Oct 23, 2019 12:29 Asia/Kabul
  • ځلانده یون

د انقلاب د دوهم ګام بیانیه له دې اړخه د اهمیت وړ ده چی د ایران د اسلامی جمهوریت ځلانده لاره د اسلامی تمدن د رامینځته کولو او په نهایت کی د بشریت د ژغورونکی حضرت امام مهدی عج ته د هغه د سپارلوپه لور جوتوی

 

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د انقلاب د دوهم ګام په بیانیه کی د ایرانی ملت پرتمین انقلاب چی د نوی پړاو تر ټولو ستر او ولسی انقلاب دی ، هغه یوازنې انقلاب دی چی خپل لومړنی  ویاړمن څلویښت کلونه یې له خپلو ایډیالونو سره له خیانت پرته  تیر کړی او له هغو ټولو وسوسو سره سره چی نه مقاومت کونکی ښکارندې ، له خپل کرامت او د شعارونو له اصالت ساتنه کړی ده او اوس د تمدن جوړونې ، ټولنې ته پام او ځان جوړولو دوهم پړاو ته ورداخل شوی دی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ایران د اسلامی جمهوریت د ویاړمن نظام له څلورو لسیزو وروسته او د دغه نظام له غوړیدلی حرکت نوی پړاو ته د ورداخلیدا په درشل کی د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د انقلاب د دوهم ګام تر عنوان لاندې  یوه مهمه او لاره پرانستونکی بیانیه  وړاندی کړه . د پروګرام په تیرو برخو کی مو د انقلاب د تیر وخت او راتلونکی په ارتباط ځینو موضوګانو ته یوه  لنډه کتنه کړه خو له دې وروسته د انقلاب د دوهم ګام د بیانیې په ځیړتیا ، ژوره کتنه او زیات سپیناوی سره جاج اخلو .

«««««««««««««««««««««

د انقلاب د دوهم ګام بیانیه له دې اړخه د اهمیت وړ ده چی د ایران د اسلامی جمهوریت ځلانده لاره د اسلامی تمدن د رامینځته کولو او په نهایت کی د بشریت د ژغورونکی حضرت امام مهدی عج ته د هغه د سپارلوپه لور جوتوی . په دغه بیانیه کی د د دغه لوړ ایډیال د تحقق د څرنګوالی د بیانولولپاره د تیرو څلویښتو ټیټې هسکې لارې ته اشاره شوی چی څرنګه له ټولو مشکلاتو سره سره د خدای په مهربانی او د خلکو په شتون او ملاتړ سره وهل شوی او اسلامی ایران یې له وړکوتی نیالګی  په غټې ونې بدل کړی دی . درهبرۍ ستر مقام د اسلامی انقلاب د ځانګړنو په بیانولوسر ه په اجمالی توګه د هغه ګران بیه بریاوې نوی نسل ته وریادوی او هغو د اسلامی نظام د راتلونکی لارې اصلی دوام ورکونکی معرفی او په دې زمینه کی ارزښتمنې سپارښتنې وړاندی کوی .

«««««««««««««««««««««««

هماغه ډول چی اشاره مووکړه د ایت ا... خامنه ای د بیانیې موضوع د اسلامی انقلاب ځلانده وخت او په راتلونکی کی د هغه د پرمختګ د لارې انځورول دی ، خو له هر څه وړاندی باید پوهه شو چی انقلاب څه دی او هغه وخت د اسلامی انقلاب ځانګړنې او له نورو انقلابونو سره د هغه د توپیر جاج واخلو .

انقلاب په لغت کی د بدلون  او د وضعیت د تغیر په معنا دی . له انقلابه بیلا بیل تعریفونه شوی دی چی په ټول کی هغه د انقلاب دایډیالونه او هدفونو په  لړ کی د هیواد د اجتماعی ، سیاسی جوړښت ، اړیکو او اورګانونو کی داساسی بدلونونو د رامینځته کولو په خاطر د حکومت د نسکورولو لپاره ولسی هڅه بللی شو . د دغه تعریف په اساس ډیر اعتراضی غورځنګونه او بلواوې انقلاب نشو بللې ځکه چی معمولا محدود ، سطحی ، له کوم جوت هدف او پروګرامه پرته دی او ځینې د کودتاګانو په شان د قدرت د ترلاسه کولو لپاره د وړکوټی ډلې وسله وال پاڅون بلل کیږی . البته په دې مینځ و میان کی د انقلاب عوامل او زمینې هم مهمې دی . یو غورځنګ هغه وخت رامینځته کیږی چی خلک له موجود وضعیت ، فساد او د حکومت له بی کفایتۍ ناراضه وی ، خو یوازې له موجوده وضعیته ناراضی توب کافی ندې بلکې هغو باید په ذهن او لیدتوګه کی لوړ ایډیالونه او هدفونه ولرلې شی چی انقلاب د مطلوب وضعیت په لور هدایت کړی . د انقلاب بل شرط د سرشیندنې ، له ځانه تیریدا لپاره د خلکو چمتووالی او د انقلابی روحیې درلودل او په ځان باور دی . او بالاخره ضروری ده چی یو اورګان یا پیاوړې کس ، مدبر ، خبر او دخلکو د منلو وړشخص وجود ولرلې شی ترڅو انقلابی ځواک متحد ، منظم او رهبری کړی چی انقلاب بریالیتوب ته ورسی . ډیر انقلابونه چی نه بریالی کیږی ، یو یا د انقلاب د بریالیتوب څو عوامل نلری .

««««««««««««««««««««««««««««

د ایراتن د اسلامی انقلاب په شان کمتر انقلاب د یوه حقیقی انقلاب ځانګړنې درلودې او د هغه د ترسره کیدا عوامل پراخ او پیاوړی دی . د ایران خلک د پهلوی د فاسد رژیم له اقتصادی ، اجتماعی ، کلتوری او پوځی اقداماتو او سیاستونو سخت ناراضی وو  او د خپل اسلامی کلتور او حضرت امام خمینی رح د روښانونو په اساس د اسلامی حکومت غوښتونکی وو . هغو د عمل په ډګر کی هم وښودله چی خپلو هدفونوته د رسیدا لپاره تر شهادته د سرشیندنې او قربانۍ ورکولو لپاره چمتو دی او امام خمینی رح یې د ریښتونی ، شجاع ، متقی او راتلونکی  کتونکی مشر په توګه منلی وو . د دغو سریزو د چمتووالی په دلیل وو چی اسلامی انقلاب د امریکا ، نور لویدیځو حکومتونو او د سیمې د ګوډاګی دولتونو له سخت مخالفت سره سره بریالی شو او د ایران په داخل او بهر کی د مهمو بدلونونو سرچینه شو .

انقلابونه ډولونه لری چی معمولا د هغو د هدفونو او ایډیالونو په اساس جوتیږی ، د فرانسې د انقلاب په شان چی د ازادی غوښتنې ایډیال یې درلود او د روسیې انقلاب چی د مارکسیسټی تفکراتو په اساس یې بڼه غوره کړه . خو د ایران د خلکو غورځنګ چی په ۱۹۷۹ کال کی بریالې شو ، هغه لومړنې انقلاب وو چی الهی او اسلامی هدفونه او ایډیالونه یې غوره کړل اوپه بله وینا  یوازې د دنیاوی غوښتنو د تامین لپاره مادی پاڅون ندی بلکی نړیوال ، عمومی او معنوی ارزښتونه په نظر کی نیسی . د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح دغه تفاوت په ډاګه داسې بیانوی ، د دنیا له نورو انقلابونو سره د ایران د اسلامی انقلاب ترمینځ توپیر او فرق دی، د دنیا انقلابونه بی استثنا د ایمان لپاره ندی د خدای لپاره ندی ، د ایران انقلاب د خد ای لپاره دی  او له لومړیو هم د خدای لپاره وو . ا... اکبر وو او تر اخره هم همدا دی . په دې اساس د ایران اسلامی انقلاب د اقتصادی ، اجتماعی او سیاسی غوښتنو لکه ازادی ، هوسا ، خپلواکی ، امنیت او دې ورته   غوښتنو په نظر کی نیولو سربیره د هغه روحانی او معنوی غوښتنو ته هم ځانګړې پام لری او د هغو تامین ډیر مهم بولی . په همدې دلیل په تیرو څلورو لسیزو کی په ټولنه کی د معنوی او دینی ارزښتونو او باورونو د ژورتیا او خپرولو په خاطر ډیرې هلې ځلې شوی دی چی د پام وړ نتیجې یې درلودلی دی .

«««««««««««««««««

د ایران د خلکو د اسلامی غورځنګ ایډیالونه لکه څرنګه چی د له انسانی فطرت سره نه شلیدونکی پیوند لری ، عمومی او زوال نه منونکی دی . ځکه چی دغه ډول لوړ ارزښتونه تل د انسان لپاره سپیڅلی او مهم دی . د اسلامی انقلاب د دوهم ګام په بیانیه کی په دې زمینه کی لولو ، د هر څیز لپاره مفید عمر او د مصرف نیټه فرض کیدلې شی خو د دغه دینی انقلاب نړیوال شعارونه له دغې قاعدې مستثنی دی ، هغه به هیڅکله بی مصرفه او بې ګټې نشی ځکه چی په ټولو وختونو کی د انسان فطرت ورسره تړلی دی . ازادی ، اخلاق ، معنونیت  ، عدالت ، خپلواکی ، عزت ، عقلانیت ، وروګلوی ، هیڅ یو له یوه نسل یا ټولنې سره اړونده ندی تر څو په یوه پړاو کی وځلیږی او په بل پړاوکی ځوړ شی . هیڅکله داسې خلک نشو لیدلې چی له دغو مبارکو لرلیدونو یې زړونه سړه شی ، د اسلامی انقلاب د ایډیالونو اهمیت او عظمت په دې ډول دی چی دا تمه نشو درلودلی ، په هغو کی ځینې په اسانۍ سره او سملاسی عملی شی مثلا تراوسه هیڅ هیواد یا نظام ندې توانیدلی په ټولنه کی حقیقی عدالت ټینګ کړی . همداراز په ټولنه کی اخلاق او معنویت ورو ورو پرمختګ کوی او د یوه انسان یا ټولنې د معنوی او اخلاقی تکامل لپاره پای نشته دی . خو هماغه راز چی د رهبرۍ ستر مقام په ځلونو ټینګار کړی دی ، د ایران اسلامی جمهوریت د عدالت او معنویت ، اخلاق او نورو سپیڅلیو او د انسان د فطری  ایډیالونو د پراختیا په لاره کی ګام پورته کوی او په دغه لاره کی له هیڅ هڅې ډډه نه کوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

داسلامی انقلاب د ارزښتونو د پاتیکیدا  په راز په پوهیدو سره دو نورو ټکیو ته اشاره کولی شو . لومړی دا چی ولې ګڼ شمیر مسلمانان حتی غیرمسلمانان هم  له دغه ولسی انقلاب ملاتړ کوی او حتی هغه یې خپله بیلګه ګرځولی دی . دغه موضوع هغه وخت اهمیت پیدا کوی چی د هغو ارزښتونو پرضد د انقلاب د مخالفو رسندویو د پراخو  بی اساسه او غرضی تبلیغاتو له اندازې چی حتی د ایران د خلکو د غورځنګ له  بریالیتوبه مخکې په تیرو ۴۰ کلونو کی پیل شوی دی ، خبر شو .

خو هغه دوهم ټکی چی د ایران د انقلاب د ایډیالونو له فطری او اسلامی والی ترلاسه کیدلې شی ، له ۴۰ کلونو وروسته هغو ته د ایران د مسلمان ولس د وفادارۍ علت دی . هغو په دغه موده کی ډیرې سختیانې زغملی دی او مخالف ډله ایزارتباطی وسایل پرله پسې نیت درلودلې دی تر څو په ایرانی ملت ومنی چی د انقلاب شعارونه یې ناسم دی ، خو هغو هماغه راز له خپل انقلابه ملاتړ کوی . لکه څرنګه چی د رهبرۍ ستر مقام دانقلاب د دوهم ګام  په بیانیه کی فرمایلی دی ، تر ظلم او ستم لاندې ټولو ملتونو ترمینځ کم ملتونه د انقلاب همت لری او هغو ملتونو ترمینځ چی پاڅیدلی او انقلاب یې کړی دی ، کم لیدل شوی دی چی خپل کار پای ته ورسوی او د حکومتونو له بدلولوعلاوه انقلابی ایډیالونه ساتلی وی ، خو د ایران پرتمین انقلاب چی د نوی پړاو تر ټولو ستر او ولسی انقلاب دی ، هغه یوازنې انقلاب دی چی خپل لومړنی  ویاړمن څلویښت کلونه یې له خپلو ایډیالونو سره له خیانت پرته  تیر کړی او له هغو ټولو وسوسو سره سره چی نه مقاومت کونکی ښکارندې ، له خپل کرامت او د شعارونو له اصالت ساتنه کړی ده او اوس د تمدن جوړونې ، ټولنې ته پام او ځان جوړولو دوهم پړاو ته ورداخل شوی دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

 

ټیګونه