ايران د اونۍ په هنداره کښې۱۳۹۸-۱۲-۲۴
د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانوته د سلامونو په وړاندې کولو سره ايران د اونۍ په هنداره کښې له يوبل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو، په دې کښې غواړوو په تېره هفته کښې د يو لړ مهمو واقعاتو شننه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو،
ايران د نوي هجري نمريز کال د بدلېدو په درشل کښې شتون لري. تېره هفته هم يو لړ خبري واقعات رامنځته شول چې د کورونا وائرسو د خپرېدو موضوع هم هغه شان د دغو خبرونو په سر کښې وه. چې د پروګرام شروع له همدغې موضوع څخه کوو.
کوويډ ۱۹ نومي بيماري د رسمي اعلاناتو مطابق د يو سل دېرشو نه د زياتو هېوادونو له پولو اوړېدلې او تقريباً په ټوله نړۍ کښې خپروه شوې ده.د دغو وائرسو د لمن پراختيا په دومره اندازه ده چې د روغتيا نړيوالې ادارې دغه بيماري نړيواله وباء بللې او په زياترو هېوادونو کښې يې هنګامي حالت اعلان کړے دے.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د تېرې جمعې په شپه د ايران د اسلامي جمهوريت د ټولو وسله والو ځواکونو لوے درستيز جنرل محمد باقري ته د يو فرمان په صادرولو او له کورونا وائرسو سره د مقابلې په زمينه کښې د وسله والو ځواکونو د خدماتو په قدرونې سره د دغې بيمارۍ له لا زياتې خپرېدو څخه د مخنيوي لپاره د يو روغتيائي او معالجاتي هېډکوارټر يا قرارګاه په قالب کښې د دغو خدماتو په منظمولو تاکيد وکړ.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر دا خبره په ګوته کړه چې دا اقدام هغو قرائنو ته په پام سره چې د دې پېښې د بائيولوجيکي حملې امکان يې مطرح کړے دے د بائيولوجيکي دفاع د مشق اړخ هم ولرلې او ملي اقتدار او توان زيات کړې شي.
بائيولوجېک جنګ د انسانانو لپاره د بيماريو د خپرېدو په هدف سره له مائکروبو يا وائرسو او يا نورو ژوندو موجوداتو او د هغوي له زهرو څخه په مهمه توګه د استفادې په معنا څه نوې خبره نه ده.
الميادين خبري سائيټ په يو رپوټ کښې وليکل، د بائيولوجېک جنګ په چوکاټ کښې د جراثيمو، قارچونو، وائرسو، نباتاتي او حېواني زهرو، مضرو بوټو او ګياګانو او يا نه اېنفېکشنېدنکو حېواناتو په شمول له زياترو ډولونو څخه استفاده کيږي. دغه اېنفکشنونه، لاس يا بدن لګولو، اوبو او هوا يا د راکټونو او توغنديو په شان د پرمختلليو منتقلونکو له لارې منقل کيږي.
الميادين زياتوي چې له دې امله چې د کيميائي وسلو کنټرولول او محدودول ډېر ګران او تقريباً ناممکن کار دے، دغه وسلې او يا بائيولوجېکې او مېکروبي وسلې په چټکۍ سره د جوړونکو او استعمالونکو له کنټروله بهر شوې دي او خپله د هغوي د ځان په خلاف وسلو باندې بدليږي، ځکه چې دغه وسلې د دوديزو وسلو په اپوټه د خپرېدو مبداء او د هغو د مقصد ترمېنځ د فرق نه قائل کيږي.
روسي سائنسدان او ژوند پېژاندے ايګور نيکولين هم له امريکې نه په بهر کښې د غېر متعارفو تجرباتو او آزمائنو لپاره د لېبارټريو په جوړولو کښې د امريکې جنايتونو ته په اشارې سره وائي: «د چين په پولو کښې د امريکې پينځويشت بائيولوجيکي لېبارټرۍ فعالې دي، په قزاقستان، قرقېزستان، لائوس، وېتنام، تائيوان، جنوبي کوريا، فېلپائن، تائيلېنډ، ملېشيا او حتی افغانستان او پاکستان کښې او د چين به چاپېره ټولو هېوادونوکښې د امريکې بائيولوجېک لېبارټرۍ موجودې دي.»
د ايډز، سارس، اېبولا، د مارغانو انفلوانزا، د سرکوزي اېنفلوانزا او انتراکس يا تور زخم په شان وژونکو بيماريو خپرېدل د دې سبب شوي دي چې نړۍ د دغو بيماريو په خپرېدو کښې د انسان د لاس لرلو په اړه د احتمالاتو په وړاندې هوښياره او بېداره اوسي.
برطانوي ډيلي مېل ورځپاڼې څو ورځې مخکښې رپوټ ورکړ چې د امريکې روغتيائي کارپېژاندو په چين کښې د کورونا وائرسو له خپرېدو نه درې مياشتې مخکښې په ټوله نړۍ کښې د دغو وائرسو له خپرېدو سره د چيني چارواکو د مقابلې د لارو چارو د پېژندلو لپاره يو شبيه ساز پلان کړ او اټکل يې وکړ چې دغه وائرس به پينځه شپېتۀ ميلين تنه وژني.
له کورونا سره په مقابله کښې کاميابي په ټولنه کښې د چلند له بېلګو او طريقو او د روغتوني سامانونو او روغتيائي امکاناتو او وسائلو ته له لاسرسائۍ سره تړاو لري. د دغې مبارزه په وړاندې ليکه کښې ډاکټران او نرسان شتون لري. تر اوسه هم د ايران د روغتونونو د روغتيائي عملې يو شمېر کسان عېن د خدماتو په وخت د کوويډ ۱۹ نومې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي.
له دغو زحمتونو څخه د قدرونې په خاطر د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په موافقې سره د سلامتيا مدافعان د خدمت شهيدان ګڼل کيږي.
معظم رهبر د طبي ، نرسي، روغتيائي او خدماتي عملې د خدمت د شهيد د ګڼل کېدو په اړه چې په کورونا اخته بيمارانو ته د خدماتو د رسولو په جبهه کښې يې ځانونه قربان کړي دي د ايران روغتيا د وزير سعيد نمکي د ليک په ځواب کښې له دغه وړانديز سره موافقه وکړه.
تېره هفته ايران ته د روغتيا د نړيوالې ادارې د لېږل شوي پلاوي مشر رېچرډ برنان په تهران کښې د څو معالجاتي مراکزو په لېدنې سره د طبي، روغتيائي ، نرسي او خدماتي عملې له هلو ځلو څخه په قدرونې سره وويل: ايران د مختلفو بيماريو په تېره بيا د خپرېدونکو بيماريو د کنټرولولو په زمينه کښې ډېر زيات قوت او توانمني لري او دغه توانمني يې د مختلفو بحرانونو او مصيبتونو د رامنځته کېدو په وخت کښې په ښه ډول ښودلې ده.
د واشنګټن يو اړخيز او ظالمانه بنديزونه چې بنيادي څيزونه او حتی درمل او طبي سامانونه پکښې شامليږی د ايران د خلقو په تېره بيا د بيمارانو لپاره د زياتو مشکلاتو د رامنځته کېدو سبب شوي دي.
امريکې د د درملو او طبي سامانونو د مبادلاتو لارې تړلې دي خو ادعا کوي چې په درملو او خوراکي موادو بنديز نشته.
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند په يو ټوئيټ کښې د له کورونا وائرسو سره د مقابلط په خاطر له ايران سره د مرستې لپاره د واشنګټن د چمتووالي په اړه د امريکې د ولسمشر ډونالډ ترمپ د ادعا په اړه په غبرګون کښې تاکيد وکړ: د ايران اسلامي جمهوريت د نړۍ د ترټولو غوره، کارآمده او تکړه ډاکټران او طبي عمله لري امريکائي ډاکټرانو ته هيڅ ضرورت نه لري.
ډونالډټرمپ د تېر زيارت په ورځ په سپينه ماڼۍ کښې د ائېرلېنډ له وزيراعظم سره په کتنه کښې ادعا وکړه، امريکه د نړۍ ډېر غوره ډاکټران لري او له کورونا سره د مقابلې لپاره يې ايران ته د مرستې وړانديز کړے دے.
له ايران سره د مرستې په لړ کښې د امريکې ادعا په داسې حال کښې ده چې د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف تېره هفته د ملګرو ملتو مشر آنتونيو ګوټرش ته په يو ليک کښې د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو په ختمولو تاکيد وکړ.
د ايران خارجه وزير همدارنګ په يو ټوئيټ کښې د پېسو د نړيوال صندوق دغه امکان ته د فوري لاسرسائۍ لپاره د ايران د مرکزي بېنک غوښتنې ته په اشارې سره تاکيد وکړ: د پېسونړيوال صندوق او د هغه چارواکي بايد په خپلو دندوپابند اوسي او په صحيح لوري کښې ټينګ اودريږي او ذمه وارانه عمل وکړي.
د پېسو د نړيوال صندوق مشرې کرېسټالينا ګئور ګيوا په دې وروستيو کښې په يوې بيانيه کښې د کورونا وائرسو له خپرېدو سره له ښکېلو هېوادونو سره د مرستې لپاره د پنځوس ميليارډ ډالرو په اندازه د دغه صندوق د هنګامي مالي مرستې خبر ورکړ.
د ايران د مرکزي بېنک مشر عبدالناصر همتي په همدې چوکاټ کښې په ايران کښې له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره د پېسو له نړيوال صندوق څخه د پينځه ميليارډ ډالرو د غوښتلو خبر ورکړ.
همتي يادونه وکړه: د نړيوالې ټولنې و د پېسو د نړيوال صندوق غبرګون د دغو وائرسو له کنټرولو او د خلقو د مصائبو له کمولو سره په مرسته کښې د دغو ادعاګانو د جاجونې لپاره ښه معيار کېدې شي.
د امريکې ظالمانه بنديزونو د کيميائي زيانمنو د علاج چلند هم له مشکلاتو سره مخامخ کړے دے.
د کيميائي وسلو د منعې په اداره کښې د ايران دائمي استازي او سفير کاظم ابدي نړيوال کنونشن د کيميائي بې وسلې کولو د هر اړخيزه عملي کېدو لازمه وبلله و تاکيد يې وکړ چې امريکه د کيميائي وسلو د يوازيني لرونکي په توګه د کيميائي وسلو د زرادخانو د تباه کولو لپاره له خپلو امکاناتو څخه په استفاده کښې د کوتاهۍ په وجه د کنونشن د اهدافو د پوره کولو خنډ شوې ده او له دغه هېواد يې وغوښتل چې د خپلو کيميائي وسلو په ضائع کولو سره د کيميائي بې وسلې کولود کنونشن په بنياد په خپلو ژمنو عمل وکړي.
د ايران اسلامي جمهوريت د کيميائي وسلود منعې د ادارې د اجرائي شورا معاونت په غاړه لري.
د ايټمي انرجۍ نړيوال اژانس په خپل ترټولو وروستي رپوټ کښې ادعا وکړه، ايران درې ځايونو ته د لاسرسائۍ د اجازه امکان نه دے ورکړے او د نه اعلان شويو ايټمي موادو په اړه د آژانس د يو لړ پوښتنو په باره کښې د پام وړ ملګرتيا نه لرلې او په همدې وجه يې د ايران په اړه بيل رپوټ خپور کړ.
په ويانا کښې په نړيوالو ادارو کښې د ايران سفير او استازي کاظم غريب آبادي د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د حکامو د شورا په موسمي ناسته کښې د آژانس په دغه اقدام باندې په نيوکې سره تاکيد وکړ: د ايران اسلامي جمهوريت دغه روش په کامله توګه نارغانده او غېر حرفه اي بولي او خپله پاليسي به هم په دې بنياد برابره کړي.
---------