Dec 24, 2019 14:18 Asia/Kabul
  • د لویدیځې اسیا د تیرې اونۍ  بدلونه

حزب ا... ثابته کړه چی اجازه نه ورکوی امریکا د لبنان په داخلی چارو کی لاس وهنه وکړی او تل د لبنان د خپلواکی غوښتونکې دی اوپه همدې دلیل یې د یوه خپلواکه کس په توګه د دیاب له لومړی وزارته ملاتړ وکړ.

 

په تیره اونۍ کې د لبنان بدلونه

د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې د صیهونیسټ رژیم پرضد اته پریکړه لیکونه د لویدیځې اسیا دتیرې اونۍ مهم بدلونونه وو.

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د لبنان له لومړی وزارته د سعد الحریری له استعفا ۵۰ ورځې وروسته د تیرزیارت په ورځ د دغه هیواد نوې لومړې وزیر معرفی شو . د لبنان ولسمشر میشل عون د دغه هیواد د ښونې او روزنې پخوانی وزیر او اهل سنت شخصیت حسان دیاب د دغه هیواد د نوی لومړی وزیر او د کابینې په جوړولو مامورکړ . لبنان د ۲۰۱۹ میلادی کال د اکتوبر له ۱۷ په اقتصادی وضعیت اوهمداراز پراخ فساد په اعتراض کې د ولسی مظاهرو شاهد دې . سعد الحریری د اکتوبر په ۲۹ د لبنان له لومړی وزارته استعفا ورکړه .

په تیرو ۵۰ ورځو کې د لومړی وزارت لپاره بیلا بیل نومونه مطرح شول او بالاخره حسان دیاب د دغې څوکۍلپاره معرفی شو . د لبنان د لومړی وزارت د څوکۍ لپاره کاندید باید د پارلیمان ۶۵ راې ترلاسه کړی . حسان دیاب د تیرې زیارت ورځې په غونډه کې له ۱۲۸ رایو څخه ۶۹ راې ترلاسه کړې او د نوی کابینې په جوړولو مامور شو .

که څه هم په پارلیمان کی د مقاومت ایتلاف د دیاب له لومړی وزارته ملاتړ کړی او هغه ته یې رایه ورکړی ده ، خو دیاب ګوندی اړوند والې نلری ، هغه موضوع چی پخپله یې هم پرې ټینګار کړی دی . حسان دیاب له او ، ټی ، وی چینل سره په مرکه کې له لبنانی ګوندونو سره د خپلې هر ډول اړوندوالی په ردولو سره زیاته کړه له هیڅ کس یا ډلې سره اړونده ندې .

په عین حال کی د نوی لومړی وزیر په توګه د دیاب معرفی کیدا په لبنان کی د مقاومت د ایتلاف لپاره  بریالیتوب وو . د سټراټیجیکو مسلو کارپیژاندی وفیق ابراهیم له العالم چینل سره په مرکه کی وویل  حزب ا... ثابته کړه چی اجازه نه ورکوی  امریکا د لبنان په داخلی چارو کی لاس وهنه وکړی او تل د لبنان د خپلواکی غوښتونکې دی  اوپه همدې دلیل یې د یوه خپلواکه کس په توګه د دیاب  له لومړی وزارته ملاتړ وکړ. هغه له بهرنی لاس وهنې پرته د دیاب په غوره کیدا په ټینګار سره جوته کړه د دغه انتخاب اهمیت دا دې چی دیاب یو پوهنتونی او ټیکنوکراټ کس دې چی دا د خلکو له غوښتنې سره سمون خوری .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د لبنان د سیاسی مسلو کارپیژاندی ډاکټر نسیب حطیط هم د دیاب انتخاب د لبنان او مقاومت د چورلیز لپاره یو بریالیتوب وباله او ویې ویل دیاب غواړی له درستو ډلو سره کار وکړی او هیواد وژغوری نو ځکه د هغه انتخاب ډیر حساس او دقیق وو په تیره بیا دا چی زیاتې راې یې ترلاسه کړې شوې او ډیر ګوندونه او ولسی حرکت یې له ځان سره ملګرې کړ .

د لبنان الاخبار ورځپانۍ هم ولیکل د لبنان حزب ا... او د هغه تړونو د حسان دیاب په انتخاب سره د نواف سلام د انتخاب لپاره د امریکا وروستی اقدامات ناکامه کړل ، په دې ډول چی حزب ا... په لبنان کې له مقاومت سره د دښمن دولت د جوړیدا مخه ونیوله . الاخبار په دوام کی ویلی دی د اتم مارچ جریان په حقیقت کې ټولو ته پیغام واستوه چی د سیاسی معادلاتو د اواری کونجی د امریکایی چورلیز او د هغه د اړونده لبنانی عناصرو په لاس کې نده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د کابینې له جوړیدا وروسته د خلکو اقتصادی او اجتماعی غوښتنو ته پام به د لبنان د نوی لومړی وزیر له مهمو لومړیتوبونو وی . دیاب هم د نوی کابینې په جوړولو له مامور کیدا وروسته وویل شفافیت او له فساد سره مبارزه په خپله ایجنډا کې راولی . په عین حال کی د نوی کابینې جوړول د دیاب مخ ته مهم اولومړنې چیلنج بلل کیدلې شی . ماهر الخطیب د النشره په لبنانی ویبپاڼه کې پر دې په ټینګار سره چی دیاب یو ټیکنوکراټ کس دې چی عمومی مقوبلیت درلودلی شی ، ولیکل له دی سره سره د دیاب انتخاب د کار د ختمیدا او د ارامښت ساحل ته د رسیدا په معنا ندې ځکه چی د کابینې جوړول ډیرې سختیانې درلودلې شی .

که څه هم الحریری له دیاب سره په کتنه کې وویل چی هغه به د کابینې په جوړولو کې ملګرتیا وکړی خو د حریری په مشرۍ د المستقبل ګوند  د پارلیمان د زیارت ورځې په غونډه کې چی د نوی لومړی وزیر د معرفۍ لپاره جوړه شوی وه ، ګډون ونکړ . دسعد الحریری  پلویانو هم د نوی لومړی وزیر په توګه د دیاب له معرفی کیدا وروسته د مظاهرو په ترسره کولو سره له هغه سره خپل مخالفت اعلان کړ .

له بلې خوا دې ته په پام سره چی دیاب د امریکا د ملاتړ وړ نه وو ، د هغه پرضد به بهرنی احتمالی دباونه او لاس وهنې هم ستونزه جوړه کړی . مهم ټکې دا دی چی د نوی لومړی وزیر په توګه د دیاب معرفۍ کیدا لبنان ته د امریکا د خارجه وزیر د سیاسی مرستیال ډیویډ هیل له سفره یوه ورځ مخکې ترسره شو .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د ملګرو ملتو عمومی اسمبلۍ د تیر خالی په ورځ د اسراییلو پرضد اته پریکړه لیکونه تصویب او په فلسطینی ټاټوبی کې یې د صیهونسټ رژیم ټول نیواکګر اقدامات وغندل . دغه پریکړه لیکونه مخکې د څلور ګوڼه کمیټۍ په وسیله جاجول او تایید شوی وو .

په دغه پریکړه لیکونو کې د غزې دمځکنی ، هوایی او سمندری کلابندۍ ، ښارګوټو جوړول ، د ښارګوټو میشتو راپارونکی اقدامات ، د خپل سرو نیونو او کورونو ویجاړول وغندل او خپل ټاټوبی ته د فلسطینی کډوالو په ستنیدا ټینګار شوی دی . همداراز د سوریې د جولان په اړه په پریکړه لیک کې هم له صیهونیسټ رژیم غوښتل شوی دی د جولان په اړه د ملګرو ملتو په پریکړه لیکونو عمل وکړی  او همداراز صیهونیسټ رژیم د جولان میشته کسانو ته د اسراییلو د ښاریزتوب د حق له ورکولو منعه شوی دی . په بل پریکړه لیک کی هم له درستو هیوادونو غوښتل شوی دی د فلسطینی کډوالو لپاره د کارکسب پیدا کولو او مرستندویه اژانس سره مرسته او ترې ملاتړ وکړی .

«««««««««««««««««««««««««««

د ملګو ملتو عمومی  اسمبلۍ په وروستیو دو کلونو کې په ځلونو دپریکړه لیکونو په تصویبولو سره  د صیهونیسټ رژیم اقدامات غندلی دی . عمومی اسمبلۍ د ۲۰۱۸ میلادی کال په نومبر کې هم  اسراییلو پرضد ټول ټال ۱۵ پریکړه لیکونه تصویب کړی وو چی نهه پریکړه لیکونه د نومبر په ۱۶ او ۶ پریکړه لیکونه هم د نومبر په ۳۰ تصویب شوی وو .

دا پریکړه لیکونه ښی چی عمومی اسمبلۍ د دغې ادارې د امنیت شورا په نسبت د فلسطین او اسراییلو د کشمکش په وړاندی عادلانه او واقعی کړچار لری . په امنیت شورا کی د وټو حق چی په تیره بیا د امریکا لخوا کارول کیږی ، د فلسطین  او اسراییلو کشمکش  او فلسطینی ولس پرضد د دغه رژیم جنایتونوته د عادلانه کتنې خنډکیږی . د امریکا په شمول د ځینو هیوادونو سیاسی او ټاکنیزه کتنه د صیهونیسټ رژیم پرضد د پریکړه لیکونو د تصویبیدا خنډ کیږی .

د عمومی اسمبلۍ پریکړه لیکونه اجرایی ضمانت نلری ، خو د فلسطینیانو پرضد د اسراییلو د جنایتونو په اړه د نړۍ عمومی افکار خبرولې شی ، هغه بوږنونکی جنایتونه چی هروه ورځ د ښارګوټو جوړولو ، له خپل ژوند ځای د فلسطینانو په زوره کډوالولو ،د فلسطینی زندانیانو د  شکنجو ، د ناروغه بندیانو د درملو بندیز او همداراز د ورستنیدا د حق د مظاهرو په شمول په سوله ایزو مظاهرو د حملې په شمول په بیلا بیلو چوکاټونو کې ترسره کیږی . تر اوسه د ورستنیدا په مظاهرو کې چی د ۲۰۱۸ کال له مارچ میاشتې راهیسې پیل شوی ۳۲۷ فلسطینان شهیدان او په زرګونو ژوبل شوی دی چی د سلګونو کسانو حالت نازک راپور شوی دی .

دغو جنایتونو ته په پام سره د هیګ محکمې لوی څارنوال فاتو بنسودا د جمعې په ورځ په غزې ټرانګې او اردن سین په لویدیځه غاړه کی د صیهونیسټ رژیم د جنګی جنایتونو په اړه د تحقیق لپاره د دغې محکمې د هلوځلو خبر ورکړ .

د حماس غورځنګ ویندوی فوزی برهوم له دغې فیصلې په هر کلی سره وویل د هیګ محاکمې فیصله ښی چی د اسراییلو د نیواکګرۍ خوی او د ظلم اندازه چی د فلسطین په خلکو کیږی د نړیوالې ټولنې لپاره لا جوت شوی دی . د فلسطین د ازادی غواړی سازمان د اجرایی کمیټۍ عمومی منشی  صایب عریقات هم د هیګ محاکمې له فیصلې په هرکلی سره هغه د فلسطینی ملت لپاره هیله منونکې پیغام وباله .

پای