د لویدیځې اسیا د تیرې اونۍ مهم بدلونونه
د لبنان د نوی کابینې جوړیدا د بحرین د خلکو د پاڅون نهمه کلیزه له یمن د اماراتو بشپړه وتل د لویدیځې اسیا د تیرې اونۍ مهم بدلونونه وو .
د لبنان پارلیمان په تیرې نهې ورځ د ۲۰ منفی او یوې سپینې راې په مقابل کې په ۶۳ مثبتو رایو سره د حسان دیاب وړاندیزی کابینې ته د باور رایه ورکړه . د لبنان نوې حکومت چی ۲۰ وزیران لري د جنورۍ په ۲۱ جوړ او د لبنان ولسمشر میشل عون تایید کړ . د لبنان پارلیمان ۱۲۸ استازی لري خو د نهې ورځې په غونډه کې ۸۴ استازیو شتون درلود او ۴۴ استازی هم غایب وو . د لومړی وزیر په توګه د حسان دیاب د معرفی کولو لپاره په غونډه کې هم چی د ۲۰۱۹ میلادی د دسمبر په ۱۹ نیټه ترسره شوی وه ، ۴۴ استازیو شتون نه درلود .
د جبران باسیل په مشرۍ ازاده ملی ډله ، د نبیه بری په مشرۍ د امل شیعی غورځنګ ، د سلیمان فرنجیه په مشرۍ د المرده ګوند ، د لبنان حزب ا... پورې اړونده د مقاومت فراکسیون او همداراز د اهل سنتو یو شمیر فراکسیونونه د لبنان د نوی حکومت له ملاتړو دي . په عین حال کی د سعد حریری په مشري د المستقبل بهیر ، د سمیر جعجع په مشرۍ د لبنانی ځواکونو ګوند او د ولید جنبلاط په مشرۍ د سوشلیسټانو ترقۍ غوښتونکې ګوند د لبنان د نوی حکومت په مخالفانو کې شامل دي .
د لبنان نوی لومړی وزیر حسان دیاب د پارلیمان په غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چی د هغه حکومت سیاسی ندې بلکې داسې حکومت دې چی پکې متخصص او غیر ګوندی وزیران شتون لری . دیاب همداراز د ولسی غوښتنو تعقیبول او له فساد سره جدی مبارزه خپل مهم لومړیتوبونه وبلل . د حزب ا... د پارلیمانی فراکسیون مشر محمد رعد په دې هکله وویل د خلکو باور جلبول له فساد سره د مبارزې په دریځ کې جدی ګامونو پورې اړه لري . رعد وویل په مقاومت پورې د وفاداری فراکسیون حکومت د باور رایه ورکړه ، دغه حکومت زمونږ سیاسی ډلې ته ورته ندې خو زمونږ د باور رایه د دندې د مامریت د اسانتیا په هدف ترسره شو چی مونږه ورسره موافقت وکړ . هغه زیاته کړه مسولیت منل او د هغه څه ترسره کول چی د هیوادد ژغورنې سبب شي ، یو شجاعانه اقدام دې چی باید پرې اعتراف وکړو . مونږه سرچینې او امکانات په اختیار کې لرو چی که ترې ښه استفاده وشي ، نو ګټه ور او نتیجه ورکونکې اقتصادی بهیر پوره کولې شو .
««««««««««««««««««««««««««««««
د لبنان پخوانی خارجه وزیر او د ملی ازاد بهیر مشر جبران باسیل هم وویل که وغواړو چی حکومت بریالط شی نو باید د سیاستوالانو کلک اخیستلو ته تسلیم نشو .
له دې مخکې چی د لبنان د پارلیمان غونډه ترسره شي ، نو بیروت یو ځل بیا د حکومتی صد مظاهرو او په مظاهرو کې د تاوتریخوالی شاهد وو . په غو تاوتریخوالیو او نښتو کې په څو وزیرانو او استازیو حمله وشوه چی د القومیه فراکسیون استازې سلیم سعاده په هغو استازیو کط شامل وو چی سملاسی د درملنې لپاره روغتون ته منتقل شو . د لبنان دپارلیمان مشر نبیه بری حکومت ته د باور راې د ورکولو د غاونډې په پیل کې د پارلیمان د ودانۍ په شاو خوا کې په استازیو د تاوتریخوالی غواړو عناصرو په حملو غوسه څرګنده کړه او هغه یې وغندل . نبیه بری په دې هکله جوته کړه دا پارلیمان په ټولو لبنانیانو پورې اړه لری او مونږه به هیڅکله د فتنې په لور لاړ نشو .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
تیره جمعه د ال خلیفه رژیم پرضد د بحرین د خلکو د پاڅون نهمه کلیزه وه . د بحرین خلکو د ۲۰۱۱ میلادی کال د فرورۍ په ۱۴ د ال خلیفه رژیم پرضد خپل اعتراضونه پیل کړل .
د بحرین خلک د ازادۍ ، د عدالت د ټینګیدا ، د تبعیض او توپیر ختمیدا او په خپل هیواد کې د داسې نظام غوښتونکی دي چی د خلکو له رایو رامینځته شوی وی خود ال خلیفه رژیم ځپلوته مخه کړي ده . مهم ټکې دا دې چی د ۲۰۱۱ میلادی کال د مارچ په ۱۴ یعنی د بحرین د خلکو د اعتراضونو له پیلیدا یوه میاشت وروسته سعودی او اماراتی عسکر د ټاپو د ډال ځواکونو په چوکاټ کې په بحرین کې ځای پر ځای شوی دی او د ال خلیفه رژیم له عسکرو سره یو ځای چی زیاتره د بهرنیو عسکرو ښاریز دي ، د خلکو سوله ایزې مظاهرې وځپلې .
عربستان او امارات په داسې حال کی بحرین ته د عسکرو د ورلیږلو لپاره د ټاپو د ډال په طرحې استناد وکړ ، چی دا طرحه اساساهغه وخت کارندوالې لري چی د فارس خلیج د ملګرتیا شورا په یوه غړی هیواد د یوه بهرنی هیواد له لوری حمله وشی . دا په داسې حال کی ده چی د ال خلیفه رژیم له ۲۰۱۱ کال راهیسې د بحرین د خلکو له سوه ایزو مظاهرو سره مخامخ دې .
د بحرین داسلامی غورځنګ مشر آیت ا.. شیخ عیسی قاسم هم په قم کې د بحرین د پاڅون دکلیزې په یولړ دستورو کې وئیلي دي ،ا مریکایانو تل په اسلامی هیوادونو کې د ډیموکراسۍ له پراختیا سره مخالفت کړی دی ، ځکه مسلمانان د حقیقي آزادۍ په درلودلو سره ، د استکبار ضد اسلامی تعلیماتو په لور حرکت کوي . د بحرین د اسلامی غورځنګ رهبر همدرازا دبحرین د ولس د استقامت او کلکې دریدا په ضرورت ټینګار کړی او وئیلي ئې دي ، باید د بحرین د ټولنې په درستو پرګنو کې د استکبار سره دمبارزې روحیه ژوندی او تانده ووسي څو د وخت پر طاغوت او فسادګرو بریالي شو . وروستي راپورونه ښئ د بحرین د فرورۍ دڅوارلسم پاڅون د نهمې کلیزې په مناسبت دبحرین په بیلابیلو ښارونو اوښارګیو کې ولسی اعتراضونه پیل شوي او وئیل کیږي ، چې دبحرین دآل خلیفه رژيم امنیتي مامورانو په پلازمینې منامې،بلاد القدیم ، السناس المصلی کرانه، او ځینو نورو سیمو کې د خلکو اعتراضونه د اوښلن ګیس په کارولو سره تیت پرک کړي او وئیل کیږي چې په لسګونو کسان ئې نیولي اوټپیان کړي هم دي.
د ال خلیفه رژیم په تیرو نهو کلونو کې د بحرین د ځای خلکو د ښاریزتوب د لغوه کولو په شان ځیږې سټراتیجۍ ته مخه کړی ده ، په دې ډول چی څه د پاسه زرو بحرنی ښاریزو تابعیت یې لغوه کړې . همداراز د بحرین په شان ورکوتی هیواد کی څه د پاسه پینځّ زره سیاسی بندیدان موجود دي . په تیرو نهم کلونو کی هم د سیاسی فعالانو او نیوکه کونکیو ۲۶ بحرینی ښاریزو ته هم د اعدام سزا اورول شوی ده چی پینځه کسان هم پکې اعدام شوی دي .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
په تیره اونۍ کې د یمن پرضد د سعودی جنګ ایتلاف د دو پیښو شاهد وو . لومړې د یمن د مستعفی حکومت دوه چارواکو د ریاض د موافقې د ماتې خبر ورکړ او بیا په یمن کې د اماراتو د ګډو عملیاتو قوماندان له یمن د اماراتی عسکرو د بشپړه وتلو خبر ورکړ . دغه دواړه مهمې پیښې د یمن پرضد په جنګ کې د سعودی عربستان په تاوان وې ، هغه جنګ چی د پینځه کلن کال د پاې په درشل کې دې .
د یمن د مستعفی حکومت د ټرانسپورت وزیر صالح الجبوانی په خپل ټویټری پیغام کې وویل امارات او په عدن کې د هغه ملیشاوې هغه کسان دی چی د ریاض موافقه یې ناکامه کړه . د یمن په ضد د سعودي ائيتلاف جنګ د ۲۰۱۵کال د مارچ له شپږویشتمې نیټې پيل شوی دی . که څه هم ووئيل شول چې دغه ائيتلاف په نهو هیوادونو مشتمل دی ،خو عملا سعودي عربستان او متحده عربی امارت په دغه جنګ کې فعال شتون لري .
په یمن کې د متحده عربی اماراتو د ګډو عملیاتو قوماندان جنرال عیسی مزروعي په ابوظبئ کې د اماراتود پوځي ځواک دستنیدو په دستورو کې وئيلي دي ، د اماراتو جنګي الوتکو په تیرو پنځو کلونو کې د یمن په ضد یو لک دیرش زره سوتی الوتونه او همداراز ئې د عملیاتو په ډګر کې هم څه دپاسه نیم میلیون ساعته الوتونه کړي دي اود اماراتو نوي جنګي کشتیو هم په دغه جنګ کې ګډون درلودلی .
امارات د یمن پرضد په جنګ کې د عربستان مهم متحد وو. د یمن په جنګ کې د اماراتو ۱۰۸ عسکر وژل شوی دي . له دې وروسته چی د ۲۰۱۹ میلادی کال په سپرلی کې د اماراتوپرضد د انصار ا... او یمن پوځ ګواښونه زیات شول او له دغو ګواښونو د ابوظهبی تاوان لیدنه جوته شوه ، د اماراتو حکومت اعلان وکړ چی د یمن له جنګه به ووځی . د یمن له جنګه د اماراتی عسکرو په بشپړه وتلو سره عملا سعودی ایتلاف دړې وړې شوې دې او سعودی عربستان د یمن پرضد حملو ته دوام ورکوي .
پاې