Feb 10, 2020 16:13 Asia/Kabul
  • لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې

تیره اونۍ د عراق د نوي وزیراعظم معرفي کیدل، د سوریې په ادلب ولایت کښې د سراقب نومي مهم ښار آزادي او هم داشان د فلسطینیانو او اسرائیلي پوځیانو ترمینځ د نښتې تازه پړاؤ د لویدیځې آسیا مهم بدلونونه وو

د عراق ولسمشر برهم صالح د تیرې اونۍ د خالي په ورځ محمد توفیق علاوي د دغه هیواد د نوي وزیراعظم په توګه معرفي کړ. په عراق کښې د تیر ۲۰۱۹ کال د اکتوبر له اولې نیټې څخه د حکومت ضده اعتراضونه روان دي. اقتصادي، اجتماعي او سیاسي غوښټنې د حکومت خلاف د عراق د خلکو د اعتراضونو وجه وه خو په بهرنۍ لاسوهنې او بې لارې کورني بهیر په مداخلت سره دغه اعتراضونه د تاؤتریخوالي په لور ټیل وهی شول. د دغه بهیر له امله عادل عبدالمهدي د نومبر په دیرشمه نیټه د عراق د وزیراعظمۍ له مقامه استعفا ورکړه او د دغه هیواد پارلیمان د دسمبر په وړومبۍ نیټه د هغه استعفا ومنله. خو عبدالمهدي په تیرو دوو میاشتو کښې د چارو د پرمخ بیونکي عبوري وزیراعظم په توګه خپل فعالیت جاري وساته.

دوه میاشتې پس علاوي په داسې حال کښې د عراق د نوي وزیراعظم په توګه معرفي شو چې په دغې موده کښې د یاد پوسټ د ترلاسه کولو لپاره ډیر کسان معرفي شول خو د معترضانو مخالفت سبب شو چې د برهم صالح له خوا هیڅوک د نوې کابینې د جوړولو لپاره معرفي نه شي.

محمد توفیق علاوي د عراق د نوې کابینې د جوړولو دنده یې ترلاسه کړه، د خلکو په غوښتنو باندې غور یې خپل وړومبی او له وخته مخکښې د پارلیماني انتخاباتو ترسره کول یې خپل دویم وړومبیتوب وباله. په عین حال کښې د عراق د نوي وزیراعظم په توګه د علاوي له معرفي کیدو سره سم، د هغه په غوره کیدو باندې د هیواد په مختلفو سیمو کښې اعتراضونه هم پیل شول.

ډیر مهم ټکی د عراق د نوي وزیراعظم په توګه د علاوي له معرفي کیدو څخه د صدر بهیر د مشر مقتدی صدر څرګند ملاتړ و. مقتدی صدر د تیرې اونۍ په یکشنبې په یو ټویټ کښې د قبایلو په مرستې سره په جنوبي او مرکزي ولایتونو کښې د ښوونځیو په پرانستلو ټینګار وکړ او د اعتراضونو په پلمه یې له تشدد جوړونې او د سړکونو له بندونې سره سخت مخالفت وکړ. په هم دې وجه خلک د اودي ټوپو په نامه د صدر په ملاتړو او د سرو ټوپو د خاوندانو په نامه د هغه د مخالفانو په دوو ډلو وویشتل شول چې تر مینځ یې سختې نښتې وشوې او ترټولو سخته نښته د عراق په صدرین میدان کښې د تیرې چارشنبې په ورځ وشوه چې په کښې اته تنه مړه او ۱۰۰ نور زخمي شول.

د عراق د کورنیو چارو وزیر یاسین الیاسري تیره پنجشنبه وویل چې د عراق پرمخ بیونکي وزیراعظم عادل عبدالمهدي د نجف د پيښو د جاجولو په لړ کښې د تحقیقاتي کمیټې د جوړولو حکم کړی دی. د عراق لوړ مرجعیت هم تیره جمعه په یوې بیانیې سره له تشدده د لرې والي په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل چې تشدد او تاؤتریخوالی د هرې ډلې او لوري له خوا غندل شوی دی. په دغې خبرپاڼې کښې د یو پياوړي او متقدر حکومت د جوړیدو په ضرورت هم ټینګار شوی دی. دغه بیانیه د عراق د خلکو له پراخ ملاتړ او په بصره، ناصریه، کربلا او نجف کښې د حمایتي مظاهرو له ترسره کیدو سره مل شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*

د سوریې پوځ تیره چاشنبه یعنې د فرورۍ په پنځمه نیټه ترهګرو ډلو ته په ماتې ورکولو سره په ادلب ولایت کښې سراقب نومې سټراټیجک ښار ته ننوته. د سوریې پوځ څه موده مخکښې د حلب ولایت خان طومان نومې مهم ښار هم د ترهګرو ډلو له نیواکه آزاد کړی و. د خان طومان په آزادیدو سره د سوریې د پوځ او د هغه د انډیوالانو د فعالیت دوام آسانه شو او تمه کیدله چې د ادلب ولایت نور ښارونه په لازیاتې اسانې او سهولت سره آزاد شي. د خان طومان له آزادۍ وروسته د سوریې پوځ د ادلب ولایت دویم ستر او ډیر مهم ښار (معره النعمان) د ترهګرو ډلو له منګولو خلاص کړ. د دغه ښار له آزادۍ یوه اونۍ وروسته سراقب هغه دویم مهم ښار دی چې د ترهګرو ډلو له نیواکه آزاد شو.

د سراقب ښار په آزادۍ سره د سوریې او د هغې د انډیوالانو پوځ په تیرو کابو پنځوسو ورځو کښې د ادلب ولایت د نیواکي سیمو څه باندې ۱ زر او ۲۰۰ کیلومیټره علاقه له ترهګرو پاکه کړه. اوس د ادلب ولایت له نیمې زیاته برخه آزاده شوه او د پاتې سیمو د آزادولو لپاره عملیات لاهم دوام لري. زیاتره کارپوهان په دې اند دي چې د سراقب ښار د آزادۍ اهمیت په دې کښې دی چې د سوریې او د هغې د ملاتړو پوځ د ادلب ولایت مرکز ادلب ښار ته نزدې شول او تر دغه ښاره یې واټن یوازې ۷ کیلومیټره پاتې دی.

په ادلب ولایت کښې د سراقب ښار له آزادیدو سره هم مهاله د ترکیې پوځ چې په حلب کښې په جبل عقیل کښې پروت دی، د سوریې پوځي ځواکونه د خپلو توپونو ولي. مهم ټکی دا دی چې د سوریې پوځ د یوې خبرباڼې په خپرولو سره د سوریې په یوشمیر سویلي سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم د توغندوي حملې خبر ورکړ او ویې ویل چې دغې توغندوي حملې د ترکیې د قافلې لپاره یو پوښ جوړ کړی او د دغې قافلې هدف هم په ادلب ولایت کښې له ترهګرو سره په مقابله کښې د سوریې د پوځ د پرمختګ مخنیوی دی.

په تیره اونۍ کښې د سوریې یو بل مهم بدلون د سوریې د شمال د حلب په سویل لویدیځ کښې د ترهګرو د هاوان د حملې له امله د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو د خبریالانو زخمي کیدل وو. د العالم چینل خبریال ضیاء قدور او د هم دغه چینل کیمره مین ابراهیم الکحیل او هم داشان د الکوثر چینل خبریال صهیب المصري د تیرې اونۍ په یکشنبې د حلب په سویل لویدیځ کښې زخمي شول. له دې مخکښې هم د ایران د اسلامي جمهوریت څو خبریالان په سوریې کښې شهیدان شوې دي.

*/*/*/*/*/*

د اسرائیلي پوځیانو او فلسطیني ښاریزو ترمینځ نښتې په تیره اونۍ کښې سختې زیاتې شوې دي. تیره اونۍ شپږ فلسیطینیان د اسرائیلي پوځیانو په لاس شهیدان شوي او لسګونه نوز زخمي شوې دي. وړومبی تیره چارشنبه د ۱۷ کلن فلسطیني ځلمی محمد سلمان طعمه الحداد د الخلیل ښار په باب الزاویه سیمه کښې د صهیونیسټانو په ډزو کښې په زړه باندې د لګیدو په وجه شهید شو.

تیره پنجشنبه د نښتو اوج و. پس له دې چې د صهیونیسټي رژیم پوځیانو تیره پنجشنبه د احمد جمال القبع په نامه فلسطیني اسیر د کور د خرابولو لپاره د لویدیځې غاړې په جنین باندې حمله وکړه او د هغوي او فلسطیني ځوانانو ترمینځ سختې نښتې پیل شوې. صهیونیسټو پوځیانو د فلسطینیانو د تیت پرک کولو لپاره جنګي ګولۍ وکارولې چې له امله یې یو ۱۹ کلن ځوان شهید شو او اووه تنه نور ژوبل شول. د طارق بدوان په نامه د کورواکه تشکیلاتو یو پولیس چې په جنین کښې د زیارت د ورځې په نښتو کښې زخمي شوی و، څو ساعته وروسته شهید شو. یو بل فلسطیني ځوان هم په باب الاسباط سیمه کښې په وسلې سره د مسجدالاقصی په باب الاسباط سیمه کښې د صهیونیسټو پوځیانو خلاف یولړ عملیات وکړل چې په دغو شهادت غواړو او فدايي عملیاتو کښې یو صهیونیسټي مامور زخمي شو او یاد فلسطیني ځوان شهید شو. هم داشان یو بل فلسطیني ښاریز هم د قدس ښار په پخوانۍ سیمه کښې د نیواکګرو پوځیانو د ډزو له امله شهید شو. د بدر نضال احمد نافله په نوم یو ۱۹ کلن فلسطیني ځوان چې د لویدیځې غاړې په طولکرم سیمه کښې د فقین ښارګي اوسیدونکی و، هم د جمعې په ورځ د صهیونیسټانو په لاس شهید شو.

په عین حال کښې یو فلسطیني د زیارت ورځې پیشمني مهال په نیواکي قدس کښې یو شمیر صهیونیسټي پوځیان په ګاډي ووهل چې په کښې ۱۴ تنه زخمي شول او یاد فلسطینی هم په تیښته بریالی شو. په دغو عملیاتو کښې د صهیونیسټي رژيم د (ګولاني) یونټ پوځیان په نښه شول. ګولاني نومې یونټ د صهیونیسټ رژيم په اول نمبر یونټ باندې مشهور دی او کسان یې په مهمو ماموریتونو کښې کارول کیږي. هم داشان په رام ا..ږ کښې هم یو صهیونیسټ پوځي په ډزو سره فلسطینیان سخت زخمي کړل.

دا نښتې د پيړۍ د معاملې د توکمپالې طرحې د مخ کتنې نتیجه ده. د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ د میاشتې په اتویشتمه نیټه د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو په ملګرتیا د پیړۍ د معاملې د توکمپالې طرحې مخ کتنه وکړه.

د صهیونیسټي رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت د قدس شریف پيژندل، د اردن سیند د لویدیځې غاړې ۳۰ فیصده اسرائیلو ته سپارل، خپل هیواد ته د فلسطیني کډوالو د ورستنیدو مخنیوی او د فلسطینیانو بیخي بې وسلې کول د دغې شرمناکې طرحې مهم مفاد دي.

د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) ویاند حازم قاسم وویل: د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د مقاومتي اقداماتو زیاتیدل د پيړې د معاملې په نوم د امریکې طرحې ته یو عملي ځواب دی.

*/*/*/*/*/*/*