Dec 07, 2019 15:04 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونه نړیوال ویاړونه

اعتماد الدوله په حقیقت کی د هند د پراخې امپراتورۍ اصلی اداره کونکې وو او په هند براعظمګی کی یې د ایرانی ادب او کلتور په پراخولوکې مهم رول درلود .

په تیر پروګرام کې مو وویل چی محمد طالب املی کابو ۹۹۱ هجری قمری کال کی په امل کې وزیږیده او په همدغه ښار کې یې د خپل وخت په علومو او فنونو کې زده کړې وکړې  او د جنګ او سوارۍ له ادابو سره هم بلد شو . طالب املی په ۱۰۱۰ هجری قمری کال کی امل پریښوده او کاشان ته ولاړ . هغه څلور کاله په کاشان او اصفهان کې میشت وو . دغه پړاو د ادبی او علمی معلوماتو د ترلاسه کولو له نظره د طالب د ژوند ډیر مهم او ګټه ور پړاو دی . د ادبی کره کتونکیو په باور د طالب راتلونکی ترقیات د هغو معلوماتو پامته داره دی  چی شاعر په دغه پړاو کې ترلاسه کړی دی . طالب له دغو وروځو وروسته د هندوستان د سفر نیت وکړ . هغه یوه موده په مرو کې تیره کړه او کابو ۲۵ کلن وو چی هندوستان ته ولاړ .د هنغه د ژوند یوه موده د هندوستان په بیلا بیلو ښارونو کې د یوه ملاتړی په لټون تیره شوه . بالاخره له ډیرو ټیټو هسکو وروسته د جهانګیر د وکیل او صدر اعظم اعتماد الدوله د پام وړ وګرځیده . اعتماد الدوله په حقیقت کی د هند د پراخې امپراتورۍ اصلی اداره کونکې وو او په هند براعظمګی کی یې د ایرانی ادب او کلتور په پراخولوکې مهم رول درلود .

«««««««««««««««««««««««««««

اعتماد الدوله په شعر او ادب کې د طالب له احاطې او مهارت خبریداوروسته  او همداراز د هغه د ذاتی وړتیا او لوړ همت په دلیل د هغه ملاتړې او هڅونکې شو  او د هغه درجه یې دومره لوړه کړه چی خپل د مهردارۍ دنده یې هغه ته وسپارله  او هغه یې امیر کړ . لکه څرنګه چی اعتماد الدوله په حقیقت کی د جهانګیر په وکالت د هند په امپراتورۍ حکومت کاوه  او هند کې درستې چارې د هغه په لاس کی وې ، د تذکره لیکونکیو په باور ویلې شو چی طالب په حقیقت کی د هند امپراتورۍ د مهردارۍ ځای ته رسیدلی وو .

د اعتماد الدوله په وخت کې شعر او شاعرۍ خپل اوج ته رسیدلی وه . طالب د اعتماد الدوله په ستاینه کې ډیر شعرونه ویلی دی چی د هغه د ارادت نښه ده . طالب  له اعتمادالدوله غوښتنه وکړه چی د مهردادرۍ له  دنده څنګته شی او هغه هم ورسره ومنله خو  له طالب سره یې له خپلې مینې او توجه ډډه ونکړه . له دغو ورځو وروسته وو چی طالب خپل ټول وخت او شعر او شاعرۍ ته بیل کړ  او ورځ په ورځ په دغه لاره کی یې زیات بریالیتوبونه ترلاسه کړل او د خپل وخت د شعر او ادب د واکوالۍ بی سیاله حاکم شو . طالب په هغو ډیرو انعامونو سره چی له اعتماد الدوله او نورو لویانو یې ترلاسه کول ، ډیرشتمن شو . په هغه وخت کی معمول وه چی هنرمند او ادیب  ایرانیان به د شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره هند ته ورتلل او د شتمنیو له ترلاسه کولو وروسته به ایران ته ستنیدل څو خپل پاتې عمر له هغه شتمنۍ په استفادې سره چی ترلاسه کړی یې  وې ،ښه ژوند وکړی . طالب املی هم فیصله  وکړه چی ایران ته ستون شی . هغه څه چی طالب یې هڅوه یوازې د هغه ډیرې شتمنۍ نه وې ، هغو شعرونو ته په کتنې سره چی هغه په دغو ورځو کې ویلی دی ، په دې پوهیدلې شو چی د هغه زړه د ایران په تیره بیا خپل ښار امل لپاره ډیر تنګ شوی وو او خيپل ښار یې ډیر یادیده .

طالب ګمان مبر که به سنبلستان هند

فارغ ز یاد ګلشن  امل نشسته ایم

«««««««««««««««««««««««««««««

طالب د اعتماد الدوله په ستاینه کې یوه قطعه ویلی ده او له هغه یې وغوښتل چی اجازه ورکړی چی ایران ته ستون شی .لکه څرنګه چی اعتماد الدوله له طالب سره ډیره مینه درلوده او له زړه یې نه غوښتل چی له طالب لیرې وی ، د هغه له غوښتنې سره موافقه ونکړه . اعتماد الدوله خبر وو چی طالب د دربار د شاعرانو ترمینځ د څوکۍ ترلاسه کولو سره ډیره دلچسپۍ لری . هغه ته پته وه چی د دربار په شاعرانو کې د طالب په ورشاملیدو سره خپل وطن ته د هغه د ورتلو مخه نیولې شی ، نو ځکه له جهانګیر بادشاه یې په غوښتنې سره طالب دربار ته بوتله . هغه ورځ باچا په ښکار ځای کې وو او طالب د ښکار ځای او جهانګیر په ستاینه کی  یوه قصیده وویله  چی د هغه د پام وړ وګرځیده  او طالب په دغه قصیدې سره  د دربار ادبی ټولګې ته لاره پیدا کړه  او ډیره موده نه وه شوی چی په خپلې هنرمندۍ او د اعتماد الدوله په ملاتړ سره په ۱۰۲۸ هجری قمری  کال کی د ملک الشعرا ځای ته ورسید . په همدغه پړاو کی وو چی د طالب خور ستی النسا بیګم د خپل ورور د لیدو لپاره هند ته ولاړه . د څیړاندو په  باور هغه مهم علت چی طالب یې په هند کې پاتی کیدو او خپل وطن ته له ستنیدا وغړوه د ملک الشعرا په ځای په ټاکل کیدا سربیره هند ته د هغه د خور سفر او په دغه هیواد کی له ژوند سره د هغه د ډیرې دلچسپۍ  وو .

««««««««««««««««««««««««««««

طابلب له ۱۰۲۸ تر ۱۰۳۶ کلونو کې چی د هغه د وفات کال دې ، د جهانګیر ملک الشعرا وو او د دربار د ادبی ټولګې مشری یې پرغاړه درلوده . هغه په دغه څوکۍ په رسمی دستورو کې په ګډون ، د مذهبی عیدونو او درباری جشنونو په مناسبت  په قصیدو ویلو سربیره ، ژمن وو چی تازه شاعران انتخاب او باچا ته معرفی کړی . همداراز هغه د ملک الشعرا د لقب په دلیل  د جهانګیر باچا په څنګ کې د هندوستان د شاو خوا سفرونه وکړل او د دغو سفرونو په ستاینه کې یې ډیر شعرونه ویلی دی . طالب په جهانګیر نامه ټولګه کی چی د جهانګیر باچا د وخت ډیرې پیښې پکې څیړل شوی دی ، له باچا سره د خپلو ډیرو مسافرتونو او د ښارونو او سفرونو په اړه ډیر شعرونه ویلی دی . د ادبی کره کتونکیو په باور د جهانګیر نامه ځینې برخې دومره ښکلی اوزړه پوری ویل شوی دی چی د فارسی ادب له شاهکارونو سره بلد لوستونکې  بی اختیاره د نظامی ګنجوی شعر و شاعرۍ او د هغه د سکندرنامه د ارزښتمن کتاب په ذهن کی راځی .

په ۱۰۳۱ هجری قمری کال کی د اعتماد الدوله په مړینې سره طالب خپل یو بهترین دوست او ملاتړې  له لاسه ورکړ . طالب په دې وخت کې ملک الشعرا وو  او په دربار کې د امیرانو په لومړنۍ لیکه کې راتله  . د هند د سترې امپراتورۍ د صدر اعظم مړینه له شغلی موقعیت له نظره د طالب املی په وضعیت کی کوم بدلون رامینځته نکړ خو له روحی پلوه دا پیښه د هغه لپاره سخت ګوزار وو . د طالب په روح  او راوان دغې پیښې ډیر اغیز وشینده چی د هغه په شعرونو کی جوت دې  .

بی لعل تو اب ګوهر دل

امیخته ام به اتش غم

کارم همه ناله پیاپی

شغلم همه ګریه دمادم

هجر تو چو مردمک سیه ساخت

در چشم ترم فضایی علم

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

طالب تر خپل مرګه یعنی ۱۰۳۶ هجری قمری کال کی د هند په دربار کی د ملک الشعرا په څوکۍ دنده ترسره کوله . یو شمیر تذکره لیکونکی د هغو بیتونو په استناد چی طالب د خپلې چوپتیا په اړه ویلی دی ، باور لری چی هغه دخپل عمر په پاې کې حواس ګډوډ شوی او د جنون ښکار شوی  وو  او یوه موده یې له شعر و شاعرۍ لاس اخیستې وو چی په دې اړه شک زیات دې . خو د طالب د شعرونو په استناد پوهیدلې شو چی هغه د خپل عمر په پاې کې ډیره سخته ناروغۍ پیدا کړی وه او مودې مودې  ناروغه وو او ‌ډیر سخت دردونه یې تیرول .

طالب املی د جهانګیر له مړینې یو کال مخکې په ۱۰۳۶ کال کی د خپلې شاعرۍ په  اوج کې له نړۍ سترګې پټې کړې . د هغه بی وخته مرګ چی کابو په ۴۵ کلنۍ کې وو ، د هغه وخت د شعر او ادب په دنیا کی غوغا رامینځته کړه .  ډیرو شاعرانو د هغه په اړه شعرونه ویلی دی چی د هندی سټایل مشهور شاعر صایب تبریزی نوم ته پکې اشاره کولې شو .

له بده مرغه د طالب دمعاصرانو د بی پامۍ په وجه د هغه د خاورې ته د سپارلو ځای معلومات نشته  ، ځکه چی په هر پړاوکی دود دا وو چی په تاریخ لیکنه کی له بدیهیاتو او جوتو څیزونو ډډه کیدله . لکه څرنګه چی طالب ملک الشعرا او ډیر شتمن ، نفوذ لرونکی او دربار ته ډیر نږدېکس وو ، داسې ښکاری د طالب مړی هغه سختې دلچسپۍ ته په پام سره چی له رسالت او نبوت سره یې درلوده ، بیا وروسته په عراق کی زیارتونو ته وړل شوی دی .

پای