Mar 14, 2020 15:35 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونه نړیوال ویاړونه

دا د عشق د رڼا په وجه ده چی هر څیز ښکلې او ځلیدونکې دې . د جامي له نظره عشق د هستۍ تر ټولو ښکلی ترانه او مشهوره افسانه ده .

د پروګرام په دوام کښې د ايران او نړۍ د يو بل وياړ په اړه غږيږوو. د نهمې هجري قمري پېړۍ مشهور شاعر، عارف، ليکوال او متفکر نورالديدين عبدالرحمن جامي يو نامتو ايرانې  ویناوال  چې غواړوو د هغۀ له ژوند، آثارو او افکارو سره بلد شوو.

نورالدين عبدالرحمن جامي په 817 هجري قمري کال کښې د خراسان په جام ولايت کښې دنيا ته راغله . د جامي پلاراو نيکۀ په اصفهان کښې اوسېدل چې  بیا یې خراسان ته کډه وکړه او د جام په خردجرد سيمه کښې مېشته شو.د جامي پلار د عبدالرحمن جامي له زېږېدو نه څوکاله مخکښې له خپلې کورنۍ سره هرات ته لاړ او هلته کښې پاتې شو. جامي د خپلو زدکړو وړومبني کلونه په خرګرد سيمه کښې تېر کړل او له خپل پلار څخه يې د فارسي ادبياتو او عربي صرف و نحو په زدکړو لاس پورې کړ.جامي خپلې زدکړې د هرات او سمرقند په نظاميو کښې چې په هغه زمانه کښې له علمي او ادبي مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېدل وکړې او په عربي ژبه، د بلاغت، منطق، حکمت او رياضياتو په فنونو او شرعي علومو کښې د خپلې زمانې مخکښ شو. بيا يې له عرفان سره مينه پېدا شوه او نقشبنديه طريقت يې اختيار کړ.

جامي د هغه علم، پوهې او همدارنګ د عارفانه سېر و سلوک چې يې لرل د هغه وخت د باچايانو په نزد يو خاص مقام لرۀ او د خپل علمي، ادبي او معنوي مقام په وجه له دې مخکښې چې بوډا والي ته ورسي په ټولو هغو هېوادونو کښې چې په هغه زمانه کښې پکښې فارسي ژبه رائجه وه يعنې له عثماني امپراطورۍ نه واخلې د اسيا د براعظم تر مېنځنيو سيمو او برصغير پورې زيات شهرت لرۀ او له خاص احترامه برخور ؤ.

جامي د 898 هجری قمری کال د محرم يا امامانو د مياشتې په اتلسمه نېټه په يو اتيايمه کلنۍ کښې له دنيا لاړ او په هرات ښار کښې چې د ستر خراسان يو ښار ګڼل کېدۀ د خپل استاد سعدالدين کاشغري د مزار تر څنګه خاورو ته وسپارل شو. د جامي قبر په اوس حال کښې په  هرات کې دې او په تخت مزار مشهور دې.

په تیر پروګرام کې مو د هفت اورنګ ټولګې په معرفی کولو کې وویل چی په دغه اثر کې د جامي اوه مثنوی شاملې دي او بیا مو د دغه اثر د ځینو عمومی ځانګړنو په اړه درسره خبرې وکړې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د جامي د هفت اورنګ ټولګې د مثنویانو یوه پام وړ ځانګړنه په وصف او بیانولوکې د جامي بی سارې قدرت دې . د هغه د اثارو د ډیروڅیړاندو په باور د جامي ستاینې خاص لطافت لري . جامي له هغو شاعرانو دې چی په خپلو شعرونو کې یې معنی ته ډیر پام کړې دې خو د هغه دا چاره هغه له توصیف نه منع کوی . معنی ته د هغه پام او ځیرتیا سبب شوی ده چی هغه په توصیف کې هم له دغې چارې غافل نشی ، په همدې دلیل ټکی یې خوښ کړي دي او له خیال  او بدیعی په ګټه پورته کولو سره خپل شعر ته خاص خوږلت او ځلا وربخښلی ده . د سلامان او ابسال ، لیلی و مجنون  او یوسف و زلیخا په مثنویانو کې د هغه توصیفونه ډیر ښکلی او زړه راښلونکي دي . د بیلګې په توګه کله چی جامي د بوډاتوب خبره کوی  نو بوډاتوب داسې لطیف بیانوی چی د هغه د ژورو احساساتو ښودنه کوي . هغه چی پخپله یې د بوډاتوب  د پړاو تریخ خوند څکلې دې ، په داسې لهجې سره د هغه پړاو خبره کوي چی لوستونکې ستایلو ته مجبوروي .

 

 پا به دم مرا ز نادیدنت

خلق به فریاد ز نشنیدنت

نادیت از دست که جنبی ز جای

تا نشود دست  مدد کار پای

لرزش دست تو به هنگام کار

برده ز دست تو برون اختیار

د جامي په هفت اورنګ کی یو بل د پام او غور وړ  مورد د مضامینو او معنی تکرار دې . وحدت وجود ، فنا ، عشق ، نعت ، او د حضرت محمد مصطفی ص د معجزاتو ذکر کول د جامي د لیدتوګې اساس او اصلی چورلیز جوړوي  ، په همدې دلیل د هغه په اشعارو کې ډیر تکرار شوي دي . جامي د تحفه الاحرار ، لیلی و مجنون ، خردنامه اسکندری په شمول په خپلو ټولو مثنویانو کې د وحدت وجود خبره کړی ده . د خدای تعالی د وجود او وحدانیت د اثبات یوه لاره له اثر په موثر پو هیدا ده . د جامي په باور د بدیع او ښکلا له دغو ټولو نقشونو د نقشبندپه وجود پوهیدلې شو . جامي باوری دې چی د خلقت ټول ظرایف او بدایع  د واحد خدای د وجود ښودنه کوي . اثار او نقوش د هغو سیورو په شان دي چی د لمر سترګې د ځلونکی وجود خبر ورکوی چی یوه ده او درست مخلوقات د هغې د وجود په نښه دي .

هر نقش اگرچه دلپسند است

ایینه صبح نقشبند است

هر نقش عجب که زیر و بالاست

برهان وجود حق تعالی است

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په هفت اورنګ ټولګه کی د جامي یو بل ډیر تکرارونکې مضمون فنا فی الله دې. فنا د عارفانه سیر و سلوک نهایی مرحله ده . جامي خدای تعالی د سمندر او کمال غوښتونکي د قطرې په شان بللی دي چی سمندر په لور روان دي ، قطره کله چی سمندر ته ورسي نو فنا شي او د سمندر په زړه کی بقا او ژوند مومي . په دې حالت کی هر لوري ته چی وګوري یوازې سمندر به وسنی . هلته نور بیا خودی ، مونږه او زه خبره نشته ، هر څه چی دي هغه دې .

د جامي په باور هغه کس په دې مرحله کی راتللې شی چی ځان د هستۍ له قید و بنده خلاص کړي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د جامي د لیدتوګې یو بل اساسی چورلیز عشق دې . د هغه له نظره هر څه په عشق سره معنا کیږي او له هغه پرته مفهوم نلري . د عشق په اړه  د جامي لیدتوګه دا ده چی هغه مجازی عشق حقیقی عشق ته د رسیدا لپاره یو پل بللې دې او باورې دې چی حقیقی سمندر ته د رسیدا لپاره  د عشق  په کشتۍ کې سپریداضروری ده . د جامي په باور چا چې له عشق ګټه نده پورته کړی ، په دغه نړۍ کې پردیسی او یوازې دې .

د جامي له نظره عشق د اب حیات په شان دې چی د هغه د تلپاتی کیدا او جاویدانګی سبب کیږي . هغه زړه چی عشق له اب حیات سیرابه نشي ، حقیقی زړه ندې او څوک چی عاشق نه وی نو سړې ندې . دا د عشق د رڼا په وجه ده چی هر څیز ښکلې او ځلیدونکې دې . د جامي له نظره عشق د هستۍ تر ټولو ښکلی ترانه او مشهوره افسانه ده .

 

ټیګونه