ایرانی شخصیتونه نړیوال ویاړونه
د هغه د شعرونو په دیوان کی غزل ، قصیده ، مثتنوی ، رباعی او د فارسی شعر نور ډولونه موجود دی خوهغه څه چی له هر زیات د مسعود سعد سلمان د مشهورتیا سبب شوی دی ، د هغه حبسیات دی . حبسیه د فارسی شعر په اصطلاح کی هغو شعرونو ته ویلی شی چی شاعر په زندان او یا د خپل قید په اوږده موده کی ویلی وی .
په تیر پروګرام کی مو وویل چی امیر سعید الدوله ابو النجم مسعود سعد سلمان همدانی د سلجوقیانو او غزنویانو د پړاو مشهور شاعر او په هندوستان کی د غزنوی دولت یو ستر امیر وو . هغه چی اصالتا همدانی دی ، د خپل پلار د دیوانی خدماتو په دلیل له ۴۲۵ تر ۴۳۸ کلونو ترمینځ په لاهور کی وږیږیده . د مسعود پلار او نیکونه د خپل وخت له عالمانو او پوهانو وو . مسعود په لاهور او غزنین کی له مشهورو عالمانو په علم او هنر سربیره د جنګ ، سوارۍ او تیر کمان اصول هم زده کړل . له ادبیاتو سره د هغه بلدتیا هغه له شاعرۍ او شعر سره لیواله کړ تر دې چی په قصیده ویلو کی د خپل وخت مخکښ شو . هغه د سلطان ابراهیم په حکم د باچا د زوی سیف الدین محمود ندیم او ملګری شو او له هغه سره هند ته ولاړ . مسعود سعد سلمان د سیف الدوله محمود سره یو خاص ځای او مرتبه درلوده ، خو دغه پړاو د غزنی باچا ته د حاسدانو د بدویلو او شیطاني په وجه ختم شو او د سلطان ابراهیم غزنوی په حکم له شاهزاده سیف الدوله سره یو ځای د هغه نږدې کسان او ملګری هم زندانی شول چی مسعود سعد سلمان هم پکې شامل وو . مسعود سلمان د سلطان ابراهیم غزنوی په پړاو کی خپل لس کاله په جیل کی تیر کړل . هغه یو ځل بیا هم زندانی شوی وو ، هغه د خپل ژوند شل کاله په قید کی تیر کړی دی .
ځینې تذکره لیکونکی او څیړاندی په دې باور دی چی هغه له زندان له خلاصیدا وروسته له دیوانی کارونو ځان څنګته کړ او د خپل نفس پاکولو او عبادت ته یې مخه کړه . خو له دغه پړاوه په پاتې اثارو کی که لږ ځیر شو نو له ازادۍ وروسته د هغه له وضعیت خبریدلې شو .د هغو اثارو او نښو نښانو په استناد چی پاتی دی ، هغه له ازادۍ وروسته نور د مهمو او حکومتی څوکیو د ترلاسه کولو هڅه نه کوله خو له درباره هم څنګته نشو او د خپل عمر تر پایه د مسعود غزنوی د ستر کتابتون د کتابدارۍ په شان په کلتوری چارو یې عمر تیر کړ . مسعود سعد سلمان په ۵۱۵ یا ۵۱۶ کال کی په پیاوړی ګومان په غزنین کی وفات شو .
««««««««««««««««««««
مسعود سعد سلمان د فارسی شعر په لویانو کی شامل دې . هغه په هغو شاعرانو کی شامل دی چی د ښه سټایل او اغیزمن اوبلیغ کلام په وجه مشهور شوی دی . د معانی په بیان کی د هغه قدرت په ښکلیو ټکیو او مناسبو ترکیباتو سره نه انکاریدونکی دی . د هغه د تخیل پراختیا تر دې حده ده چی توانیدلی دی یوه موضوع په ډول ډول تعبیرونو چی هر یو پکې د غور وړ دی ، بیان کړی . په همدې وجه د هغه ترکیب ، تشبیه او صفتونه تازه او بدیع دی او په خپلو شعرونو کی یې له پردیو ټکیو کمه استفاده کړی ده .
د لباب الالباب کتاب خاوند عوفی ویلی دی چی مسعود سعد سلمان د شعر درې دیوانونه په عربی ، فارسی او هندی ژبو درلودلی دی ، خو هغه څه چی حاضر دمه موجود دی ، یوازې د فارسی دیوان او یو شمیر عربی شعر ونه دی . د هغه د شعرونو په دیوان کی غزل ، قصیده ، مثتنوی ، رباعی او د فارسی شعر نور ډولونه موجود دی خوهغه څه چی له هر زیات د مسعود سعد سلمان د مشهورتیا سبب شوی دی ، د هغه حبسیات دی . حبسیه د فارسی شعر په اصطلاح کی هغو شعرونو ته ویلی شی چی شاعر په زندان او یا د خپل قید په اوږده موده کی ویلی وی .
«««««««««««««««««««««««««««
مسعود سعد سلمان د خپل عمر زیات موده په زندان کی تیره کړی وه ، په همدې دلیل په زندان کی ویل شوی شعرونه د هغه د دیوان لویه برخه جوړوی . دمسعود سعد سلمان دغه ډول شعرونه په حقیقت کی د هغه د راز راز خپګانونو او کړاونو بیانونکی دی چی هر یو یې په خپل ځای کی بی ساری دی او په هر حساس لوستونکی ژور اغیز شیندی .
د چهار مقاله کتاب مولف نظامی عروضید مسعود سعد شعر او د هغه د شاعرۍ روده جاجولی ده او هر ځل یې چی د مسعود دغه ډول شعرونه لوستی دی نو ډیر یې ژړلی دی .
اوسنې لوړ څیړاندې او محقق ډاکټر عبد الحسین زرین کوب چی د پارسی شاعرانو او فارسی ادب په اړه یې ډیر اقار تالیف کړی دی ، با کاروان حله نومی کتاب کی د مسعود سعد او هغو شعرونو په اړه چی په زندان کی یې ویلی دی وایی چی د مسعود حبسیات اغیزمن ، دردراپارونکی او په عین حال کی جالب دی .
««««««««««««««««««««««««««««
د ډیرو محقیقانو او څیړاندو په باور د مسعود سعد سلمان اثار له هغو ډیرو کړاونو او سختیانو سره سره چی مسعود د جیل په ورځو کی زغملی دی ، د نورو شاعرانو په اپوټه چی دغه ډول شعرونه یې ویلی دی ، نه یوازې التماس او عجز نه کوی بلکی په خپلو زندانی کونکیوپوری یې ملنډې هم وهلی دی . مسعود په دغه ډول شعرونو کی د خپل ژوند دردونو او کړاونو ته اشاره کړی ده او د هغه وخت د زندانونو کلی فضا یې بیان کړی ده چی همدغه چاره سبب شوی ده ډیر مورخان او ټولن پیژاندی د پینځمې او شپږمې هجری قمری پیړۍ د زندانیانو ، قضاییه قوې او کلی وضعیت د جاج لپاره د هغه له شعرونو ګټه پورته کړی .
لنډه دا چی مسعود باوری دې دغه ډول کړاونه او سختیانې د هغه د له غوړیدا سبب شوی دی .
از فلک تنګدل مشو مسعود
ګر فراوان تو را بیازارد
بد میندیش و سر چو سرو برار
ګر جهان بر سرت فرود ارد
««««««««««««««««««««««««««««
امریکاې شاعر او کره کتونکې عزرا پاوند د شعر د وزن او عاطفه ترمینځ په ارتباط تکیه کړی ده او هغه وزن چی داسې شرایط یې درلودلی دی ، وزن مطلق بللې دې . د اوسنی څیړاندی ډاکټرغلام حسین یوسفی په باور د مسعود ځینې قصیدې او شعرونه دغه ځانګړنه لری . د هغه په باور د زړه په غوږونو پوهیدلې شو چی څرنګه د هغه د وینا اهنګ د هغه له داخلی سورو سره غږملتیا لری او له دواړو یو غږ پورته کیږی .
مسعود تل د غزنوی لړۍ د بیلا بیلو باچاهانو د پړاونو د اوږدو زندانی کیدا د سختو کلونو د زغملو په خاطر د مبارز شاعر په توګه یادونه کیږی ، هغه شاعر چی د هغه په شعرونو کی کارول شوی ژبه ، لهجه ، احساس ، خیال او انځورونه زیاته اندازه د زندان له فضا ، په هغه د واکمنې ناهیلۍ او د عالمانو او فاضلانو د سخت ژوند له وضعیته د مسعود سعد سلمان له ګیلو اغیزمنه ده .
«««««««««««««««««««««««««««««
د افغانستان کلتوری فعال عبدالعلی فکوری باوری دې چی مسعود سعد سلمان له دی سره سره چی کلونه کلونه د غزنوی باچاهانو په زندانونو کی تیر کړل ، خو له خلاصیدا وروسته د هغو کړاونوپه دلیل چی په زندان کی یې زغملی وو ، لو له دې ویرې چی بیا زندانی نشی ، د غزنوی باچاهانو مدحې ته مخه کړی ده او د باچاهانو په دربارونو کی کنل شوی دی ، خو د هغه د ژوند دغه پړاو د هغه په ژوند کی اوڅاره ځلا نده درلودلی . هغه څه چی هغه یې د فارسی شعر د تاریخ په حافظه کی د ممتاز شاعر په توګه تلپاتې کړی دی ، هغه کلونه دی چی په زندان کی یې تیر کړی دی ، او هلته یې د ژوند او زمانې د سخت وضعیت او مصیبتونو او کړاونو ترخې قصیدې ویلی دی .
حسرت ، ناهیلی ، غم ، اوښکی ، سوی سورې ، ګیلې ګروې ، زمانې ته بدرد ویل ، د مسعود په شعرونو کی زیات لیدل کیږی . هغه شعرونه چی هغه مبارز او د ترخو حالاتو لیدونکې ښی .
د مسعود سعد سلمان دا رباعی د هغه وخت د احوالاتو ډیره ښه ښودونکی ده .
هر یک چیزی به قلعه ای ارندم
اندر سمجی کنند و بسپارندم
شیرم که به دشت و بیشه نګذارندم
بیلم که به زنجیر ګران دارندم
««««««««««««««««««««««««
پای