیاته سیالي او دښمني چلیدله . سلطان ابراهیم په دغه خبر آوریدو ډير غوسه او خپه شو . غرض لرونکو اوحاسدانو دغه فرصت غنیمت وګاڼۀ او پاچا ته ئې القاء کړه چې د شهزاده نزدې کسان او ملګري چې مسعود سعد سلمان په هغو کې ډير مشهور ؤ ونیول شي او د هغوي ټوله شتمنۍ او اموال ضبط شي . د لاهور د دربار ځينی امیران او سلاکاران د غزنوي پاچا په حکم سره ووژل شول او ځيني نور هم بندیان شول . مسعود سعد سلمان دخپل عمر لس کاله د سلطان ابراهیم غزنوي د پاچائۍ په پړاؤ کې په زندان کې تیر کړل . په هغه پړاؤ کې تورن او ګناهګار کسان په کلاګانو کې بندي کیدل . مسعود سعد سلمان پخپلو شعرونو کې د دښمنانو تورونه او دبې وجدانه حاسدانو بدګمانۍ د هغه دنیول کیدا علت بللی دی .
«« والله چوګرګ یوسفم والله ***** برخیره همی زنند بهتانم
بدغواړو او بې وجدانه حاسدانو په دغه شان تورونو سره ډير لوي شاعر او وفادار امیر تر کلونو پورې د زندان تر سلاخو دننه کړ او شپې ورځې ئې ډيرې په بدو شرائطو کې تیرې کړې او په دې وسیله مسعود سعد سلمان خپل ژوند په زندان کې داسې تیر کړ چې ددغو شپو ورځو په باب ئې هم ډير شعرونه وئيلي او غونډ کړي ئې دي .
محبوس چرا شدم نمی دانم
دانم که نه دزدم و نه عیارم

دوستانو د ایرانیو شخصیتونو او نړیوالو ویاړونو نومې دلړۍ دننني مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بلې ا ونۍ او په بل مطلب سره چې ستاسو خدمت ته حاضریږو نو تر هغه وخته درته نیکمرغه ژوند غواړو .بریالی او سوکاله ووسئې
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************