د ایران خلکو د غزې د خلکو قحطي او وژنه وغندله
د ایران مسلمان او انقلابي ملت، د "د غوسې او بریا د جمعې" په ملي لاریون کې په خپل شعوري او ولولناک حضور سره، د غزې د خلکو قحطي او منظم قتل عام په لوړ غږ وغنده.
د غزې د مظلومو او مقاومت کوونکو خلکو په ملاتړ د ایران د ملت د ملي لاریون د ستراتیژیک-عملیاتي پریکړه لیک د متن یوه برخه وايي: څوک چې د یو انسان غږ واوري چې چیغې وهي: ای مسلمانانو، زما مرستې ته راشئ او زما سره مرسته وکړئ، څوک چې دا چیغه واوري او ځواب ورنکړي هغه مسلمان نه دی.
د ایران د ملت د ملي لاریون د ستراتیژیک-عملیاتي پریکړه لیک کې، راغلی دی: مونږ باور لرو چې له صهیونیسټ رژیم سره د همکارۍ شرکتونو هدفمند بایکاټ باید یو عامه غورځنګ شي، او د عدلیې وزارت، د سوداګرۍ خونه، د مصرف کونکو د ساتنې سازمان، او رسنۍ باید د شفافو معلوماتو په چمتو کولو سره دا غورځنګ رهبري کړي.